پاکستان کښې د ميشتۀ غير قانونى افغان کډوالو په ضد روان کريک ډاؤن د پريکړې مرحله کښې داخل

0
5418

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

پيښور (اشرف الدين پيرزاده) د افغانستان د زابل صوبې اړوند ظريف له کوئټې تر پيښور نۀ يوازې سفر وکړو بلکې هغۀ په بيلابيلو ښارونو کښې استوګنه هم وکړه او د نوې پيژندګلو ترلاسه کولو د پاره ئې خوارى وکړه چې دا شان د هغۀ د پاره پاکستان کښې نوره استوګنه ممکن شى ـ

ظريف يو ټيکسى ډرائيور دے ، دا د هغۀ رښتونے نوم نه دے ، هغه پاکستان ته هغه وخت راغے کله چې افغان کډوالو د نائن اليون نه وروستو په څلورم ځل د افغانستان څخه د پاکستان په لورى کډې وکړې ـ

١٩٧٩ء کښې د سوويت يونين په افغانستان د حملې نه پس د افغان وګړيو يو لوے شمير په وړومبى ځل پاکستان کښې پناه واخسته، په دويم ځل هغوئ هغه وخت په کډه کولو مجبور شول کله چې د سور فوځ له هيواده واپسى په عمل کښې راغله او د افغان جنګيالو سردارانو ترمنځه په کابل د قبضې کولو د پاره جنګ پيل شو ـ افغان وګړيو د پاکستان په لورى د نوى په لسيزه کښې هغه وخت يو ځل بيا کډې وکړې کله چې طالبانو افغانستان کښې خپل حکومت جوړ کړو ـ

ظريف نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ تر کلونو کوئټه کښې ميشتۀ پاتې شوے يم ولې وروستو بيا هغه وخت پيښور ته راغلم کله چې ما ته دا ووئيلے شول چې له دې ځايه په اسانه شناختى کارډ ترلاسه کولے شم ـ” هغه د کلونو راسې د ټيکسى په چلولو د خپلې کورنۍ د ژوند تيرول ممکن کوى خو پس له دې هغۀ د چهاوڼۍ د سيمې په اړخ تګ پريښود ـهغۀ ووئيل :” زۀ پاکستانے شناختى کارډ ترلاسه کولے نۀ شم ولې د کډوال په توګه د رجسټرډ کيدو کارډ راسره موجود دے د کوم لاندې چې دسمبر٢٠١٥ء پورې پاکستان کښې اوسيدے شم ـ خو د پوليس له لورى هغه مهال زياتى سره مخ کيږو کله چې مونږ د ښار يا چهاوڼۍ سيمه ته مخه کوو ـ”

په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ شوې حمله کښې ١٤٨ کسان مړۀ شوي وو چې پکښې د ماشومانو يو لوے شمير هم شامل ؤ د کومې نه پس چې د خيبرپښتونخوا او بلوچستان د چارواکو د افغان کډوالو په اړه پاليسى سخته شوه، دې دواړو صوبو کښې د افغان کډوالو يو لوے شمير ميشتۀ دے ـ په آرمى پبلک سکول د بريد ذمه وارى تحريک طالبان پاکستان منلې وه او د هغې منصوبه بندى افغانستان کښې شوې وه ـ

د ترهه ګرۍ د دې کارروائۍ نه سمدستى پس افغان پولې سره پيوست دې دواړه صوبو کښې د غير رجسټرډ غيرملکيانو په ضد کارروائى پيل شوه چې پکښې افغان وګړي هم شامل دي ـ د امنيت غير معمولى انتظامات وکړے شول لکه څنګه چې ښارونو کښې په بيلابيلو ځايونو، د قبائلى سيمو په دننه او بهرنيو لارو او مختلفو اولسى ځايونو باندې د ګڼو چيک پوستو جوړول په عمل کښې راغلل چې دا شان د تګ راتګ يا د استوګنې د ثبوتونو کره کتنه وکړے شى ـ

د خيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ سيد شهاب على شاه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغوئ د فرورۍ د مياشتې په دوران ٣،٩٤٠ افغان وګړي ډيپورټ کړي دي ـ

هغۀ زياته کړه چې خيبرايجنسۍ کښې په غير قانونى توګه اوسيدونکي افغان کډوال د قانون نافذونکو ادارو له لورى د بيلا بيلو کارروائيو په مهال ولقه کښې واخستے شول ـ د سيد شهاب على شاه وينا وه :” هيڅ يوه ورځ داسې نۀ تيريږى کله چې مونږ غير رجسټرډ افغان کډوال نۀ نيسوو کوم چې د پلټنې نه وروستو افغانستان ته واپس ليږلے شى ـ “

هغۀ ووئيل :”مونږ د غير قانونى افغان کډوالو ډيپورټ کولو د پريکړې نه وړاندې د بيلا بيلو ذريعو څخه د هغوي په اړه تصديق کوو او تر هغه وخته د هغوئ په ضد مقدمو درج کولو سره هغوئ په ولقه کښې ساتلے شي ـ” هغۀ زياته کړه چې که کوم افغان وګړے رياست ضد هلو ځلو کښې ککړ وى نو واکمن له هغۀ نوره پلټنه کوى ـ

د پيښور پوليس واکمنو دعوه کړې ده چې هغوئ د عامو افغان کډوالو ترڅنګ کم نه کم ٤٥٠ داسې ملا امامان نيولي دي چې د افغان پس منظر څښتان دي ـ هغوئ د خيبرپښتونخوا د بيلابيلو سيمو څخه ونيولے شول او د حساسو ادارو له لورى د ترلاسه شوو راپورونو نه پس افغانستان ته وليږلےشول ـ

د سينئر سپرنټنډنټ آف پوليس (ايس ايس پى) آپريشنز ډاکټر ميا سعيد ترمخه په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ د حملې نه وروستو ښار شوو بيلابيلو سرچ اپريشنونو کښې نيمګړو کاغذونو سره اوسيدونکي زرګونه افغان کډوال ولقه کښې اخستے شوي دي ـ

هغۀ ووئيل :” يوازې خيبرپښتونخوا کښې د غيرقانونى کډوالو په ضد کريک ډاؤن ونۀ کړے شو بلکې د آزاد کشمير د ميرپور ښار له حدونو هم تر اوسه د ٦،٣٣٣ غير قانونى افغان کډوالو په ضد کارروائى شوې ده ـ”

نيولي شوي افغان کډوال د ميرپور څخه پيښور او بيا وروستو افغان پوله ايزو واکمنو ته د سپارلو د پاره د بسونو د لارې تورخم پولې ته منتقل کړے شول ـ

ډاکټر ميا سعيد ووئيل :” پاکستان کښې په غير قانونى توګه د ميشتۀ غير ملکى وګړيو، چې پکښې د غير رجسټرډ افغان کډوالو يو لوے شمير هم شامل دے ، په ضد عمليات د خيبرپښتونخوا په ټولو برخو کښې درز کښې دوام لرى ـ”

سينئر سپرنټنډنټ آف پوليس راجه عرفان سليم ميډيا ته په يو بريفنګ ورکولو کښې ووئيل چې د ميرپور ضلعې له بيلا بيلو ځايونو په مجموعى توګه ١٢،٤٠٠ افغان کډوال نيولي شوي دي ـ هغۀ ووئيل چې دوئ کښې ٦،٥٠٠ سره اړونده ثبوتونه نۀ وو ـ

هغۀ ووئيل چې ضلع کښې په مجموعى توګه ميشتۀ ٥،٩٠٠ افغان کډوالو سره د نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتهارټى (نادرا) لخوا جارى کيدونکے پروف آف رجسټريشن (پى او آر) شتون لرى د کوم له امله چې هغوئ پاکستان کښې د ٣١ دسمبر ٢٠١٥ء پورې استوګنه کولے شى ـ

د پيښور د حيات آباد سيمې کارخانو مارکيټ کښې د اليکټرانک مصنوعاتو کاروبار کوونکى يو افغان بزنس مين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې افغانانو پاکستان کښې د اربونو روپو سرمايه کارى کړې ده ـ

هغۀ د امنيتى لاملونو په سؤب د نوم نۀ ښکاره کولو په درخواست ووئيل :” زۀ د ١٩٩٢ء راسې د امپورټ او ايکسپورټ کاروبار کوم او زما د پاکستان په بيلا بيلو ښارونو کښې ګڼ دفترونه قائم دي ـ حکومت ته پکار دي چې معاشى شعبه کښې زما د خدماتو په اعتراف کولو ما ته د پاکستان وګړتوب راکړى ـ “

خو ولې هغۀ ووئيل چې ډير افغان کډوال پاکستان کښې د امن و امان د حالاتو خربولو ذمه وار دي چې ورته “سزا ورکول پکار دي ـ”

يو سماجى کارمند شمس غنى ووئيل :” دا صورت حال د سختې انديښنې وړ دے ځکه چې له تيرو ٣٥ کالو راسې خواوشا ٤٠ لکه افغان کډوال پاکستان کښې ميشتۀ دي ـ دا د حکومت د پاره يو ډير لوے چيلنج دے چې د هيواد په ګټ ګټ کښې د بيلا بيل نسلى، ژبنى او ثقافتى پس منظر لروونکو افغان کډوالو درک ولګوى ـ “

هغۀ ووئيل چې پوله ايزه سيمو کښې د افغان کډوالو پيژندګلو کول به نۀ يوازې اسان وى بلکې د هغوئ په ډيپورټ کولو کښې به هم څۀ ستونزه مخې ته نۀ راځى ولې د داسې افغان وګړي چې پاکستان کښې وزيږيدل او هغوئ ځائى سړو او ښځو سره ودونه وکړل، د هغوئ درک لګول به ګران وى ـ

د تيرو څو مياشتو په دوران افغان کډوالو پيښور ، بنو او آزاد کشمير کښې احتجاج وکړو او د پاکستانى حکومت نه ئې غوښتنه وکړه چې هغوئ ته دې د نور اوسيدو اجازه ورکړے شى ـ هغوئ د وګړتوب ورکولو غوښتنه هم وکړه ځکه چې په هغوئ کښې ځيني د تيرو ٤٠ کلونو راسې پاکستان کښې ميشتۀ دي ـ

سياسى کارمندانو او د سول سوسائټۍ استازو ووئيل چې سرکارى چارواکو د بډو په اخستو افغان وګړيو ته زرګونه کمپيوټرائزډ شناختى کارډونه جارى کړل ـ هغوئ تور ولګولو چې کرپشن کوونکي زياتره د نادرا واکمن افغان وګړيو ته د پاکستانى شناختى کارډ جارى کولو په عوض بډې اخستو سره کروړ پتيان شوي دي ـ

نادار واکمنو سره چې کله په دې اړه د دريځ ښکاره کولو د پاره رابطه وکړے شوه نو يو کارمند وهاب ووئيل چې د هغوئ ادارې ١٠ زره قامى شناختى کارډونه بلاک کړي دي ـ هغۀ ووئيل چې نادرا نورو سرکارى محکمو سره اړيکې نيولې دي چې دا شان د داسې افغان وګړيو ډيټا بيس تيار کړے شي چا چې د ټګۍ ټورۍ له لارې قامى شناختى کارډونه ترلاسه کړي دي ـ

د تيرو دوو اوونيو راسې د خيبرپښتونخوا حکومت او د فاټا انتظاميه غير رجسټرډ افغانانو او کډوالو سره د اړونده کوائف نوې کولو د پاره هغوئ رجسټرډ کړي دي ـ

افغان کډوالو ته په کرايه د کور ورکولو د مکانونو مالکانو ته دا هدايات جارى کړے شوي دي چې هغوئ دې د دوئ معلومات خپل نزدې پوليس سټيشن يا د قبائلى ايجنسۍ انتظامى دفترونو کښې جمع کړي ـ

د حکومت لخوا دا اعلان هم شوے دے چې رجسټرډ يا غير رجسټرډ افغان وګړي به کيمپونو پورې محدود اوسيږي ـ هر څو کۀ په دې اړه يو نوټيفيکيشن جارى کړے شوے دے ولې په عملى توګه څۀ تګ و داؤ ونۀ شو ـ

د خيبرپښتونخوا حکومت له لورى د جارى کړے شوې شمير شميرې ترمخه د ١٥ لکو نه زيات افغان کډوال صوبه کښې ميشتۀ دي چې په محدوده او لويه پيمانه کاروبار کوي ـ

د پوليس ترمخه افغان وګړي د بيلا بيلې بڼې غير قانونى هلو ځلو کښې ککړ دي چې پکښې په محدود پيمانه د رياست ضد کارروائيو تر څنګ د ترهه ګرۍ په څير سترې پيښې هم شاملې دي چې يو مثال ئې په آرمى پبلک سکول ترسره شوے بريد هم دے ـ

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here