وسله وال کسان د بدخشان تاريخي اثار لوټي

0
5758

محمد گل تنها

فيض اباد: د بدخشان په ځينو سيمو کښې بد امنى د دې لامل شوے، چې دا شانبااثره او ناقانونه وسله وال د پخوانيو اثارو په کنستلو لاس پورې کړي او دا عامه شتمني ولوټي.

بدخشان په پخوانيو صوبو کښې دے او د تاريخ په لحاظ د تمدن او ثقافتونو مرکزيت وۀ؛ د ورېښم لويه لار چې د ختيځ او لوېديځ تجارتى مرکز په توګه ئې چين له سوېلي ايشيا سره نښلولو، له دغه صوبې تېرېږي.

ياده صوبه زيات شمېر پخوانۍ سيمې لري چې د ځينو زوړوالے زرګونو کلونو ته رسېږي.

خلق وائي چې د ډېرو کلونو راسې خطرو سره مخ د دغو اثارو د سمبالښت په اړه حکومتونو هېڅ ګام نه دے اخيستے، ډېرې تاريخي نمونې ويجاړې شوې دي او يا ئې اثار لوټ شوي دي.

بدامنى او د حکومت نه پاملرنه لامل شوي چې بااثره خلق او ناقانونه وسله وال کنستل وکړي او ترلاسه شوي اثار سمګل کړي.

د اساسي قانون د وړومبي څپرکي د نهمې مادې له مخې،کانونه، دزمکې لاندې زخيرې او پخواني اثار د حکومت شتمني ده او د حکومت د شتمنيو ساتنه او له قدرتى زخيرو او عامه شتمنيو د سمې استفادې ذمه وارى د قانون له مخې تنظيمېږي.

د بدخشان د اطلاعاتو او ثقافت مشر شېرعلي قاسمي وائي چې زياتې پخوانۍ سيمې په واخان، اشکاشم او درايم ضلعو او نورو سيمو کښې د بااثره خلقو او ناقانونه وسله والو له لوري په غير پيشه وارانه ډول کنستلې شوي دي او اثار ئې لوټ شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې په بدامنه سيمو کښې د پخوانيو نمونو او اثارو ساتل او محفوظول نااشنا کار دے او دغه محکمه ځانګړې امنيتي فورس په واک کښې نه لري چې ساتنه ترې وکړي.

قاسمي زياته کړه چې هغوئ د يو شمېر ليکونو له لارې د دغه صوبې امنيتي ادارې خبر کړي دي چې د تاريخي اثارو په ساتلو کښې مرسته وکړي خو تر اوسه ورته پام نه دے شوے.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ محکمې د آثارقديمه مدير حاجي بېګ “صابري” ووئيل چې ناقانونه وسله والو په تېرو کلونو کښې د داريم ضلعې په قلعۀ حصار سيمه کښې کنستل کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د احرام الدين په نوم يو تن وئيلى چې د خپل قوماندان په امر ئې د دې ډيرۍ په يو ځانګړې ځائے کښې له ٢٠ تر ٣٠ کسانو د ٢٠ ورځو لپاره کنستل کړې دي او په دې موده کښې ئې ١٥ ميټره کنستنه شوې ده.

د علاقې د ډلې دې پخوانيمشر زياته کړه چې د کنستلو په وخت ئې په منظم ډول پهکاڼو فرش شوې لارې چې له يو ډول نرم ريګ څخه په کښې استفاده شوې وه، وموندې او د ودانيو چتونه ئې له داسې موادو جوړ شوي وو چې کودالې هم نه شوې ماتولى.

صابري زياته کړه چې احرام الدين د هغو اثارو په اړه چې له حصار قلعه چې ٩٧ جريبه زمکه موجوديت لري او زوړوالے ئې ښائي د بودا دورې (٢- ٥ ) پېړې ته ورسېږي، ترلاسه شوي دي، معلومات ور نه کړل.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ محکمې د آثارقديمه ماهر مدير ووئيل،چې له دې سيمې څخه ارچه او توت لرګي او لمڅي ترلاسه شوي دي، تر دې قلعه لاندې يو نهر يا والۀ موجود ده،چې شمال او سويل لورو ته غزېدلې ده.

د سيمې اوسېدوونکو په وينا، دا د اوبو نهر و او دځينو نورو په وينا، پخوا کلونو کښې چې د غار خوله خلاصه وه او دکلي خلق ور دننه کېدل او ټينل کښې دننه څو کوټې ليدلې شوې دي چې له دې کوټو لاندې څو زينې ښکته شوې دي.

” صابري” چې درايم ضلعې ته ئې سفر کړے وۀ، زياته کړه: “حصار قلعه ته مخامخ د خندان کلا په نوم ځائے شتون لري، د دې سيمې ظاهري حالت ته پام سره ياده قلعه يوه محافظتي قلعه ده چې اوس ئې يوازې چار چاپېره دېوالونه ليدلې کېږي او د سيمې اوسېدونکو په وينا، دا قلعه د هغه تن د خور وه چې په حصارک ئې واک چلولو.”

د دې قلعه په اخر کښې يوکلے چې د خندان ښار په نوم يادېږي، موجود دے چې دا ئې د زوړوالى څرګندونه ده ، په دې کښې هغه قبرونه دي چې له زمکې څو ميټره لاندې په يو بل ښکاره جوړ شوي او د خټينو خمونو نخښې هم په کښې ليدلې کېږي.

هم دا شان په دې سيمه کښې د کنده کافران په نوم سيمه هم شته چې د باميان د بودا مجسمو خواؤشانمونې په کښې ليدل کېږي او د سيمې د خلقو په وينا چې ٥٠ کاله وړاندې انسانانو په دغو غارونو کښې ژوند کاولو.

د صابري د دعوې ترمخه، دا پخواني او نور درځنونه اثار له سختې خطرې سره مخ دي او کله چې په بدخشان کښې د جرمنى بيارغونې ټېم ” PRT ” د امن قائمولو د پاره دغه صوبه کښې موجود وۀ؛ د داريم ضلعې مرکز شهرصفا کښې ئې څو ورځې کنستل کړي دي او معلومه نه ده چې د زمکې له تل څخه ئې کوم اثار را ايستلي او له ځان سره ئې وړي دي.

د جُرم ضلعې اوسېدونکے سيد عبدالله وائي چې تاريخي آثار د جګړو له خطرو سره مخ دي او بااثره خلق له خپلو وسلو په استفادې په تاريخي سيمو کښې کنستل کوي چې دا شان څه لاس ته راوړي او سمګل ئې کړي.

هغه زياته کړه چې تاريخي آثار د دولت شتمني او د بيت المال اړوند دي او حکومت ئې بايد د کنستو او سمګلنګ مخه ونيسي.

په ځينو ضلعو کښې امنيتي ستونزې د دې لامل شوې چې په لرو پرتو سيمو کښې پخواني اثار او نخښې د وسله والو مخالفينو له خطرې سره مخ شي.

په دغو آثارو کښې د ناصر خسرو بلخي مقبره او د ملا برات مدرسه هم شته چې د اغاخان کلتوري پراختيايي ډلې (ايکيدن ) له لوري په دريو کلونو کښې رغول شوي او د دې مقبرې زوړوالے لسو پېړو ته رسېږي چې د طالبانو له لوري ويجاړه شوې ده.

د ځائي چارواکو په خبره، وسله والو مخالفينو د روان کال په مئى جون مياشت کښې د بلخي د زيارت پنځه تاريخي نخښې د خواؤشا يوې مياشتې لپاره نيولې وې چې سوزولې او ماتې کړې ئې دي.

طالبانو د دغه زيارت بهرنۍ دروازه چې څه د پاسه يوه نيمه پېړۍ زوړوالے لري، ماته کړې او د زيارت په مخکښې يې سوزولې ده.

د دې نه علاوه المونيم ضد لوحه چې په کښې د دېکتبه ودانيز پلان ليکلے شوے او د زيارت په مخکښې لګېدلے، د ګولې په ډزو ماته شوې چې اوس ئې کومه نخښه نښانه په نظر نۀ راځى.

دوى زيارت ته نزدې د ساتونکو دروازه له ښيښو او جاليو سره ماته کړې او د زيارت تالا ئې هم ماته کړې ده.

د اغاخان د ترقياتى ګروپ چارواکي وائي چې د ناصر خسرو بلخي زيارت د بجټ ترلاسه کولو او د ځائي خلقو له غږ وروستو چې بيا به زيان نه ورسوي، جوړوى او بيارغوي.

حکيم ناصر خسرو بلخي د دري ژبې مشهور فکري نابغه، ليکوال او شاعر دے چې په ٣٩٤ هـ ق کال کښې ئې په بلخ صوبه کښې نړۍ ته سترګې غړولې.

دغه عالم د عربي هېوادونو په ګډون اووه کاله په سفرونو کښې تېر کړل او اخر د وخت ستونزو دې ته جوړ کړو چې د بدخشان يمګان ضلعې ته پناه راوړي او خپل پاتې عمر په دې ضلع کښې تېر کړي.

دغه حکيم په بدخشان کښې څېړنې، تصنيف او تاليف ته مخه کړه او په ٤٨١ هجري قمري کال کښې ئې له نړۍ سترګې پټې کړې او هم هلته خاورو ته وسپارلے شول.

د جرم ضلعې په مرکز کښې د مير سيدعلي همداني خانقا، د خليفه خان عارفي خانقا چې د ١٧مې پېړۍ په وروستيو او ١٨مې عيسوى پېړۍ په پيل کښې ئې ژوند کړے ، د ٢٠مې پېړۍ د ابتدائى وختونو د شاعر، ليکوال او بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي شاه عبدالله يمګي مزار هم د بدخشان نورې تاريخي کتبې جوړوي.

ارمغان بدخشان او لهجه هاى پاميري د عبدالله يمګي کتابونه دي چې د هېواد په مطبوعاتو کښې خوارۀ شوي، دې سره سره د افغانستان په مطبوعاتو کښې هم د هغه ځينې علمي مقالې او مضامين شائع شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او ثقافت محکمېد کلتور مشر سيد حسين نهيب وائي چې د يمګي مزار د بې درکۍ له خطر سره مخ دے او تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه ے شوے .

هغه زياته کړه: ((مونږ اطلاعاتو او ثقافتمحکمېد تاريخي آثارو له محکمې غواړو چې د بدخشان تاريخي کتبو او پخوانيو اثارو ته فورى پاملرنه وکړي او په ساتنه کښېئې راسره مرسته وکړي.))

نهيب زياته کړه چې دوئ د بدامنۍ، د بجټ کمى او ضرورى تکنيکي وسايلو د نشتوالي په سبب نه دي توانېدلي چې هغو سيمو ته سفر وکړي او د تاريخي د آثار د حال نه ځان خبر کړى او هغه محفوظ کړي.

د اطلاعاتو او ثفافت محکمې د تاريخي ابدو مدير عبدالرازق ووئيل چې په تېرو ١٤ کلونو کښې ٢٠ تاريخي آثار رجسټرډ شوې، خو يوازې څلور اثار ئې د اغاخان کلتوري ادارې له لوري جوړ او بيارغول شوي دي.

هغه ووئيل چې پاتې نور آثار د صوبې په بېلابېلو سيمو کښې په خپل حال پاتې دي او امکان لري چې د قدرتى پېښو او موسمي بارانونو په سبب له خطر سره مخ شي او يا هم په هغو بدامنه سيمو کښې چې طالبان پرې واکمن دي، له منځه ولاړې شي.

د اطلاعاتو او ثقافت محکمې د تاريخي آثاروواکمن زياته کړه: ((مونږ مالي او تکنيکي وسيلې نه لرو چې وخت ناوخت له دې اثارو او کتبو ليدنه وکړو، حالت ئې وڅېړو او اړوند چارواکو ته خبر ورکړو چې د ورکېدو مخنيوےئې وکړي.))

په بدخشان کښې د اغاخان ډلې د کلتوري څانګې مشر فضل کريم احمدي ووئيل، دوى تر اوسه په يمګان کښې د ناصر خسرو بلخي زيارت، د ملا برات مدرسه، د مير ياربيک زيارت او فيض ښار، زوړ حمام چې تاريخي زوړوالے ئې له دريو پېړيو اوړي، مرمت او رغولي دي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې د مير ياربېګ پارک د روان عيسوى کال د دسمبر مياشتې تر اخره پورې مکمل او ګټه اخيستنې ته وسپارلے شي.

د دې آثارو لپاره نيم ملين ډالر د اغاخان ډلې له لوري د مرسته ورکوونکو سرچينو له خوا ځانګړي شوي دي.

د اغا خان ډلې د کلتوري څانګې مشر د تاريخي آثارو د رجسټريشن په اړه ووئيل، د اطلاعاتو او ثقافت د محکمې د همکارۍ په انتظار دى، چې دا شان دا محکمه د بدخشان تاريخي آثار رجسټرډ کړي او دوى ته معلومات ورکړي.

د احمدي په خبره، هغه آثار چې دوئ ئې په فيض اباد ښار کښې نقشه تياره کړې، د کوکچې په سيند د جوړ شوي ٣٠٠ کلن خښتين پول، دوه لرګين کورونه او د فيض اباد ښار په قره قوزي کلي کښې له سيده مخفي پارک څخه عبارت دي.

ذريعې ووئيل چې په نزدې راتلونکي وخت کښې به د دغو آثارو د مرمت کار هم پيل کړي او هغو آثاروته به اوليت ورکړي چې د قدرتى پېښو په سبب ئې ډېر زيان ليدلے دے.

هغه د بدخشان له اطلاعاتو او محکمې وغوښتل چې د دغه صوبې په مرکز او ضلعو کښې شته تاريخي ابدات زر تر زره رجسټرډ کړي او د هغو په اړه چې له خطر سره مخ دي، معلومات ورکړي چې کوم يو ئې د بيارغونې په برخه کښې د وړومبيتوب حق لري، چې دا شان د مرمت لپاره ئې له ذريعو، همکارو ادارو او تر سره کوونکو ضرورى بجټ وغواړي.

احمدي د تاريخي آثارو د مرمت د کيفيت په اړه ووئيل چې په آثارو کښې د دوى وړومبۍ څېړنه د هرې صوبې له ځائي موادو کار اخيستل دي چې پخوا ترې د آثارقديمه په رغولو کښې کار اخيستلے شوے دے.

ټول هغه استادان چې له دوى سره کار کوي، پيشه ور او تجربه کار دي، په کابل، هرات او بدخشان صوبو کښې ئې د آثارو په مرمت او رغولو کښې کار کړےاو له ٢٠٠٣ کال نه تر ٢٠٠٤ عيسوى کال پورې ئې په بدخشان کښې ورسره همکاري لرله.

د دغو ماهرو استادانو نه علاوه، له څلورو تر پنځو پورې نور خټ ماران استادان هم له سيمې لګولے شوي چې د همدې استادانو له خوا تربيه کېږي او په راتلونکي وخت کښې به د بدخشان د اطلاعاتو او ثقافت محکمې د تاريخي آثارو څانګه له همدې استادانو کار اخلي.

د اغاخان ډلې د کلتوري څانګې مشر ووئيل: ((د مثال په توګه، مونږ داسې استادان لګوو چې د ځائي توکو په برخه کښې پوره تجربه ولري، هغه که خټ مار وي يا ترکاڼ، په فيض اباد ښار کښې همدا اوس اويا زده کوونکي لرو چې په يو پړاو کښې مو فارغ کړي او بيا هم د ترکاڼۍ په برخه کښې تربيه کېږي.))

هغه ووئيل چې دوى له فارياب او ميدان وردګو صوبو هم تجربه کار خټ ماران او ترکاڼان لري چې د تاريخي آثارو د مرمت په برخه کښې نوي زده کوونکي تربيه کوي.

په دوى کښې دوه ماهر خټ ماران او يو داسې ماهر ترکاڼ هم شته چې له علاقائى توکو څخه د تاريخي اثارو د لرګي بندولو په برخه کښې مهارت لري.

د ميدان وردګو اوسېدونکے استاد دوست محمد چې د لرغونې ګلکارۍ (خټګرۍ) په اړه ئې تربيه ليدلې او ١٢ کلنه د کار تجربه لري، ووئيل چې په هرات، مزار او بدخشان صوبو کښې د اغاخان کلتوري تنظيم له خوا تربيه شوے او د خپلې تجربې په مټ ئې تر اوسه په دغه صوبه کښې ګڼې تاريخى کتبې له ځائي خامو توکو مرمت او بيا رغولې او دا وخت په يمګان کښې څو نورو ګلکارانو ته چې له لرغونې ګلکارۍ سره اشنا دي، تربيت ورکوي چې دا شان په راتلونکي وخت کښې وطن ته خدمت وکړي.

د فارياب د مرکز ميمنې ښار يو ترکاڼ استاد رسول چې د لرغونې ترکاڼۍ په برخه کښې ١٤ کلنه تجربه لري وائي چې په بېلابېلو صوبو کښې ئې د پخوانيو کړکيو او دروازو د جوړولو کار کړے او په دې برخه کښې پوره تجربه لري.

هغه زياته کړه چې په يمګان ضلعې او فيض اباد ښار کښې ئې څو نور ترکاڼان تربيه کړي، چې دا شان وکړے شي چې د تاريخي آثارو په مرمت کښې له اطلاعاتو او ثقافت محکمې سره مرسته وکړي.

د يمګان ضلعې د حضرت سعيد د کلي اوسېدونکي او ترکاڼ چې د لرغونې ترکاڼۍ په برخه کښې تربيه شوے، ووئيل:((اوس کولے شم چې هره کتبه د لرغونې ترکاڼۍ له لارې جوړه او بيا ورغوم، په دې برخه کښې هېڅ ستونزه نه لرم.))

هغه زياته کړه چې ددې کسب له لارې خپلې کورنۍ ته حلال رزق پيدا کوي او له بلې خوا خوښ دے چې د آثار قديمه مرمت سره د خپل هېواد تاريخ او هويت ساتي.

افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري او د خپلې خاورې په بېلابېلو سيمو کښې ئې ګڼ تاريخي آثارمحفوظ کړې دي، خو خلق شکايت کوي چې حکومت دې اثارو ته پاملرنه نه ده کړې او د ړنګېدو له خطرې سره مخ دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here