فرقه ايز تشدد ځپلې هزاره ميرمنې په تعليمى لړۍ پريښودو مجبورې

0
4783

http://newslens.pk/wp-content/uploads/2015/01/hazara2.jpg

کوئټه(شاه مير بلوچ) د بلوچستان د دارالحکومت کوئټې هزاره ورورولۍ سره د اړونده پيغلې زده کوونکې نرګس على چنګيزى د صحافڼې جوړيدو خوب له منځه وتلے دے ـ

نرګس خپله زيړه ونګه په سپين څادر پټه کړې وه، هغې ووئيل:” د قصه بڼې جوړيدو احساس ستر ؤ، ما د ميرمنو هغه قصې اورول غوښتل کومې چې د وئيلو وړ نۀ دي ـ”

د ٢٠١٣ء جون کښې يوه ورځ هغه د پوهنتون نه بهر ولاړ خپل بس له ورتله چې چاودنه وشوه کومه چې دومره سخته وه چې هغه پريوته ـ هغې ووئيل:” کله چې زۀ په هوش کښې راغلم نو ما وکتل چې هسپتال کښې مې علاج کيدو ــ”

د ٢٠١٣ء د جون په ١٥مه د کوئټې د سرداربهادرخان وومن يونيورسټۍ د هزاره ښځينه زده کوونکو په بوتلونکى بس بم چاودنه کښې ١٤ کسان مړۀ او ١٩ ژوبل شول ـ دا د هغې ورځې د پرله پسې کيدونکو چاودنو برخه وه کومو کښې چې کالعدم تنظيم لشکرجهنګوى ککړ ؤ چې د کوئټې د هزاره ورورولۍ په ضد د تشدد روانو هلو ځلو کښې څرګند پاتې شوے دے په کومو کښې چې په زرګونو کسان وژلي شوي دي ـ

کله چې دا چاودنه وشوه نو نرګس سرداربهادرخان وومن يونيورستۍ کښې د صحافت زده کوونکې وه ـ هغې او د هغې يوې ملګرې، کومه چې هغه وخت د هغې سبقى وه، د دې مرګونى بريد نه وروستو د تعليم پريښودو پريکړه وکړه ـ هغې ووئيل چې بم چاودنو د هغې په زړۀ کښې دومره ويره پيدا کړه چې شايد تل به قائمه وى ـ

نرګس ووئيل:” زۀ د بم چاودنې نه وروستو دريو مياشتو پورې اودۀ شوې نۀ ؤم ـ تر اوسه زما په غوږونو کښې د جينکو چغې سورې اوريدې شي ـ “

نرګس ووئيل چې په دغه کال خواؤشا د ٥٠ سلنې نه زياتو زده کوونکو، چې ټوله په ټوله هزاره وې ، د تعليم لړۍ پريښوده : هغه وائى:” دا يوازې چاودنه نۀ وه بلکې د پوهنتون د انتظاميې رويه هم وه چې څۀ داسې وه لکه چې مونږ د هغوي د اميت د پاره خطره يو ـ”

د بم چاودنې نه پس سمدستى په ميډيا دا خبر راغے چې پوهنتون کښې ترسره شوې حمله د فرقه ايزې بڼې نۀ وه ـ خو ولې دې وروستو د کيدونکې پلټنې څخه دا جوته شوه چې هم هزاره زده کوونکې د دې بم چاودنې تر ټولو اهم هدف وې ، هر څو کۀ دې کښې ډيرې نورې زده کوونکې هم ووژلې شوې ـ

دا بم چاودنه د ښځينه زده کوونکو د پاره د پيليدونکو ستونزمنو لمحو شروع وه د کوم نه پس چې د هزاره ورورولۍ ميرمنو سره يوځائے تګ هم يوه خطره وګڼلے شوه ـ نرګس ووئيل:” د پوهنتون انتظاميې پريکړه وکړه چې بس به د هزاره ورورولۍ د پينځو نه زياتې زده کوونکې نۀ وړي ـ،،

هزاره ورورولۍ سره د تعلق لرونکى پوهنتون يوې پخوانۍ زده کوونکې عاصمه محمد حسن ووئيل چې د پوهنتون انتظاميې هغې ته د ټرانسپورټ ورکولو څخه مخ واړولو ـ

عاصمه ووئيل:” هزاره ورورولى بيخى بيله کړے شوه، زده کوونکو مونږ سره تګ کول نۀ غوښتل، ډرائيوران ويريدلي وو ـ ما تعليم نيمګړے پريښود او اسلام اباد ته راغلم ـ”

هغې ووئيل چې حالاتو کښې اوس هم څۀ بدلون رانۀ غلو: ډرائيوران او زده کوونکې د هزاره ورورولۍ اړونده ميرمنو سره د تللو څخه ويريدلي دي ـ

د پوهنتون د انتظاميې يو غړى د خپلې پيژندګلو نۀ کولو په شرط نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې پوهنتون د بسونو لارې بدلې کړې او د امنيتى لاملونو په وجه د هزاره ورورولۍ يوازې پينځو جينکو ته بس کښې د کښيناستو اجازه ورکړے شوه ـ

د هغۀ وينا وه چې د پوهنتون نه چاپيره امنيتى انتظامات غوره کړے شول او زياتى سکينرونه ولګولے شول ـ هغۀ ووئيل:” پوهنتون کښې د ښځينه زده کوونکو د داخلې اخستو شرح کمه نۀ شوه ـ دا د رامنځته شوو ډيرو کمو پيښو څخه يوه وه ـ”

د کوئټې هزاره ورورولى پاکستان کښې د ترسره کيدونکو فرقه ايزو بريدونو په سخته توګه نخښه ګرځيدلې ده د کومو پيل چې د ١٩٨٠ء لسيزه کښې د افغان جهاد د مودې په مهال د سعودى عرب او ايران ترمنځه د پردې تر شا جګړې له امله وشو ـ

هر څو کۀ د ورورولۍ تګ راتګ د کوئټې دوو سيمو پورې محدود کړے شو خو د هغې غړي د خپلو ونګو د ډاګيزه مغل واله رنګ په امله په اسانه پيژوندلے شول ـ

دا ټيک ده چې د تيرو څو کالو راسې په هزاره ورورولۍ د بريدونو لړۍ روانه ده خو ولې دې د ٢٠٠١ء نه وروستو زور وموندو ـ د ٢٠١٣ء کال ډير سخت ؤ کله چې د پوهنتون بس بم چاودنې سره په نخښه کړے شو ـ

د ٢٠١٣ء د جنورۍ په ١٠مه د هزاره ورورولۍ د اکثريتى سيمې علمدارروډ په يو سنوکرهال کښې ترسره شوې بم چاودنه کښې کم نه کم ١١٥ کسان مړۀ او د ٢٧٠ نه زيات ژوبل شول ـ

يوه مياشت پس په ١٦ فرورۍ د کوئټې هزاره ټاؤن کښې ترسره شوې بم چاودنه کښې د هزاره ورورولۍ ٧٣ کسان مړۀ او کم نه کم ١٨٠ ژوبل شول ـ

د هزاره ډيموکريټک پارټۍ(ايچ ډى پى) لارښود رضا محمد وکيل نيوزلينز سره په خبرو کښې ووئيل چې دا به ښۀ وى چې کۀ حکومت د هزاره ورورولۍ سړو او ميرمنو ته د تګ راتګ نه د څنډې کولو او په امنيتى منصوبو د عمل د غږ په ځائے د ترهه ګرو په ضد کارروائى وکړى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here