پاکستان کښې د هندوانو د پاره کوم عائلى قانون نشته

0
5161

اسلام اباد(قمرزمان)بهون داس يو قانون ساز دے خو پاکستان کښې د ميشتۀ خپلې هندو ورورولۍ په شان هغه هم د وادۀ د رجسټريشن په معامله کښې ځان بې وسه ګڼى ـ

پاکستان کښې د هندوانو ابادى څو لکه ده خو د هندو وګړو د وادۀ او طلاق رجسټر کولو په اړه هيڅ يو قانون هم منظور نۀ شو ـ ١٩٤٧ء کښې د خپلواکى ترلاسه کولو نه پس د مسلمانانو عائلى قوانينو کښې په غوره ډول بدلون وکړے شو خو ولې د مذهبى اقليتونو په حواله د موجودو قوانينو جديدو غوښتنو سره سمولو د پاره ډير کم ګامونه پورته کړے شوې دي ـ

د کميونټى ورلډ سروس ايشيا رپورټ چې سرليک ئې دے”پاکستان کښې مذهبى اقليتونه او د ودونو قوانين” کښې وئيلے شوي دي :” د يو هندو وادۀ ماتيدو تعلق په اساسى ډول د طلاق مروجه استعمال او د عدالتى بيليدو په اصولو اډاڼه دے ـ ځيني قانونى ماهران د عدالت له لارې جدائى د وادۀ مکمل ختميدل ګڼي خو ولې مروجه استعمال کښې د رائې اختلاف د ښځو په حواله فرق لرى ـ د دې جوړښت د نشتوالى له امله ښځو ته د خپلو ودونو ختمولو د پاره اسلام قبلول وي ـ”

بهون داس حکمران ګوند مسلم ليګ نواز څخه د مذهبى اقليتونو د پاره په مخصوص کوټه د قومى اسمبلۍ غړے منتخب شو خو دې لړ کښې د هغۀ ضمير هغه په دې ملامته کوى چې هغۀ په حکومت د دې نيمګړتيا پوره کولو او د خپلې ورورولۍ د پاره د بيخى ضرورى قوانينو د تشکيل په خاطر دباؤ وانۀ چولے شو ـ

دې حوالې سره د ډاکټرورشن او رميش لال لخوا ٢٠١٤ء کښې قومى اسمبلۍ کښې يو شمير بلونه وړاندې کړل او مسلم ليګ(نواز) سره تعلق لرونکى رميش کمارونکوانى د هندوانو د ودونو رجسټريشن ايکټ ٢٠١٤ء رامنځته کړو په کوم چې کښې رجسټريشن او د مذهب جبرى بدلولو ته پاملرنه شوې وه خو دا تراوسه ځنډ سره مخ دے ـ

بهون داس په يوه مرکه کښې ووئيل:” مونږ د دې ستونزو په اړه داسې خپل اواز نۀ شو پورته کولے لکه څنګه چې زمونږ د مخکښيانو له لورى کولے شى ـ”

هغۀ د خپل دليل د وضاحت د پاره د ١٨م آئينى بدلون حواله ورکړه د کوم لاندې چې اقليتى غړى د سياسى ګوندونو مشران ټاکي او هغوي نيغ په نيغه نۀ منتخب کيږى ـ

بهون داس ووئيل:” هغه غړي چې نيغ په نيغه به ټاکنو کښې منتخب کيدل، هغوي خپل اواز اوچتولے شو ـ”

هغۀ ووئيل چې په مخصوصو نشستونو بريالي شوي غړي په سياسى توګه دومره طاقتور نۀ وو چې خپلو ستونزو ته ئې پاملرنه ترلاسه کړے وے ـ

د هندو ورورولۍ د غړيو د پاره د ودونو رجسټريشن، د ژوند د ملګرې د پاره کمپيوټرائزډ شناختى کارډ او د تګ راتګ کاغذونه ترلاسه کول د يو ستونزمن ټاسک څخه کم نۀ دے او بهون داس هغه مهال دې قانونى کړکيچونو سره پخپله مخامخ شوے دے کله چې هغۀ يو نزدې خپلوان له بهرهيواد ته د علاج د پاره پاسپورټ جوړولو ـ

بهون داس په دغو ستونزو تبصرې کولو سره ، کومو سره چې د هغۀ ورورولى مخ وه، ووئيل چې خلق د سندهـ نه کډې کوي او “هغوي د هند نه واپس نۀ راځي ـ”

د پيپلز پارټۍ په دويم ځل په مخصوص نشست منتخب شوى د قامى اسمبلۍ غړى رميش لال ووئيل:” کارونه کيږي خو په دې خدائے پوهيږى چې دا(د قوانينو د موجودګۍ په نشتوالى کښې )څنګه کيږي ـ”

هغۀ ووئيل چې د دې ستونزې هوارولو د پاره ډيرې هڅې شوې دي او بلونه رامنځته کړے شوي دي خو په حقيقت کښې هيڅ ونۀ شول ـ

ايډوکيټ معاروف مټها نيوزلينزپاکستان سره په خبرو کښې ووئيل :”پاکستان کښې د هندو وګړو د وادۀ او طلاق د رجسټريشن د پاره هيڅ قانون موجود نۀ دے ، هر څو کۀ هغوي ودونه د خصوصى ايکټ ١٨٧٢ء لاندې رجسټر کولے شي خو د دغه قانون د نفاذ د پاره مؤثره ګامونه وا نۀ خستلے شول ـ” معاروف مټها د” پاکستان کښې مذهبى اقليتونه او د وادۀ قوانين” په نوم رپورټ ترتيب کړے دے ـ

د کميونټى ورلډ سروس ايشياء لخوا د شوې څيړنې په رڼا کښې د يوې اندازې ترمخه پاکستان کښې د هندوانو(جاتى) ابادى خواوشا ٢٩ لکه ده او اکثريت ئې په سندهـ کښې ميشتۀ دے او دا تقريباَ ٢،٦٨٣،٦٣٣ ده ـ

دې رپورټ کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې پاکستان کښې د هندوانو لوے شمير په سندهـ کښې اوسيږي چرته چې د وادۀ د پاره د عمر حد کم نه کم ١٨ کاله ساتلے شوے دے خو دا قانون چونکې د کم عمرۍ د ودونو مخنيوے نۀ شى کولے، ځکه د بچو د ودونو د مخې نيولو مقصد ترلاسه کولو کښې ناکامه پاتې شوے دے ـ

معاروف مټها زياته کړه:” دا د هندوانو د پاره قريباَ چې ناممکن ده چې هغوي په عدالتونو کښې خپل ودونه ثابت کړے شي او د باضابطه قانون سازۍ د نشتوالى له امله په زور مذهب بدلول او دې نه پس ودونه وده مومي ـ”

هغۀ ووئيل چې د هندوانو د ودونو نۀ رجسټر کيدو له امله ښځې د کاغذونو په ترلاسه کولو کښې کړمو سره مخ کيږي د کوم په وجه چې حکومتى خدماتو، تعليم،بهر هيواد يا نورو سيمو ته تللو کښې هم ورته سختې ستونزې مخې ته راځي ـ

هغۀ د يو سوال په ځواب کښې ووئيل چې حکومت قومى اسمبلۍ کښې د هندوانو استازو او د کميونټى مشرانو سره د طلاق په حواله په قانون سازۍ اتفاق رائې پيدا کولو کښې ناکامۍ سره مخ دے ـ

معاروف مټها مخکښې ووئيل:”د طلاق(هندوانو) په اړه څۀ باضابطه قانون نشته او د مذهبى لارښودانو رائې د کميونټى نه مختلف دے او رياست،د مذهبى لارښودانو رائې ته ګورى ـ”

هغۀ ووئيل چې د طلاق د قوانينو د ناموجودګۍ له امله د مذهب د بدلولو لاره هواريږى ـ د مسيحى ابادۍ د پاره د طلاق نافذ قانون د مسيحى وادونو په مناسبه طريقه د ختمولو اثرناکه ذريعه نۀ ده چې له امله ئې د وادۀ ماتولو ترټولواسانه طريقه اسلام پاتې کيږى ـ

د پاکستان مسلم ليګ نواز د قامى اسمبلۍ غړے ډاکټررميش کمارونکوانى، چا چې د پارليمان په ايوان کښې د هندو ودونو د رجسټريشن بل وړاندې کړے ؤ، وائى:” زۀ ستړے شوے يم ـ”

ډاکټررميش د تير کال په څلورم مارچ دا بل اسمبلۍ کښې پيش کړو خو د دغې نه وروستو دا د ځنډ ښکار دے ـ د ١٨م آئينى بدلون لاندې دا مضمون صوبو ته ليږلے شوے دے چا چې په دې اړه هيڅ اقدامات ونۀ کړل ـ

هر څو کۀ اوس دا د صوبو په واک کښې ده خو ولې وفاقى کابينه دا معامله اوچتولے شى ـ ډاکټررميش زياته کړه:” مونږ دا بل د ډير سوچ کولو نه پس تشکيل کړے ؤ کوم چې دا وخت د وفاقى کابينې څخه منظوريدل دي خو دا چرته د غونډو ايجنډا نۀ شوه ـ”

هغۀ ووئيل:” ما د سپريم کورټ چيف جسټس(هغه دې معامله کښې د يو کيس سماعت کوى) ته دا وئيلي دي چې زۀ ستړے شوے يم ځکه چې د تيرو شپږو مياشتو په دوران زما د ټولو هڅو باوجود چا دې لورى ته پاملرنه ونۀ کړه ـ”

ډاکټررميش د بل په حقله د يوې پوښتنې په ځواب کښې ووئيل چې د وادۀ د پاره د عمر حد کم نه کم د ١٨ کالو شرط شامل کړے شوے دے ـ هغۀ زياته کړه: ” چې يو ځل دا قانون منظور شى نو دې سره به د مذهب د بدلولو او د هغې نه وروستو د کم عمر د جينکو( ١٢ نه ١٣کلنې) د ودونو مخه نيولے کيدے شى ـ”

هغۀ ووئيل چې سندهـ صوبه کښې په اکثرو وختونو کښې مقامى جاګيرداران وادۀ کړې ښځې تښتوي او مسلمان سړو ته د وادۀ کولو د پاره د هغوي مذهب بدلوي ـ هغۀ زياته کړه:” د دې وجه دا ده چې هغوي سره د خپل تيروادۀ ثابتولو د پاره پاخۀ ثبوتونه نۀ وي ـ”

هغۀ د يوې پوښتنې په ځواب کښې ووئيل چې سپريم کورټ، نيشنل ډيټابيس اينډ رجسټريشن اتهارټى(نادرا) ته دا هدايت کړے دے چې د هندو ورورولۍ د غړو د ودونو رجسټريشن او شناختى کارډ په ترلاسه کولو کښې مرسته وکړے شى ـ

ډاکټررميش وا‌ئى:” د نادرا لخوا دې مقصد د پاره جوړ کړے شوے سرټيفيکيټ د تيروتنو څخه ډک دے،څنګه چې په يوه خانه کښې د پنډت(څوک چې د هنداونو وادۀ کوى) په ځائے د نکاح تړونکى(مولوى)د نوم پوښتنه شوې ده ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here