کاروبارى ودانيو کښې ناقصه حفاظتى انتظامات

0
4320

لاهور (وقار ګيلانى) د شپږ کلنې ايمان شهزاد له مړينې ورستو د هغې پلار په سرکارى واکمنو او د پلازې په انتظاميه د حفاظتى انتظاماتو نۀ کولو تور ولګولو ـ تيره مياشت جنورۍ کښې ايمان د لاهور د ګڼې ګوڼې د يو شاپنګ مال د دريم چت نه راغورځيدلې وه ـ

د کلوز سرکټ ټيلى ويژن (سى سى ټى وى) څخه اخستے شوے د هغې د مرګ فوټيج په ځائى ټى وى چينلو بيا بيا وچلولے شو چې پکښې وښودلے شول چې ماشومې د ايکسلريټره د لاندې تللو هڅه کوله چې نزدې له کولاؤ پريښودے شوى ځايه لاندې پريوته ـ فوټيج کښې دا هم وښودے شوه چې ماشومه ګراؤنډ فلور له په راتګ راوغورځيده او څۀ خلق د هغې د ژغورنې د پاره ورمخکښې شول ـ

د فوټيج ترمخه ايمان خپل ترۀ سره په محمود على قصورى روډ قائم ژانحوا مال ته راغلې وه ـ دريم چت باندې هغه د جنګلې خوا له راغله او ناڅاپه لاندې پريوته ـ د دې ناڅاپى پيښې د ښکار شوې ماشومې پلار شهزاد سليم نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” د کاروبارى پلازو جوړولو په مهال د اولسى تحفظ اړخ نظرانداز کول د ښار د پرمختګ د ذمه وارو ادارو په کاکردګۍ سواليه نشان دے ـ “

ايمان په دويمه جنورۍ له چته پريوتې وه ، وروستو له دې هغې ځائى هسپتال کښې د زخمونو په تاب نۀ راوړلو ساه ورکړه ـ څۀ خلقو په فيس بک دې لړ کښې صفحې هم جوړې کړې او د حکومت څخه ئې دا غوښتنه وکړه چې هغه دې د بې غورۍ د ذمه وارو کسانو په ضد کارروائى وکړى ـ د صفحې عنوان ” ايمان آوورهوپ ” دے چې پکښې د ناڅاپى پيښې د ښکار شوې ماشومې د پاره د انصاف غوښتنه شوې ده ـ

د ايمان پلار ووئيل چې دا د حيرانۍ وړ ده چې د ودانۍ يو جوړيدونکے منزل د اولس د پاره پرانستے شو او سرکارى واکمنو څۀ نوټس وانۀ خستو ـ هغۀ ووئيل چې په هغه ځائے ، چرته نه چې د هغۀ لور وغورځيده، د خبردارى ورکولو د پاره کوم بورډونه لګولے شوي نۀ وو ـ هغۀ زياته کړه چې د پلازې انتظاميې څۀ نور حفاظتى انتظامات هم نۀ وو کړي لکه چې ازغن تارونه لګولے شوے وے يا دغه لاره د اولس د پاره بند کړے شوے وے ـ

بلخوا د لاهور ډويلپمنټ اتهارټى (ايل ډى اے) يو سينئر افسر ، دا اداره ښار کښې د ټولو استوګنې او کاروبارى ودانيو د ډيزائن او جوړونې د منظورۍ ورکولو مجاذ ده ، د نوم نۀ ښودلو په درخواست د ماشومې مړينه “بيخى حادثاتى” وګرځوله ـ هغۀ ووئيل :” دا په هر کوم شاپنګ مال کښې د خپل ډول وړومبۍ پيښه وه چې له امله ئې واکمن ذمه وار نۀ شى ګرځولے ـ” هغۀ زياته کړه چې د ودانيو د پاره تجويز کړے شوو حفاظتى تدبيرونو کښې په اساسى توګه د اور مړ کولو د الاتو لګول او د اور لګيدو په صورت کښې د ودانۍ نه بهر د وتلو د محفوظو لارو جوړول دي ـ د پلازې انتظاميې د ايمان په مور پلار د غير ذمه وارۍ تور ولګولو ـ

پخوانى بيوروکريټ او د اولس د حقونو د پاره د کارکوونکو کارمندانو د تنظيم سوک فورم چيئرمين عنايت الله نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” د دې بڼې له پيښو دا ثابتيږى چې څۀ رنګ د زياتو چتونو د کاروبارى مرکزونو جوړولو کښې اکثر او زياتره حفاظتى تدبيرونه خپلولے نۀ شي ـ” هغۀ زياته کړه چې د شاپنګ مالز د جوړولو مقصد دا دے چې خلق هغې ته مخه وکړي او هغوي ستونزو سره مخامخ نۀ شي ـ هغۀ د ذمه وارو کسانو په ضد د سختې کارروائۍ غوښتنې کولو سره ووئيل :” دا د اړونده محکمو ذمه وارى ده چې هغه د اولس تحفظ يقينى کړي ـ “

د ريسکيو ١١٢٢ ډائريکټر جنرل ډاکټر رضوان نصير نيوز لينز سره خبرو کښې ووئيل :” تيرو وختونو کښې پلازو کښې د حفاظتى اقداماتو نۀ کيدو له امله د اور لګيدنې پيښې رامنځته کيدې ـ په ٢٩ دسمبر٢٠١٤ء د لاهور د ډيرې ګڼې ګوڼې بازار انار کلى کښې يوه پلازه کښې د اور لګيدو د پيښې له امله ١٣ کسان ساه ډوبيدو سره په حق رسيدلي وو ځکه چې ودانۍ ته د دننه کيدو مرکزى لاره د اور په ولقه کښې راغلې وه او بهر ته د وتلو بله کومه لاره نۀ وه ـ” ريسکيو ١١٢٢ د پنجاب حکومت د بيړنۍ مرستې ورکولو سرکارى اداره ده ـ هغۀ ووئيل چې د عمارتى قوانينو په سمه توګه د نۀ نافذيدو او نګرانۍ نۀ کيدو له امله داسې پيښې رامنځته کيږي ـ هغۀ ووئيل چې د هغوي د خپلو راپورونو ترمخه ښار کښې د کاروبارى ودانيو يو لوے شمير په دې قوانينو عمل نۀ کوي ـ ستمبر ٢٠١٢ء کښې ٢٥ کارمندان هغه وخت په حق رسيدلي وو کله چې د لاهور د ګڼې ابادۍ په يوه سيمه کښې قائمې پيزار جوړونکې فيکټرۍ کښې اور لمبه شوے ؤ ـ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here