ډى آئى خان کښې کډوالو قبائلو د ځائى ډول استوګنه خپله کړه

0
4960

ډى آئى خان(فاروق محسود) عالم شير محسود ٢٠٠٩ء کښې ډى آئى خان ته مخه وکړه ـ هغه محسود قبيلې سره تعلق لرى او ټول عمر ګاونډى قبائلى ايجنسۍ سوئيلى وزيرستان کښې اوسيدلے دے ـ

عالم شير هغو ٨٠ زرو کورنيو کښې يوې سره اړوند دے چې سوئيلى وزيرستان کښې د پاکستانى فوځ لخوا د عسکريت خوښو په ضد د پينځو کالو راسې د روانو فوځى عملياتو له امله ئې کډې کړې وې ، هغۀ او د هغۀ کورنۍ د نوى ښار ژوند ژواک خپل کړے دے کوم چې د سوئيلى وزيرستان څخه زيات توپير نۀ لرى چرته چې قبائلى اولس د کلى والې ورورولۍ په شکل کښې يو بل سره اړيکې لري ـ

څۀ چې دا د يو بې کوره تن د پاره ګرانه ده څوک چې خپلې خاورې ته واپس تګ غواړى ، هغه وائى چې هغه دې ښار کښې استوګنې سره عادتيږى چې د پاکستان د دريو صوبو او د فاق د انتظام لاندې د قبائلى سيمو يا فاټا په خلۀ کښې موجوديت لرى ـ ډى آئى خان کښې د بيلابيلو ژبو ويوونکې ډلې ميشتۀ دي چې پکښې سرائيکى ، پښتانۀ، پنجابيان او بلوچيان وغيره شامل دي ـ

هغه وائى :” زۀ محسوسوم چې زۀ هم په سوئيلى وزيرستان کښې اوسيږم ځکه چې ښاره کښې هر لورى ته پښتو ويوونکي په نظر راځي ـ” هغه د پښتو نه علاوه په بله کومه ژبه په ګرانه پوهيږى ـ عالم شير وائى :” تر دې چې د ښار سرائيکى آبادى هم پښتو پوهيږي ـ”

له دې يو خوا ته چې دا يوه مرکزى ضلع ده چې د وزيرستان سوئيلى برخې سره پيوست ده ، ډى آئى خان په جغرافيائى لحاط د هيواد څلورو کښې دريو صوبو سره پيوست ده چې له امله ئې دا يو داسې ښار دے چې ژبنى او کلتورى اعتبار ويړ دے ـ

اکتوبر ٢٠١٠ء کښې ٨٠ زره محسود کورنيو دې ښار ته کډې وکړې ، سوئيلى وزيرستان کښې محسود قبيله په اکثريت کښې ده ـ ډى آئى خان د خيبرپښتونخوا صوبې د دارالحکومت پيښور نه پس د صوبې دويم لوے ښار دے چرته چې بيلا بيل کلتورى او ژبنۍ ډلې ميشتۀ دي کوم چې د هره ورځ په اساس يو بل سره اړيکې لري ـ

کډه کوونکو زياتره کورنيو او په ډى آئى خان او ټانک کښې استوګنه خپله کړې ده کومه چې د خيبرپښتونخوا يوه بله ضلع ده چې پوله ئې سوئيلى وزيرستان سره پيوست ده ـ

جون ٢٠١٤ء کښې د پيليدونکو عملياتو ضرب عضب نه وروستو شپږو زرو کورنيو قطبى وزيرستان څخه ډى آئى خان ته کډې وکړې ـ هغوي د آئى ډى پيز په توګه د ډى آئى خان ځائى حکومت سره رجسټرډ دي ـ

د ډى آئ‌ خان ځائى خلق دا محسوسوي چې قطبى او سوئيلى وزيرستان سره اړونده داوړ، وزير او محسود قبائل ښار ته د خپل بيلا بيل ډول کلتور سره راغلي دي چې ورسره ځائى کلتور کښې نوره فراختيا راغلې ده ـ

هر څو کۀ د پينځو کالو موده څۀ ډيره نۀ ده خو ولې ويړو کلتورونو د يو بل د اغيزو منلو عمل ته په بيلابيلو کچونو کتلے شي ـ د ګومل پوهنتون ډى آئى خان ابلاغ عامه شعبې سره اړوند د سماجياتو استاذ ذيشان قاسم وائى :” د يادو ټولو کلتورى ډلو د ژوند ژواک انداز د يو بل نه توپير لرى چې له امله ئې ډى آئى خان يو داسې کلتورى مرکز جوړ شوے دے چې ټول هيواد کښې بل کوم سارى نۀ لرى ـ”

١٩٩٨ء کښې د شوې اخرى سرشميرنې ترمخه د ډى آئى خان ابادى ٨،٥٣،٠٠٠ زره ده چې پکښې په اوسط ډول ٣.٢٦ سلنه زياتوالے کيږي ـ د دغې نه وروستو هيڅ سرشميرنه نۀ ده شوې خو ابادى کښې د ٣.٢٦ سلنه زياتوالى د شرح په رڼا کښې چې کومې اندازې لګولې شوې دي ، د هغې ترمخه ١٧ کاله پس اوس د ضلع ابادى خواؤشا ١٢ لکه ده ـ

دا ابادى په مخلوط ژبنى او کلتورى ډلو مشتمله ده چې پکښې بلوچيان، سيدان ، پنجابيان، راجپوت او پښتانۀ شامل دي او د اردو ويوونکو کډوالو لوے شمير هم ښار کښې ميشتۀ دے خو ولې د ځائى خلقو مورنۍ ژبه سرائيکى ده ـ

د وزيرستان څخه د کډه کوونکو قبائلو اکثريت په ځائى ژبه سرائيکۍ يا په لويه پيمانه په وئيلے کيدونکې او پيژندونکې اردو ژبه نۀ پوهيږي ـ

عالم شير محسود نيوز لينز سره په خبرو اترو کښې ووئيل :” د يو آئى ډى پيز په حيثيت استوګنځى او خوراک پورې رسيدو کښې ډيرې ستونزې رامخې ته شوې ځکه چې مونږ په اردو يا سرائيکۍ ژبه کښې خبرې نۀ شو کولے :” عالم شير اوس د بې کوره شوى تن په څير د ډيره اسماعيل خان په قصوريه ټاؤن کښې اوسيږى او هغه چرته سکول ته لانۀ ړو ـ

د کډو کولو نه وروستو د قبائلو اکثريت ته د خپلې بقاء د پاره سرائيکى او اردو زده کول وو او يو داسې تهذيبى ماحول سره ورته خپل ځان يو شان کول وو چې د هغوي د تمدن څخه بدل ؤ ـ

دا شان ډيرو سرائيکى خلقو هم د قبائلى رواياتو انتخاب کړے دے ـ هغوي د پښتنو د روايتى ګډا اتڼ، پښتون ټنګ ټکور، جامو او خوراکونو په حقله خبر شوي دي ـ

ډى آئى خان کښې د موسيقۍ په دوکانونو د وزيرستان د موسيقارانو سى ډيز ريليز کړے شوي دي چې په سرائيکۍ کښې ئې هم سندرې وئيلې دي ـ ارواښاد کمال محسود به سرائيکۍ کښې هم سندرې وئيلې او په ډى آئى خان کښې ډير ياد ؤ او ځائى سرائيکى سندرغاړو پښتو کښې ډيرې سندرې وئيلې دي چې پکښې رضوان حيدر، امجد نواز، شهزاد رستم، باسط نعيمى وغيره شامل دي ـ

ډى آئى خان سره تعلق لرونکى سماجى کارمند فاروق عادل نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” د قبائلو د کډوالۍ نه وروستو د ځائى خلقو د هغوي په حقله فکر بدل شوے دے ـ د ځائى خلقو له دې وړاندې دا خيال ؤ چې هغوي غير مهذبه دي، دا هغه تاثر دے چې ډيره اسماعيل خان او تر دې چې لويديز کښې د کتابونو او ميډيا له امله خوريږى ـ دا تاثر ريښتياؤ سره نوره څۀ علاقه نۀ شى لرلے ـ قبائل ميلمه پال او د دوستانه مزاج څښتنان دي ـ مونږ د يو بل په دستورو کښې ګډون کوو ـ ډيرو ځائى خلقو داسې کورنيو کښې ودونه کړي دي چې قبائلى سيمو سره تعلق لري ـ”

هغۀ ووئيل چې سوئيلى وزيرستان سره اړونده ډيرې ميرمنې چرته سکول ته نۀ دي تلې ولې ډى آئى خان ته په کډه د راتللو نه پس هغوي تعليم ترلاسه کول پيل کړي دي ـ

بلخوا د وزيرستان ميرمنې چې په کورونو کښې به بندي وې ، اوس مخونه په پړده کښې انغاړي ـ د فاروق عادل ترمخه د پړدې دا کلتور ځائى ميرمنې هم خپلوي ـ

يو نوموړى قبائلى نور محمد محسود ووئيل چې ځائى تهذيبونو او پيژندګلوۍ ته د عالمګيريت څخه خطرې پيښې دي کوم ته چې لويديز هيوادونه وده ورکوى ـ هغۀ ووئيل :” زمونږ کلتور او زلمے کهول د غير سرکارى تنظيمونو د هلو ځلو له امله په يوه داسې قبائلى ورورولۍ کښې د ګلوبلائزيشنله ثقافته اغيزمن کيږى چرته چې د دې هيڅ ګنجائش نشته ـ”

پخوانى صوبائى وزير او فوځى افسر امين ګنډا پور د تاريخ په رڼا کښې خبرې کولو سره ووئيل چې ټولو زير شوو قبائلو د ګټندويه خلقو ځائى تهذيبونه خپل کړل چې له امله ئې د ډى آئى خان په معامله کښې هم داسې کيدل د اندازې په ضد نۀ دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here