په ميرمنو د تيرى د مخنيوى د پاره د سائبر کرائم ايکټ په جوړولو کار جارى

0
4879

لاهور (شهريار ورائچ) د بيلابيلو ادارو لخوا د جارى کړے شوې شمير شميرې څخه دا بريښى چې په ميرمنو د تشدد پيښې زياتې شوې دي چې يوه اهمه وجه ئې ټيکنالوجى کښې شوے پرمختګ هم دے ـ

ډيرو هيوادونو کښې سائبر کرائمز ايکټ جوړ کړے شوي دي د کومو لاندې چې ويرول د يوې سختې بڼې جرم دے او د دې د مخنيوى د پاره سختې سزاګانې تجويز کړے شوي دي ـ ولې له بده مرغه پاکستان کښې حالات د خلقو د مايوسه کولو تر حده توپير لرى ـ د بشرى حقونو د کارمندانو ترمخه د پاکستان دننه اقتدار کښې راتلونکو بيلابيلو حکومتونو کله هم دا ستونزه اهمه ونۀ ګڼله چې دې لړ کښې څۀ ګامونه واخستے شي ـ دا وخت هيواد کښې کوم سائبر قوانين نافد نۀ دے چې له مخه ئې د پرله پسې رپورټ کيدونکو پيښو د مخې نيولو د پاره مرسته ترلاسه کړے شى ـ

د عورت فاؤنډيشن د شميرشميرې څخه دا په ډاګه کيږى چې د تير کال په دوران بيلابيل ميډيا نيټ ورکس او غير سرکارى تنظيمونو کښې له ١٥٠ څخه زياتې پيښې رجسټرډ شوې چې پکښې زياتره د سائبرټيکنالوجۍ قوانينو سره نيغ په نيغه اړوند لرلو ـ د غيرسرکارى تنظيم اداره استحکام شراکتى ترقى سيمه ايز مشر سلمان عابد نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :”هر څو کۀ د بريښنائى جرمونو څخه د تحفظ د آرډيننس (پيکو) ٢٠٠٩ء د شق ١٣ لاندې سائبر ورلډ باندې ويرول يو جرم دے چې سزا ئې تر اوو کالو قيد دے ولې د نوو قوانينو جوړولو د لارې د دې د نور واضحه کولو ضرورت دے چې دا شان د ميرمنو په جنسى توګه د ويرولو د پيښو مخه ونيولے شى ـ”

د ايف آئى اے ډائريکټر ډاکټر عثمان انور نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د پيکو لاندې ايف آئى اے ته ډير زيات اختيارات ورسپارلے شوي دي چې دا شان هغه په سائبرورلډ د ويرونې، تيرويستنې او غير ضرورى پيغامونو ليږلو د مخنيوى د پاره ګامونه پورته کړي ـ نور دا چې د دې قانون لاندې د بې حيائۍ ليکنې هم د يوې سختې بڼې جرم دے چې سزا ئې لس کاله قيد دے ولې د ياد قانون د اثر خوريدنه د وخت غوښتنو سره سمه نۀ ده او ميرمنو ته د تحفظ ورکولو د پاره د ډيرو زياتو اقداماتو کولو ضرورت دے ـ

هغۀ زياته کړه:” د ميرمنو مايوسه کولو په حقله له ځينو پيښو مونږ خبر شوي يو ولې مونږ چې کله هغوي (ميرمنو) سره رابطه وکړه نو هغوي مرسته ونۀ کړه ـ په سائبر ورلډ له کيدونکو جرمونو په اړه د خبرتيا نيشتوالے او د واضحه قوانينو د نۀ شتون له امله د دې بڼې د فوجدارى جرمونو په مخنيوى کښې ستونزې رامځته کيږي ـ”

د ميرمنو د پرمختګ صوبائى وزيرې حميده وحيدالدين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پنجاب حکومت دې لړ کښې قانون سازۍ کولو کښې ژوره دلچسپى لرى لکه څنګه چې حکومت د اوسنو کلونو په مهال په ميرمنو د تيرى کيدو د پيښو د مخنيوى د پاره ګڼ شمير قوانين رامنځته کړي دي ـ

صوبائى کميشن آن دى سټيټس اف وومن په ميرمنو په ضد د کيدونکو سائبر کرائمز د مخې نيولو د پاره د ايکټ ډرافټ جوړوى ـ فوزيه وقار نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” د کميونيکيشن انډسټرۍ د پرمختګ په وجه د ميرمنو په ضد وخت تيريدو سره سره د ظلم پيښې زياتې شوې دي ـ مونږ اکثر داسې ويډيوز او عکسونه ګورو چې پکښې ميرمنې په جنسى توګه تشدد سره مخ کولے شي، په دې رجحان د سختو سزاګانو د لارې قابو موندل پکار دي او مونږ د داسې قوانينو د تشکيل د پاره کار کوو ـ “

هغې زياته کړه چې ډيرو هيوادونو کښې په سائبر ورلډ ويرونه د بيلو بيلو قوانينو په اعتبار يو فوجدارى جرم دے ـ په سائبر ورلډ په ميرمنې د تشدد فوجدارى ايکټ د دې بڼې د نورو هلو ځلو څخه د بيلولو د پاره کار کولے شى ـ فوزيه وقار ووئيل :” په سائبر ورلډ تر ميرمنو د رسيدو په لړ کښې په هغوي د بې ځايه تورونو لګول، بدنامول، کنځل او بې عزتى کول، غلطه پيژندګلو ورښودل، جنسى هلو ځلو کښې د ګډون کولو ترغيب ورکول او د نااميده کولو يا ويرولو د پاره ثبوتونه راجمع کول شامل دي او ياد قانون کښې بنيادى پاملرنه د جنسى هلو ځلو د پاره لالچ ورکولو، د ميرمنو په اړه معلوماتو ترلاسه کولو او په هغوي د ظلم د بيلا بيلو طريقو د مخينوى ته شوې ده ـ”

دا وخت ايف آئى اے هغه اساسى اداره ده چې د سائبر کرائمز مخنيوے کوى ـ د پنجاب اسمبلۍ غړې عظمى بخارى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې که چرې دا ايکټ د يو قانون حيثيت خپل کړى نو هم ايف آئى اے به ميرمنو باندې د شوى تيرى د مقدمو پلټنه کوى ـ هغې زياته کړه :” دې سره سره مونږ ايف آئى اے ته دې لړ کښې په نور واک ورکولو غور کوو چې دا شان د دې بڼې د هلو ځلو سختۍ سره مخه ونيولے شى ـ د ميرمنو د دې بل او د هغوي د حقونو څخه خبرولو د پاره به مهم هم چلولے شى ـ “

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here