پيښور: پبلک ټرانسپورټ د اولس د پاره زحمت جوړ شو

0
4821

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

پيښور (انعام الله) د پيښور عمران على روزانه پبلک ټرانسپورټ کښې تګ کوى ـ هغه د هر کوم بل مسافر په شان خيبرپښتونخوا صوبه کښې د پبلک ټرانسپورټ د منظم کولو د نظام د منفى اثراتو له اغيزمن کيدو پرته پاتې کيدے نۀ شى ـ

هغۀ ووئيل :” په بيلابيل روټس د چليدونکو بسونو شمير ناپوره دے او بسونو يا ويګنو کښې د مسافرو د اودريدو پورې ګنجائش نۀ وى ـ ميرمنې سړو سره په کيښناستو مجبوره دي ـ بس هغه وخت د منزل لورى ته مخه کوى کله چې د ډرائيور خوښه وى ـ کۀ د هغۀ خواهش وى نو د ١٤ مسافرو په کوچ کښې ١٨ مسافر کيښنوي ـ هغه هر هغه ځائے کښې سټاپ کوى چرته چې د هغۀ زړۀ غواړى ـ د کوچونو په يو لوے شمير کښې ايئرکنډيشن نشته ځکه نو د ګرمۍ د موسم په دوران تاسو زمونږ د اذيت اندازه په ښۀ ډول لګولے شئ ـ”

يو بل مسافر نور محمد، چې هره ورځ حاجى کيمپ ټرمينل ته ځى، وائي چې په ټرمينل هيڅ اسانۍ ورکړے شوې نۀ دي ـ د بيت الخلا يا د خزلې غورځولو څۀ بندوبست نشته چې له امله ئې پليټ فارم باندې هر خوا ډيران په نظر راځي د کوم په وجه چې ساه اخستل هم ګرانيږى ـ

ميډيا کښې د رامنځته شوو بيلابيلو راپورونو ترمخه د سينئر سپرنټنډنټ ټريفک پوليس پيښور وينا وه چې د پبلک ټرانسپورټ د پاره استعماليدونکي اتۀ زره ګاډي انتهائى زاړۀ دي ـ هغۀ وئيلي وو چې د قانون له مخې د نهو کالو نه زيات پخوانى ګاډي د وړومبۍ درجې په سړکونو تګ راتګ نۀ شى کولے، د ١١ کالو نه زيات زاړۀ ګاډي د دويمې درجې په سړکونو او د ١٥ کالو نه د زړو ګاډو د دريمې درجې په سړکونو د راتلو بنديز دے ـ د سړکونو درجه بندى د ټريفک د روانۍ او نورو عواملو په رڼا کښې شوې ده ـ

پيښور کښې د بسونو څلور ټرمينلې دي چې په حاجى کيمپ ، چارسده، کوهاټ او کارخانو کښې دي ـ د حاجى کيمپ ټرمينل د ټولو نه لوے دے ـ پيښور او د صوبې مينځنو او قطبى سيمو ته د تګ د پاره بسونه هم د دې ټرمينل څخه چليږي ـ

د پبلک ټرانسپورټ ايسوسى ايشن خيبرپښتونخوا صدر خان زمان افريدى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت دا ټرمينلونه کنټريکټرز ته ليز باندې د ډير دروند رقم په عوض ورکړي وو ـ هغۀ ووئيل چې حکومت د کنټريکټرز لخوا د دې ټرمينلونو د انتظامى چارو څارنه غالباَ چې هيره کړې ده ـ

خان زمان افريدى زياته کړه :” حکومت حاجى کيمپ ټرمينل ٢٨ کروړ روپو باندې په ليز ورکړے ؤ خو تاسو د دې خراب حال ته وګوريئ ـ د ټرمينل ډيرې برخې داسې هم دي چرته چې د بريښنا پورې شتون نۀ لرى ـ څۀ انتظار ګاه نشته ـ د سيوريج نظام عموماَ خراب وى دې د پاره کله چې بارانونه کيږي نو مسافرو ته نۀ يوازې سخا اوبو کښې اودريدو سره انتظار کول وي بلکې سخا بوى ورته هم زغمل وي ـ “

د متحده ټرانسپورټ ايسوسى ايشن صدر نور محمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د ١٩٩٩ء نه پس حکومت نۀ يوازې د پيښور ټرانسپورټ سسټم ته پاملرنه کول پريښودے دي بلکې بس ټرمينلې هم نظر انداز کولے شي ـ هغۀ ووئيل:” کله چې د څلورو کروړو د ماليت ټرمينل ليز باندې په ٢٨ کروړه روپو ورکولے شى نو کنټريکټر به د ټرانسپورټرانو وينې څښي کوم چې به خپل زيان د مسافرانو څخه پوره کوى ـ “

د دې ټرمينلو د مينجمنټ ذمه وارى د سټى ګورنمنټ ده ـ

کله چې نيوز لينز پاکستان د پيښور ډپټى کمشنر رياض محسود سره رابطه وکړه، څوک چې د دې ټرمينلو د معاملاتو ذمه وار دي،نو هغۀ دا عذر وړاندې کړو چې هغۀ ته نۀ هم د مسافرو لخوا چرته څۀ شکايت ترلاسه شوے دے او نۀ هم سټيک هولډرز دې لورى ته پام را اړولے دے د کوم له امله چې د هغۀ په خيال څيزونه سم لورى ته روان دي ـ

د ميونسپل کارپوريشن پيښور ايډمنسټريټر سيد ظفرعلى شاه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا څلور واړه بس ټرمينلې ړنګيدونکې ګرځولې شوې دي ـ هغۀ ووئيل چې د دې ټرمينلو حالت ښۀ کول انتهائى اهم دي ځکه چې خواؤشا ٤،٥٠٠ بسونه روزانه په دې ټرمينلو راځي د کوم له کبله چې د پيښور پبلک ټرانسپورټ نظام هم په دې اډاڼه لرى ـ

د اولس د تګ راتګ د سهولتونو په حقله د شوې پرى فزيبيلټى تحقيق څخه بريښى چې د ټريفک ستونزه د پيښور د اوسيدونکو د څو لويو ستونزو څخه يوه ده ـ ابادۍ کښې تندۍ سره د زياتوالى له امله ټريفک سره اړونده ستونزې د هوارى نه په وتو دي ـ

د هاؤس لسټنګ رپورټ ٢٠١١ء ترمخه د ١٩٩٨ء نه د ٢٠١١ء په دوران د خيبرپښتونخوا صوبې په ابادۍ کښې ٥١.٦ سلنه زياتوالے وشو ـ

د ټرانسپورټ ډپټى ډائريکټر سليمان خان نيوز لينز پاکستان سره د پى ټى آئى په ښار کښې د اربن ټرنسپورټ سسټم منظم کولو، دې لړ کښې منصوبه کولو او د خپل منځى رابطو فراخه کولو د پاره د پيښور اربن موبيليټى اتهارټى قائمولو د پريکړې په اړه خبره وکړه ـ

د پريس راپورونو ترمخه د پى ټى آئى په قيادت کښې خيبرپښتونخوا حکومت په ١٢ اربو روپو د ٢٥ کلوميټره اوږد چمکنى، حيات آباد ماس ټرانزټ پراجيکټ پيل کولو پريکړه کړې ده ـ د د منصوبې د پاره به ايشين ډويلپمنټ بنک فنډز ورکوي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here