پيښور: د بريښنا د خراب او زوړندو تارونو له وجې وګړي پخو خطرو سره مخ

0
5819

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

پيښور ( وصال يوسفزئ ) کشماله بى بى د پيښور په لطيف آباد سيمه کښې اوسيږى ـ درې کاله وړاندې د هغې د اتو کالو نمسے د کور نه بهر د بريښنا زوړندو تارونو سره په غلطۍ د جنګيدو له وجې شارټ خوړو باندې په حق رسيدلے وۀ ـد حق رسيدلى خور مزلفه چې کله د خپل ورور د بچ کولو هڅه وکړه نو هغه هم د کرنټ په ولقه کښې راغله ـ د پېښور دې وروستو پاتې او د ګڼې ګوڼې سيمه کښې د دې غمژنې پېښې درې کاله شوې دي ـ

مظلفه اوس د ١٢ کالو ده، هغې خپل ورور هېر نۀ کړے شو او نۀ د کورنۍ د کوم غړى د پاره دا ممکن شوې ده ـ هغوئ يوازې د دې خبرې خواهش لرلو چې کۀ پېښور الېکټرک سپلائى کارپوريشن (پيسکو) د لطيف آباد د اوسيدونکو تر خطرناک حده د زوړندو تارونو په حقله شکايتونو ته پام کړے وے نو د هغوئ د زړۀ تکړه به له هغوئ نۀ لرې کيده ـ

کشمالې په سلګو کښې د خپل ژوند د دې درد ورکونکى دور يادونو تازه کولو سره ووئيل :” زۀ دغه بد قسمته ورځ هيرولے نۀ شم ـ ما خپل نمسے او نمسۍ سکول ته بوتلل کله چې ذيشان د بجلۍ تارونو ونيولو او په حق ورسېدو ـ زما نمسۍ مظلفه د ښى لاس نه محرومه شوه ـ”

کشماله بى بى ووئيل چې حکومت په دې حقله دومر د بې حسۍ څرګندونه وکړه چې د دې پيښې د ميډيا کوريج باوجود کوم سرکارى افسر د هغوئ کور ته راغے او نۀ ئې د هغې د نمسۍ د علاج د خرڅونو زغملو زحمت وکړو کوم چې اوس په يو لاس معذوره شوې ده ـ د هغې په علاج د هغې کورنۍ تر اوسه درې لکه روپۍ لګولې دي ـ

د ګلبهار اوسيدونکې عائشه بى بى ووئيل چې هغه هره ورځ خپلو بچو سره د هائى وولټيج تارونو ( کومو کښې چې حرکت کونکے کرنټ مجموعى توګه باندې ١١ زره والټ پورى وى ) لاندې ځى ـ

هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې خپل ويره ښکاره کړه او وې وئيل چې کله په ښار کښې باران وى يا سيلۍ راځى نو دا تارونه په زمکه راپريوځي ـ

غير سرکارى تنظيم ” خويندو کور ” سره اړوند سماجى کارمند سبحان على د پيښور د ګلبهار ٤ سيمه کښې دوه بيلې بيلې ډلې جوړې کړې دي چې په پينځو نارينه او پينځو ښځينه غړو مشتملې دي چې دا شان د سيمې خلقو ته ورپيښې ستونزې راڅرګندې کړے شي ـ دې ډلو د ګلبهار سيمه کښې هيڅ بې هيڅه د زوړندو تارونو څخه خلقو ته د ورپيښو خطرو د شکايتونو درج کولو د پاره د پيسکو د دفتر مخه کړې ده خو تر اوسه څۀ کاميابى ترلاسه نۀ کړے شوه ـ سبحان احمد ووئيل :” هر ځل د پيسکو د تعلقات عامه شعبې مشر شوکت افضال سره ليدل کتل وشول چا چې د خرابو تارونو سمولو وعده وکړه کومه چې تر اوسه پورا نۀ شوه ـ”

خيبرپښتونخوا صوبه کښې د خراب او د انتهائى لاندې زوړندو تارونو له کبله د مرګونو په حقله څۀ شمير شميره شتون نۀ لري خو ولې د يو ډاکټر مرتب کړے شوې اندازه د انديښمن صورتحال عکاسى کوى ـ

د ليډى ريډنګ هسپتال پيښور د ميډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر شيرعلى خان ترمخه هسپتال ته روان کال کښې د کرنټ لګيدو تر اوسه ٣٥ کيسونه راغلي دي ـ هغۀ ووئيل چې ٢٠١٤ء کښې ١٢٠ کسان ځپلي شوي وو، هغوئ چې کله هسپتال ته راغلل نو هغوئ سخت ژوبل شوي وو يا هغوئ ډير سخت سوزيدلي وو ـ

ډاکټر شيرعلى وائي چې د بارانونو په موسم کښې د کرنټ لګيدو پيښې زياتيږي ـ

هر څو کۀ د کرنټ لګيدو پيښې د بارانونو په موسم کښې زياتيږي، د شارټ سرکټ په وجه لګيدونکے اور د خلقو او د هغوئ د ژوند د پاره يوه مستقل خطره ده ـ ډير کورونه او کاروبارونه د زړو تارونو او ټرانسفارمرو له کبله د اور په ولقه کښې راغلي دي ـ

د پيسکو د ريټائرډ سب ډويژنل افسر ( ايس ډى او ) شهزاد خان ترمخه کورونو جوړولو يا د کاروبار زياتيدو سره سم نوي تارونه هم د بجلۍ ستنو سره هم له وړاندې د زوړندو تارونو د غنپکې برخه جوړيږى چې له امله ئې زوړ او خراب ګرډ سسټم نور خرابيږى ـ

د بارانونو په هر موسم کښې د پيسکو لخوا د پريس ريليز له لارې خلقو ته خبردارے ورکولے شى چې هغوئ دې د بريښنا ستنو او تارونو ته نۀ نزدې کيږي ـ کۀ کور کښې ئې نو د بريښنا د آلات استعمالولو کښې خاص احتياط وکړيئ ـ

د پيسکو د سيفټى ډائريکټر ارباب منير احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د پيسکو د قانون ترمخه د بريښنا هائى وولټيج ټرنسميشن لائنونو سره خوا کښې هر څۀ جوړول غيرقانونى دي ـ هغۀ ووئيل چې له منصوبه بندۍ پرته د ښارجوړونې او زياتيدونکې آبادۍ په وجه د بريښنا د ټرنسميشن لائنونو خوا کښې د جوړيدونکو ودانيو او کورونو څارنه سمه نۀ شى کيدے چې له کبله ئې د کرنټ لګيدو او شارټ سرکټ پيښې معمول جوړ شوے دے ـ

پيسکو د فنډز او نورو وسيلو د کمى له وجې خراب تارونه سمولے نۀ شي ـ ارباب منير ووئيل :” هر کال د پيسکو ١٠ کارمندان په هيوى ټرانسميشن تارونو د کار کولو په مهال کرنټ لګيدو سره په حق رسيږي ـ مونږ خو خپل کارمندان د خرابو تارونو له پيښيدونکې خطرې څخه بچ کولے نۀ شو ـ”

تاجره ورورولى هم پيسکو ته د بريښنا د ورکړے د خراب لائنونو او بربنډو تارونو څخه ژوند او کاروبار ته د ورپيښو خطرو په اړه باور ورکوى ولې د ادارې له لورى څۀ رد عمل ښکاره نۀ کړے شو ـ

د صرافه ايسوسى ايشن پيښور صدر حاجى مقصود خفګان سره ياده کړه چې کله د شارټ سرکټ له وجې په ١٨ جون ٢٠١٤ء ٧٦ دوکانونه ايره شوي وو ـ د يوې اندازې ترمخه دغه اور څخه د ٢٠ کروړو روپو زيان شوے وۀ ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د زيان ازاله وکړه او نۀ ئې د بربنډو او زوړندو شوو تارونو څۀ حل راويستے دے ـ

د پيسکو د بورډ آف ډائريکټرز غړى ناصرخان موسى زئى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پيسکو خساره کښې روانه ده چې له کبله ئې ډيرو سيمو کښې د مرمت کار ممکن نۀ شو ـ د وفاقى حکومت لخوا هم وفاقى بجټ کښې د پيسکو د پاره ځانګړې کړے شوي ټول فنډونه جارى نۀ کړے شول او نۀ ټولو ګاهکانو خپل بلونه ورکړي دي ـ

هغۀ ووئيل چې خيبر پښتونخوا صوبه کښې ٧٠سلنه صارفين د بجلۍ بلونه نۀ ورکوي ـ د ناصر خان موسى زئى ترمخه دا هغه وجه ده چې له کبله ئې حکومت د بجلۍ خراب تارونه بدلولے نۀ شي ـ

د پيسکو د تعلقات عامه شعبې ډائريکټر جنرل شوکت افضال د دې ذمه وارى په قانون سازانو ورواچوله ـ هغۀ ووئيل چې پيسکو قانون سازانو ته د هغوئ د حلقو د پرمختګ د پاره ترلاسه کيدونکى فنډز باندې اډاڼه لرى ـ پيسکو په هغو سيمو کښې کار نۀ کوى چرته چې مناسب فنډز نۀ شي ورکولے ـ د بريښنا خراب او زوړند تارونه په هغو سيمو کښې ليدلے شي چرته چې قانون سازان د دې بڼې په اهمو منصوبو د سرمايه کارۍ کولو په حواله يو دوه کښې حيران شوي دي ـ

د يونائټډ سټيټس ايجنسى فار انټرنيشنل ډويلپمنټ ( يو ايس ايډ ) د يوې څيړنې ترمخه د بريښنا د خرابو او بربنډو تارونو له وجې د ټرانسفارمرو کارکردګى هم متاثره کيږى ـ د تارونو د نښتو له کبله د پيدا کيدونکى کړکيچ له وجې ډيرې ټرانسافرمرې خرابې شوې دي چې نتيجه ئې د بريښنا د اوږد لوډشيډنګ په صورت کښې ووځى ـ

په ميډيا د راتلونکو راپورونو ترمخه يو ايس ايډ د پيسکو د آپريشنل او معاشى کارکردګۍ ښۀ کولو د پاره د بريښنا د ويش په حقله يو پروګرام پيل کړے دے (د دې پروګرام په دائره کار کښې د حکومت انتظام لاندې د ويش ټولې کمپنۍ راځي) ـ د دې پروګرام لاندې يو ايس ايډ به د نورو ګامونو پورته کولو نه علاوه د ښار په اوو فيډرونو کښې خراب تارونه سموي ـ

د خراب تارونو لرې کولو د پاره ايريئل بنډل کنډکټر (اے بى سى) کارولے شى ـ اے بى سى سسټم کښې د بريښنا تارونو باندې استر اچولے شى ـ د دې حفاظتى استر له وجې د کرنټ لګيدو او شارټ سرکټ پيښو کښې ٩٠ سلنه کمے راځي ـ

اے بى سى سسټم به د بريښنا د ورکړے او ويش په دوران د بريښنا د کنډې له لارې د غلا په سؤب کيدونکي زيانونه هم کموي ـ په عمومى ډول د بجلۍ غلۀ د کوم داسې صارف د بريښنا ميټر نه تيريدونکو تارونو ته کنډۀ اچوي په کومو چې حفاظتى استر اچولے شوے نۀ وى، ځکه نو د بريښنا د غلا سزا نورو صارفينو ته خوړل وي ـ

د خيبرپښتونخوا د وزيراعلى د ماحولياتو د چارو صلاح کار فضل الهى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د پيښور ډيرو سيمو لکه ګلبهار، تهکال، کوهاټ روډ، فردوس، صدر او وارسک روډ وغيره کښې د هائى وولټيج تارونه زوړند په نظر راځي چې له کبله ئې د ښار ښکلا ځپلې شوې ده ـ هغۀ ووئيل چې د هغوئ وزارت په ښار کښې د بريښنا د ورکړے د نظام سمولو د پاره پيسکو باندې حفاظتى ګامونو پورته کولو له زور راوړے دے خو په دې حقله څۀ ګامونه وانۀ خستے شول ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here