ميدانى سيمو کښې سخته ګرمى،آئى ډى پيز افغانستان ته په تګ مجبور شول

0
5028

Photo By Matiullah Achakzai

بنو (احسان داوړ) د على خان لږ شان سامان کښې خيمې، د يوې نړيوالې مرستندويه ادارېد لوګو والا نانځکې او د کټونو څارونه شامل دي ـ دې ورځو کښې ميدانى سيمو کښې ډيره سخته ګرمى وى چرته چې هغه او د هغۀ کورنۍ په راتللو ميشتۀ وو چې له کبله ئې د هغۀ د پاره د ډنډې د پکى او د سولر پليټونو اهميت يو په دوه زيات شوے دے ـ

هغه يو ځل بيا خپل سامان تړي چې دا شان خپلې کورنۍ سره د کرمې ايجنسۍ په لاره افغانستان ته لاړ شى ـ په خولو لوند على خان ووئيل چې هغۀ او د هغۀ کورنۍ د بجلۍ د لوډشيډنګ، د زياتو ماشو او ميدانى سيمو کښې د زياتيدونکې ګرمۍ له امله افغانستان ته د اوړيدو پريکړه کړې ده ـ

هغۀ ووئيل :” افغانستان څخه د پولې دې لورى ته مخه کول تيروتنه وه ځکه چې هلته کال و سر موسم غوره وى ـ ” هغه پک اپ ټرک کښې د خپل سامان ورخيژولو نه لاس په سر شو کوم چې هغۀ د خپلې کورنۍ کرمې ايجنسۍ ته د بوتللو د پاره په کرايه راوستے دے چرته نه چې د هغۀ اراده افغانسته ته د تګ ده ـ

افغانستان او پاکستان کښې د موسمى بدلونونو سره کډې وړلے شي، په ځانګړې توګه دا رجحان په خانه بدوش کچهى قبيله کښې عام دے چې د افغانستان د کنګل پريوتو موسم کښې د پاکستان ميدانى سيمو ته مخه کوي او کله چې د ګرمۍ د موسم په دوران سخته ګرمۍ کښې زياتوالے کيږى نو واپس ځي ـ

ولې اوس دا رجحان ډير زيات عام شوے دے، د افغان کډوالو او قبائلى سيمو سره د اړوند آئى ډى پيز دا تګ راتګ د کال دولس مياشتې روان وي څوک چې د خپلو ستونزو کمولو د پاره د يو ځائے نه بل ځائے ته مخه کوي چې پکښې د موسم کړمۍ هم شاملې دي ـ د على خان کورنۍ هم د هغو د جملې څخه ده چا چې د ميدانى سيمو دننه سختې ګرمۍ کښې د زياتوالى له کبله افغانستان ته د اوړيدلو پريکړه کړه ده ـ

د قطبى وزيرستان نه کډوال شوى رضا الله ووئيل :” تير کال مونږ د رمضان په مياشت کښې روژې نۀ وې نيولې ولې سږ کال به مونږ روژې ساتوو ـ بنو کښې روژې نيول ناممکنه دي چرته چې د يخو سيمو نه د کډه کوونکو د پاره ژوند په ظاهره د دوزخ په څير وى ـ “

د حکومت د دې دعوې برعکس چې د آئى ډى پيز د پاره د بريښنا د بنديدو وخت کم کړے شوے دے چې دا شان د توان د بحران انتظام وکړے شى، آئى ډى پيز د ١٨ ګنټو نه هم زيات وخت له د بريښنا بنديدو څخه شکايت کوونکي په نظر راځي ـ ځيني کسان وائي چې کلى والو سيمو کښې اکثر او زياتره دريو ورځو پورې د بجلۍ لوډ شيډنګ کيږى ـ

د بنو اوسيدونکى حسام داوړ ووئيل:” تر دې چې د ښارى سيمو استوګن چې د بريښنا بلونه ورکوي، هغوئ هم د بريښنا بنديدو سره مخامخ دي چې اکثر او زياتره د اوږږ وخت د پاره وى ـ”

نيوز لينز ته د ترلاسه شوو سرکارى شمير شميرې ترمخه د پاکستان د فوځ لخوا په ١٥ جون ٢٠١٤ء د پيل کړے شوو فوځى عملياتو نه وروستو له ٣٠ زرو څخه زياتې کورنيو افغانستان ته کډې وکړې ـ

د قطبى وزيرستان د ډيرې اهمې قصبې ميرانشاه د سياسى انتظاميې يو افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط ووئيل :” دا هغه کورنۍ وې چې پولې سره نزدې تحصيلونو لکه دته خيل، شوال او غلام کښې ميشتۀ وې ـ”

هغۀ ووئيل چې ډيرې کورنۍ واپس راغلې ځکه چې د پولې نه پورې هغوي ته هغه ګټې نۀ ترلاسه کيدې کومې چې د پولې نه دې غاړه ورته ترلاسه کيدې ـ

ولې د ګرمۍ د موسم راتلو سره سم بنو کښې ګرمى دومره زياته شوې ده چې د شوال، دته خيل او د قطبى وزيرستان نورو يخو سيمو سره د اړونده خلقو د پاره د نۀ زغملو ده ـ

د قطبى وزيرستان نه په کډه راتلو سره بنو کښې ميشتۀ صحافى نور بهرام ووئيل :” د موسم سختى، د بريښنا د اوږد وخت د پاره بنديدل، د ماشو بې کچه زياتيدل او د جاګيردارو رويه هغه لاملونه دي کومو چې قبائيل افغانستان ته په اوړيدلو مجبور کړي دي ـ”

هغۀ ووئيل د ١٠ نه ١٢ کورنۍ هره ورځ ګاونډى هيواد ته مخه کوي، په ځانګړى توګه هغه کورنۍ د کومو چې خپل خپلوان افغانستان کښې ميشتۀ دي ـ

يو خوا حکومت د آئى ډى پيز د بحالۍ دعوه کوى نو بلخوا هغه کورنۍ چې د موسم د سختوالى له کبله افغانستان ته تللے شي، هغه قطبى وزيرستان کښې د ميشتۀ کيدو په ځائے ګاونډى هيواد ته مخه کوي ـ

قطبى وزيرستان څخه کډوال شوى يو آئى ډى پى ووئيل چې هغه د حکومت په دعو هيڅ باور نۀ لرى او د هغوئ خپلو کورونو ته واپسۍ کښې کلونه لګيدے شى ـ

ياد آئى ډى پى د امنيتى لاملونو په سؤب د خپل نوم نۀ ښودلو په خواهش ووئيل :” دې کښې به په ممکنه توګه کلونه لګيږى، کيدے شى چې د يوې لسيزې موده ولګيږى لکه څنګه چې د سوئيلى وزيرستان نه کډواله شوې محسود قبيله د دوو کالو تيريدو باوجود خپلو کورونه ته واپس لا نۀ ړه ـ”

د ٣١ مارچ ٢٠١٥ء نه وروستو خواوشا دوه سوه کورنۍ د قطبى وزيرستان تحصيل سپن وام ته واپس تلي دي خو ځائى خلقو دا تور لګولے دے چې دلته هيڅ اپريشن ونۀ شو چې له کبله ئې هغوئ له دې وړاندې هم واپس راتللے شول ـ

د قطبى وزيرستان ميرعلى قصبې سره اړوند سپن خان ووئيل :” زۀ به د حکومت لخوا جارى کړے شوى د واپسۍ شيډول نه تر هغه وخته مطمئن نۀ شم تر کومه چې فوځى اپريشن ځپلي واپس ونۀ ليګلے شي ـ” هغۀ ووئيل چې د ميرعلى او ميرانشاه اوسيدونکي فوځى کارروائيو د ټولو نه زيات ځپلي دي ـ

د قطبى وزيرستان خواؤشا ١٧ لکه کسان د بنو ، لکى مروت او ډيره اسماعيل خان په چاپيره سيمو کښې اوسيږي ـ دې ټولو سيمو کښې د وړى د موسم په دوران ډيره زياته ګرمى وى ـ

ميدانى سيمو کښې د سختې ګرمۍ زياتيدو له کبله آئى ډى پيز د وړى د موسم په حواله پريشانه دي، او دې هرې تيريدونکې ورځ سره خپلو کورونو ته د واپس تللو طمعه له منځه ځى ـ

قطبى وزيرستان سره د تعلق لرونکو آئى ډى پيز د يو لوے شمير خيال دا دے چې هغوئ د موسم د کړمو، د بريښنا د اوږد مهاله بنديدو، د روزګار د موقعو د نشتوالى، د ځائى جاګيردارو د رويې او د صحت او تعليم د اسانيو د نشتوالى له کبله غوره ځايونو ته په تللو مجبور شوي دي ـ هغه آئى ډى پيز چې افغانستان ته تللے شي، دا وائى چې هغوئ په افغانستان کښې د روزګار لټون کولے شى ځکه چې د پولې د هغه غاړې موسم د زغملو وړ دے چې له کبله ئې هر کوم ملازمت کولے شى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here