ډى آئى خان د عسکريت خوښو خوندى مرکز

0
4456

ډى آئى خان (فاروق محسود) د وزيرستان عسکريت ځپلو سيمو سره د نزديکت له امله ډى آئى خان ضلع د خطرو په ولقه کښې ده ، عسکريت خوښي د اوږدې مودې راسې دې سيمه کښې فعال دي او اوس ښار او د هغې خواؤشا کښې خپل سليپر سيل منظم کوي ـ

ولې د ملا فضل الله په مشرۍ تحريک طالبان د ډى آئى خان ضلعې په کلاچۍ تحصيل کښې خپله نوې څانګه پرانيزى د کومې په اړه چې ځائى خلق له ډير پخوا راسې خبر وو خو اوس دا په باضابطه توګه کار کوى ـ

د تحريک طالبان پاکستان د مرکزى کمانډ مشرى ملا فضل الله کوى، هغه يو عسکريت خوښے لارښود دے چې افغانستان کښې ميشتۀ دے او له دې وړاندې ئې د قطبى پاکستان په سوات وادۍ کښې د طالبانو د فساد قيادت کړے دے او اوس هغۀ هارون عرف ضرار د تحريک طالبان پاکستان (کلاچۍ ګروپ) يا ټى ټى پى (کے جى) مشر ټاکلے دے ـ قارى اکرام، به کلاچۍ کښې د دې نوې فعال څانګې د مرستيال په توګه کار کوى ـ

تحريک طالبان پاکستان کښې يوې سرچينې د امنيتى لاملونو په وجه د خپل نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ووئيل :” د کمانډر ضرار په مشرۍ کښې به خواؤ شا د پينځو سوو نه اوو سوو پورې د لوړ کچ روزلے شوي عسکريت خوښي کارروائۍ ترسره کوي ـ “

هغۀ ووئيل چې تحريک طالبان پاکستان (کلاچۍ ګروپ) سره اړونده عسکريت خوښو تير وخت کښې د افغانستان پولې سره پيوست د خيبرپښتونخوا صوبې سوئيلى ضلعو کښې يو شمير کارروائۍ کړې دي ـ

” د تحريک طالبان پاکستان مرکزى قيادت راتلونکى وخت کښې د داسې نورو کارروائيو ترسره کولو په اړه هيله مند دے ـ”

په ١٩ اګست ٢٠٠٨ء د کلاچۍ يو ځانمرګى بريد ګر د ډى آئى خان په ډسټرکټ هسپتال بريد وکړو چې پکښې ٣٥ کسان مړۀ او ٥٠ ژوبل شول د کوم نه وروستو چې کلاچۍ کښې فعال عسکريت خوښو د سيمې په بيلابيلو پوليس سټيشنو هم ګڼې حملې کړې دي ـ

تحريک طالبان پاکستان کښې موجودې يوې بلې سرچينې ووئيل : په ٣٠ مارچ ٢٠٠٩ء ” کلاچۍ تحصيل سره اړونده عسکريت خوښي د هغه ډلې برخه وو چا چې د لاهور په مناوا پوليس اکيډمۍ حمله کړې وه ـ” هغوي له دې وړاندې هم په دغه مياشت کښې په ٣ مارچ ٢٠٠٩ء د سرى لنکا په کرکټ ټيم د ترسره شوې ترهه ګرۍ د کارروائۍ برخه هم وو ـ

قبائلى پټۍ څخه د خيبرپښتونخوا ضلعو ته مخه کوونکو عسکريت خوښو د پاره کلاچۍ خوندى سرپناه ده ـ دا سيمه قطبى وزيرستان، سوئيلى وزيرستان، د بلوچستان ژوب ضلعې او د پنجاب ډيره غازى خان سره هم نزدې ده ـ يو پوليس افسر د نوم نۀ څرګندولو په شرط ووئيل :” د پلټنې ترمخه عسکريت خوښو اوس اوس د ډى آئى خان د جيل ماتولو او په دې د بريد کولو د منصوبه بندۍ د پاره د کلاچۍ انتخاب کړے ؤ ـ “

جولائى ٢٠١٣ء کښې تحريک طالبان پاکستان د ډى آئى خان په سنټرل جيل د شپې مهال بريد کولو سره د ٣٥ ډيرو اهمو عسکريت خوښو پشمول ١٧٥ قيديان خوشې کړي وو ـ

د تحريک طالبان پاکستان (کلاچۍ ګروپ) جوړيدو نۀ يوازې د اولس بلکې د پوليس د پاره هم ګواښونه راولاړ کړي دي چې اکثر او زياتره نۀ يوازې ډى آئى خان او خواؤشا سيمو بلکې ټول هيواد کښې هدفونه ګرځيدلي دي ـ

د تيرې يوې لسيزې په دوران د ډى آئى خان او ټانک ضلعې د ډير سخت فرقه ايز تيرى نخښه شوې چې پکښې ګڼ کسان نۀ يوازې مړۀ شول بلکې د فرقه ايزې بڼې د تيرى له امله ډير خلق د سيمې په پريښودو هم لاړل ـ د ډى آئى خان د مسلم کمرشل مارکيټ د ٤٢ کالو يو دوکاندار زاهد على وائى :” فرقه ايزه تيرى، بم چاودنو، قلنګ او د تښتونې پيښو ډير کاروبارى خلق مجبور کړل چې هغوي دې پنجاب ته واؤړى ـ “

هغۀ ووئيل چې له ٢٠٠٤ء وړاندې حالات امنناکه وو ـ ” ښار کښې امن ؤ ولې اوس ښار کښې د ترسره کيدونکى سخت فرقه ايزه تيرى او ترهه ګرۍ باوجود قبائلى پټۍ کښې د اوسنو فوځى عملياتو په سؤب تر يو حده د عسکريت خوښو زور کم شوے دے ـ”

ولې د زاهد ترمخه :” د تحريک طالبان پاکستان (کلاچۍ ګروپ) جوړيدو سره سيمه کښې د تشدد لړۍ بيا زور موندے شى ـ “

د يو پوليس افسر ترمخه ډى آئى خان کښې د امن و امان د کړکيچن صورتحال او د پياوړتيا د نشتوالى له امله سيمه کښې به حالات خراب شي ځکه چې دا درې صوبې بلوچستان، خيبرپښتونخوا او پنجاب خپلو کښې تړي ـ

ډى آئى خان د ګوادر بندرګاه څخه منځنيو ايشيائى رياستونو ته د وړلي کيدونکى سامان د ګودام په توګه تجويز کړے شوے دے ـ

ضلعى پوليس افسر (ډى پى او) صادق بلوچ نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې تحريک طالبان پاکستان (کلاچۍ ګروپ) د کلاچۍ په چاپيره سيمو کښې له تيرو خواؤشا اتو کالو راسې فعال دے ـ ” ډير عسکريت خوښي جرمونه کوونکو هلو ځلو کښې ککړ او بيلا بيلو مقدمو کښې مطلوب دي ـ “

صادق بلوچ ووئيل چې پوليس د ډلې په ضد ” د کلاچۍ تحصيل بيلا بيلو سيمو کښې هدفى عمليات او ډير عسکريت خوښي نيولي دي او پوليس مقابلو کښې د ګڼو غړيو په وژلو ” کارروائۍ کړي دي ـ

د روان کال پيل کښې د کلاچۍ سيمه کښې عسکريت خوښي کمانډران سليم شاه جى او حکمت الله دوو بيلا بيلو پوليس مقابلو کښې وژلي شوي وو ـ صادق بلوچ ووئيل :” د پوليس د کارروائيو شمير زيات شوے دے او کلاچۍ کښې د عسکريت خوښو کورونه ړنګ کړے شوي دي ـ “

هغۀ ځائى خلقو ته خبردارے ورکړو چې هغوي عسکريت خوښو ته پناه ورنۀ کړي يا بل صورت کښې به د هغوي په ضد پوليس کارروائى عملى کولے شى ـ هغۀ ووئيل :” مونږ چې کله هم سيمه کښې د عسکريت خوښو په ضد کاروائى کوو نو هغوي د قبائلى سيمو اړخ ته تښتي چې له امله ئې د پوليس د پاره خپلو خدماتو ترسره کولو کښې ستونزې راولاړيږي ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here