لاهور: د کالعدم تنظيمونو د غړيو ټريکنګ چپس سره څارنه ممکن نۀ شوه

0
4305

لاهور ( شفيق شريف ) پنجاب حکومت ته د کالعدم تنظيمونو هغو غړو سره دا مهال چپ تړل دي چې تر اوسه د ترهه ګرۍ په هلو ځلو کښې ککړ دي او د حکومت په فورتهـ شيډول کښې شامل دي چې دا شان د هغوئ په تګ و داؤ نظر وساتلے شى ـ

فورتهـ شيډول د مرکزى حکومت يو داسې نوم لړ دے چې پکښې د کالعدم تنظيمونو د هغو غړيو يا عهديدارانو نومونه شامل دي چې د ترهه ګرۍ د هلو ځلو مرستيالان يا بيا په هغې کښې ککړ دي کوم چې د ضرورى قانونى کارروائۍ نه وروستو د بيلابيلو عدالتونو په حکم د قانون نافذونکو ادارو لخوا نيولي شوي او جيلونو کښې بند کړے شوي دي ـ

دوه مياشتې وړاندې حکومت په داسې ملزمانو د نظر ساتلو د پاره د يوې کړنلارې اعلان کړے وۀ د کومې لاندې چې د کالعدم تنظيمونو غړيو ته د ټريکنګ چپ بينډ تړلو پريکړه شوې ده ـ پنجاب حکومت په قومى ايکشن پلان عمل درآمد کولو سره د ١٣ سوو انتهائى اهمو ملزمانو نوملړ جوړ کړو چې د بيلابيلو کالعدم تنظيمونو غړي وو ـ

د حکومت د ټولو اعلانونو باوجود تر اوسه هيڅ يو چپ بينډ هم د کالعدم تنظيم کوم غړى ته ونۀ تړلے شو ـ د ترهه ګرۍ د مخنيوى ځواک (سى ټى ايف ) کښې د ډپټى سپرنټنډنټ د رنګ يو افسر د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت په دې حقله منصوبې ته شپږ مياشتې وړاندې حتمى شکل ورکړے وۀ ولې د دې اعلان دوه مياشتې مخکښې وکړے شو ـ

ياد افسر انکشاف وکړو :” د منصوبې په اړه د اعلان کولو باوجود دا چپونه په لږ نرخ وانۀ خستے شول چې په منصوبه کښې د ځنډ يوه وجه ده او ښکاره ده چې دا صورتحال د فکرمندۍ دے ـ ” هغۀ زياته کړه چې د داخله چارو محکمې د پنجاب انفارميشن ټيکنالوجى بورډ ( پى آئى ټى بى ) په مرسته د چپ بينډز ډيرې نمونې راجمع کړې او اخر په يو راضى شو ـ

د پنجا د داخله چارو وزير شجاع خانزاده نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې انکشاف وکړو چې هغوئ ١٥ سوه چپ بينډز اخستے دي چې ډير زر به د کالعدم تنظيمونو غړيو ته واچولے شي ـ

هغۀ زياته کړه :” د چپ بينډز اچولو دا عمل به د ترهه ګرۍ د مخنيوى ځواک په مرسته عملى کولے شى ـ کوم چې به هغوئ ته يوه هفته کښې ورسپارلے شى د کومو په مرسته چې به د کالعدم تنظيمونو د غړيو په تګ و داؤ نظر ساتلے شي ـ ” وړاندې هغۀ ووئيل چې په دې اړه د پنجاب انفارميشن ټيکنالوجى بورډ لاندې يو کنټرول روم جوړ کړے شوے دے چرته چې به د سيټلائټ د لارې دا چپس ټريک کولے شي ـ

شجاع خانزاده ووئيل چې دا چپس به چارج کولے شى او دا به دريو مياشتو پورې کار کولے شى ـ هغۀ زياته کړه :” د ترهه ګرۍ د مخنيوى ځواک ته د انتهائى شکمنو کسانو د چپ بينډز دپاره چارجرې هم ورکړے شوي دي چې دا شان هغوئ دا چپ بينډز چارج کړے شي ـ “

شجاع خانزاده ووئيل چې کۀ کوم غړے د چپ بينډ لر کولو يا د دې د بندولو هڅه کوى نو دې لړ کښې به کنټرول روم کښې سمدستى پته لګيږى په کوم چې به د قانون نافذونکې ادارې حرکت کښې راځي ـ هغۀ مخکښې انکشاف وکړو چې کۀ د څارن د مودې په دوران د انتهائى شکمنو کسانو رويه غوره وى نو د هغوئ نوم به د فورتۀ شيډول نه ويستلے شى چې اډاڼه به ئې د هغوئ په پخوانى ريکارډ باندې هم وى ـ

هغۀ ووئيل چې قانون نافذونکو ادارو، چې پکښې پنجاب پوليسو لاهور پوليس او د ترهه ګرۍ د مخنيوى فورس کارمندان شامل دي، د کالعدم تنظيمونو ١٣ سوو انتهائى اهمو ملزمانو کښې اتۀ سوه ونيول ولې وروستو بيا ٥٥٠ په ضمانت پريښودے شول ـ ٢٥٠ ملزمان اوس هم د ترهه ګرۍ د مخنيوى ځواک سره ولقه کښې دي او هغوئ ته به ډير زر چپ بينډز واچولے شي ـ

د لاهور پوليس د اپريشنز ونګ ډپټى انسپکټر جنرل ډاکټر حيدر اشرف د پنجاب حکومت د سائنټفک پوليسنګ د هڅو ستائنې کولو سره ووئيل :” د کالعدم تنظيمونو غړيو او عهديدارانو ته چپ بينډز اچولو سره به پوليس ته د دې انتهائى شکمنو کسانو په اړه د هره ورځ په اساس ريکارډ جوړولو کښې اسانى په لاس ورشى ـ”

هغۀ زياته کړه چې داخله محکمې دا چپ بينډز د لاهور پوليس ته تر اوسه نۀ دي ورکړي ـ پوليس ته چې کله هم دا چپ بينډز ترلاسه شي نو دا به په سمدستى توګه انتهائى شکمنو کسانو ته اچولے شي ـ هغۀ ووئيل :” دا وخت هر څو کۀ په هر پوليس تاڼه کښې د دې بڼې په ملزمانو نظر ساتلے شى ولې په سائنسى بنيادونو د څارنې د نۀ کيدو له کبله هغوئ اکثر او زياتره بچ کيږي او پوليس د هغوئ د څارنې د خپل وس هڅه کوي ـ “

د پنجاب پوليس وياندې نبيله غضنفر په دې اړه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې افسرانو ته هدايات جارى کړے شوي دي چې هغوئ دې په دې حقله جارى کړے شوو احکاماتو باندې عمل درآمد يقينى کړي ـ هغې زياته کړه چې د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل مشتاق سکهيرا له وړاندې راسې ټول ريجنل او ډسټرکټ پوليس افسرانو ته دا هدايات جارى کړي دي چې هغوئ دې داسې ملزمانو باندې نظر وساتى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here