پيښور: سکولونو کښې د امنيت ناوړه انتظامات ، والدين ويرې واخستل

0
4663

 Aurangzaib Khan

 

پيښور(غلام دستګير)سيدعلى نواز ګيلانى دا سوچ کوى چې هغې دې د سکول انتظاميې لخوا د هغۀ د ماشومانو د پاره د سکول او کور ترمنځه چليدونکے بس سروس نور استعمال نۀ کړى ـ

په ١٦ دسمبر د پيښور په يو آرمى پبلک سکول کښې د شوې ترهه ګرۍ په مرګونې پيښه کښې ١٥٠ کسان مړۀ شوي وو چې پکښې د زده کوونکو لوے شمير شامل ؤ د کوم له امله چې سيدعلى نوازګيلانى ويرې اخستے دے چې د ماشومانو لوے شمير کښې اوړونکي بسونه د ترهه ګرو اسان هدف دے ـ

فکرمند سيدعلى نوازګيلانى نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل:،، د يو پلار په حيثيت زۀ پريشان يم ـ زۀ دا سوچ کوم چې بچي خپل موټر کښې بوځم راولم ـ،،

د پيښور د فريد آباد سيمې اوسيدونکے انيس الرحمان هم د خپلو ماشومانو د تعليم د پاره د متبادل انتظاماتو په اړه سوچ کوى ـ د دې سيمې د يوې کورنۍ په آرمى پبلک سکول شوى بريد کښې دوه بچي شهيدان شوي وو ـ

هغۀ ووئيل:،، دا حالت د انتهائى انديښنې وړ دے ـ زۀ يو دوه کښې حيران يم چې څۀ وکړم ، آيا زۀ خپل ماشومان سکول ته ليږم او د هغوي ژوند ګواښ سره مخ کړم يا هغوي په کور کښې بندى وساتم ـ،،

هغه ويريږى چې د ترهه ګرو په ضد کارروائۍ او په خاص توګه د مرګ په سزا لګيدلے بنديزونو ختميدو له امله د هغوي له لورى انتقامى کارروائۍ سره مخامخ کيدے شى ـ

د پيښور د نزدې سيمې چل ګل پوره د ګورنمنټ پرائمرى سکول استاذ سيد شکورحسين وائى چې هغه د خپل سکول د امنيت په حقله ډير زيات فکرمند دے ـ

هغه وائى چې ترهه ګرو د فوځ د انتظام لاندې چليدونکے سکول په نخښه کړو ځکه چې شمالى وزيرستان او نورو قبائلى سيمو کښې د هغوي په ضد عمليات پيل کړے شوي وو ـ هغۀ ووئيل:،، خو دا دې په نظر کښې وساتلے شى چې فوځ ته د عملياتو کولو د پاره د حکومت له لورى حمايت ترلاسه دے د کوم له امله چې ترهه ګر د حکومت د انتظام لاندې چليدونکي سکولونه په نخښه کولے شى چې دا شان هغه د ترهه ګرو د مخنيوى پاليسۍ نرمولو ته مجبور کړے شى ـ،،

هغۀ ووئيل چې دا د واکمنو د پاره ناممکن ده چې د صوبې خواوشا هر سکول ته سيکورټى ورکړى ـ

د ايليمنټرى و سيکنډرى ايجوکيشن محکمې لخوا د جارى کړے شوې شميرې ترمخه خيبرپښتونخوا کښې د سکولونو شمير ٣٠٩، ٢٨ دے چې پکښې ٢٩٠، ٢٣ پرائمرى، ٢،٦٣٩ مډل،٢٠٢٩ هائى او ٣٦١ هائرسيکنډرى سکولونه دي ـ د تعليم محکمې ترمخه د نجى سکولونو شمير خواوشا اووۀ زره دے ـ

يو سينئر پوليس افسر محمد قريش خان ، چې دا وخت پيښور کښې د فارينزک ليپ مشر دے، نيوزلينز سره په خبرو کښې ووئيل چې کۀ هر سکول ته يو امنيتى سرتيرے هم ورکولے شى نو دې صورت کښې هم دا انتظامات د انتهائى روزل شوو او سختو ترهه ګرو د مقابلې د پاره پوره نۀ دي او د دې مطلب د ٢٨ زرو څخه د زياتو پوليس سرتيرو د سکولونو په امنيت لګول دي ـ

هغۀ ووئيل:،،دا ممکنه نۀ ده ـ،، ځکه چې د پوليس صوبائى محکمه له وړاندې راسې د ترهه ګرۍ په ضد مزاحمت کوى او هغه د سرتيرو کمى سره مخامخ ده ـ

د پيښور د ګورنمنټ هائى سکول سول کوارټرز پرنسپل رياض بهار نيوز لينز سره د خبرواترو په مهال ووئيل چې حکومت د سکولونو د امنيت يقينى کولو د پاره هدايات جارى کړي دي خو دا مناسب په نظر نۀ راځي ـ

هغۀ ووئيل چې دې هداياتو کښې د سکولونو د بهرنيو ديوالونو اوچتول، په هغې ازغن تارونه لګول، سکول ته د وردننه کيدو په وخت تلاشى اخيستل او پوليسو ته په سکولونو کښې د استاذانواو زده کوونکو د شمير وغيره په اړه معلومات ورکول شامل دي ـ

هغۀ ووئيل چې د دې هداياتو لاندې هر استاذ ته به د سکول او مورپلار ته د امنيتى صلاحکار په توګه کار کول وى ـ

رياض بهار سواليه انداز خپلولو سره ووئيل:،، آيا مونږ دې د پاره روزنه ترلاسه کړې ده ؟ نه ! زمونږ روزنه د تعليم ورکولو د پاره شوې ده ـ امنيت ورکول د پوليسو او امنيتى ځواکونو ذمه وارى ده ـ،،

خو ولې پوليس افسر قريش خان هيله مند ښکاره شو، هغۀ ووئيل چې ترهه ګر به سرکارى سکولونه په نخښه نۀ کړے شي ځکه چې دا شان به هغوي د خپلو خواخوږو څخه محروم شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here