لاهور:سينماګانې او تهيټرې دا وخت د خطرو لاندې

0
4506

لاهور (احسان قادر) د ښار په زياتره سينګل سکرين سينماګانو او تهيټرو کښې د امنيت د ناوړه انتظاماتو اندازه له دې خبرې لګولے شى چې په دننه لارو کوم واک تهرو ګيټ او کيمرې ونۀ لګولے شوې چې له امله ئې د وګړيو ژوند د خطرو لاندې دے ـ

لاهور کښې شپږ د ذاتى مد (الفلاح، محفل، تماثيل، ناز، شاليمار او الحمرا ،بهټه چوک) او اووۀ سرکارى تهيټر هالونه ( الحمرا هال نمبر يو او دوه مال روډ، ګورنمنټ الحمرا هال نمبر يو او دوه قذافى سټيډيم ، الحمرا اوپن ايئر تهيټر، پنجاب آډيټوريم او پنجابى کمپليکس ) قائم دي ـ

نيوز لنيز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې د سينما مينجمنټ ايسوسى ايشن صدر قيصر ثناء الله ووئيل :” د يو سکرين سينماګانو کښې ګلستان، ميټروپول، کيپيټل، کيپرى، انګورى، ملک تهيټر او نګينه شاملې دي چې هم له وړاندې راسې د معاشى ستونزو ښکار دي د کوم له امله چې ورته د سکيورټ الات اخستل ناممکن شوي دي ـ د دې سينماګانو د پاره دا ممکن نۀ ده چې د دوو نه تر پينځو لکو روپو د رقم واک تهروګيټ او سى سى ټى وى کيمرې واخلي ـ هغوي د دې سرمايه کارۍ کولو وس نۀ لري ـ”

قيصر ثناء الله دا ومنله چې د سينما د صنعت د پريوتو يوه لويه وجه ترهه ګرى هم ده ـ هغۀ ووئيل چې ترهه ګرى په هغه صورت کښې ختميدے شى کله چې د تباهۍ ښکار سينما انډسټرى ته په مناسبه پاملرنه کولو د اولس د سيلګرۍ دې سرچينې پورې رسد ممکن کړے شى ـ هغۀ ووئيل :” سينما انډسټرى به هغه وخت پرمختګ کوى کله چې حکومت وګړيو ته فول پروف سکيورټى ورکړے شى ـ “

هغۀ دا دريځ هم ښکاره کړو چې کله کتوونکي ګڼ شمير کښې سينما هالونه ته مخه وکړي نو دې سره به د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ په مخنيوى کښې لاس مرسته وشى ـ قيصر ثناء الله ووئيل :” د ترهه ګرۍ پيښې د خلقو د سينماګانو او تهيټرو نه د لرې کيدو يو اهم لامل ګرځى ـ” هغۀ د حکومت نه سينماګانو او تهيټرو ته د امنيتى الاتو ورکولو غوښتنه هم وکړه ځکه چې بل صورت کښې به د وګړيو ژوند خطرو سره مخامخ وي ـ خو ولې هغۀ ووئيل چې د ځينو سينماګانو او تهيټرهالونو لکه د الحمرا تهيټر هالز، مال روډ باندې د امنيت انتظاماتو لږ ډير غوره دي ـ

وګړى عامر على ووئيل چې د سيلګرۍ څخه پرته ژوندې نۀ شى پاتې کيدے ـ هغه نيوز لينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” مونږ سينماګانو کښې د سکون څو لحظې تيرول غواړو ـ کۀ له شک شبې پرته خبره وکړے شى نو کله چې هم پاکستان يا په ځانګړى توګه لاهور کښې د ترهه ګرۍ څۀ پيښه کيږى نو مونږ سينماګانو او تهيټرو ته له تللو ډډه کوو ـ” عامر على د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې سينما له تلونکو شوقيانو ته دې سکيورټى ورکړى ـ

کامران خان هم سينما ته تلونکے يو فلم کتوونکے دے، هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کله هغه سينما ته ځى نو له ويرې ښکار کيږى ـ هغۀ ووئيل :” کله چې زۀ دې ته ګورم چې د سينماګانو د امنيت د پاره هيڅ ګامونه وانۀ خستے شول نو زما فکرمندى زياتيږى ـ”

ولې د پنجاب آرټس کونسل ايګزيکټو ډائريکټر چودهرى آصف ووئيل چې اوپن ايئر تهيټر کښې د امنيت هيڅ کشاله نشته ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” د ژمى د موسم په وجه اوپن ايئر تهيټر بند کړے شوے دے چې له امله ئې هيڅ امنيتى انتظامات په نظر نۀ راځي ـ د ژمى موسم کښې به واک تهروګيټ او سى سى ټى وى کيمرې لګولے شي ـ”

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here