ميډيا کوريج، د ترهه ګرۍ ځپلو د تداوى په لاره کښې يو ستر خنډ

0
5463

Victims of the attack, at the Lady Redding Hospital, Peshawar Ghulam Dastageer

پيښور(غلام دستګير)ډير خلق به ٢٠٠٧ء د يو داسې کال په توګه يادوي کله چې پاکستان کښې د ترهه ګرۍ په ترسره شوې يوه کارروائۍ کښې بے نظير بهټو شهيده شوه، په دغه کال د ترهه ګرۍ يوه بله حمله شوې وه چې د ليډى ريډنګ هسپتال پيښور د ډاکټر شمس سليمان له ياده ؤنۀ وتله ـ

ډاکټرسليمان هغه وخت جنرل آئى سى يو کښې په ډيوټۍ ؤ کله چې د چارسدې ضلعې شيرپاؤ کلى کښې د اختر په جمع د شوى ځانمرګى بريد ځپلي هسپتال ته راوړے شول ـ د دغه ځانمرګى بريد هدف د هغه وخت داخله وزير آفتاب احمدخان شيرپاؤ ؤ چې لږ څۀ کښې بچ شو ـ

دغه ځانمرګى بريد کښې د ٥٠ کسانو د ژوند ډيوې مړې شوې او ٩٦ پکښې ژوبل شول ـ

کله چې د حملې ژوبل ليډى ريډنګ هسپتال ته راوړے شول نو هرې خوا ته ګډوډے خور شو کوم چې د خيبرپښتونخوا تر ټولو لوے روغتون دے ، دې لړ کښې ډاکټرشمس ته د دې غمژنې پيښې نه پس دا اندازه وه چې داسې صورتحال به پيدا کيږى ـ ولې په ٢١ دسمبر ٢٠٠٧ء د ميډيا د استازو په هسپتال کښې “غيرضرورى” شتون د طبى عملې د پاره د ستونزو لامل ګرځيدو چا چې ژوبلو ته طبى مرسته ورکوله ،د دغه ژوبلو ژوندون طبى عملې پورې اډاڼه ؤ ـ

ډاکټرشمس وائى :” کۀ د دې حال په بيخى لنډو ټکو کښې څرګندونه وکړے شى نو دا د بې غورۍ رويه وه ـ هغه وخت کله چې د رنځورانو حالت مرګونے ؤ او هغوي ته د ډاکټرانو د پوره پاملرنې ضرورت ؤ، د ميډيا خبريالانو د ژوبلو په ويډيو او عکسونو جوړولو د طبى عملې پام بل لورى ته اړولو او تر دې چې دا هر څۀ د رنځورانو او ډاکټرانو له خوښې پرته وکړے شول ـ

هغۀ ووئيل چې دا د ميډيا د استازو لخوا د کړمو سره د مخ کولو برابر وه ـ هغۀ زياته کړه :” د ټولو روغتونونو انتظاميې ته پکار دي چې د بيړنو حالاتو په مهال د ميډيا د خبريالانو هسپتالونو ته رسد محدود کړي ـ هغوي دې د خپلې اړتيا ترمخه د هر ډول معلوماتو ترلاسه کولو د پاره د هسپتال د انتظاميې له لورى لګولے شوى فوکل پرسن سره تماس ونيسي ـ”

ميډيا د اوسنيو کلونو په مهال د ترهه ګرۍ د پيښو د غيرذمه وارانه کوريچ له امله ټکونو سره مخ ده ـ کله چې په هيواد کښې فطرى يا غيرفطرى تباهى راځى نو د ټيلى ويژن په پړدو د نامناسبه عکسونو درز وي او په اکثرو وختونو کښې د بم چاودنې نندارې نيغ په نيغه په سکرين ښودلے شي ـ

د هسپتال انتظامى مشر شريف احمد خان وائى چې د ٢٠١٤ء د دسمبر په ١٦ مه د پيښور ليډى ريډنګ هسپتال ته د آرمى پبلک سکول د پيښې د راوړلے شوو ژوبلو ماشومانو ميډيا کوريج د غير اخلاقى رپورټنګ ستر مثال دے ـ

شريف احمد را رايادولو ووئيل :” د ١٦م دسمبر په سپيره ورځ کۀ مونږ يو خوا ترهه ګرۍ ځپلو ته د طبى مرستې ورکولو ډيره سخته ذمه وارى ترسره کوله نو بلخوا د کيمره مينانو، فوټرګرافرانو او خبريالانو له امله ډيرو سختو ستونزو سره مخ وو ـ”

هغۀ ووئيل چې د ميډيا استازو هغو ډاکټرانو سره د مرکو کولو هڅه هم وکړه چې بيخى سختو ژوبلو ځپلو ته ئې مرسته ورکوله ـ هغۀ ووئيل :” اکثرو وختونو کښې داسې هم وشوه چې هغوي د هسپتال په ټراما هال کښې د ژوبلو د عکسونو ويستلو د پاره د ډاکټرانو او نيم طبى عملې په يوخوا ته کولو سرپه قدرې ؤنۀ کړه ـ”

د هسپتال د عملې ترمخه د ملاقات کوونکو په لاسو او مرۍ کښې جراثيم موجود وو چې د ځپلو د څرګندو زخمونو څخه د هغوي په بدن کښې داخليدے شول ـ هغۀ ووئيل چې ټراما هال کښې د ګڼې له امله د رنځورانو د حالت نور خرابيدو انديښنه پيدا شوه ـ

د هغو ستونزو نه يو خوا ته کومې چې د ميډيا استاري د هسپتال د انتظاميې د پاره پيدا کوي ، د نيغ په نيغه کوريج له امله د ټى وى په پړدو د وينو لتاړ مړو کتوونکو باندې ژورې نفسياتى اغيزې کيږي ـ

پيښور سره اړوند قانون دان عنايت الرحمان وائى:” دا د کوم ويرونکى فلم په رنګ ده خو فرق يوازې دا دے چې دا په رښتياؤ اډاڼه وى چې له امله ئې خلق او په خاص توګه ماشومان د بيخى زياتو منفى اغيزو لاندې راځي ـ”

د پيښورد شهيد ې بے نظيربهټو يونيورسټۍ پخوانۍ وائس چانسلره او سينئرکلينيکل سائيکالوجسټ ډاکټرسيده فرحانه جهانګير، د عنايت الرحان دريځ سره متفق ده ، هغه وائى :” خلق په سکول د ترهه ګرۍ د ترسره شوى بريد څخه دريو اوونيو پورې د کورونو نه بهر راؤنۀ وتل ـ” هغې زياته کړه چې ماشومانو د زړۀ بوګنوونکى عکسونه وکتل د کومو چې د هغوي په ذهنونو د اوږدې مودې نفسياتى اثرات پريوتل ـ

ډاکټرفرحانه جهانګير وائى چې دا شان عکسونو او فوټو ګراف کتلو سره په ماشومانو کښې فکرمندى، ذهنى دباؤ او د حفاظت د نشتوالى احساس پيدا کيږي ـ هغې ووئيل:” دا د غم له امله رامنځته کيدونکے ذهنى دباؤ ؤ ، د کوم خفګان له امله په مغزو شوې اغيزې د ټول عمرى بڼې وي ـ”

د کيپيټل ټى وى نيوز ډائريکټر ناصر ملک وائى چې دا يو حقيقت دے چې ټيلى ويژن د عکسونو څخه پرته نيمګړے دے ـ هغه وائى چې د ټى وى چينلو انتظاميه ځائى خبريالانو ته هسپتالونو کښې د ترهه ګرۍ د کومې پيښې د کوريج وينا کوى خو هغوي په خبريالانو دا زور نۀ راوړي چې هغوي دې ژوبلو سره مرکې وکړي ـ

هغۀ ووئيل:” دې لړ کښې تصور کول هم ستونزمن دي ځکه چې داسې کول د نور خفګان لامل جوړيږى ـ”

د دې بڼې د پيښو د کوريج د پاره د ميډيا د استازو په اړه د ضابطه اخلاق په تشکيل خبرې کولو سره هغۀ ووئيل: بالکل جى! زۀ دې دريځ سره متفق يم چې ټولو ټى وى چينلو او د هغې سينئرسټاف، چې پکښې نيوز ډائريکټران او نيوز کنټرولران شامل دي، ته ( د داسې ځايونو د کوريج) دې لړ کښې ډاګيزې پاليسى جوړول پکار دي ـ”

ناصر ملک په دې باور لرى چې د دې بڼې اخلاقى ضابطې به د بيړنى نوعيت د حالاتو په مهال په هسپتالونو د ميډيا د الغو تلغو په مخنيوى کښې لاس مرسته وکړے شى ځکه چې دا به د ټولو ورځپاڼو او ټى وى چينلو ګډه ذمه وارى شى چې د هغوي خبريالان دې هسپتالونو او په داسې نورو ځايونو رش نۀ جوړوي ـ

هغۀ ووئيل :” دې سره به د بريکنګ نيوز چلولو منډه هم له منځه لاړه شى ،چې له امله به ئې د ميډيا استازي د ژوبلو د پاره د کړمو سؤب نۀ ګرځي ـ”

د عنايت الرحمان په نظر هسپتال کښې د تداوى لاندې کوم تن ټى وى فوټيج جوړول د هغۀ په ذاتى ژوند کښې د بې ځايه لاسوهنې برابر ده کومه چې د آئين د آرټيکل ١٤ خلاف ورزى ده ـ

هغۀ ووئيل :” زما خيال دے چې زمونږ ميډيا کتوونکو ته د زړۀ بوګنوونکو نندارو په ښودلو د هغوي د پاره د ذهنى تيرى لامل جوړيږى ـ هغوي بايد يوازې تر حقائقو او کره کتنې محدود وي ـ”

پيښور سره تعلق لرونکى فوټوجرنلسټ عبدالمجيد ګورايه هسپتالونو بلکې په بيلابيلو ځايونو د ترهه ګرۍ د شوو پيښو کوريج هم کړے دے، هغه په ټراما هالونو او د هسپتالونو په وارډونو کښې د صحافيانو د شتون حمايت نۀ کوى چرته چې د رنځورانو علاج کيږى ـ

هغۀ ووئيل :” ژوبلو ته په وخت د طبى مرستې ورکولو ضرورت وى او مونږ د خپلو درنو آلاتو سره د خرو په شان په هسپتالونو ورچپه کيږو ـ”

د ناصر ملک په رنګ هغۀ هم د ګډې کړنلارې ټاکنې تجويز ورکړو چې دا شان د بريکنګ نيوز او نيوز وائر د پاره تر ټولو وړاندې د عکسونو ويستلو د منډې مخه ونيولے شى ـ عبدالمجيد ګورايه ووئيل :” زۀ په ذاتى توګه د کوريج د پاره روغتونونو ته تلل نۀ غواړم ځکه چې روغتونونو کښې مونږ د خلقو د ژوند په سودا عسکونه اوباسو ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here