پيښور: د قلنګ اخستو پيښو کښې زياتوالے، کاروبارى ورورولۍ نورو ښارونو ته مخه وکړه

0
4314

پيښور (غلام دستګير) د ښار شوبها مارکيټ سره تعلق لرونکے مرتضى خان يو تاجر دے چا چې اوس اوس لاهور او پينډۍ کښې خپل کاروبار پيل کړے دے ـ

هغۀ ووئيل چې پينډۍ او لاهور، په خاص توګه له ياده د ويستونکى ښار، پيښور په نسبت خوندى دي ـ د مرتضى خان وينا وه :” اوس زۀ په ګرانه ١٠ ورځې خپل پلرنى ښار (پيښور) کښې تيروم ـ”

د خيبرپښتونخوا صوبائى دارالحکومت کښې د قلنګ اخستو له امله د تشدد او تښتونې د پيښو زياتيدونکې شرح د کاروباريانو او صنعت کارو يو لوے شمير د پيښور نه د خوندى ځايونو لورى ته په اوړيدو مجبور کړے دے چې له امله ئې بې روزګارى زياتيږى ـ

د خيبرپښتونخوا چيمبرآف کامرس اينډ انډسټرى د شمير شميرنې ترمخه د قلنګ اخستو له ويرې خواؤشا ١٥٠ بزنس مينانو صوبه پريښودې او تلي دي ـ

له سرکارى شميرشميرنې دا انکشاف کيږى چې د تيرې يوې لسيزې راسې عسکريت خوښۍ ځپلې د پاکستان ختيزې لويديزې صوبه خيبرپښتونخوا کښې د قلنګ اخستو يو په ١٠ زياتې مقدمې رجسټرډ شوې دي ـ

د سنټرل پوليس آفس پيښور نه د ترلاسه شوې ډيټا ترمخه د ٢٠١١ء نه ٢٠١٣ء پورې د قلنګ اخستنې اوسطاَ کم نه کم ٣٠ پيښې کلنۍ وشوې ـ د ٢٠١٤ء وړومبيو نهو مياشتو کښې دا شمير ٢٨٥ ته ورسيدو ـ د دې شمير شميرنې کۀ نوره ژوره جائزه واخلئ نو دا څرګنديږى چې ٢٠١١ء کښې د قلنګ اخستو ١٣، په ٢٠١٢ء کښې ٢١ او ٢٠١٣ء کښې ٥٦ مقدمې درج شوې ـ

د خيبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل ناصرخان درانى په ډاګه کړه چې د قلنګ اخستنې د پيښو زياتيدو لامل دا دے چې خلق له دې وړاندې د قلنګ اخستنې د مقدمې درج کولو په حقله يو دوه کښې حيران وو ـ هغۀ ووئيل :” اوس حالات د تير وخت نه بيخى بدل شوي دي ځکه چې خلق پوليس کښې د قلنګ اخستو مقدمې درج کوي د کومې وجه چې دا ده چې هغوي دا طمع لري که هغوي به انصاف ترلاسه کولو کښې بريالي کيږي ـ “

د خيبرپښتونخوا چيمبر آف کامرس اينډ انډسټرى صدر فواد اسحاق وائى چې پيښور کښې صنعت کار او تاجران د قلنګ اخستونکو په ويره کښې خپل کاروبار کوي ـ هغۀ ووئيل :” دا هغه بنيادى وجه ده د کومې له امله چې سرمايه کار د صوبائى دارالحکومت څخه نۀ يوازې د هيواد نورو سيمو ته منتقل شوي دي بلکې د صنعت کارو او تاجرانو يو لوے شمير هم د ښار په پريښودو مجبور شوي دي ـ”

د فواد اسحاق ترمخه پيښور سره اړوند يو صنعت کار کراچۍ کښې د ١٠ ارب روپو او يو بل صنعت کار لاهور کښې د پينځو اربو روپو سرمايه کارى کوى ـ هغۀ ووئيل چې د يو ښار نه د زرو عامو خلقو د کډې کولو په نسبت د سرمايې او صنعتونو منتقل کيدل په ټولنه سخت اغيز کوي ـ

فواد اسحاق وائى :” دې سرمايه کارو صوبائى دارالحکومت پيښور کښې سرمايه کارى کړې وه ، د دوي په وجه د روزګار په زرګونو موقعو شتون لرلو ولې اوس دوي نورو ښارونو ته اوړيدلي دي چې له امله ئې د خوارى کښو د يو لوے شمير ملازمت له منځه تلے دے کومه چې په سيمه کښې د بې روزګارۍ د شرح زياتيدو يوه اهمه وجه ده ـ”

هغۀ ووئيل چې د پيښور د اوسيدونکو ژوند د قيديانو په څير شوے دے ـ يو صنعت کار او تاجر ، چې پيښور کښې خپل کاروبار ختمولے شى، ووئيل چې هغه د هيواد هر کوم بل خوندى ښار ته منتقل کيدو کښې يوه لمحه هم ضائعه کول نۀ غواړى ـ

فواد اسحاق ووئيل :” مونږ خپلو بچو ته، په خاص توګه د نمر د پريوتو نه پس، له وسله والومحافظانو پرته د کوره نه بهر د تللو اجازه نۀ شو ورکولے ـ” د خيبرپښتونخوا چيمبر آف کامرس اينډ انډسټرى مشر وائى چې پښتانۀ د اسلام آباد په نوو سيکټرو کښې د ميشتۀ کيدو په حال ليدلے شى ځکه چې څوک هم ځان پيښور کښې خوندى نۀ ګڼى ـ

هغۀ ووئيل چې د خيبرپښتونخوا صوبې په پيښور، چارسده، مردان، نوښار، صوابۍ، کوهاټ، لکى مروت او بنو ضلعو کښې د قلنګ اخستو پيښې زياتې شوې دي ـ

فواد اسحاق ووئيل :” که چرې حکومت عسکريت خوښۍ ځپلې صوبه خيبرپښتونخوا کښې د امن و امان راوستلو په حقله سنجيده دے نو ورته به صنعت کارو او تاجرانو ته د سکيورټى ورکولو نه علاوه د هغوي د اعتماد د بحالۍ د پاره هم ګامونه اخستل وي ـ” هغوي ويرې اخستې دي چې بل صورت کښې به خيبرپښتونخوا صوبه کښې يوازې هم انتهاخوښۍ ته وده ترلاسه کيږى ـ

د وفاقى خفيه ادارې انټيلى جنس بيورو (آئى بى) يو کارمند نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې د قلنګ اخستو پيښو کښې عسکريت خوښې ډلې لکه لشکراسلام، تحريک طالبان پاکستان مومند او عمر اديزئى ګروپ زيات فعال دي ـ

هغۀ ووئيل چې د تښتونې په نسبت قلنګ غوښتنه زياته اسانه او محفوظه طريقه ده ـ هغۀ ووئيل چې جرمونه کوونکو عناصرو ته د قلنګ اخستنې د پاره يوازې د يو رجسټرډ موبائل فون سم ضرورت وى ـ

د آئى بى کارمند، د خپل حساس بڼې د ملازمت له امله د نوم نۀ څرګندولو په خواهش، زياته کړه :” صرف د کوم شتمن تن نمبر ملاؤ کړئي، کۀ هغه تسليم شى خو غوره ده، بل صورت کښې د هغۀ د کور نه بهر بم چاودنه کيږى، کۀ هغه تن د دې باوجود قلنګ ورنۀ کړى نو هغه وژلے شى ـ”

پيښور سره اړوند د ميوو يو بيوپارى حاجى کابل خان سره بالکل هم داسې شوې وه ـ د آئى بى کارمند نيوز لينز سره خبرو کښې ووئيل :” هغۀ به په مياشتنيو بنيادونو عسکريت خوښو ته قلنګ ورکولو ولې يوه ورځ ناڅاپه د هغۀ نه د يو دروند رقم د ورکړې غوښتنه وکړے شوه ـ حاجى کابل خان انکار وکړو د کومې په سزا کښې چې هغه په ٢٣ دسمبر ٢٠١٣ء ووژلے شو ـ”

اسحاق فواد ووئيل :” کۀ تاسو يو ځل تسليم شئ او قلنګ ورکول شروع کوئي نو تاسو تل د پاره داسې کولو ته مجبوريږئي ـ”

هر څو کۀ د آئى بى کارمند دې دريځ سره اتفاق نۀ لرى خو هغۀ ووئيل :” د پيښور خواؤشا ټول نوميالي ډاکټران قلنګ ورکوي چې له امله ئې مونږ اوسنيو ورځو کښې د ډاکټرانو د تښتونې شرح کښې کمے ليدلے دے ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here