لاهور: په شمشان ګهاټ قبضه، هندو ورورولى پريشانۍ په مخه کړه

0
4782

لاهور (احسان قادر) د پنجاب صوبائى دارالحکومت لاهور کښې د مسلمانانو په اکثريتى سيمه کښې د ويش څخه وړاندې د شمشان ګهاټ بيا د نوى سره د پرانستې نه مخکښې د زمکې قبضه ګړو په دې قبضه کړې ده چې له امله ئې ځائى هندوان اوس د خپلوانو اخرى رسمونه خپلو کورونو سره نزدې ترسره کولے نۀ شي ـ

د هندو ورورولۍ د استازو د پټيشن نه وروستو سپريم کورټ آف پاکستان د پنجاب صوبائى حکومت ته اګست ٢٠١٢ء کښې د قبضه ګرو نه د زمکې خلاصولو سره په ١٤،٢٠٠ مربع فټه زمکه ٢٥ دسمبر٢٠١٣ء پورې د شمشان ګهاټ جوړولو حکم جارى کړے ؤ ـ صوبائى واکمنو مئى ٢٠١٤ء پورې کار سر ته ورسولو او د ٢٤ مئى ورځ د پرانستې د پاره ځانګړې کړے شوه ـ خو ولې د هغې تراوسه پرانسته ونۀ شوه چې له امله ئې ځائى هندوانو کښې د خپلوانو د اخرى رسمونو ترسره کولو په اړه د مايوسۍ احساس ساه اخلى ـ

نيوز لينز سره د مرکې په مهال د هندوانو د حقونو د پاره د کار کونکى غيرسرکارى تنظيم هندو سدهار سبها صدر امرناتهـ رندهاوا په شمشان ګهاټ د قبضې په لړ کښې د انتظاميې لخوا د زمکې د قبضه ګرو څخه د ماتې په منلو مايوسى ښکاره کړه ـ هغۀ ووئيل :” ښار کښې د حق رسيدلو هندوانو د اخرى رسمونو ترسره کولو د پاره څۀ ځائے نشته ـ مونږ دا شمشان ګهاټ بيلا بيلو عدالتونو کښې تر ٢٥ کالو د قبضه ګرو په ضد د عدالتى جنګ کولو نه وروستو ترلاسه کړو او اخر سپريم کورټ زمونږ په حق کښې پريکړه وکړه ـ مونږ په ٢٤ مئى د پرانستې انتظامات سر ته رسولي وو ولې قبضه ګرو د ٢٣ او ٢٤ مئى په ترمنځه شپه د بدمعاشانو پشمول چپاؤ وکړو او د شمشان ګهاټ له پرانستې ئې په زور منع کړو ـ “

هغۀ زياته کړه:” قبضه ګر د يو مسلمان بزرګ بابا حويلى شاه نوم اخلى او د هغۀ په قبر د هغۀ د نوم کتبه هم نصب کړے شوې ده ـ د قبضه ګرو سرمشرانو ځان سره راوستلي بدمعاشان وپارول چې هندوان د مسلمان بزرګ د قبر بې حرمتى کوي د کوم نه پس چې مونږ د پاکستان د صدر نه تر ځائى حکومت د لوړ کچ واکمنو ټولو ته خطونه ليکلي دي خو هيڅ ځواب ترلاسه نۀ شو ـ”

د هندوانو د حقونو د پاره د کار کوونکى يو غيرسرکارى تنظيم پاکستان بالمک سبها د شميرشميرې ترمخه پاکستان کښې د هندوانو ابادى د ٢٥ لکو نه زياته ده او لاهور کښې د ميشتۀ هندوانو شمير يوازې ٤٠٠ دے ـ

ګورنمنټ کالج يونيورسټۍ کښې د کمپيوټرسائنسز ځائى هندو زده کوونکى ٢٤ کلن سمير ووئيل چې قبضه ګرو هغوي د شمشان ګهاټ څخه بې برخې کړي دي ـ هغۀ نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زمونږ مور پلار د اخرى رسمونو ترسره کولو په حقله د انديښنې ښکار دي ـ مونږ د څو نسلونو راسې پاکستانيان يو او مونږ غواړو چې هم لاهور کښې د اخرى رسمونو ترسره کولو حق راکړے شي ـ”

نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ٨١ کلن هيرالال ووئيل چې هغه په ټکو کښې د خپلو جذباتو څرګندونه نۀ شى کولے ـ هغۀ ووئيل :” زۀ لاهور کښې ؤزيږيدم او په هم دې خاوره مړينه غواړم ـ حکومت بايد مونږ ته بنيادى حقونه راکړي ـ ” ٧١ کلنې راج کمارى هم دغه شان خيالات څرګند کړل ـ

د سپريم کورټ پريکړه کښې د قبضه ګرو ګرځولے شوى غړى عبدالاسلام نيوز لينز سره د ټيلى فون د لارې خبرو کښې ووئيل چې شمشان ګهاټ، د مسيحىيانو، مسلمانانو او د بهايانو هديرې سره پيوست دے او دا هندوانو سره هيڅ اړوند نۀ لرى ـ هغۀ ووئيل” د زمکې دا برخه د ګډې هديرې برخه وه خو د امرناتهـ رندهاوا په مشرۍ کښې هندو لينډ مافيا په دې د قبضې کولو هڅه کوى ـ هغوي د مسلمان صوفى بزرګ بابا حويلى شاه په څلى د بابا حويلى رام د نوم د کتبې په لګولو د هغۀ بې عزتى کړې ده او هغه ئې يو هندو ګرځولے دے چې له امله ئې مسلمانان راپاريدلي دي ـ دا هغه وجه ده په کومه چې مونږ ځائى سياستدانانو مداخلت وکړو او د شمشان ګهاټ د پرانستې مخه مو ونيوله ـ” هغۀ ووئيل چې هغه د سپريم کورټ د احکاماتو په رڼا کښې د هندوانو د پاره د شمشان ګهاټ جوړيدو حمايت کوي ـ هغۀ زياته کړه :” خو مونږ به د زمکې په دې برخه کښې د موجود مسلمان بزرګ د قبر د بې عزتۍ اجازه ورنۀ کړو ، رښتيا دا دي چې د سپريم کورټ له احکاماتو وړاندې د زمکې دا برخه د ګډې هديرې برخه وه ـ”

نيوز لينز سره په ټيلى فون خبرو کښې د شاليمار ټاؤن اسسټنټ کمشنر ووئيل چې هغه د اخلاقى او قانونى عواملو په اساس د هندوانو د پاره د شمشان ګهاټ جوړيدو حمايت کوى ـ

هغۀ ووئيل :” ولې مسلمانانو کښې په دې اړه ډير زيات ګډوډے ليدے شى ـ ځائى چارواکي دا وخت بې وسه دي ـ” خو ولې هغۀ ووئيل چې هغه به دې لړ کښې لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې کوي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here