په قطب کښې د ورېښمو صنعت وده کړې

0
5049

: Photo By News Lens Pakistan /

ذبيح الله احساس

مزارشريف : د قطب د ورېښمو صنعت په برخه کښې کارکوونکې مېرمنې وائي چې د شمال زون د کليوالو مېرمنو په مرسته اوس اوس دغه صنعت د ودې په حال کښې دے.

د بلخ په ځينو ضلعو او خواؤشا صوبو کښې د کليوالو مېرمنو په مرسته دغه صنعت د ورېښمو چينجيو له روزنې پيلېږي او د ټوکر جوړېدو پورې رسېږي.

د ورېښمو چينجي چې هګۍ ئې له بهره درآمد کولے شي، خړبوجن رنګ لري او د شارو د هګۍ په اندازه وي، چې له ۴۵ ورځو د روزنې نه پسپه غوزې بدلېږي، چې همدا غوزه له تکنيکي پروسس نه وروستو په تار او ټوکر بدلېږي.

د بلخ صوبې په مرکز مزارشريف ښار کښې د رابعه مريم په نوم د ورېښمو د صنعت په برخه کښې د کارکوونکي صنعت واکمنې وائي چې د ياد شرکت په مرسته د شمال زون د بيلا بيلو صوبو۳۰۰۰ کليوالې مېرمنې د ورېښمو د صنعت په برخه کښې له دوئ سره کار کوي چې په کال په حساب د ورېښمو په لکونو چينجي پالي او د ورېښمو پيدا کولو نه پس ټوکر جوړوي.

د دغه کمپنۍواکمنې رابعې مرادي پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې له تېرو اتو کلونو راسې په بلخ او خواؤشا قطبى صوبو کښې د ورېښمو صنعت په برخه کښې کار کوي.

نوموړې زياته کړه چې په پيل کښې ئې د ورېښمو د ۲زره چينجيو له روزنې په بلخ صوبه کښې هڅې پيل کړې چې دا وخت ئې دغه لړۍ د لکونو چينچيو تر روزنې او د ټوکر تر جوړونې رسولې ده.

د هغې په وينا، په وړومبى پړاو کښې دوئ له بهره د ورېښمو چينجيو هګۍ درآمد کوي، کليوالو مېرمنو ته ئې د روزنې د پاره ورکوي او په اخر کښې د دوئ د شرکت په ذريعه ورېښم درآمد کوي.

مېرمن مرادي ووئيل چې تېر کال ئې د ګاونډي هېواد تاجکستان څخه د ورېښمو د چينجيو ۵۰۰ډبي درآمد کړي چې هر ډبےئې ۱۲کيلوګرامه وزن لري او په هر کيلوګرام کښې خواؤشا ۱۰۰۰ دانې د چينجيو هګۍ وي.

نوموړې زياته کړه چې د ورېښمو د چينجيو د روزنې د پاره د کلي شين چاپېريال تر ټولو مناسب ځائے وي او د کليو چاپېريال تر ډېره دغه کار ته برابر وي.

د هغې په وينا، هم دا وجه ده چې د ورېښمو صنعت په قطب کښې زياتره په مېرمنو پورې اړه پيدا کوي.

مېرمن مرادي ووئيل چې دوئ د بلخ د دهدادي، بلخ او دولت اباد ضلعو نه علاوه د شمال زون په سمنګان، فارياب او جوزجان ضوبو کښې هم د ورېښمو چينجيو روزونکې کاريګرې مېرمنې لري.

مرادي ووئيل چې د شنو پاڼو شتون د ورېښمو چينجيو په روزنه کښې له کليوالو مېرمنو سره مرسته کوي.

نوموړې زياته کړه چې دوئ په پيل کښې کاريګرو مېرمنو ته د ورېښمو چينجيو د سمې روزنې د پاره څو ورځنے ورکشاپ جوړوي.

د بلخ د دهدادي ضلعې اوسېدونکې مېرمن شفيقې چې له تېرو پنځو کلونو د ورېښمو چينجي روزي پژواک اژانس ته ووئيل چې دغه چاره په کليوال شين ماحول کښې د مېرمنو د پاره ډيره اسانه ده.

نوموړې زياته کړه چې دوئد ذکر شوې کمپنۍ او د کر کيلې او لائيوسټاک محکمې سره د لوظنامې له مخې د ورېښمو چينجي روزي چې په مرسته ئې د خپلې کورنۍ اقتصادي ضرورتونه پوره کوي.

د هغې په وينا، د ورېښمو چينجيو هګۍ د ۴۵ ورځو ساتنې نه وروستو په غوزه بدلېږی، چې بيا ئې دوئکمپنۍ ته سپاري.

مېرمن شفيقې ووئيل چې په وړومبۍ هفته کښې چينجی له هګۍ بهر کېږي چې د ((اوري)) په اندازه وي او توربخن رنګ لري، د دويمې او درېمې هفتې په دوران ورته د توت شينې پاڼې ميده ميده کوي چې همدا ئې خوراک وي.

همدا شان د څلورمې نه شپږمې هفتۍ پورې اندازه يو څه غټېږي او سپين بخن رنګ خپلوي او اتمې هفتې پورې په غوزه بدلېږي.

نوموړې زياته کړه چې له دې وروستو ئې دوئکمپنۍ ته سپاري چې له تکنيکي پروسس نه پسوړومبے په تار بدليږى او بيا ټوکر ترې جوړېږي.

په مزارشريف ښار کښې د رابعه مريم کمپنۍ کارکوونکې مېرمن شهلا پژواک ته ووئيل چې غوزې په وړومبى پړاو کښې سپړدے کېږي او تار ترې جوړېږي چې د همدې تارونو له بېلابېلو رنګونو ورکولو وروستو بيا د مشين په ذريعه ټوکر جوړېږي.

نوموړې زياته کړه چې ذکر شوې کمپنى د ټوکرو تر څنګ د ورېښمو له تارونو وخت په وخت قالينونه هم جوړوي.

د رابعه مريم کمپنۍ واکمنې مېرمن رابعې مرادي ووئيل چې په ياده کمپنۍ کښې ورسره له ۳۰ زياتې مېرمنې د ورېښمو د صنعت په برخه کښې کار کوي.

نوموړې زياته کړه چې دوئ څادرونه، د جامو ټوکر، رومالونه، قالينونه او داسې نور جوړ کړے شوي څيزونه کورنيو او بهرنيو بازارونو ته وړاندې کوي چې تر دې وخته د خپلو چارو څخه مطمئن دي.

د هغې په وينا، د حکومت ملاتړ ته شدت سره ضرورت دے چې د ورېښمو د چينجيو د درآمداتو د پاره نوره اسانتيا برابره کړي او د حکومتي ملاتړ له لارې ئې توکي نړيوالو مارکېټونو ته لاره ومومي.

مرادي ووئيل چې د مارچ له ٦مې د ورېښمو د چينجيو د هګيو د پالنې موده شروع کيږى او سږ کال هم په پام کښې لري چې د تاجکستان هېواد سره سره د چين نه هم د ورېښمو د چينجيو هګۍ درآمد کړي.

د بلخ د کرکيلې او لائيوسټاک واکمن هم وائي، چې په ټول هېواد کښې بلخ د ورېښمو د چينجيو يوازينے مرکز دے، چې په همدې سيمه کښې  پيدا کيږي او د وزارت له لارې نورو صوبو ته هم استولےشي.

د کرکيلېډائريکټر کاتب شمس پژواک ته ووئيل، چې د بلخ دهدادي ضلع کښې د کرکيلې او لائيو سټاک محکمې له خوا د ورېښمو چينجيو د تخم د پيداوارى سيستم له تېرو اتو کلونو په ګړندۍتوګه روان دے.

نوموړي زياته کړه، چې په روان کال کښې ئې هم ۳ زره ډبې د ورېښمو د چينجيو تخم پيدا کړے او مرکز ته ئې استولے دے.

د هغهپه وينا، د ورېښمو د چينجيو روزنه يوازې په هغو صوبو کښې کېږي، چرته چې د توت ونې ډېري وي، ځکه چې د ورېښمو چينجيو يوازينے خوراک د توت پاڼې دي.

شمس ووئيل، چې که حکومتذکر شوو چارو ته په پوره توګه پاملرنه وکړي؛ نو لرې نه ده، چې د سيمې په کچ افغانستان د ورېښمو د صنعت په برخه کښې بې مثاله هيواد شي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here