پاکستان کښې د ډرون بريدونو د اولسى ځپلو هيڅ پوښتنه نۀ کيږى

0
4761

ډى آئى خان (فاروق محسود) ملک دين ته له چاودنې پس د بې هوشه کيدو نه مخکښې خراب شوي مړي ، الوتونکې دوړې او لوګي ياد دي چې هر څيز ئې خپله ولقه کښې اخستے ؤ ـ ملک دين ،هغه ورځ کله چې سوئلى وزيرستان کښې په يوه جنازه ډرون بريد کښې سل کسان وژلي شوي وو، يادولو سره وائى :” زۀ څلور ورځې پس د ميرانشاه يو هسپتال کښې په هوش کښې راغلم ـ “

٢٥ کلن ملک دين په ٢٤ جون ٢٠٠٩ء ترسره شوې ډرون حمله کښې بچ شوے ؤ کومه کښې چې پينځۀ ماشومان او ٣٥ قبائل مړۀ شول ـ هغه د سوئلى وزيرستان د لدها تحصيل چناکئ کلى ته د ځائى قبائلى خوازولى په مړينه د خواشينۍ څرګندولو د پاره تلے ؤ کله چې د ډرون د لارې د جنازې صفونهپه نخښه کړے شول ـ

ملک دين اوس د سوئلى وزيرستان پولې سره پيوست ډيره اسماعيل خان ضلع کښې په اوسيدو مجبور دے ـ د فاټا ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى ترمخه هغه د هغو ٦٢ زره کورنيو څخه يو کارمند دے چا چې د ٢٠٠٩ء د فوځ عملياتو نه وروستو خپل کور کلے پريښودے ؤ ـ قبائل دا ادعا کوى چې د غيرسرکارى شميرې ترمخه دا شمير ٨٠ زره دے ـ

ډرون بريد کښې د ژوبل کيدو نه وړاندې ملک دين د قطبى وزيرستان ايجنسۍ د سيل د غريز مقام رزمک په ګورنمنټ هائى سکول کښې تعليم کولو ـ هغه وائى :” زۀ د لسم جماعت طالب علم ؤم او د سائنس مضمونونه مې لوستل ـ ما په نهم جماعت کښې ٥٢٥ کښې ٣٣٢ نمبرې اخستې وې ـ د ډرون بريد نه يوازې لس ورځې وړاندې د امتحانونو د نتيجو اعلان شوے ؤ ـ “

ډرون بريد سره د هغۀ مټ، پښه او د کولمو يو اړخ ژوبل شوي وو ـ د هغۀ نۀ يوازې زنه کريک شوې وه بلکې سر ئې هم خوږ شوے ؤـ

هغه وائى :” زۀ ميرانشاه هسپتال ته ورسولے شوم ـ د ابتدائى علاج نه پس زۀ د بنو ډسټرکټ هيډ کوارټرز هسپتال ته منتقل کړے شوم چرته چې مې اتۀ د بيلا بيل ډول عمليات ترسره شول ـ “

د ملک دين په روغ رمټ کيدو کښې د دريو کالو موده ولګيده ـ ٢٠١٢ء هغۀ د نورو قبائلو په شان خليجى هيوادونو ته د تللو پريکړه وکړه چرته چې د دې سيمو خلق ډرائيور، مزدور او صنعتونو کښې د مشين اپريټر په توګه کار کوي ـ

کله چې خليجى هيوادونو ته د تللو د خواهشمندو کارمندانو د پاره د ضرورى کړے شوى بلډ ټيسټ رزلټ راغے نو په هغۀ د غوټې په ډول څۀ چل وشو ـ

ملک دين نيوز لينز ته ووئيل :” ډاکټر ووئيل چې ما ته د ايډز رنځ لګيدلے دے ـ له هغې ورځې په پوره توګه نااميده شوے يم او د يو ژوندى مړى په شان يم ـ”

هغه وائى چې هغه د ايچ آئى وى، ايډز څخه هغه وخت اغيزمن شو کله چې ورته په ډرون حمله د بدن د ځپلې ژوبلو برخو د علاج د پاره خرابه وينه وخيژولے شوه ـ ميرانشاه کښ هسپتال نۀ يوازې وړوکے دے بلکې اسانۍ پکښې هم د نيشت برابر دي ـ ډاکټر د بيړنى صورتحال د مخنيوى د پاره ژوبلو سره له راغلو کسانو وينه واخسته ـ هغه وائى چې هغه په يقينى توګه هم هغه وخت له دې وائرسه اغيزمن شو ـ

د ملک دين وادۀ د ډرون بريد نه وړاندې شوے ؤ ـ د هغۀ يوه دوه کلنه لور زينب ده ـ کله چې د هغۀ کورنۍ ته پته ولګيده چې ملک دين د دې وائرس څخه اغيزمن شوے دے نو هغوي د هغۀ د کورودانې او لور ټيسټونه هم وکړل ـ

د ملک دين پلار احمد دين ووئيل :” د خوش بختۍ نه هغوي دواړه روغې جوړې دي او د ايچ آئى وى، ايډز له وائرسه محفوظ دي ـ “

د لندن د څيړنيز صحافت د پاره بيورو (بيورو آف انويسټيګيټيو جرنل ازم) د ٢٠٠٤ء نه ٢٠١٤ء پورې د ترسره شوو ډرون بريدونو ريکارډ مرتب کړے دے چې ترمخه ئې امريکائى ډرون بريدونو کښې خواؤشا د ٢٣٩٦ نه ٣٨٨٢ پورې کسانو له خپل ژونده لاسونه ووينځل چې پکښې د عامو وګړيو شمير د ٤١٦ نه ٩٥٩ پورې دے او ماشومانو شمير د ١٦٨ نه ٢٠٤ او د ژوبلو شمير د ١١٣١ نه ١٧٠٤ پورې دے ـ

لندن او نيويارک کښې کار کوونکى د بشرى حقونو تنظيم ريپرائيو په ٢٥ نومبر ٢٠١٤ء جارى کړے شوى خپل يو راپور کښې ووئيل :” امريکائى ډرون بريدونو کښې د هر مطلوبه هدف نخښې کولو په مهال ٢٨ نامعلومه کسان هم ووژلے شول ـ “

د ريپرائيو راپور کښې په کوټلى ډول دا وضاحت شوے دے چې څۀ رنګ بې ګناه او نامعلومه کسان امريکائى ډرون حملو کښې له منځه لاړل :” د خبرونو ترمخه پاکستان کښې يو شمير پيښو کښې ٢٤ کسان ووژلے شول يا په نځښه شول ، د ډرون حملو په سمه نخښه د نۀ لګيدو له امله د ١٤٢ ماشومانو پشمول ٨٤٧ کسان ووژلے شول ـ “

راپور کښې نور په ډاګه کړے شوې ده چې څۀ رنګ امريکائى ډرون بريدونو کښې د ځانمرګى بريدګرو د يو نظريه ساز د وژلو په هڅو کښې ١٢٨ کسان ووژلے شول :” امريکې د پاکستانى هدف قارى حسين نخښه کولو د پاره شپږ ځله کارروائى وکړه چې پکښې د ١٣ ماشومانو پشمول ١٢٨ کسان ووژلے شول ـ “

امريکائى حکومت پاکستان کښې د ډرون بريدونو د نخښې جوړيدونکو نامعلومو او بې ګناه ځپلو د پاره يو پروګرام پيل کړے ؤ ـ خو ولې د قبائلو په خيال د پاکستانى واکمنو لخوا هغوي سره سم او مناسب سلوک ونۀ کړے شو ـ له دې هم بده دا وشوه چې هغوي سره نۀ يوازې د ترهه ګرو بلکې د خطرناکو ترهه ګرو په څير سلوک وکړے شو ځکه چې هغوي په هغه ځائے کښې موجود وو چرته چې مطلوبه هدف په نخښه کړے شوے ؤ ـ

د ملک دين پلار وائى :” ما د خپل زوئ په علاج ١٥ لکه روپۍ لګولي دي ـ”

يو قبائلى ښاغلے ملک محسود وائى :” ډرون بريدونو کښې د ژوبل شوو سړو ،ښځو او ماشومانو هيڅ خيال ونۀ ساتلے شو او نۀ کوم غيرسرکارى تنظيم او حکومت هغوي سره مرسته وکړه ـ “

د يوې ځائى اين جى او مشر د امنيتى لاملونو په اساس د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ووئيل :” ډير غيرسرکارى تنظيمونه عسکريت خوښۍ کښې د ژول شوو اغيزمنو مرسته کوي خو د ډرون بريدونو ښکار کيدونکى د دوي پاملرنه نۀ ده ـ “

ملک دين ووئيل چې هغۀ د معاشى مرسته ترلاسه کولو د پاره ګڼو غيرسرکارى تنظيمونو سره تماس ونيولو خو هر يو هغۀ سره څۀ داسې سلوک وکړو لکه چې هغه يو ترهه ګر دے ـ

مئى ٢٠١٣ء کښې پيښور هائى کورټ خپله يوه پريکړه کښې امريکائى ډرون بريدونه غيرقانونى ګرځولو سره داسې کارروائۍ د ملګرو ملتونو د بشرى حقونو د اړونده چارټر په ضد ګرځولي وو ـ عدالت حکومت ته هدايت وکړو چې هغه دې په دې اړه امريکې سره خبره وکړى خو د ډرون حملو د ختمولو او د ځپلو د مرستې د پاره په عملى توګه څۀ ګامونه وانۀ خستلے شول ـ

قبائلى مشر بادشاهى خان محسود وائى :” د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو کښې د يتيم کيدونکو ماشومانو د مرستې د پاره کوم نظام شتون نۀ لرى ـ کۀ هغوي سره د بچو په شان سلوک ونۀ کړے شو نو ممکن ده چې دوي ترهه ګرو او رياست مخالفه عناصرو سره ملګري شي ـ “

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here