قبائلى صحافيان: د فاټا بې نومه سپاهيان له خطرو او کوم ډول مالى مرستې پرته پيشه ايزې ذمه وارۍ ترسره کوي

0
5450

بنو(احسان داوړ) د ريډيو فرى يورپ(آر ايف اى) لاندې د پراګ څخه د خپرونو ترسره کوونکى د پښتو خبرونو او روانو چارو مشعال ريډيو چينل خبريال عمردراز خان د بنو چاؤڼۍ سيمې ته د تللو لاره ونيولې شوه او ورته ووئيلے شول چې هغه دې څۀ وخت انتظار وکړى په کوم چې هغۀ ته د فکرمند کيدو هيڅ ضرورت نۀ ؤ ـ

هغه وړومبے تن نۀ ؤ چې ورته په چيک پوسته د ايساريدو او انتظار کولو وينا شوې وه ـ د ژورنالستانو پشمول د خلقو لوے شمير، کوم چې بنو کښې د روزګار بيلابيلو سرچينو سره اړوند دي ، اکثرو وختونو کښې په چيک پوستو د امنيتى ځواکونو لخوا ايسارولے شي ـ دا ښار په ګاونډى قبائلى ايجنسۍ قطبى وزيرستان کښې د عسکريت خوښو په ضد د روانو فوځى عملياتو نه وروستو په ظاهره په يو ګيريژن بدل شوے دے او د امنيت په اړه پکښې انديښنې هم زياتې شوې دي ـ

د چاؤڼۍ په سيمه کښې ټول سرکارى دفترونه قائم دي چې پکښې فوځى هيډکوارټر هم شامل دے ـ عمر دراز دوه اوونۍ وړاندې د کينټ سيمې ته د يو افسر د مرکې د پاره تلے ؤ کله چې امنيتى کارمندانو هغه په دروازه ودرولو او دې نه پس ئې ساده جامه په غاړه کارمندانو ته وسپارلو ـ

د هغۀ په سترګو پټۍ وتړلے شوې او هم د چاؤڼۍ کوم نامعلومه ځائے ته ورسولے شو ـ

عمردراز نيوزلينز سره د خبرو اترو په مهال ووئيل :” ما هغوي نه پوښتنه وکړه چې زما جرم څۀ دے خو هغوي کښې چا ما ته هيڅ ونۀ وئيل ـ هغه وخت په يقينى توګه حالاتو سخت شکل واخستو کله چې هغوي زما نه پلټنه پيل کړه ـ “

هغۀ هغه شپه په يوه تشه کوټه کښې تيره کړه د کومې نه پس چې عمردراز خوشے کړے شو ـ هغه وائى چې هغه ته پته نشته چې هغه کوم خلق وو او هغه ئې ولې په ولقه کښې ساتلے ؤ ـ هغۀ ووئيل :” هغوي زۀ په ولقه کښې واخستم او دې نه پس ئې پريښودم ولې زۀ له حقيقته بيخى خبر نۀ يم چې هغوي داسې ولې وکړل ـ”

عمردراز د قطبى وزيرستان له هغو زياترو صحافيانو څخه يو دے چرته چې پاک فوځ د تيرکال جون کښې د عسکريت خوښو په ضد عمليات پيل کړي وو ـ پاک افغان پولې سره پيوست د سختو ځپلو سيمو څخه په کډه د راتلونکې ابادۍ اکثريت بنو کښې ميشتۀ دے او کار کوى ـ

زياته موده نۀ ده شوې چې د قطبى وزيرستان يو بل ژورنالست نوربهرام هم دغه ګيټ څخه ولقه کښې اخستے شوے ؤ او وروستو بيا خوشے کړے شوے ؤ ـ

نور بهرام هغه وخت د ټرائبل يونين آف جرنلسټس صدر ؤ، هغۀ ووئيل چې هغه هم د بنو چاؤڼۍ په مرکزى دروازه ودرولے شو او چاؤڼۍ کښې بندى وساتلے شو ـ د واکمنو له لورى هغه هغه وخت خوشے کړے شو کله چې د ځائى ژورنالستانو لخوا دې لړ کښې لاسوهنه وکړے شوه ـ

نوربهرام وائى :” کله چې صحافيانو واکمنو سره مذاکرات وکړل نو هغه وخت هغه پريښودے شو ـ” هغۀ ووئيل چې واکمنو دا دريځ خپل کړو چې په امنيتى چيک پوسته لګيدلى ټريکنګ مشين د هغۀ د شناختى کارډ تصديق نۀ ؤ کړے ـ

د قبائلى سيمو، کومې چې د فاټا يا وفاق د انتظام لاندې سيمو نوم سره په عمومى توګه مشهورې دي ، صحافيان د هغه وخت راسې د خطرو لاندې کار کوي کله چې هغوي عسکريت خوښۍ ځپلې پوله ايزه سيمه کښې په وړومبى ځل رپورټنګ پيل کړے ؤ کومه چې د هيواد د تر ټولو يوخوا ته سيمو څخه يوه ده ـ

کيدے شى چې طالبان عسکريت خوښي د فاټا او د هغې د اولس د پاره د يوې لوې فکرمندۍ لامل وي ځکه چې ٢٠٠٧ء څخه د عسکريت خوښو په ضد روانو عملياتو کښې ٤٠ لکه قبائل کډوال شوي دي خو ولې د پريشانۍ يوازې دا يو لامل نۀ دے ـ

فاټا يوه انتظامى ډهانچه لرى چې يوه پيړۍ پخوانۍ ده کله چې د برطانوى قوماندې لاندې قبائلو د يو غښتلى قانونى نظام لاندې حکمرانى کوله چې د متحده انډيا متوازى وه ـ دې قانون ته فرنټيئر کرائمز ريګوليشنز يا ايف سى آر وئيلے شى کوم چې به برطانوى واکمنو فاټا کښې د کړمو راولاړوونکو او خپلواکه قبائلو کښې د نظم و ضبط پيدا کولو د پاره کارولو ـ

قبائلو دا نۀ غوښته چې کوم غير ملکى دې په هغوي حکومت وکړى لنډه دا چې د برطانوى واک په دور کښې ايف سى آر رامنځته کړے شو د کوم لاندې چې به د قبيلې هر کوم تن د جرم سزا د ماشومانو او ميرمنو پشمول د هغۀ ټولې قبيلې ته ورکولے شوه ـ د ايف سى آر لاندې د هيڅ قسمه ميډيا، ريډيو، ټى وى يا ورځپاڼې، د هيڅ کومې بڼې د سياست يا سياسى جلسو وغيره اجازه نۀ وه چې له امله ئې په اساسى توګه قبائلو سره د دويمې درجې د وګړيو په ډول سلوک کولے شو ـ

عمردراز وائى :” د نائن اليون د پيښې نه وړاندې مونږ د ايف سى آر له امله چپ کړے شوي وو او او س مونږ د طالبانو ډلې، واکمنو، د خپل سماج او تر دې چې د امنيتى ځواکونو لخوا خطرو سره مخامخ يو ـ تاسو ته تاؤژنو سيمو لکه فاټا کښې د رپورټنګ کولو کښې هر ګام په اختياط پورته کول وي ـ”

د پاکستان قبائلى سيمو کښې خواؤشا ٢٧٠ ژورنالستان د خپلې پيشې خدمتونه ترسره کوي ـ د نائن اليون د پيښې نه وروستو خواؤشا ١٢ صحافيانو د پيشه ورانه خدماتو ترسره کولو په مهال خپل ژوند له لاسه ورکړے دے ـ

د ٢٠١٣ء په ٢٧ نومبر فاټا سره اړوند ژورنالست ملک ممتاز د قطبى وزيرستان مرکزى قصبه ميرانشاه کښې په ډز ويشتلو سره شهيد کړے شوے ؤ ـ هغۀ په دغه ورځ پريس کلب څخه د خپل کار په ترسره کولو کور ته واپس راروان ؤ کله چې هغه وويشتلے شو ـ

د ملک ممتاز يو خپلوان حبيب الله وائى :” مونږ ته پته نشته چې هغه چا ووژلو خو په دې ضرور پوهيږو چې د هغۀ جرم څۀ ؤ چې هغه صحافت سره اړوند ؤ ـ”

حبيب الله نيوزلينز سره د خبرو اترو کولو په وخت ووئيل چې د هغۀ کورنۍ د دغه وژنې نه پس په دې حق کښې نۀ وه چې هغوي دې صحافت د پيشې په توګه خپل کړي ـ

هغۀ نيوزلينز سره په خبرو کښې ووئيل :” ما د صحافت انتخاب ځکه وکړو چې ما د خپل حق رسيدلى خپلوان مشن ترسره کول غوښتل ـ هغۀ ووئيل چې ځائى ورورولۍ زارى وکړه چې زۀ دې صحافت سره تړون ؤ لرم چې دا شان د سيمې د بې وزله اولس غږ وګرځم ـ

د ټرائبل يونين آف جرنلسټس بانى سيلاب محسود وائى چې هغه له هغو لاملونو خبر دے کومو چې قبائلى اولس خطرو سره مخ کړے دے ـ

هغۀ ووئيل چې پوله ايزه سيمه کښې د طاقت درې متوازى خواوې دي چې پکښې پاکستانے رياست، طالبان او ژورنالستان شامل دي ـ

سيلاب محسود نيوزلينز سره په خبرو کښې ووئيل :” صحافيان د عسکريت خوښو او رياست له لورى د ورپيښو ګواښونو په وړاندې ناتوان دي ـ د هغوي ژوند نۀ يوازې د ګواښونو د لاندې دے بلکې هغوي معاشى ستونزو، کډوالۍ او د تحفظ نۀ شتون سره هم مخامخ دي ـ دې حالاتو کښې چې پکښې رياست او عسکريت خوښى د معلوماتو په رسد بنديز لګوي دا اندازه لګول ډيره ګرانه شى چې څوک په سمه دے او څوک په غلطه ـ”

هغۀ ووئيل چې صحافيان خوندى کيدے شى ،کۀ چرې هغوي دا يقينى کړي چې د هغوي رپورټونه متوازن دي او د فريقينو يعنى د طالبانو او امنيتى ځواکونو دريځ هم خپل خبر کښې شامل کړي ـ

سيلاب محسود په ډاګه کړه :” دا د يو ژورنالست د پاره ګرانه ده چې هغه دې په خپل خبر کښې ټول ريښتيا بيان کړي ولې تاسو ته د ميانه لارې لټولو ضرورت دے ـ دا دې په نظر کښې وساتلے شى چې د غلط رپورټنګ له امله نۀ يوازې تاسو د پاره بلکې د صحافتى ورورولۍ د پاره هم د سختې بڼې ګواښونه پيدا کيدے شي ـ “

يو داسې ځائے چرته چې هيڅ ميډيا نشته او نۀ د صحافت د تعليم ورکولو څۀ اداره شته ، د صحافيانو اکثريت د صحافت زده کړه نۀ ده کړې او نۀ هغوي روزلے شوي دي ـ هغوي د ذمه وارۍ د صحافت له اقدارو هم خبر نۀ دي ـ عمروزير وائى کۀ دا زياته سخته ستونزه نۀ ده نو دې حال کښ هم صحافيان د تاؤ تريخوالى سيمو کښې د رپورټنګ په اړه د ګواښونو په حقله زيات ادارک نۀ لري ـ

عمر وزير وائى :” خبريالان دې د باورى صحافت د اصولو او صحافتى اقدارو په اړه پوهه کړے شي او د صحافت د پيشې په توګه د خپلولو په لړ کښې مرسته ورکول پکار دي ـ “

د ٢٠٠١ء نه راپه ديخوا پاکستان کښې خواؤشا سل صحافيان وژلي شوي دي چې پکښې ١٢ فاټا سره تعلق لري ـ د ورځپاڼې دى وال سټريټ د ژورنالستې ډينئل پرل او د کراچۍ اړونده جيو سره تړلى صحافى ولى بابر څخه پرته د بل کوم ژورنالست د وژنې پلټنه ؤنۀ کړے شوه ـ د ډينئل پرل قاتلانو ته سزا ورکړے شوې ده خو د ولى بابر وژونکي تر اوسه ازاد دي ـ

حبيب الله ووئيل :” مونږ د ملک ممتاز د وژونکو د لټولو پوره هڅې کوو او د هغۀ د وژنې په شا د ريښتياؤ لاملونو څخه خبر يوو خو ولې تر اوسه د کيدونکې پلټنې څخه هيڅ پته ؤنۀ لګيده ـ

هغۀ ووئيل چې د ملک ممتاز د وژنې نه پس واکمنو د مقدمې د پلټنې ژمنه کړې وه خو په دې اړه څۀ خاص تګ ؤ داؤ ؤنۀ شو ـ

حبيب الله ووئيل :”د هدايت الله د وژنې نه وروستو هم دا ډول ژمنې شوې وې چې له مقدمې د تيرو لسو کالو ئې هيڅ پايله ترلاسه نۀ شوه ـ” هدايت الله هم د قطبى وزيرستان سره تعلق لرلو څوک چې ٢٠٠٦ء هغه وخت ووژلے شو کله چې هغۀ دا خبر ورکړو چې ډرون څخه د يوعرب عسکريت خوښى په کور راکټ داغلے شوے دے ـ دې نه مخکښې قبائلى سيمو کښې د امريکائى ډرون کارروائيو په اړه زياته معلومات ميډيا پورې نۀ راتلل ـ

موجوده حالاتو کښې قبائلى ژورنالستان د خپل ځان او د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو کښې د صحافت په د راتلونکى په حقله هيله مند دي ـ خو ولې عمر دراز وائى چې د ورپيښو ستونزو له امله به د قبائلى صحافيانو وړيتا غوره شى ، هر څو کۀ دا يوه سخته لاره ده ولې هغوي ته به د تجربو څخه په زده کړه کښې مرسته ترلاسه شى ـ

هغۀ ووئيل :” په يقينى توګه! زۀ په ولقه کښې د پاتې کيدو نه پس ډير زيات محتاط شوے يم او د ټولو ډلو د دريځ ترلاسه کولو هڅه کؤم ځکه زۀ بيا هغسې حالاتو سره مخ کيدل نۀ غواړم ـ”

د قبائلى صحافيانو ژوند ته د ورپيښو ګواښونو څخه يو خوا ته ګڼ شمير ته د هغوي د ادارو له لورى څۀ معاوضه نۀ شى ورکولے ـ د ميډيا ادارې فيلډ کښې د خپلو صحافيانو هيڅ مرسته نۀ کوي او هغو صحافيانو کورنۍ هم له مرستې په ډډه پاتې کيږي چې د زړۀ ټکړې ئې د پيشې د ذمه واريو ترسره کولو په مهال شهيدان کيږي ـ

حبيب الله وائى :” کله چې خبريال وژلے شى نو د ميډيا ادارې د هغۀ مناسبه مرسته نۀ کوي او نۀ ورته څۀ معاوضه ورکوي ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here