لاهور کښې مرغۍ ناوياته شوې، د نوو ونو کرلو ضرورت

0
4501

: Photo By News Lens Pakistan

لاهور(شهريار ورائچ) د لاهور خلقو د تيرو څو کالو په مهال ښار کښې د ماغانو شمير په کميدو ليدلے دے ـ د ماحولياتو ماهران دا باور لرى چې د زړو ونو د شتون او د تازه زرغونو شوو ونو د وهلو له امله مرغۍ دې ښار کښې نوره استوګنه نۀ خوښوي ـ

لاهور د پاکستان د ټولو نه لوے او د کراچۍ نه پس تر ټولو ستر لوګژن ښار دے ـ د ماحولياتو ماهران حکومتى کړنلار د دې صورتحال د لتاړيدو ذمه واره ګرځوى، ښار کښې د ونو د شمير کميدو له امله شينکۍ له منځه ځي ـ

د نباتاتو سينئر ماهر پروفيسر ډاکټر منور صابر نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو کولو په وخت ووئيل :” ډيرې ونې دومره زړې شوې دي چې مونږ ته ئې هيڅ ګټه نۀ شى رارسيدے ـ د ښار تاريخى لاهور نهر، منټو پارک، لارنس ګارډن، ريس کورس پارک او نورو ډيرو پارکونو کښې په سلګونو زړې ونې په نظر راځي کومې چې نۀ يوازې د ماحول اغيزمن کولو سؤب ګرځي بلکې له امله ئې د زمکې دننه د اوبو سطح هم کميږى ـ”

د ورلډ وائلډ لائف فنډ ډائريکټر سيد محمد ابوبکر نيوزلينزپاکستان سره په خبرو کښې ووئيل :” زړې ونې د مرغيو د پاره هيڅ زړۀ راښکون نۀ لري او هغوي دا د خپلو جالو جوړولو د پاره نۀ منتخب کوي ـ د دې ترڅنګ چينجى هم زړې ونې خپله استوګنه نۀ جوړوي کوم چې د مرغيو بنيادى خوراک دے ـ د ونو عمر چې څومره څومره زياتيږى ، هغه زياتې اوبه راکاږي ـ دې سره سره د هغې څانګې ٣٠ څخه ٤٠ سلنه يو بل کښې ورځي او پاڼې لاندې راغوځيږي ـ”

وخت تيريدو سره سره د ونو د ماحول نه د کاربن ډائى آکسائيډ په جذبولو د کاربن خوندى کولو صلاحيت کميږى چې له امله ئې په ماحولياتى نظام د هغې اثرکوونکې وړتيا متاثره کيږى(د ونو د کاربن محفوظولو اډاڼه د هغې په بيلابيلو قسمونو ده) ـ

د ډبليو ډبليو ايف سينئرډائريکټر ډاکټر اعجاز احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل:” ونې يوازې د زمکې رونق برقرار نۀ ساتي بلکې د دې د شاړيدو مخه هم نيسي ، دا د زمکې دننه د اوبو په کچ زياتولو کښې مرستيالې ثابتيږي ځکه چې د هغې په لويه پيمانه په زمکه کښې خورې جرړې د باران اوبۀ راکاږي او دا رنګ د اوبو سطح په ځائے پاتې کيږي او مقدار کښې ئې هيڅ کمے نۀ راځي ـ کۀ د هرکوم مقصد له امله ونې وهلے شي نو د زمکې دننه د اوبو سطح ورسره ځپلے کيدے شى ځکه چې داسې به زمکه د اوبو د مناسب مقدار راښکلو جوګه پاتې نۀ شى ( دا د زمکې په قسم پورې اډڼه لرى ) چې له امله به ئې د زمکې درز زياتيږى ـ”

د نباتاتو د ماهرانو ترمخه کۀ د پرمختيائى کارونو د پاره زړې ونې وهلے شي يا د هغې په ځائے نوې ونې نالولے شي نو دې صورت کښې دې د ونو ځائى قسمونه په لوے شمير کښې وکرلے شي ځکه چې د درآمد کيدونکو ونو د کروندې ټيکنالوجى انتهائى ګرانه ده ـ

ډاکټرمنور صابر وائى:” يوه بله طريقه دا ده چې زر غټيدونکې ځائى ونې دې نال کړے شي ولې دا به غوره وى چې د دغه نسل ونې وکرلے شي کومې چې وهلے شي چې دا شان ماحولياتى نظام(دغو سيمو کښې د ځناورو او مارغانو ژوند) ونۀ ځپلے شى ـ د ونو شمير زياتولے شي چې دا رنګ د زړو ونو وهلو سره ماحول ته د رسيدونکى زيان زر تر زره ازاله ممکن شى ـ” هغۀ زياته کړه :” حکومت ته په لازمه توګه د ځائى ونو په ځائے د بهرنيو قسمونو له کروندې د څنډې کولو پاليسى خپلول پکار دي ځکه چې ځائى زمکه دغه نۀ مني ـ بهرنى قسمونه نۀ يوازې د مارغانو او ګونګټو د بقاء د پاره خطرناک وى بلکې په نورو ونو ئې هم بدې اغيزې کيدے شي ـ “

مسکيت، چې په ځائى ژبه کښې ورته ولايتى کيکر وائى ، د بهرنيو قسمونو د ونو يو مثال دے کوم چې مضر کيميائى مادې خارجوى چې له امله ئې د نورو ونو د ساتنې او لوئيدو په عمل منفى اغيزې کيږي ـ

ډاکټر اعجاز احمد وائى :” تر ټولو اهمه دا ده چې ځائى ونې په سيمه کښې د ځناورو او بوټو په ساتنه کښې مرستيالې ثابتيږي ـ کۀ بهرنى قسمونه کرلے شى نو دې سره د چينجو او ګونګټو ساتنه خطرو سره مخ کيدے شي او کۀ چينجي او ګونګټې ناوياته شي نو د مارغانو خوراک به ختم شي ـ د دې مطلب دا دے چې ټول ماحولياتى نظام به ځپلے شى چې نيغ په نيغه اغيزې به ئې په انسانانو کيږي ـ د دې يو مثال د کاغذى توتانو دے چې درې لسيزې مخکښې د سوئيلى ختيزې ايشياء څخه په اسلام آباد کښې دې مقصد د پاره کرلے شوي وو چې د دارالحکومت رونق ورسره زيات شى ـ خو دا ګام تباه کوونکے ثابت شو لکه څنګه چې د کاغذى توت ونې په نورو قسمونو وربار شوې او د اسلام آباد په خلقو کښې د پولن الرجى لامل شوې ـ”

د پارکس او هارټيکلچر ډيپارټمنټ ډائريکټر جنرل شکيل احمد نيوز لينزپاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل چې زمونږ د نباتاتو ماهرانو اوس اوس يوه منصوبه جوړه کړې ده د کومې لاندې چې د زړو ونو د وهلو تجويز ورکړے شوے دے ـ هغۀ ووئيل :” زمونږ محکمه د بدلون په دې عمل کار کوى او هيله ده چې چې کۀ معاملې په سمه توګه ترسره شي نو داسې به ممکن شى ـ”

د ماحولياتو او نباتاتو ماهران وائي چې دا وخت د سرچينو په غوره توګه منظم کيدو ته اړتيا ده چې دا شان ماحولياتى نظام ؤنۀ ځپلے شى ـ دا ثابته شوې ده چې کۀ ګرين بيلټس پلنولے شى او ونې په لويه پيمانه زرغونولے شي نو د انسانانو، مارغانو،ځناورو او حشراتو په ساتنه ئې مثبت اثرات پريوځي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here