فيصل آباد: د تور زيړى په شرح کښې انديښمن حد پورې زياتوالے

0
5234

فيصل آباد (محمد سليم) فيصل آباد ډويژن کښې نايانو ، نيم حکيمانو او سرکارى او د ذاتى مد هسپتالونو کښې له جراثيمو د پاکو آلاتو د نيشتوالى له کبله تور زيړے تندۍ سره خوريږى ـ

ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتالو فيصل آباد کښې اسسټنټ پروفيسر ډاکټر محمد عرفان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د ډويژن خواؤشا ٢٤ سلنه آبادۍ ته د تور زيړى رنځ لګيدلے دے، دا شرح پاکستان کښې تر ټولو زياته ده ـ

هغۀ زياته کړه :” ټول هيواد کښې اتۀ سلنه خلق تور زيړى ځپلي دي ولې فيصل آباد ډويژن کښې دا شرح له دې امله زياته ده چې بيلابيلو سيمو کښې نيم حکيمانو اجاره دارۍ جوړې کړې دي ـ دا نيم حکيمان د يو رنځور د طبى کره کتنې د ٢٥ نه ٥٠ روپو پورې تر لاسه کوياو د بيلابيلو رنځونو د انجيکشن لګولو ٢٠ روپۍ زياتي اخلي ـ”

ډاکټر محمد عرفان ووئيل چې کلى والو سيمو کښې خلق له دې رنځ زيات اغيزمن کيږي ځکه چې دې سيمو کښې نيم حکيمان د کواليفائيډ ډاکټر د نوم په کارولو د صحت د اسانيو ورکړه کوي ـ خو ولې دا هم يو حقيقت دے چې دا ډاکټران د رنځورانو د طبى معائنې د پاره خپلو دې کلينکونو ته مخه نۀ کوي ـ

هغۀ زياته کړه :” دا نيم حکيمان رنځورانو ته د انجيکشن لګولو د پاره هم يو سرنج استعمالوي، خلقو دې نيم حکيمانو له ځکه راځي چې د دوئ فيس د کواليفائيډ ډاکټرانو په نسبت کم وى ـ د تور زيړى د زياتيدو يوه لويه وجه د يو سرنج کارول هم دي ـ “

د ډاکټر محمد عرفان وينا وه :” مونږ څو کاله وړاندې د جړانواله د نزدې کلى چک جى بى – ٥٨ کښې يوه څيړنه وکړه د کوم چې ٧٠ سلنه ابادى د تور زيړى ښکار وه ـ دې سيمه کښې د څيړنې په مهال دا هم څرګنده شوه چې د يو درځن نه زيات نيم حکيمان د دې رنځ په ټوله سيمه کښې د خوريدو لامل ؤ ـ”

د الائيډ هسپتال انتظاميې ٢٠١٤ء کښې د ٥٧،٤٥٢ رنځورانو طبى جائزه واخسته چې پکښې ١٦٠١٣ کښې تور زيړے مثبت ؤ ـ دې رنځورانو د ليپروسکوپى، ګرده کښې کاڼى، ګائنى، سى سيکشن، پوزه، غوږ، مرۍ وغيره د عملياتو د پاره هسپتال ته مخه کړې وه ـ پرته له دې د فالج،ګردو، د زړۀ د رنځونو او د پهيپړو د رنځورانو د لوے شمير د وينې جائزه هم واخستې شوه ـ

د هسپتال د شمير شميرې ترمخه جنورى ٢٠١٤ء کښې د ٥٤٠١ رنځورانو طبى معائنه وکړے شوه کومو کښې چې ١٥٦٧ د تور زيړى ښکار وو ـ فرورى کښې ٥١٢٩ کښې ١٣٩٧، مارچ کښې ٥٤٦٢ کښې ١٤٦٤، اپريل کښې ٥٣٢٥کښې ١٥٩٢، مئى کښې ٥٢٢٣کښې ١٧٢٦، جون کښې ٥٢٦٨ کښې ١٦٤٧، جوﻻئى کښې ٤٣٩٠ کښې ١٣٥٧، اګست کښې ٦٤١٣ کښې ١٥٧٨، ستمبر کښې ٦٥٦٠ کښې ١٣٥٧، اکتوبر کښې ٤١٢٧ کښې ٩٨٧ او نومبر کښې ٤١٥٤ کښې ١٣٤١ رنځورانو کښې د تور زيړى د وائرس د موجودګۍ پته ولګيده ـ

ډاکټر محمد عرفان وائى چې الائيډ هسپتال کښې د رنځورانو د سکريننګ نه ترلاسه شوې نتيجې انديښمنې وې او پاکستان ميډيکل ايسوسى ايشن (پى ايم اے) د دغه ډاکټرانو په ضد د مهم چلولو په حقله غور کوى کومو چې دې نيم حکيمانو ته د خپل نوم کارولو سره د هسپتال چلولو اجازه ورکړې ده د کوم له کبله چې د تور زيړى رنځ زياتيږى ـ

هغۀ زياته کړه :”دکواليفائيډ ډاکټرانو په سر خلقو سره د ټګۍ ټورۍ ذمه وارى راځى ـ پى ايم اے به دا رحجان نۀ يوازې قابو کوى بلکې د نيم حکيمانو په اړه به پلټنه هم کولے شى ـ د ضلعى حکومت لخوا د نيم حکيمانو په ضد اکثر او زياتره يوازې کاغذى مهم پيل کولے شى ولې د هغوئ په پخو بنيادونو د مخې نيولو د پاره څۀ ګامونه نۀ شي اخستې کوم چې د خلقو ژوند سره لوبې کوي ـ”

د تور زيړى د ځپلى اولس د زياتيدونکې شرح او د حکومت لخوا کلى والو سيمو کښې د صحت د اسانيو نۀ ورکولو له کبله نيم حکيمان ډيره ګټه کوي څوک چې د علاج د پاره انتهائى نامناسبې طريقې استعمالوي ـ

شورکوټ سره اړوند يو باشعوره زميدار عاشق على نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” څو مياشتې وړاندې يو نيم حکيم د کلى دوره وکړه او دا دعوه ئې وکړه چې هغه د تور زيړى د علاج ماهر دے ـ د رنځورانو يو لوے شمير د هغۀ نه طبى معائنه وکړه او هغۀ ته ئې فيس ورکړو، ولې دا ټول رنځوران تر اوسه د دې رنځ ښکار دي ـ “

عاشق على د دغه نيم حکيم د علاج په طريقه خبرو اترو کولو سره ووئيل :” هغۀ د هر رنځور ژبه ژوبل کړه او دا دعوه ئې وکړه چې د وينې بهيدو سره به د رنځ جراثيم د بدن څخه ووځي ـ ولې د څلورو نه تر پينځو مياشتو تيريدو باوجود د دغه رنځورانو په صحت کښې څۀ غوره والے رانغے ـ او رنځوران او د هغوئ کورنۍ د هغه نيم حکيم په لټون کښې فکرمند دي چې دا شان د هغۀ نه بدله واخستے شى ـ دغه نيم حکيم تراوسه چا په نزدې کليو کښې هم ونۀ ليدو ـ”

عاشق على نيوز لينز پاکستان ته اطلاع ورکړه چې د اوسنو مياشتو په دوران د جهنګ ضلعې په بيلابيلو سيمو کښې د نيم حکيمانو په کلينکونو کښې څو چنده زياتوالے راغلے دے کوم چې هيڅ طبى تجربه نۀ لرى ـ

هغۀ ووئيل چې دا شان د څو ميډيکل سټورونو مالکان هم په ګوته کړے شوي دي چې دې رنځورانو ته دارو درمل تجويز کوي ـ

پنجاب ميډيکل کالج سره اړوند ايسوسى ايټ پروفيسر ډاکټر مقصود احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې نيم حکيمان د اولس ژوند سره لوبې کوي ځکه چې حکومت د دې مافيا په ضد د کارروائۍ کولو په لړ کښې بې وسه دے ـ نور دا چې د تور زيړى شرح ډيره زياته ده خو د دې باوجود په سرکارى کچ داسې څۀ مهم پيل نۀ کړے شو چې رنځوران د دې د خرڅونو زغملو جوګه شي ـ

د ډاکټر مقصود احمد وينا وه :” خلقو کښې دې غلط تاثر رواج موندلے دے چې د څښلو اوبۀ د تور زيړى د خوريدو يوه لويه وجه ده ولې رښتيا خو دا دي چې نايان او نيم حکيمان د دې لوے لامل دے ځکه چې د خيچنو اوبو څښلو سره د هيپاټائټس سى په ځائے هيپاټائټس اے چپاؤ کوى ـ د رنځورانو د سرجرى او طبى معائنې د پاره د کاريدونکو آلاتو نۀ پاکيدل هم تور زيړى کښې د زياتوالى لامل ګرځى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here