هلمند کښې د بااثره کسانو له خوا د رخام کاڼوبې تپوسه راکنيستل او سمګلنګروان دے

0
4269

لښکرګاه: د هلمند صوبې واکمن وائي چې د يو شمير بااثره کسانو له خوا په خانشين ضلع کښې په خپل سر د رُخام قيمتي کاڼو راکنيستل او سمګلنګروان دے.

د هلمند ګورنر ميرزاخان رحيمي د اګست په ٨مه پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې د يوې اوږدې مودې راسې په خانشين ضلع کښې د رُخام قيمتي کاڼوبې تپوسه راکنيستل روان دي.

هغه زياته کړه : (( د دې کار د مخنيوي د پاره تر دې وخته هيڅ کار نه دے شوے، هر بااثره تن په خپله خوښه په کښې کار کړے ، خو مونږ به ئې ډير زر مخه ونيسو.))

هغه ووئيل يو شمير کمپنيو چې د رخام کاڼو د را ويستلود پاره د کانونو او پټروليم د وزارت نه جواز ترلاسه کړى، غير مسلکي دي.

دے وائي : (( دا کمپنۍ پيشه ورانه نه دي او نه هم داسې وساېل لري چې په  سمه توګه کاڼي را وباسي، د يو ټن کاڼى د  را ويستلو د پاره لس يا شل ټنه کاڼے ميده کوي.))

رحيمي وائي هڅه کوي چې د رُخام کاڼو د راکنيستلو ذمه وارۍپيشه ورو کمپنيو ته ورکړي چې دا شاند ضائع کيدو مخنيوے ئې وشي.

دا شان د هلمند د صوبائى اسمبلۍ مشر محمد کريم اتل هم پژواک ته ووئيل چې په خانشين ضلع کښې په خپل سر او نابلده ډول د رُخام کاڼو د راکنيستلو چارې روانې دي.

هغه زياته کړه : (( يو شمير کمپنيو د دې کاڼى د راويستلوسندونه ترلاسه کړي خو هغه ئې بيا کاپي کړي او ځينو نورو شرکتونو ته ئې هم ورکړي دي.))

د اتل د معلوماتو ترمخه، د رُخام کاڼو د راويستلو سيمې ته تر ډيره پاکستاني سمګلران رسائى لري، ځکه په دغه سيمه کښې سرحدي پوليس هم شتون نه لري.

خو د هلمند د کانونو او پټروليم محکمې مشر حبيب الله حقپرست پژواک ته ووئيل چې وزارت پيشه ورو کمپنيو ته د  روخام کاڼو د راکنيستلوپرمټ ورکړے دے.

هغه ووئيل : ((څلورو کمپنيو ته د رُخام کاڼو د راکنيستلوپرمټ ورکړے شوے، پيشه ور دي او مونږ کنټرول هم پرې لرو.))

د حقپرست په وينا، په دې سيمه کښې ضرورى امن قائم نۀ دے او د يو شمير کسانو له خوا په غيرپيشه ور او د سمګلنګ په توګه د رُخام کاڼي را ويستلے شي.

په هلمند کښې د رُخام کاڼو د پروسس فکټرۍ مشر محمد لعل پژواک ته ووئيل چې په دې ضوبه کښې د رُخام کاڼو د پروسس همدا يوه فکټرى ده.

هغه وائي چې دوئ په کال کښې يوازې د پنځوس ټنه رُخام کاڼو د پروسس اهليت لري.

دۀ ووئيل : ((کۀدذکر شوى کان سمه څارنه وشي، نو ډيرافغان  سوداګرو ته  به د دې موقع  برابره  شي چې دغو کاڼو ته  په خصوصي توګه  فکټرۍ جوړې کړي او ګټه ئې د حکومت سره سره همدې افغان سوداګرو ته ورسيږي.))

د کارګر د معلوماتو تر مخه، دا وخت د پاکستان په کراچۍ او ځينو نورو ښارونو کښې د افغانستان رُخام کاڼيد پروسس نه وروستو د پاکستان په نوم په بهرنيو سوداګرو خرڅيږي.

يو ټن رُخام کاڼي دا وخت د افغانستان په بازارونو کښې پنځه ويشت زرو افغانيو پورې خرڅيږي او د دې کاڼى څخه د ودانيو جوړولو د ميټيريلنه علاوه د کور او دفترونو د پاره د ډول سينګار څيزونه هم جوړيدے شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here