په کم داج راوړلو د طلاقونو شرحې زياتيدو مور پلارفکرمند کړل

0
5323

لاهور(احسان قادر) پاکستان کښې د مړونو لخوا د طلاق زياتيدو تړه زياتيږى، د ماهرانو وينا ده چې سماجى لعنت داج د دې يو اهم لامل کيدے شى ـ

نيوزلينزپاکستان سره په خبرو اترو کښې د ښځينه ټريفک پوليس ٢٨ کلنې کارمندې حميرا کاظم ووئيل چې هغې خپل نارينه ملګرى سره وادۀ وکړو کوم چې د داج د لالچ له امله اوږد مهاله ثابت نۀ شو ـ

حميرا ووئيل:” د نکاح نه وروستو زما ميړۀ زما مور ته ووئيل چې هغه دې په داج کښې موټر ورکړى ځکه چې ما ته به د هغې دفتر ته بوتلل راوستل وى ـ زما مور هغۀ ته ووئيل چې هغه د هغۀ د دې غوښتنې پوره کولو جوګه نۀ ده ځکه چې هغې له وړاندې راسې په داج کښې ډير څۀ ورکړي دي چې له امله ئې هغۀ ما له طلاق راکړو ـ”

پاکستان کښې دا رواج عام دے چې نوې ناويانې د وادۀ نه پس د خپل مور پلار نه د داج په اخستو رخصتيږي ـ د داج څۀ حد ټاکلے نۀ دے او دا د مور پلار په معاشى حيثيت اډاڼه لرى ـ

ماهران وائي چې د زيات نه زيات داج ترلاسه کولو لالچ تر دې حده زيات شوے دے چې خاوندان خپلو ښځو ته طلاق غورځوي ـ اکثرو وختونو کښې ميرمنې ټول عمر وادۀ نۀ کوي ځکه چې مور پلار ئې د داج خرڅ نۀ شى زغملے ـ

يوې بلې ميرمنې ٣٢ کلنې د سکول استاذې روبينه مسعود ووئيل چې هغه شپږ مياشتې مخکښې طلاقه شوې ده ځکه چې د هغې ميړۀ او سخرنې به د هغې د کورنۍ په ضد هر وخت خلې ورکړې وې چې د هغوي د غوښتنې ترمخه داج ورنۀ کړے شو ـ هغې نيوزلينز سره په خبرو کښې ووئيل:” د وادۀ په سبا زما ميړۀ ساجدعلى په کم داج راوړلو د خفګان څرګندونه پيل کړې وه ـ تر دې چې هغۀ به د سخرانې د خلقو په وړاندې هم په ما تشدد کولو ـ” د هغې وادۀ په يو کال کښې ختم شو ـ د هغې ميړۀ يوې شته منې کورنۍ کښې دويم وادۀ وکړو ـ

د ودونو د يو دفتر مالکې رفعت جبين ووئيل چې هغه د تيرو ١٥ کالو راسې دا کاروبار کوى او هغه مشاهده لرى چې د تيرو دريو کالو په مهال ټولنه کښې د داج د لالچ شرحه يو لوړ حد ته غزيدلې ده ـ هغې تبصره وکړه:” قريباَ هر هلک ښائسته او شته منې جينۍ سره وادۀ کول غواړى چې دا شان د هغۀ راتلونکے خوندى شى ـ”

وفاقى حکومت ١٩٧٦ء د داج او وادۀ ښادۍ په ډاليو د بنديز قانون نافذ کړے ؤ چې پکښې په ١٩٩٣ء کښې بدلون وکړے شو د کوم لاندې چې د ناويانو او د وادۀ د زلمو په کورنيو د ٥٠ زرو روپو نه د زياتې پنګې په راکړه ورکړه بنديز ولګولے شو ـ د قانون د خلاف ورزۍ په حال کښې هغوي شپږ مياشتې سزا او جرمانه کيدے شول خو ولې په دې چرته په ريښتياؤ معنو کښې عمل درآمد ؤنۀ کړے شو ـ

حکمران ګوند مسلم ليګ نواز سره تعلق لرونکې قانون سازې کنول نعمان نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې حکومت په دې تړه قابو موندلو د پاره هڅې کوى او په دې بابله په داج د بنديز قوانين شته دے ـ هغې ووئيل:” حکومت په ځانله ځان هيڅ نۀ شى کولے ـ ټولنې څخه د دې ناوړتوب ختمولو د پاره د خلقو او ميډيا مرستې ته اړتيا ده ـ”

پنجاب پوهنتون کښې د سوشيالوجى پروفيسرې ډاکټررفعت منور ووئيل چې ټولنيز او معاشى لاملونه د دې تړې زياتولو لويه وجه ده ـ هغې ووئيل :” افراط زر، بې روزګارى، په کنټريکټ ملازمتونو او د غريبۍ زياتيدو له امله ټولنيزه ډهانچه ځپلې شوې ده ـ”

د هغې وړاندې وينا وه :” بلخوا ټى وى چينلې په خپلو پړدو د عيش او مزې د ژوندون ښودنه کوى چې له امله ئې ځوانان شپه په شپه د شتۀ من کيدو د پاره شته منو کورنيو کښې ودونه کول غواړي ـ” هغې ووئيل چې ټولنې ته خپل سوچ کښې بدلون راوستل پکار دى او ټولې ډلې، په خاص توګه خواښيانۍ دې په دې حقله خپل کردار ترسره کړي ـ

يو وکيل رضا محمود نيوزلينزپاکستان سره په خبرو کښې ووئيل:” ما دا مشاهده کړې ده چې د لاهور فيملى کورټس کښې ورځ په ورځ د طلاق مقدمې زياتيږي ، او د زياترو تعلق داج سره دے ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here