پيښور کښې د غيرقانونى تجاوزاتو په ضد مهم تندۍ سره روان

0
4767

پيښور (توصيف الرحمان) د ماښام په خوريدونکى ډوب ترمږى کښې پروفيسر رفيق د پيښور د پخوانى ښار تنګو ترشو او د ګڼې ګوڼې کوڅو کښې د خپل هر ورځنى معمول ترمخه د هوا خورۍ د پاره چمتو دے ـ هغۀ ما ته ووئيل زۀ دې هم هغه سره لاړ شم ځکه چې د هغۀ د دې معمول په هوا خورۍ کښې د هغۀ ځينې ملګري هم د هغۀ ملاتړ کوي ـ

٧٠ کلن پروفيسر رفيق ټول عمر د پخوانى ښار زړو کوارټرو کښې اوسيدلے دے، چې تنګې ترشې کوڅې ئې په سختو ګرمو ورځو کښې هم يخې وي ـ کله چې مونږ د کريم پورې د ګڼې ګوڼې بازار ته وردننه شو او د ګهنټه ګهر له لورى تيريدو د دننه ښار د زړۀ يعنى چوک يادګار لورى ته ورسم شو نو د پروفيسر رفيق په ذهن کښې پټ يادونه يو ځل بيا راتازه شول ـ

هغه د انګريزۍ ژبې ريټائرډ پروفيسر دے، هغۀ د يادونو زمانې ته تللو سره ووئيل :” نيمه پيړۍ وړاندې چې به کله ما خپلو ملګرو سره دې ځايونو ته مخه کوله نو هغه وخت دا بيخى بدل ښار ؤ ـ د ماښام په وخت به خلق د هوا خورۍ د پاره د کورونو نه بهر راوتل، او يو بل سره به ئې ليدل کتل کول د کوم له کبله چې د پيښور د خلقو يوه ځانګړې پيژندګلو رامنځته شوه ـ “

تر دې چې کله زوړ ښار او د دې پخوانيو کوڅو کښې هر وخت ژوند په مستۍ کښې وى نو د دې د پخوانيو کوارټرو له ضده ډک شکل و صورت په ډاګه کيږى، د تيرو څو کلونو په دوران د ابادۍ د پرله پسې زياتيدو له کبله ډير څۀ بدل شوي دي د کوم په وجه چې له امله ئې پخوانى ښار کښې د ناقلارۍ لړۍ پيدا شوې ده ځکه چې په سړکونو هر وخت د خلقو او مشينونو زغل وي ـ

پروفيسر رفيق وائى :” تير وخت کښې به سړکونه فراخه او رش به پرې زيات نۀ ؤ ـ ګهنټه ګهر يو لوړ ځائے ؤ چې لرې فاصلې نه هم ښکاريدو خو وخت سره سره د څيزونو بدليدل پيل شول ـ د سياسى قوتونو د اثر لاندې سيمه کښې د کاروبارى هلو ځلو د ودې له کبله د پيښور نقشه بدله شوې ده ـ دا بې مثله ښار د خپل اصل رنګ او شکل نه بې برخې شوے دے ـ”

ګهنټۀ ګهر ١٩٠٠ء کښې د برطانوى ملکې په انګلينډ د اقتدار د ٢٥ کالو پوره کيدو سره هغه وخت جوړ کړے شو کله چې پيښور د برطانوى راج لاندې د متحده هندوستان يو ښار ؤ ـ ګهنټه ګهر د صوبې د پخوانى ګورنر سر جارج کننګهم نوم ته منسوب کړے شو چې هغه وخت به ورته شمال مغربى سرحدى صوبه وئيلے شوه ـ

ولې نن شپه چې کله مونږ کوڅو يا سبزى منډۍ ته مخامخ قائم د بيلابيلو دوکانونو مخې ته تيردو چې بنديدل نو پروفيسر رفيق “يو ځل بيا د تيرو يادونو په پاڼو اړولو” خبره شروع کړه ـ

هغۀ د ضلعې واکمنو لخوا د پخوانى ښار د بازارونو نه د غير قانونى ودانيو او تجاوزاتو لرې کولو د مهم د حوالې په ورکولو ووئيل :” هر څو کۀ حالات په پوره ډول غوره نۀ شول خو د تيرو څو مياشتو په مهال نسبتاَ سمون راغلے دے ـ”

د ميونسپل کارپوريشن پيښور د ايډمنسټريټر سيد ظفرعلى شاه نيوز لينز سره خبرو اترو کښې وينا وه:” د حکومت لخوا د تجاوزاتو لرې کولو د پاره د پيل کړے شوى مهم مقصد د پخوانى ښار بحالولو دي چې د تيرو څو کالو په دوران پکښې رش زيات شوے دے ـ”

هغۀ ووئيل چې خلقو په عمومى ډول او د زوړ ښار اوسيدونکو په خصوصى توګه د حکومت د دې ګام ستائينه کړې ده ـ سيد ظفر على شاه ووئيل :” مونږ دوه مياشتې وړاندې دا مهم شروع کړے ؤ او تر اوسه د ښار په مختلفو بازارونو کښې څلور سوه غير قانونى دوکانونه او کهوکهې ړنګ کړے شوي دي ـ “

دې پخوانيو بازارونو کښې هشت نغرۍ، کوچى بازار، مينا بازار، کريم پوره، مسګرا بازار، پيپل بازار، نمک منډۍ، ډبګرۍ، بالامنرى او نور شامل دي ـ دا مهم محکمه ماليات، ميونسپل کارپوريشن پيښور، پشاور ډويلپمنټ اتهارټى او واټر اينډ سينى ټيشن سروسز پيښور په شريکه پيل کړے دے ـ

ولې د دې مهم په حقله د تاجرانو او سياستدانانو له لورى ګډ ردعمل مخې ته راغلے دے ـ د عوامى نيشنل پارټۍ سينئر لارښود او د قامى اسمبلۍ غړے غلام احمد بلور د دې مهم په پيل کيدو خوشحاله نۀ ښکارى ـ هغه وائى :” د پاکستان تحريک انصاف (پى ټى آئى) حکومت د ښار نه د تجاوزاتو لرې کولو په نوم اولس د هغوئ د روزګار نه بې برخې کوى ـ”

هغۀ ووئيل چې حکومت ته د تجاوزاتو لرې کولو د مهم پيل کولو نه وړاندې د ځپلو دوکاندارانو د پاره د بل ځائے بندوبست کول پکار وو ـ غلام احمد بلور ووئيل :” دې مهم سره اغيزمن کيدونکي ٩٠ سلنه خلق د ټولنې بې برخې ډلو سره تعلق لري ـ”

ولې ځائى خلق په دې حواله بيخى بدل نقطه نظر ښکاره کوي ـ هغوئ نۀ يوازې د دې مهم په پيل کيدو خوشحاله دي بلکې د حکومت لخوا د تجاوزاتو او غير قانونى ودانيو جوړونکو عناصرو په ضد د کارروائۍ ستائينه هم کوي ـ

د دننه ښار د کريم پورې بازار اوسيدونکى حميد اقبال ووئيل :” ډرائيونګ خو پريږده ښار کښې پياده ګرځيدل هم ګران شوي وو ـ ميرمنې له دې تجاوزاتو تر ټولو زياتې متاثره شوې ځکه چې د هغوئ د پاره دا قريباَ چې ناممکن شوې وه چې د ګڼې ګوڼې د بازارونو نه ئې اخستون کړے وے ـ “

د قانون تعليم ترلاسه کوونکې زارا حسين وائى چې د ميرمنو د پاره به د دې بازارونو نه تيريدل انتهائى ستونزمن وو ـ هغې ووئيل :” د پياده تلونکو د پاره هيڅ ځانګړې لاره نۀ وه ـ حکومت يو مثبت ګام اخستے دے او د ژوند هر ميدان سره اړوندو خلقو ته د دې بڼې د اقداماتو حمايت کول پکار دي ـ “

د ميونسپل کارپوريشن پيښور د ايډمنسټريټر ظفرعلى شاه ترمخه کله چې مهم پيل شو نو د تاجرانو ځيني تحفظات وو ـ هغۀ ووئيل :” هغه وخت ضلعې چارواکو نۀ يوازې هغۀ سره ګڼې غونډې وکړې بلکې تاجران په اعتماد کښې هم واخستے شول ـ “

د تاجرانو د تنظيم تاجر انصاف يونين صدر شاهد خان وائى چې دا مهم د هغوئ په اجازه پيل کړے شو ـ ولې هغه د واکمنو نه خفه ښکاره شو ځکه چې ټول ښار کښې د دې مهم نه وروستو د جمع شوې ملبې د لرې کولو د پاره هيڅ ګامونه پورته نۀ کړے شول ـ

شاهد خان ووئيل :” هغوئ (حکومت) مونږ سره ژمنه کړې وه چې د تجاوزاتو لرې کولو نه پس به ملبه په سمدستى توګه خزلې ته ويشتلے شى او هغو دوکاندارانو ته به د تجاوزاتو ختمولو رقم ورکولے شى څوک چې پخپله تجاوزات ختموي ـ تاسو ليدے شئ چې ټول ښار کښې ملبه خوره وره پرته ده او تاجر دا مهال په انتظار کښې دي چې واکمن دې ملبه لرې کړي ـ “

ظفرعلى شاه د تاجرانو د تنظيم لخوا شوې دعوه رد کړه او وې وئيل چې واکمن د ملبې لرې کولو د پاره تيارۍ سره کار کوى او د ښار د بيلا بيلو ځايونو نه له ٧٥٠ په زياتو ټرالو ملبه لرې کړے شوې ده ـ

حکومت چې کله د روان کال په جنورۍ کښې دا مهم شروع کړے ؤ نو په ګهنټه ګهر د تجاوزاتو په لرې کولو د دوکاندارانو او د ميونسپل کاروپوريشن د ملازمانو ترمنځه شوې جګړه کښې درې کسان مړۀ او دوه ژوبل شوي وو ـ د تشدد نه د ډکې دې پيښې نه وروستو دا مهم په عارضى توګه بند کړے شو ـ خو ولې حکومت د مړو شوو کسانو وارثانو ته د زيان تاوان ورکړو د کوم نه پس چې واکمنو يو ځل بيا مهم پيل کړو ـ

دوکاندارانو ته د متبادل ځائے ورکولو په حقله د شوې پوښتنې په ځواب کښې د ميونسپل کارپوريشن پيښور ايډمنسټريټر ووئيل چې د ګهنټه ګهر دوکاندارانو ته د پخوانى ښار ګنا منډۍ بازار کښې متبادل ځائے ورکړے شوے دے ـ ظفرعلى شاه ووئيل چې حکومت د ښار په بيلا بيلو سيمو کښې د شپږو ګڼ چتيزو ودانيو جوړولو منصوبه جوړه کړې ده چرته چې به ټول دوکانداران د نوى سره خپل کاروبار پيل کړے شى ـ هغۀ ووئيل چې ټولو بازارونو کښې به د دې بڼې بدلونونه کولے شي چې دا شان د ښار ښائست کښې زياتوالے راشى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here