لاهور کښې په لويه پيمانه د روانو پرمختيائى منصوبو له امله اولسى خلق انديښمن

0
4949

لاهور (احسان قادر) لاهور کښې د پيليدونکو نوو پرمختيائى منصوبو له امله د سول سوسائټۍ کارمندان د انديښنې لړۍ سره مخامخ دي کومو چې په دې حقله د سنجيده بڼې د تحفظاتو څرګندونه کړې ده ـ

د لاهور کنزرويشن سوسائټۍ صدر او د لاهور بچ کړئ تحريک کنوينئر عمرانه ټوانه نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فونى خبرو کښې ووئيل :” د مزنګ قرطبه چوک نه لبرټى پورې د ايکسپريس وے ، ميټروبس او د رنګ روډ په څير د منصوبو له امله په حقيقت کښې د لاهور ښائست زيانمن کيږى ـ “

هغۀ ووئيل :” په اولسى سرمايه د دې منصوبو پيل کول د اولس د پاره د سختو نتيجو وړ ثابتيږي ځکه چې له دې سکيمونو به ګاډي استعمالوونکي د ښار يوازې اووۀ سلنه اشرافيه ګټه پورته کوي ـ خلق هسپتالونو کښې د ناوړه اسنانيو له امله مري ـ په دې منصوبو د سرمايه کارۍ په ځائے دې د تعليم او صحت ميدانونو ته پاملرنه وکړے شي ـ “

هغۀ دعوه وکړه چې پنجاب حکومت د ماحولياتو د تحفظ د محکمې نه د دې منصوبو ” په ماحول اغيز کوونکے تجزياتى” (اى آئى اے) راپور ترلاسه نۀ کړو ـ هغۀ ووئيل :” حکومت د ښار د پاره انتهائى اهمه د کروندې او نيم کروندې زمکه د کنکريټ او کاڼو په ډهانچه بدلوى چې له امله ئې درجه حرارت تر ٤.٧ سلنه زيات شوے دے، نۀ يوازې د زمکې دننه د اوبو سطحه کميږى بلکې ماحولياتى نظام هم متاثره کيږى د کوم په وجه چې به راتلونکى وخت کښې د ښار اوسيدونکي د اوبو په څاڅکى څاڅکى پسې ژاړي ـ”

عمرانه ټوانه ووئيل چې اوږد مهال تناظر کښې به د وګړو په بدنى او نفسياتى صحت منفى اغيزې کيږي ـ هغۀ زياته :” لاهور کښې د دې سګنل فرى کاريډورز جوړيدو سره د اونو د لاندې سيورى کښې په فټ پاتهـ د هواخورۍ کولو سماجى روايت ختم شوے دے، تر دې چې د اونو د وهلو او خيچنتيا له امله مارغانو هم د ګاونډى هيواد هند په لورى کډې کړې دي ـ “

هغۀ نيوز لينز پاکستان خبر کړو چې د ايکسپريس وے په منصوبه ١٥ اربه روپۍ لګولے شي، ٧٢ ارب روپۍ په ميټروبس او ٥٠ اربه روپۍ د رنګ روډ په منصوبو ولګولے شوې ـ

پاکستان کښې د بشرى حقونو د کميشن عمومى سيکتر آئى اے رحمان لاهور کښې پيل شوو دې منصوبو ته د پرمختګ په نوم د رياستى ترهه ګرۍ نوم ورکړو ځکه چې د دې په وجه د ښار ځانګړې رغاوڼه ځپلے شى ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د غير منطقى پرمختيائى منصوبو له امله په ماحول منفى اثرات پريوځي کومه چې د بنيادى انسانى حقونو خلاف ورزى ده ـ “

هغۀ ووئيل چې د پنجاب مطلب يوازې لاهور نۀ دے او کۀ چرې حکومت سره د پرمختيائى منصوبو د پاره پريمانه فنډز شتون لرى نو د صوبې په نورو ښارونو کښې دې هم داسې منصوبې پيل کړے شي ـ د آئى اے رحمان مخکښې وينا وه چې د اساسى اسانيو ورکولو په ځائے په دې منصوبو د اربونو روپو فنډز لګولے شي ـ دې فنډز د خلقو په خيرښيګړه لګول پکار دي او په حکومت ئې د دې بڼې د هلو ځلو په بندولو زور راؤړو ـ

د لاهور ډويلپمنټ اتهارټى مشر احد چيمه په ټيلى فون خبرو اترو کښې د دې پرمختيائى منصوبو دفاع وکړه ـ هغۀ ووئيل :” دا منصوبې د اولس په ژوند کښې د اسانيو پيدا کولو د پاره پيل کړے شوي دي ـ دا د اولسى استازو حق غوښتنه ده او مونږ ته دا منصوبې ترسره کول دي ـ “

د پنجاب حکومت وياند زعيم قادرى ووئيل چې لاهور کښې په پرمختيائى منصوبو بايد څوک اعتراض ونۀ کړى ـ هغۀ زياته کړه :” د پنجاب وزيراعلى شهباز شريف د ښار په نوى رنګ پرمختګ باندې باور لرى او دا د نړۍ يو مثالى نړيوال ښار جوړول غواړى ـ”

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د پرمختيائى منصوبو مخالفين بايد نۀ خپلې توانائۍ ضايع کړي او نۀ هم زمونږ ـ څومره پورې چې د دې منصوبو په ماحوال د منفى اثراتو غورځولو تعلق دے نو مونږ د زرو وهلو اونو په ځائے د يو لک اونو کرلو منصوبه جوړوو ـ”

د ودانيو ماهر نيئرعلى داوا ووئيل چې د ښار پرمختګ د شنو شينکو برقرار ساتلو د تکنيکونو په کارولو او د غوره ښارى منصوبې ترڅنګ د اولس د فعال ګډون له لارې ممکن کيدے شى ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې زياته کړه :” ښار ته دې غير معمولى فراختيا ورنۀ کړے شى ـ نوى ښارونه دې ورغولے شي او ټولې اساسى اسانۍ دې ورکړے شي ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here