وفاقى دارالحکومت کښې د ګيس د قلت له امله د وګړو د ستونزو زياتيدل

0
5408

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

اسلام آباد( قمرزمان) د پاکستان وفاقى دارالحکومت اسلام آباد کښې د يخنۍ سخته چپه پيل شوې ده ،د موسمياتو محکمې په پيش ګوئۍ کښې خبردارے ورکړے دے چې دې کښې نور زياتوالے ممکن دے ـ

دا يوه يخه شپه ده او په نيمه شپه ثانيه احمد د سبا د پاره د اخلى پخلى چمتووالے نيسى ـ

ثانيه د مارګله ټاؤن اوسيدونکې ده ـ دا د کيپيټل ايډمنسټريشن اتهارټى (سى ډى اے) د انتظام لاندې د استوګنې ابادى ده ـ چرته چې د اخلى پخلى او کوټو تاؤدو ساتلو د پاره نيمه شپه کښې يوازې دوه ګنټې قدرتى ګيس ورکولے شى چې له امله ئې ٣٤ کلنه ثانيه دې عادت جوړولو ته مجپوره شوې ده ، هغۀ د دوو بچو مور ده ـ

هغې په ژمى کښې د ګيس او اوړى کښې د بريښنا په نۀ شتون د رائې ورکولو په مهال ووئيل :” داسې ښکارى چې مونږ په ٢١ مه صدۍ کښې د کاڼو د زمانې په ژوند تيرولو مجبور کړے شوي يو ـ”

هغې نيوزلينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” مونږ د مايع پټروليم ګيس( ايل پى جى) د سيلنډر اخستو وس نۀ لرو چې له امله ئې په نيمه شپه د اخلى پخلى کولو څخه پرته بل هيڅ درک نۀ پاتې کيږى ـ” هغې زياته کړه چې هر څو کۀ د شپې موسم ډير يخ وى خو ولې د ګيس د دوو ګنټو د پاره ورکړه يوازې اخلى پخلى له کارولے شى او له دې د کور تاؤدولو د پاره هيټرې نۀ شى لګولے ـ

وړاندې هغې دا ګيله وکړه چې حکومت د لوډشيډنګ باوجود ګاهکانو پسې د ګيس درانۀ بلونه راليږي ـ

خو د ګيس د قلت څخه يوازې د کورونو استعمالوونکي نۀ ځپلے کيږي ـ پاکستان په ټوله نړۍ کښې سى اين جى کارونکے تر ټولو لوے هيواد دے او دې ژمى کښې دا شعبه ډيره سخته ځپلې شوې ده ـ

د پينډۍ اوسيدونکے ٤٣ کلن محمد ياسين ټيکسى ډرائيور دے ـ هغه د خپلې کورنۍ يوازينے پالوونکے دے او دا هڅه کوى چې په څۀ نا څۀ ډول د دې حالاتو مخه ونيسى خو په اړزان نرخ د خشاک د ناشونۍ له امله د هغۀ د پاره دې حالاتو سره مخ کيدل نسبتاَ ګران شوي دي ـ

هرڅو کۀ حکومت د نړيوال مارکيټ د غوښتنو په رڼا کښې د پټروليم مصنوعاتو نرخونه ډير کم کړي دي خو محمد ياسين د دې باوجود خوشحاله نۀ دے ـ

هغۀ نيوزلينزپاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” ما ته د وهيکل سسټم مرمت کول وو ځکه چې د سى اين جى د کارولو په امله دا زيات پټرول خورى ـ په دې زما هغه خرڅونه الوزى کوم چې ما د بارانونو د ورځو د پاره بچ کړي او ايښودے وو ـ”

محمدياسين د يوې پوښتنې په ځواب کښې ووئيل کۀ پټرول استعمال کړے شى نو د ګتې شرح کميږى ـ

هغۀ وائى هر څو کۀ به هغۀ ته د ګاډو په اوږدو قطارونو کښې ودريدل وو چې پکښې به زياتره ټيکسيان وو چا ته چې به خپل سى اين جى سلينډرې ډکؤل وو ولې د دې کړمې باوجود د سى اين جى شتون د منلو وړ ؤ ـ ولې اوس د سى اين جى ورکؤل بند کړے شوي دي او ريښتيا دا دي چې پاکستان کښې په ٢٠ لکو ګاډو کښې سى اين جى سلينډرې لګيدلې دي ـ

د آل پاکستان سى اين جى ايسوسى ايشن پخوانى صدر غياث پراچه ووئيل :” زمونږ د اربونو روپو سرمايه کارى ضايع کيږى ـ”

هغۀ د يوې پوښتنې د ځواب ورکولو په مهال ووئيل چې زرګونه خلق په فيول سټيشنو کار کوي ولې د دې ژمى په دوران د سى اين جى سټيشنو بنديدو له امله هغوي بې روزګاره شوي دي ـ

تير وخت کښې پاکستان کښې چرته د ګيس قلت نۀ دے راغلے ـ

د سسټين ايبل ډويلپمنټ پاليسى انسټى ټيوټ( ايس ډى پى آئى ) ايګزيکټو ډائريکټر عابد قيوم سلهرى نيوزلينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” زمونږ دا خيال ؤ چې د قدرتى ګيس ذخيرې به چرته ختمې نۀ شي ـ”

هغۀ ووئيل چې د څۀ څيړنو ترمخه کۀ راتلونکو ١٧ ، ١٦ کالو کښې د ګيس نوې زخيرې دريافت نۀ کړے شي نو پاکستان کښې به د ګيس نورې زخيرې شتون ونۀ لري ـ

هغۀ ووئيل چې د غلطې منصوبه بندۍ او د زخيرو د غير ضرورى استعمال له امله مونږ دې حال سره مخامخ يو ـ د خپل دليل د نور غزولو د پاره عابد سلهرى د انډيا مثال ورکړو او وې وئيل چې انډيا کښې ګيس د پائپونو له لارې(کورونو د پاره ) ورکولے نۀ شي ـ

انډيا د قدرتى ګيس کارول د توان پيدا کولو د پاره استعمالوى ولې پاکستان کښې دا نۀ يوازې په کورونو کښې کارولے شي بلکې د توان پيداوار، صنعتونو او ټرانسپورټ کښې د دې کارؤل عمل کښې راوستلے شى ـ

هغۀ د يوې پوښتنې په ځواب کښې ووئيل چې مونږ يوازې د ګيس بې دريغه استعمال نۀ کوو بلکې د توان د متبادلو سرچينو لټون مو هم نظرانداز کړے دے ـ هغۀ ووئيل :” نړۍ اوس د حياتياتى خشاک د کارولو اړخ ته ورغزيدلې ده ولې مونږ د حياتياتى ګيس کارؤنه د اويايمې په لسيزه کښې پيل کړې وه ـ”

هغۀ څخه چې کله د حکومت د سى اين جى په حقله د پاليسۍ په اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې په پيل کښې سى اين جى ته د آلودګۍ نه د پاک او د توان د ارزانې ذريعې په توګه وده ورکړے شوه خو وروستو بيا د دې د ورکولو مخه ونيولے شوه ـ هغۀ زياته کړه :” له دې دا څرګنديږى چې د حکومت پاليسى په دې حقله د ابهام ښکار ده ـ “

د هغۀ دا خيال ؤ چې د مسلم ليګ نواز پاکستان کښې په اقتدار کښې راتلونکى حکومت “توانائى” د خپل انتخابى مهم په مهال د يوې نعرې په توګه کارولے وه ـ د توان د بحران ښکار هيواد کښې د توان د اړتيا پوره کولو د پاره نۀ يوازې لوے لوے دعوې وکړے شوې بلکې ډيرې ژمنې هم وشوې خو ولې دې ژمنو ته د عملى جامې وراچولو د پاره څۀ خاص تګ ؤ داؤ ونۀ کړے شو ـ

هيواد کښې د توان د شعبې ماهر ظفراقبال بهټه ووئيل :” ايران پاکستان ګيس پائپ لائن منصوبې ته د حتمى شکل ورکولو د پاره بايد حکومت وخت ضايع نۀ کړى خو هغه په دې اړه تر هغه وخته څۀ کوټلي ګامونه نۀ شى پورته کولے تر کومه چې د ايران څخه بنديزونه پورته شوي نۀ وي ـ”

هغۀ په ګوته کړه چې د ګاهکانو زياتيدو، غلاو د نوى دريافت نۀ کيدو او د هيواد په څۀ برخو کښې د امن و امان د صورتحال خرابيدو له امله دا حالات پيدا شوي دي ـ

هغۀ ووئيل چې د يوې اندازې ترمخه هر کال څلور لکه نوى کورنى ګاهکان د دې نظام برخه ګرځي او د قدرتى ګيس څۀ نوې ذخيره دريافت نۀ شوه ـ څو کاله مخکښې پورې دا شمير دوه لکه ؤ خو د پيپلزپارټۍ تير حکومت د ووټ اخستو په هيله دې قاعدو کښې بدلون وکړو ـ

د پټروليم او قدرتى وسيلو وزير شاهد خاقان عباسىى ووئيل چې حکومت د صنعتى مدونو او سى اين جى د پاره د ګيس نۀ ورکولو پريکړه کړې وه چې دا شان د کورونو ګاهکانو ته د کوم ځنډ څخه پرته د ګيس ورکړه يقينى کړے شى ـ

حکومت د ايل اين جى په درآمد کولو غور کوى چې دا شان په غوښتنه او رسد کښې توازن قائم کړے شى ـ

د ميډيا راپورونو ترمخه د پټروليم او قدرتى وسيلو د وزارت سکتر عابد سعيد په ١٤ نومبر د پارليمانى پينل په مخکښې وئيلي وو چې حکومت د راتلونکو دوو کالو په مهال د دوو ملينو کيوبک فټه ايل اين جى هره ورځ په درآمد کولو غور کوى چې دا شان د توان اړتياوې پوره کړے شي ـ

شاهد خاقان عباسى د سينټ د پټروليم او قدرتى وسيلو قائمه کميټۍ سره خبرو اترو کښې وئيلي وو:” حکومت د قطر يا کوم بل هيواد نه په ارزانو نرخونو د ايل اين جى د درآمد کولو هڅه کوى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here