پيښور: امنيتى چوکيو ښار په قلعه بدل کړو

0
4637

پيښور(توصيف الرحمان) احمدزيب ته سحر اتۀ بجې دفتر ته رسيدل وو ـ هغه خيبرټيچنګ هسپتال کښې ډاکټر دے کوم چې د پيښور د صحت د سهولتونو ورکوونکو دريو مرکزونو څخه يو دے ، هغۀ ته سحر مهال د هسپتال نه بهر د رنځورانو د قطار جوړيدو نه وړاندې خپل منزل ته رسيدل وى ـ

هغۀ د ډاکټرانو شفټ بدليدو په دوران ميانه دمه کښې نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل:” کۀ زۀ سحر اووۀ نيمې بجې د کور نه راووځم نو ښۀ په اسانه په وخت هسپتال ته رسيږم خو ولې مزل اوږد، ستونزمن او ستړے کوونکے وى او اکثرو وختونو کښې هسپتال ته په وخت رسيدل غيريقينى شى ـ ما ته د ګڼو امنيتى چوکيو څخه تيريدل وى چرته چې په کليئرنس کښې د ١٠ منټو نه نيمې ګنټې پورې لګى ـ

ښار کښې څنګه چې د زياتو نه زياتې امنيتى چوکۍ جوړولے شي چې له امله ئې پيښور د ترهه ګرۍ د کارروائيو په سؤب د زياتيدونکى عدم تحفظ په وجه په ښکاره ډول په يوه قلعه بدليږى ، په سړکونو د ټريفک شور اکثر او زياتره د زغمولو نه ووځى ځکه چې ګاډي په امنيتى پوسټونو کښې نخښتي وي ـ

خو ولې دا يوازې امنيتى پوستې نۀ دي چې له امله ئې احمدزيب هسپتال ته تللو کښې ستونزو سره مخ وى بلکې د اولسى يا سياسى شخړو هوارولو د پاره اولس د واکمنو د پاملرنې د پاره سړکونو ته راووځي کومه چې د ټريفک جام کيدو يو لوے لامل دے ـ

احمدزيب وائى :” د احتجاج په صورت کښې د سړک بحالى څو ګنټې اخستے شي ـ پيښور ستونزو سره مخ دے ځکه چې د ټريفک جام کيدل د زغملو نه وتلي دي ـ تاسو د ټريفک نۀ کنټرولونکى او د ټريفک قابو کوونکى لانجمن نظام له امله د مسافرو او ډرائيورانو په مخونو د مايوسۍ تاثرات ښکاره ليدے شئ ـ”

نيوزلينزسره خبرې اترې کوونکي خلق په دې نکته متفق وو چې پيښور کښې د ټريفک منظم کولو نظام د تيرو څو کالو په مهال انتهائى خراب شوے دے ، دا د يو لوے انتظامى چيلنج په توګه رامنځته شوے دے چې هوارى د پاره ئې په سمدستى ډول د کړنلارې جوړولو ضرورت دے چې دا شان د پيښور په سړکونو ټريفک روان په روان وى ـ

د ټريفک پوليس يو سينئرافسر واحد محمود نيوزلينزسره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې د کومې هم بڼې د قاعدو ضابطو نه پرته اولسى ابادى زياتيدل، د سړکونو ناکافى ځاندره، هيڅ بې هيڅه امنيتى چيک پوستې او د سړکونو په خواؤ کښې د بيلابيلو عناصرو لخوا شوې قبضه په ښار کښې د ټريفک د لانجمن کيدو اساسى لامل دے ـ

د يو نجى پوهنتون استاذ محمد اشفاق وائى :” خلقو اوس د يو بل نه د ټريفک جام کيدود لامل په اړه پوښتنې کول پريښودې دي ځکه چې هغوي خبر دي چې د ټريفک کنټرول کولو موجوده نظام په پوره توګه تباه شوے دے ـ” هغۀ ووئيل چې د پيښور اوسيدونکي د ښار په ټولو لويو لارو هره ورځ د ګاډو لوے قطارونه ويني ـ

اشفاق څو ځله په سړکونو ولاړې ايمبولينسې ليدلې دي، د هغې سائرنې غږيږي خو هغه په وخت هسپتال ته د رنځورانو رسولو څه پاتې وي ـ

د ټريفک پوليس سينئرافسر واحد محمود دې خبرې سره متفق دے چې ښار کښې د ټريفک لانجه د يوې سختې ستونزې په جوړيدو مخې ته راغلې ده ـ خو هغۀ په ډاګه کړه چې په سړکونو د ټريفک جام کيدو ډير لاملونه دي ـ

واحد محمود وائى:” د تيرو ١٥ کالو په دوران د ښار ابادى يو په دوه شوې ده ـ د اربن پلاننګ يونټ د شميرې ترمخه د پيښور د دننه ښار ابادى ٢٠٠١ء کښې ٢،١٦٥،٤٨٠ وه کومه چې اوس د مرتب کړے شوو اندازو ترمخه ٦،٨٧٢،٣١٨ ده ـ

هغۀ ووئيل د دې ترڅنګ بيلا بيلو قبائلى ايجنسو کښې د عسکريت خوښو په ضد د فوځى عملياتو له امله ٤٥ لکه آئى ډى پيز هم دې ښار ته مخه کړې ده ـ

واحد محمود د سټى ټريفک پوليس مشر دے، هغه وائى چې پيښور کښې په ٢٠٠١ء کښې يوه امنيتى چوکۍ هم نۀ وه او دا وخت ١١٦ امنيتى چيک پوسټونه قائم دي ـ

د ٢٠ نه زيات سړکونه د ټريفک د تګ راتګ د پاره بند کړے شوي دي چې له امله ئې د ټريفک مخه نورو سړکونه ته اوړي، داسې ټريفک جام کيږى ـ

هغۀ ووئيل:” دا (چيک) پوسټونه د ټريفک په تګ راتګ کښې د خنډ بنيادى وجه ده ـ”

دا رنګ د تيرو ١٥ کالو په مهال د ابادۍ زياتيدو له امله په سړکونو د ټريفک رش زيات شوے دے ـ

واحد محمود ووئيل:” ٢٠٠١ء کښې د ښار دننه د چليدوونکو ګاډو شمير ١١٥،٧٨٩ ؤ کوم چې په زياتيدو ٣٥٣،٤٩٠ شوے دے ـ

د څيړنيزې مجلې ساؤتهـ ايشين سټډيز د ٢٠١٠ء په ګڼه کښې د پيښور په ټريفک خپرې شوې تحقيقى مقاله کښې دا انکشاف وکړے شو چې د ١٩٩٨ء نه د ٢٠٠٩ء په دوران په سړکونو چليدونکي ګاډى ١٢٦.٤ سلنه زيات شول او د سړکونو فراختيا يوازې ٠.٨٥ سلنه ترسره شوه ـ

١٥کاله وړاندې پيښور کښې د بسونو يوازې څلور اډې وې کومې چې په زياتيدو ٢٠ شوې دي ـ رکشې او ټيکسى ګاډى هم زيات شوي دي او ښار کښې ګڼ شمير ټيکسى سټينونه قائم شوي دي ـ

واحد محمود ووئيل چې هره ورځ خواؤشا نهه زره بسونه، ٥٧ سوه واړۀ بسونه، ٩،٣٩٦ ويګنې او کوچونه او کم نه کم ٤٠ زره رکشې په سړکونو د چليدو په حال کښې په نظر راځي ـ

د ټريفک زغل برقرار ساتلو کښې يو لوے خنډ دا دے چې پيښور کښې پارکنګ لاټ نشته ـ واحد محمود ووئيل:” خلق د مصروفو ځايونو او کاروبارى مرکزونو نه بهر خپل ګاډي ودروي چې له امله ئې د ټريفک زغل کښې ځنډ پيدا کيږى ـ”

پيښور سره تعلق لرونکے صحافى عالم خان وائى چې پيښور کښې د نورو ښارونو په نسبت د ژوند د رونق مخه نيول انتهائى اسان دي ـ هغۀ ووئيل:” کۀ د ښار مرکزى لاره د دننه لارې رحمان بابا چوک يا سورى پل څخه بند کړئى نو تاسو به خپله ووينئ چې ټول ښار کښې به ټريفک جام شى ـ”

سماجى کارمند تيمورکمال وائى چې د اوسنو مياشتو په دوران د عمران خان پاکستان تحريک انصاف(پى ټى آئى) اسلام اباد کښې احتجاج سياسى ګوندونه، ټريډ يونينونه او کارمندان اولسى ژوند لتاړولو له راوپارول چا چې د خپلو منلو د پاره په حکومت د دباؤ اچولو په غرض د پيښور، کوم چې د خيبرپښتونخوا صوبې دارلحکومت دے او چرته چې د عمران خان ګوند په اقتدار کښې دے، مرکزى لاره وتړله ـ

تيمور کمال ووئيل :” دې نه يو خوا ته چې د پى ټى آئى په اسلام اباد کښې دهرنا خپلو مقصدونو ترلاسه کولو له کاميابه وه يا نه خو ولې د احتجاج له امله پيښور کښې په يقينى ډول ټريفک او مسافر په سړکونو راګير شول ـ

سينئرقانون دان او د پيښورهائيکورټ پخوانى عمومى سکتر امين الرحمان نيوزلينزسره په خبرو کښې ووئيل چې د موټروهيکلزآرډيننس ١٩٦٥ء او موټروهيکلز رولز١٩٦٩ء لاندې سړکونه تړل او د ټريفک زغل کښې خنډ اچول جرم دے ـ

هغۀ ووئيل:” د تعزيرات پاکستان د شق ١٣٣ لاندې سړکونه کۀ د قانون نافذونکو ادارو واکمن بند کړي يا مظاهره چيان، دا يو فوجدارى جرم دے ـ”

د ټريفک د ستونزو هوارے او په سړکونو د رامنځته کيدونکو پيښو د مخنيوى د پاره د سټى ټريفک پوليس واکمنو ټريفک هيلپ لائن پيل کړے دے ـ د ټريفک د هر رنګه ستونزو چې پکښې د ټريفک چلند کښې خنډ، پيښې، ټريفک جام او د ټريفک مخه متبادلو لارو ته اړول شامل دي نو دې صورت کښې خلق د معلوماتو او لارښودنې د پاره په ١٩١٥ کال کولے شى ـ

واحد محمود ووئيل:” هيلپ لائن ٢٤ ګنټې کار کوى ، د ټريفک پوليس به په هرم شکايت يا په مرکزى لارو په لګيدلو کلوزسرکټ کيمرو د حالاتو د جائزې اخستلو د پاره نه پس په سمدستى توګه کارروائى کوى ـ”

ټريفک پوليس صوبائى حکومت ته په پينځو بيلابيلو ځايونو د انډرپاس جوړولو تجويز ليږلے دے ـ

ذکر شوى پروپوزل کښې دا هم تجويز کړے شوې ده چې سړکونه دې فراخه کړے شي دغه دې د ښار په خواؤ کښې قائم رنګ روډ سره وتړلے شى چې ورسره به د دننه ښار په مرکزى لارو د ټريفک په چلند کښې کمے راشى ـ

حکومت ته دا تجويز هم ورکړے شوے دے چې د خلقو د احتجاج د پاره دې خاص ځائے وټاکى ـ

واحد محمود ووئيل:” خلقو ته د ښار د سړکونو بندولو اجازه ورکول نۀ دي پکار ـ کۀ له دې پرته څوک احتجاج کول غواړى نو هغوي دې د ښارى انتظاميې نه اجازه واخلي او ټريفک پوليس دې په دغه اړه خبر کړي ـ”

هغۀ زياته کړه چې دې پروپوزل کښې په سړکونو ګاډو کښې د شکمنو توکو د درک لګولو د پاره د سکينرز لګولو تجويز هم ورکړے شوے دے چې له امله به ئې د يو يو ګاډى کره کتنې ته اړتيا نۀ پيښيږى او د ټريفک په چلند کښې به خنډ نۀ راولاړيږى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here