په قندهار کښې د تربيه شوو ښځو اقتصادي حالت ښه شوے

0
5016

: Photo By News Lens Pakistan /

بشيراحمد نادم

کندهار : د قندهار صوبې د ښځو چارو محکمه وائي، چې د بجټ د نشتوالي باوجود ئې سلګونو مېرمنو ته په مختلفو صنعتي برخو کښې زده کړې ورکړي او هغوئئې د دې جوګه کړي، چې خپل غورځيدلے اقتصادي حالت په خپله ښه کړي.

د ښځو چارو محکمې د اقتصادي چارو واکمنې ليلما نوري پژواک خبري اژانس سره په مرکه کښې ووئيل، چې په ٢٠١٣ کال کښې ئې د قندهار تر ٤٠٠ زياتو مېرمنو ته د ټيلرى،په جامو بوټى کول، پردې جوړولو، مرۍ پيئلو، سينګارتون (ارايشګاه،بيوټى پارلر) او نورو برخو کښې تربيتى پروګرامونه جوړ کړي وو.

هغې زياته کړه، که څه هم د ښځو چارو محکمهترقياتى بجټ نه لري، خو دغه ټولې ذمه وارۍ ئې د بهرنيو امدادى ادارو په مرسته تر سره کړې دي.

نوموړې په دغه کال کښې د ښځو د مختلفو تربيتى پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او وې وئيل، چې وړومبے پروګرام د قندهار ٣٠ تنو بې وزلو مېرمنو ته د پردې جوړولو د هنر ورښودل وو، چې پوره دوه مياشتې د تکړه ښځينه استاذانو له خوا ورته زده کړې ورکړل شوې.

د دې په وينا، دغه پروګرام د “رامپ اپ” ادارې له خوا ترسره شو، چې په اخر کښې فارغو شوو ټولو مېرمنو ته د پردو جوړولو مشينونه او دې سره تړلي سامان الات ورکړے شول.

دا وائي، فارغې شوې مېرمنې د دې جوګه شوي، چې په خپلو کورونو کښې د پردو جوړولو کار تر سره کړي او له دې لارې خپلو بچو د پاره خوراک برابر کړي.

ليلما غريبو مېرمنو ته د تربيتى پروګرامونو په لړ کښې تر ټولو مهم پروګرام له سوالګرۍ څخه د مېرمنو راګرځول او هغوئ ته د فنى زده کړو ښودل ښيي.

دا وائي، په دې وروستيو کښې په دغه صوبه کښېد سوالګرو مېرمنو شمېر زيات شوے وۀ، چې په بنياد ئې هغوئ په دوو پړاوونو کښې هر ځل سل تنه سوالګرې مېرمنې د سړکونو له سره راټولې او د درېيو مياشتو په موده کښې هغوئ ته د ټيلرۍ او خامکدوزۍ زده کړې ورکړې.

د دې په خبره، د دغه پروګرام دويم پړاؤ اوس هم دوام لري او همد اوس هم سل سوالګرې په تربيت کښې دي، چې يوه مياشت ئې تېره شوې او دوه  مياشتې ئې لا پاتې دي.

ليلما د دې ترڅنګ د قندهار ښار په اوومه او اتمه کوڅه کښې په دوو مختلفو تربيتى پروګرامونو کښې د ٨٠  مېرمنو د د تربيه کولوذکر هم وکړو، چې د سينګارتون (ارايشګاه) په برخه کښې ورته دوه مياشتتۍ زده کړې ورکړے شوې دي.

دا وائي، فارغې شوې مېرمنې دا وخت په خپلو کورونو کښې مختلف کارونه سر ته رسوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ ساتلو ته اوږه ورکوي.

نوموړې وائي: ((له ګڼو ستونزو باوجود چې مېرمنې ئې لري، بيا هم ٢٠١٣ کال د کندهار د مېرمنو د پاره ښه وۀ، ځکه سلګونو مېرمنو دا وکړے شول، چې اول کار زده کړي او بيا له هم دې لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.))

د ښځو د امورو محکمې دغې واکمنې د راتلونکي کال د منصوبو په اړه هم معلومات ورکړل او وې وئيل، چې په دغه کال کښې به په کندهار کښې د مېرمنو د پاره بېکري، نانوائي، ښځينه مارکېټ، د ټيلرۍ تربيتى مرکز او نور جوړوي.

د هغې په وينا، دا هغه منصوبې دي، چې د ښځو چارو محکمه ئې په تېر کال کښې د ترسره کولو هڅه کوله، خو د بجټ د نشتوالي له کبله نوي کال ته پاتې شول.

دا وائي، هڅه ئې دا ده چې په قندهار کښې د مېرمنو د پاره د ټيلرۍ يوه داسې تربيت ګاه جوړه کړي، چې د اوږد وخت د پاره به په کښې مېرمنې د ټيلرۍ په برخه کښې تربيت ترلاسه کوي.

دا شان هغې ووئيل، چې په دغه کال کښې به د وړومبى ځل د پاره مېرمنو ته د پخلي (اشپزي) تربيتى پروګرامونه هم جوړ کړي، چې دا شان مېرمنې دا توان ولري چې په دې توګه په دفترونو کښې د پخلي په برخه کښې ځانونو ته کارونه پيدا کړي.

ګڼ شمېر هغه مېرمنې، چې په تېر کال کښې ورته په مختلفو برخو کښې تربيت ورکړے شوے وۀ، دا وخت په خپلو کورونو کښې کارونه کوي او په دې توګه ئې ژوند د پخوا نه ښه شوے دے.

د سليمې په نوم يوه مېرمن چې پخوا ئې له مجبورۍ د شتمنو خلقو په کورونو کښې د جامو وينځلو او کور جارو کولو کار کولو اوس په خپل کور کښې د پردو جوړولو کار کوي.

نوموړې پژواک اژانس ته ووئيل، خاوند ئې معذوره دے او بچي ئې ماشومان دي، ځکه نو د ګټې وټې بل څوک نه لري.

دا وائي، په کورونو کښې د جامو وينځلو کار ډېر سخت وۀ او پيسې ئې هم کمې وې، اخر د ښځو چارو محکمې ته لاړه او هلته ئې د پردو جوړولو په پروګرام کښې برخه واخسته او د فارغيدو په موقع د پردو جوړولو مشين او متعلقه سامان الات هم ورکړے شول.

د نوموړې په وينا، اوس په خپل کور کښې د پردو جوړولو کار کوي او هر ډول ډيزاين پردې جوړولے شي، په شروع کښې ئې ګاهکان نه لرل، خو کله چې ئې په خپل کور د پردو جوړولو بندوبست کړے دے ، نو اوس ډېرې مېرمنې پردې د جوړولو د پاره هغې ته وروړي.

د معصومې په نوم يوې بلې مېرمنې بيا پژواک اژانس ته ووئيل، چې د کورنۍ خراب اقتصادي حالت سوالګرۍ ته جوړه کړې وه، خو د دې په ذريعه ډېرې کمې پيسې لاس ته ورتلې.

دا وائي، يوه ورځ چې په سوالګرۍ مصروفه وه ، نو د ښځو چارو محکمې مېرمنو ځان سره بوتله او هلته ئې ورته د ټيلرۍ زده کړې شروع کړې.

د نوموړې په وينا، د ټيلرۍ د زده کولو نه وروستو اوس په کور کښې کار کوي، چې نه يوازې نورې مېرمنې جامې د ګنډلو د پاره وروړي، بلکې د بازار دوکانداران هم ورته جامې د جوړولو د پاره ورکوي.

په کندهار صوبه کښې د ګڼو نورو ستونزو سره سره بد امنى او جګړې هغه څه دي، چې د ښځو ژوند ئې خراب کړے دے ، ځکه ګڼو مېرمنو پکښېخپل خاوندان، وروڼه او يا نور بائيللي چې د کورنيو د ګټې وټې يوازينۍ ذريعه ګڼلے شي.

د ښځو چارو محکمه په داسې حال کښې د ښځو د اقتصادي ودې د پاره کار کوي، چې د واکمنو په وينا ئې هيڅ ډول ترقياتى بجټورکولے نۀ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here