موسيقى…….چې زړونه يو ځائے کوى

0
5385

(احسان داوړ) بنو

عبدالرحمان درپا خيل هيله مند دے چې قطبى وزيرستان او د فاټا نورو قبائلى سيمو کښې به يوه ورځ د موسيقۍ پيل ارومرو عمل کښې راځى ـ

هغۀ ووئيل :” د قطبى وزيرستان آئى ډى پيز چې څنګه بنو کښې د موسيقۍ دستورې ترسره کوي، د موسيقۍ او ګډيدو په دستورو کښې ګډون کوي، له دې دا اندازه کيږى چې دا رجحان به د قطبى وزيرستان د عملياتو نه پس هم جارى وى ـ

عبدالرحمان درپاخيل هغه وخت د قطب‌ وزيرستان پريښودو ته اړ شو کله چې طالبانو سندرغاړي او موسيقاران په نخښه کول پيل کړل ـ

هغه د خپل ژوند او ټيلنټ د طالبانو په شدت خوښو نظرياتو له اوړيدو ژغورنه کښې بريالے شو ـ د طالبانو لخوا د موسيقۍ په غندنه کښې د راتلونکو بيانونو نه وروستو ډيرو موسيقارانو او سندرغاړو د خپل فن څخه ډډه وکړه ولې هغۀ هغه وخت هم موسيقۍ کښې نوې تجربې کولې ـ

طالبانو فاټا کښې په موسيقۍ بنديز لګولے دے ـ هغوئ د موسيقۍ دوکانونه وسوزول او په ځانګړى توګه هغو خلقو باندې ئې نۀ يوازې تشدد وکړو بلکې ډير سوونه ئې مړۀ هم کړل چا چې موسيقى اوريده يا بيا د موسيقۍ د هر کوم صنف د ستائينې کولو په مهال ليدل شوي وو ـ يوازې موسيقى نه، په شاعرۍ هم د هغوئ ردعمل څۀ بدل نۀ ؤ ـ

عبدالرحمان درپاخيل ووئيل :” زۀ د طالبانو په هټ لسټ ؤم ـ هغوئ ما ته څوڅو ځله خبردارے راکړو چې زۀ دې موسيقى پريږدم ـ ما دا څنګه کولے شول؟ له موسيقۍ پرته به زما ژوند بې معنى شوے ؤ ځکه نو ما خپل ور در پريښود او بنو ته راغلم ـ دا هغه يوازينۍ طريقه وه د کومې له لارې چې ما خپل فن بچ کولے شو ـ کۀ زۀ په قطبى وزيرستان کښې اوسيدم نو تر اوسه به وژلے شوے ؤم ـ

مئى ٢٠٠٦ء کښې يو طالبان دوسته عسکريت خوښى مبلغ قطبى وزيرستان کښې موسيقۍ او ويډيو دوکانونو باندې د بنديز لګولو اعلان کړے ؤ ـ

عبدالرحمان درپاخيل نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هر څو کۀ پښتانۀ موسيقى خوښوي ولې هغوئ خپلو بچو ته د دې پيشې خپلولو اجازه نۀ ورکوي ـ

هغۀ ووئيل:” دا حالات زما د پاره انتهائى سخت دي ـ يو خوا طالبان دي نو بلخوا زما خپل خلق دي ـ

د هغۀ کورنۍ په لسو غړيو مشتمل ده او موسيقى ئې د ګټې وټې يوازېنۍ ذريعه ده د کومې په سؤب چې هغه په حقيقت کښې په ډيره ګرانه خپل او د خپلې کورنۍ ضرورتونه ممکن کوي او د حکومتى مرستې اړتيا محسوسوى خو تر اوسه په دې حقله هيڅ پرمختګ ؤ نۀ کړے شو ـ

هغۀ له غمه ډکه لهجه کښې ووئيل :” ما د خپل زوئ د داخلې فيس جمع کولے نۀ شو ځکه چې زۀ د خپل هر څۀ قطبى وزيرستان کښې پريښودلو سره راغلے يم ـعبدالرحمان درپاخيل زياته کړه چې حد خو هغه وخت وشو چې کله د حکومت تير دور کښې عوامى نيشنل پارټۍ هم د موسيقۍ او موسيقارانو د تحفظ په حقله د بې حسۍ څرګندونه وکړه ـ

د حکومت لخوا د سرپرستۍ د نۀ شتون له کبله ډيرو سندرغاړو موسيقۍ ته په مخه ښه وئيلي دي چې دا شان د جسم او روح تعلق قائم وساتلے شى ـ

شاعر او مصنف صابر داوړ وائي چې طالبانو د هغۀ ټولنه سخته تباه کړې ده ـ موسيقى او په خاص ډول لوک موسيقى د قطبى وزيرستان د اوسيدونکو د پاره د امن او خوشحالۍ ذريعه وه خو د عسکريت خوښۍ له کبله زمونږ د سيمې څخه هغه ټول ختم شول کوم چې د اميد يو بڅرے ګرځيدے شوـ

د پيښور پوهنتون ګريجويټ طارق خان داوړ تړقيدو سره هغه يادونه تازه کړل کله چې به ميرعلى بازار کښې هر خوا د موسيقۍ غږ اوريدے شو ـ هغۀ ووئيل چې د طالبانو په سيمه د قبضې کولو نه وړاندې پورې مودې ډيره غوره وه ـ

طارق خان داوړ يادونې سره ووئيل :” مونږ به د موسيقۍ اوپن ايئر کنسرټ ترسره کول ـ هر چا ته د ډرم په تهال د ګډيدو اجازت ؤ ـ” هغۀ زياته کړه چې ډرم ته په ځائى توګه ډهول وائيلے شى چې يو ځانګړې ثقافتى اهميت لرى او دا د موسيقۍ يو اهم ساز دے ـ

خو ولې ډير خلق داسې هم دي چې د موسيقۍ په ضد د طالبانو دليلونه سم ګڼي ـ د قطبى وزيرستان د اوسيدونکى محمد سعيد دا منل دي چې اسلام کښې موسيقى حرامه ده، هغۀ وائي چې د موسيقۍ او شاعرۍ د ثقافت ختميدل نيک شګون دے ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ مسلمانان يو او اسلام هرې کومې داسې سرګرمۍ کښې د ګډون کولو مخه نيسى چې انسان د جادو لاندې راولى، او موسيقى هم څۀ داسې کوى ـ

٧٥ کلن محمد سعيد د موسيقۍ په حقله بيخى بدل نقطه نظر لرى ـ

هغۀ ووئيل :” موسيقى د تفريح هم يوه ذريعه نۀ ده بلکې د مينې، اجتماعيت او نزديکت لامل هم ګرځى ـ کله چې خلق موسيقۍ څخه د خوند اخستلو د پاره يو ځائے کيښني نو هغوئ د ډرم د تهال او سندرغاړى د اواز په خوريدو کښې خپلو اختلافاتو پورې هيروي ـ

کۀ عسکريت خوښۍ د قطبى وزيرستان او د فاټا د نورو قبائلى سيمو څخه د لوک موسيقۍ په پيړو پخوانے روايت ختم کړے دے نو د عبدالرحمان درپاخيل په شان فنکاران د هغو خلقو د پاره د موسيقۍ ژوندۍ ساتلو هڅې کوي چا چې د موسيقۍ په خاطر د ځانونو نذرانې وړاندې کړې ـ

عبدالرحمان درپاخيل ووئيل :” د قطبى وزيرستان خواؤشا ٢٠ سندرغاړو موسيقى پريښودې ده يا هغوئ د ځان ګلوکارۍ سره پيوست ساتلو د پاره نعت خوانى شروع کړې ده ـ

د قطبى وزيرستان يو زلمى د سکيورټى وجوهاتو له کبله د نوم نۀ څرګندولو په درخواست ووئيل :” د موسيقۍ سر زمونږ په وينه کښې چورليږى او مونږ د طالبانو يا د بل کوم چا په احکاماتو هم د خپل دې روايت څخه څنډه کولے نۀ شو ـ

د قطبى وزيرستان اوسيدونکي چې کله دا وائي چې هغوئ به موسيقى ختميدو ته پرې نۀ ږدي نو دې سره نۀ يوازې د هغوي د ستونزو د مقابلې کولو د عزم څرګندونه کيږي بلکې هغوئ دا سرچينه هم خوندى ساتل غواړي کومې چې ټول تړلي ساتلي دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here