لاهور: د ناسور د مرګونى رنځ ښکار افغان ناروغانو د پاره د اميد يوه ځلا

0
5180

لاهور ( ثمر محمود ) د پنجاب صوبائى دارالحکومت لاهور د کينسر (ناسور) د افغان ناروغانو د پاره د اميد يوه ځلا ګرځيدلې ده ځکه چې هغوئ دا محسوسوي چې لاهور کښې د هغوئ ويړيا يا دويم صورت کښې په ډيرو لږو لګښتونو علاج ممکن دے ـ

پاکستان کښې د ناسور د علاج د پاره جوړو هسپتالونو کښې ١٩ د پاکستان اټامک انرجى کميشن د انتظام لاندې کار کوي ـ شوکت خانم ميموريم هسپتال د ذاتى مد شعبه کښې د ناسور د علاج ډيره څرګنده اداره ده او سرکارى شعبه کښې ځينو لويو هسپتالونو کښې د ناسور د علاج د پاره ځانګړې شعبې قائمې دي چې د خپل مهارت له کبله د پيژندګلو جوګه دي ـ دا حقيقت دې په ډاګه وى چې د ١٨ کروړو ابادۍ دې هيواد کښې د ناسور د علاج د پاره د ډاکټرانو شمير ناپوره دے ـ

د خبرتيا مهم چلولو او بيړنى صورتحال باوجود په حکومتى کچ د دې رنځ څڅه د ژغورنې د پاره څۀ منصوبه جوړه نۀ کړے شوه ـ په وفاقى او صوبائى کچ د ناسور د ناروغانو د علاج د پاره کوم بجټ ځانګړے کړے شوے دے او نۀ هم څۀ پروګرام پيل کړے شوے دے چې له امله ئې دې لړ کښې کومه کوټلې شمير شميره شتون نۀ لرى ـ

انمول کينسر هسپتال سره اړوند يو ماهر ډاکټر غضنفر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د کوئټې او پيښور په الائيډ هسپتالونو کښې د افغان ناروغانو يو لوے شمير د علاج لاندې دے ـ د نړۍ د نورو سيمو په شان پاکستان کښې هم د ناسور رنځ تندۍ سره خوريږى چرته چې هر کال خواؤشا ٨٠ زره کسان د دې رنځ له کبله د ژوند څخه لاس وينځي ـ

هغۀ ووئيل چې يو خوا خو د ناسور د ناروغانو په شمير کښې زياتوالے راځي نو بلخوا د دې علاج هم ګرانيږى ـ د ناروغانو د اکثريت تعلق د ټولنې بې وزله ډلو سره وي د کوم په وجه چې هغوئ د علاج خرڅونه نۀ شي زغملے ـ

ډاکټر غضنفر زياته کړه چې انمول هسپتال کښې د هيواد د ټولو سيمو نه د راتلونکو ناروغانو علاج کولے شي ـ مونږ هسپتال کښې د ناروغانو داخلولو په مهال د هغوئ د ناروغۍ شدت او مالى حالات په نظر کښې نۀ ساتو ـ

هغۀ ووئيل :” په دې حقله کومه شمير شميره شتون نۀ لرى ولې افغان نارينه ؤ کښې د معدې او ميرمنو کښې د سينې او رحم ناسور عام دے ـ “

هغۀ افغان نارينه ؤ کښې د ناسور د شرح زياتيدو په اړه وينا کولو سره ووئيل چې د دې تعلق تر لويه حده د هغوئ د ژوند رنګ سره دے ـ هغوئ ډيره زياته قهوه څښي او نسوار استعمالوي چې د خلې د ناسور لامل جوړيږى ـ پرته له دې هغوئ هم د انتهائى ايمرجنسى په صورت کښې د ډاکټر څخه طبى معائنه کوي ـ

هغۀ د يو سوال ځواب ورکولو سره ووئيل چې په دې حقله څۀ خاص ثبوتونو موجود نۀ دي چې افغانستان کښې د تيرې يوې لسيزې راسې روان جنګ او افغانانو کښې د ناسور د زياتيدونکى رنځ ترمنځه کوم تعلق ولټولے شى ـ

پيښور کښې د قائم انسټى ټيوټ آف ريډيو تهراپى اينډ نيوکليئر ميډيسن (آئى آر اين يو ايم ) د شمير شميرې ترمخه ملک کښې د ناسور د ناروغانو په مجموعى شمير په اړه څۀ اندازه مرتب کولے نۀ شى ولې د اړونده محکمو ترمخه هيواد کښې د ناسور د ناروغانو شمير دريو لکو پورې دے چې پکښې د ٤٣،٥٨٥ تعلق خيبرپښتونخوا صوبې سره دے، دا دې په ډاګه وى چې دې کښې يوازې ٥،٦٥٨ يو کال ٢٠١٤ء کښې رجسټرډ شول ـ دا شمير شميره اوس اوس د آئى آر اين يو ايم په بندوبست ناسور باندې د ترسره شوې يو خبرتيا سيشن په دوران وړاندې کړے شوه ـ

شوکت خانم کينسر هسپتال ملک کښې د ناسور د ناروغانو د شمير په اړه هيڅ شمير شميره رامنځته نۀ کړه ـ

لاهور کښې قائم شوکت خانم کينسر هسپتال (ايس کے ايم ټى ايچ) د ذاتى مد شعبه کښې تر ټولو لويه د خيرښيګړې اداره ده ـ دا خپل خرڅونه په چندو او د اولس له خوا ورکړے کيدوونکو عطياتو څخه پوره کوي ـ

نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې د ايس کے ايم ټى ايچ وياند خواجه نذير ووئيل :” افغان مهاجرين او د پښتنو يو لوے شمير شوکت خانم هسپتال ته مخه کوى ځکه چې د ناروغانو ويړيا علاج کولے شى د کوم له کبله چې په فطرى توګه دا هسپتال د ناسور د هر رنځور وړومبے انتخاب ګرځى ـ “

هغۀ زياته کړه:” مونږ په هسپتال کښې يوازې هغه ناروغان داخلوو د کومو د بچ کيدو چې څۀ امکان وى ولې چې مونږ د چندو پيسې په هغو ناروغانو نۀ شو لګولې چې د ناروغۍ اخرى کچ ته رسيدلے وى ـ په دې حقله زمونږ پاليسى په ډاګه ده ـ “

خواجه نذير زياته کړه چې مونږ هغه ناروغان سرکارى هسپتالونو ته ليږو د کومو د بچ کيدو چې هيڅ امکان نۀ وى ـ

هغۀ د افغان او پښتنو ناروغانو د يو لوے شمير هسپتال ته مخې کولو په اړه خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه ( ناروغان) دا ادراک لري چې هسپتال کښې ويړيا علاج کولے شى ولې هسپتال کښې د ناروغانو داخلولو خپله پاليسى ده او يوازې هغه ناروغان هسپتال کښې داخلولے شى چې علاج ئې ممکن وى او نور ناروغان سرکارى هسپتالونو ته ليږلے شي ـ

هغۀ دا تاثر رد کړو چې هسپتال کښې د افغان او پښتنو ناروغانو په حقله تعصب لرلے شى ـ

هغۀ زياته کړه چې يو رنځور د خپل پس منظر څخه يو خوا ته يوازې يو رنځور وى ـ

د پښتنو او افغان ناروغانو د ناپيژندګلو ژبې يعنى پښتو وئيلو په حقله خبرو اترو کښې خواجه نذير ووئيل چې دا ستونزه په پيل کښې ضرور مخې ته راغلې وه ولې اوس هسپتال سره پښتو وئيوونکي ډاکټران او پيراميډيکل عمله تړلې ده ـ

هغۀ د سوال ځواب ورکولو سره ووئيل چې دې لړ کښې کومه څيړنه شوې ده او نۀ هم شمير شميره شتون لرى د کومې نه چې افغان او پښتنو کښې د ناسور د زياتيدونکې شرح د لاملونو ټاکنه وکړے شى ـ

خيبرپښتونخوا سره اړونده افغان کډوال ميرمن ګل بى بى خپل خاوند او دوؤ بچو سره د معمول ژوند تيرولو کله چې پرې دا څرګنده شوه چې هغه د سينې د ناسور ښکار شوې ده ـ هغې د نا لوستنې او خبرتيا نۀ لرلو له کبله خپله ګسه سينه کښې درد د معمول يوه معامله وګڼله ـ کله چې درد د زغملو نه ووتلو نو هغه طبى معائنې کولو ته مجبور شوه ـ وروستو بيا طبى راپورونو کښې د سينې د ناسور درک ولګيدو ـ ګل بى بى په شروع کښې انسټى ټيوټ آف ريډيو تهراپى اينډ نيو کليئر ميډيسن پيښور کښې د علاج لاندې وه چرته نه چې هغې اخر د لاهور انمول کينسر هسپتال ته مخه وکړه چرته چې د هغې د سينې اپريشن وشو او هغې په مستقله توګه خپل علاج جارى ساتلے دے ـ

ګل بى بى په هغو افغان کډوالو کښې يوه ده چې د ناسور په بيلابيلو قسمونو کښې يو سره مخ شوې ده ـ

هغې نيوز لينز پاکستان سره هسپتال کښې ماته ګوډه اردو ( د هغې مورنۍ ژبه پښتو ده ) کښې خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه خوش قسمته وه چې هغې ته په وخت طبى مرسته ترلاسه شوه د کوم له کبله چې د هغې ژوند بچ شو ـ هغې ووئيل چې هغې او د هغې کورنۍ د دې ټول عمل په دوران ډيرې زياتې کړمې زغملې دي ـ

د هغوئ په سيمه کښې ولې چې هسپتال نيشته د کوم له کبله چې د هغې کورنۍ د هغې د علاج په حقله سوچ هم نۀ شو کولے ـ هغه هم د دې ناورغۍ په اړه خبر نۀ وه ـ هغې ووئيل چې هغې ته د دې رنځ په حقله د علاج په دوران پته ولګيده او اوس هغه دا ادراک لرى چې ډيرې افغان ميرمنې بهر حال داسې دي چې هغوئ د سينې د ناسور يا د دې نورو ډولونو ځپلې دي ـ

شوکت خانم هسپتال کښې د علاج لاندې د ناسور مرګونى رنځ ته ماتې ورکوونکې د کابل ١٣ کلنې مريم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د خپل صحت په ښۀ کيدو خوشحاله ده ـ هغې ووئيل چې د هغې ټول علاج ويړيا وشو ځکه چې د هغې کورنۍ د علاج لګښتونه زغملے نۀ شو ـ

د لبلبې په ناسور داخته رنځور زمان خان تيماردار نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې تر هغه وخته خبره ډيره ځنډيدلې وه کله چې دۀ ( زمان ) ته د ناروغۍ په حقله معلومه شوه ـ هغۀ ووئيل چې د دۀ ناروغى د علاج نه وتلې ده د کوم له کبله چې اوس هغوئ يوازې درد کښې د کمى د پاره هم هسپتال ته مخه کوى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here