کراچۍ:ظلم ځپلى ښار کښې هيڅ سرکارى مړده خانه نشته

0
4775

کراچۍ (تهمينه قريشى) د دوه کروړه ابادۍ کاسمو پوليټن ښار کښې قائمو څلورو هسپتالونو کښې په کوم يو کښې هم د مړو خوندى کولو د پاره څۀ ځائے ځانګړے نۀ دے، دا يو داسې ښار دے چرته چې بيلا بيلو پيښو کښې په لويه پيمانه د وژنو شمير قريباَ يو معمول جوړ شوے دے ـ

د وارثانو د خپلو خپلوانو د مړى ترلاسه کولو د پاره تر راتللو د هغې د محفوظ ساتلو ذمه وارى دا د خيرښيګړې يو نوموړے تنظيم ترسره کوى د کوم لاندې چې کراچۍ کښې د يوې ډيرې لوے مړده خانې انتظام کولے شى ـ

لنډمهاله پوليس سرجن جليل قادر ووئيل:” هر څو کۀ د بيلابيلو حادثو او له تشدد د ډکو پيښو د ښکار شوو کسانو د مړو په قانونى توګه د ځانګړو شوو هسپتالونو ميډيکوليګل سنټرو کښې ايښودو ته اړتيا ده ولې د داسې کوم ځائے د نۀ شتون له امله د پوليس له لورى حادثو يا د تشدد پيښو کښې ناڅاپه د مرګ د ښکار شوو د مړو خوندى کولو د پاره ايدهى مړده خانې ته قانونى حيثيت ورکړے شوے دے چرته چې په يو وخت د دوه نيمو سوو نه درې سوه مړي ايښودے شي ـ “

د جناح پوسټ ګريجويټ ميډيکل سنټر د حادثاتو د شعبې مشرې ډاکټر سيمي جمالى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دريو لويو سرکارى هسپتالونو کښې کوم يو کښې هم مړده خانه جوړه نۀ ده، تر دې چې د دې هسپتالونو ميډيکوليګل سنټرې بيخى مصروفې دي ـ هغې ووئيل :” د مړو د پوسټ مارټم د پاره هم د سندهـ ميډيکل يونيورسټۍ اسانۍ کارولے شي خو مونږ ايمرجنسى سيکشن کښې د خپله ځانه يوه مړده خانه جوړه کړې ده چرته چې يو يا دوه مړي ايښودے شي ـ”

د کراچۍ ميټروپوليټن کارپوريشن د هيلتهـ سروسز ډيپارټمنټ سينئر ډائريکټرې سلمى کوثر ووئيل چې ٢٠٠٩ء کښې په عباسى شهيد هسپتال کښې مړده خانه جوړه کړے شوې وه چې د خراب ټرانسفارمر له امله بند کړے شوه ـ هغې ووئيل چې د صحت صوبائى محکمه ولې چې د ميډيکوليګل شعبې نګرانه ده د کوم په وجه چې د مړده خانو د انتظام ذمه وارى هم د اړونده محکمې په سر راځى ـ

بلخوا د ميډيکوليګل افسرانو دا دريځ دے چې دا هسپتال په انتظامى توګه د کراچۍ ميونسپل کارپوريشن په عملدارۍ کښې راځى دکوم په وجه چې مړده خانه کښې د لګيدلى ټرانسفارمر د مرمت ذمه وارى هم په دې اړونده اداره راځى ـ

يو ميډيکوليګل افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط ووئيل چې دا شان څو کاله وړاندې سول هسپتالو کراچۍ کښې يوه مړده خانه جوړه کړے شوې وه خو دا هغه وخت بند کړے شوه کله چې د مړو شوو کسانو د وارثانو له لورى په ميډيکوليګل شعبه د حملې څو پيښې رامنځته شوې ـ د هغۀ ترمخه هسپتال کښې د مړو محفوظ ساتلو د پاره د مړده خانې اسانى شتون لرى خو د هغې د چلولو او په مناسب ډول د انتظام کولو ضرورت دے ـ

د روان کال د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ کښې د مسافرو د يو بس او د تيلو د کنټينر د ټکر نه وروستو لمبه شوى اور کښې ٦٤ کسان سوزيدلي وو ـ د دې مړو پوسټ مارټم جناح هسپتال کښې وکړے شو چرته چې مړي د شين اسمان د لاندې کيښودے شول ـ ډاکټر سيمى جمالى ووئيل :” تر دې چې په زمکه هم هر لورى ته مړي ايښودے شوي وو ـ”

هر څو کۀ د خيرښيګړې د بيلابيلو ادارو د انتظام لاندې هم مړده خانې قائمې دي ولې دې کښې کومه يوه هم د پوليس لخوا له پلټنې وړاندې د مړو ساتلو اجازه نۀ لرى ـ د ايم کيو ايم د رابطه کميټۍ يو غړى د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل چې د متحده قومى موومنټ د خيرښيګړې د تنظيم خدمت خلق فاؤنډيشن لاندې ملير، اورنګى او د نارتهـ کراچۍ په سيمو کښې درې مړده خانې جوړې دي چرته چې د ٢٠ نه تر ٢٥ مړو ايښودو ګنجائش شته ـ د ياد تنظيم له لورى لانډهى، رنچهوړ لائنز او په جهانګير روډ نورې درې مړده خانې قائمولے شي ـ

مجلس وجدت المسلمين سره اړوند على احمر ووئيل چې امام باړو کښې لکه د نارتهـ ناظم آباد فاطميه کميونټى سنټر، شاه کربلا امام باړه او د ملير جعفر طيار امام باړه کښې هم د مړو خوندى کولو د پاره مړده خانې جوړې کړے شوي دي ـ

امنيتى انديښنې

پوليس سرجن ډاکټر جليل قادر نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې داسې ميډيکوليګل افسران، د کومو نه چې حساسو معاملو کښې د مړينې د پټو لاملونو په اړه پوښتنه کولے شي، اکثر او زياتره نۀ يوازې نخښه کولے شي بلکې دړکې هم ورکولے شي ـ هغۀ ووئيل چې ډيرو مړده خانو کښې مناسب آلات شتون نۀ لري او ميډيکوليګل افسران هم مړده خانو کښې د مړو محفوظ ساتلو سره خپل ژوند په خطرو کښې اچول نۀ غواړي ـ هغۀ ووئيل :” د صحت محکمه د فرنيچر اخستو د پاره مناسب فنډ نۀ جارى کوى او د امنيت د ورکړې پاړۍ خو راتلونکې مرحله کښې راځى ـ”

بلخوا د مړو شوو پاريدلي خپلوان اکثر او زياتره په مړده خانو بريدونه کوي او کاڼي پرې وروي ـ هغۀ ووئيل :” دې حالاتو کښې د مړده خانو انتظام کول ګواښونو ته د بلنې ورکولو برابر خبره ده ـ دا محفوظ ده چې مونږ د مړده خانو انتظام ونۀ کړو ـ “

جناح هسپتال سره اړوند يو ميډيکوليګل افسر ډاکټر منظور ميمن تير کال د هغۀ د کور خوا کښې په ډزو ويشتو سره وژلے شوے ؤ ـ هغۀ د خپل مرګ نه وړاندې ورکړے شوې مرکه کښې انکشاف کړے ؤ چې د يو سياسى ګوند د کارمندانو له لورى هغۀ پسې لاس وهلے شى ځکه چې هغۀ د يو سياسى کارمند د مړى پوسټ مارټم کړے ؤ ـ

فرورۍ کښې جناح هسپتال سره اړوند يو بل ميډيکوليګل افسر ډاکټر شهزاد بټ پريس کانفرنس وکړو او دا انکشاف ئې وکړو چې هغه د هغۀ له کوره د تښتولو نه وروستو مجبور کړے شو چې هغه دې پوليس مقابله کښې د جرمونه کوونکې ډلې د وژلے شوى يو غړى د مړى د پوسټ مارټم ريکارډ ختم کړى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here