کراچۍ: د حکومتى پاملرنې د نيشتوالى په وجه د معذوره کسانو په ستونزو کښې زياتوالے

0
5385

کراچۍ (تهمينه قريشى) سندهـ کښې سرکارى ادارو کښې د معذوره کسانو بهرتى کولو د پاره ٤٢ زره ملازمتونه پيدا کړے شوي دي خو زياتره محکمو کښې د بيلا بيلو وجوهاتو له امله په دې تر ډيره حده عمل درآمد نۀ کيږى ـ د سماجى ښيګړې د محکمې د ډپټى ډائريکټرې رياض فاطمه ترمخه دې ادارو نۀ هم معذوره کسان بهرتى کړي دي او نۀهغوئ له د اسانيو پيدا کولو د پاره د ودانيو جوړيدونکې ډهانچه کښې څۀ بدلون شوے دے ـ

د سرکارى قاعدو او ضابطو لاندې هرې کاروبارى ادارې او دفترونو د پاره کاريدونکو ودانيو کښې د معذوره کسانو رسد اسانولو له د سرټيفيکيټ ترلاسه کولو شرط لګولے شوے دے خو د ډيرو ودانيو په جوړولو کښې دا قاعدې او ضابطې په نظر کښې ونۀ ساتلے شوې ـ

د سندهـ بلډنګ کنټرول اتهارټى (ايس بى سى اے) ډپټى ډائريکټر نديم خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د ايس بى سى اے او د ٢٠٠٢ء د کراچۍ بلډنګ او ټاؤن پلاننګ د قاعدو او ضابطو ترمخه يوه ودانۍ کښې دې د معذوره کسانو د اسانۍ د پاره کم نه کم د پارکنګ لاټ دوه سلنه برخه ځانګړې وى، د معذوره کسانو د پاره دې يو ځانله واش روم او په ګراؤنډ فلور وهيل چيئر له لاندې لاره قائمه وى ـ

هغۀ ووئيل :” د لاندې لارې دې “د اوچتوالى نه تر اوږوالى شرح ١:١٢ سلنه وى” چې مطلب ئې دا دے چې کۀ د زمکې نه ګراؤنډ فلور يو فټ اوچت دے نو لاندې لاره ١٢ فټه اوږده پکار ده او کم نه کم دا دې څلور فټه پلنه وى ـ

د دې قاعدې او ضابطو لاندې د وهيل چيئر استعمالوونکو معذوره کسانو د پاره په خاص توګه بيت الخلا هم جوړول پکار دي ـ

د معذوره کسانو د نمائنده تنظيم ستر سيکتر نشاط احمد ووئيل چې نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتهارټى (نادرا) او سول ايوى ايشن اتهارټى کښې د معذوره کسانو لګولو د پاره دوه سلنه کوټه ځانګړې کړے شوې ده ـ هغۀ ووئيل چې پاتې ټولو محکمو کښې د اميدوارنو بهرتى په سياسى بنيادونو کيږى چې د معذورۍ په جعلى سند جمع کولو دا چوکۍ ترلاسه کولے شي ـ

د کراچۍ په کوم يو پوهنتون کښې هم معذوره زده کوونکو ته د اساسى بڼې د اسانيو ورکولو د پاره څۀ ګامونه وانۀ خستے شول او پوهنتون کښې د داخلو د پاره دوئ له دوه سلنه کوټه ځانګړې کړے شوې ده ـ کراچۍ پوهنتون کښې سبق ته ناستو ٥٠ زرو زده کوونکو کښې على حسن يوازينے معذوره طالب علم دے، د هغۀ د پاره دا ډيره ګرانه وى چې هغه کلاسونو کښې د ګډون په خاطر په پوړو ختلو له د نورو مرسته ترلاسه کړى ـ کله چې هغه کيمپس کښې وى نو هغۀ ته د چونچاڼۍ استعمال هم ګران شى ـ

د فيډرل اردو يونيورسټى آف آرټس، سائنسز و ټيکنالوجى ډين اف ايجوکيشن او کراچۍ پوهنتون کښې د سپيشل ايجوکيشن د شعبې مشره شاهده سجاد وائى :” يونيورسټى آف کراچى او فيډرل اردو يونيورسټى آف آرټس،سائنسز و ټيکنالوجى کښې هر څو کۀ د خصوصى تعليم شعبې قائمې دي خو د انديښنې وړ خبره دا ده چې دې شعبو کښې په سبق ناست يو طالب علم هم معذوره نۀ دے ـ ” هغې زياته کړه :” د خصوصى تعليم د شعبو ترڅنګ د دواړو پوهنتونونو په بل کوم ډيپارټمنټ کښې هم د وهيل چيئر کاروونکو معذوره کسانو د پاره لاندې لاره جوړه نۀ کړے شوه ـ “

هر څو کۀ د سپريم کورټ او سندهـ هائى کورټ په ودانيو کښې د معذوره کسانو د پاره ځانله لارې جوړې کړے شوې دي ولې په سټى کورټ کښې داسې هيڅ لاره نشته چرته چې مقدمو کښې د حاضرۍد پاره هره ورځ د سلګونو کسانو راتګ وي کوم چې هغه وخت سختو ستونزو سره مخامخ کيږي کله چې په اوږدو پوړو ختلو سره د عدالت د کوټې مخه کول وى ـ

د کراچۍ بار ايسوسى ايشن سيکتر خالد ممتاز وائى چې د کوټ انتظاميې د دې ستونزې هوارے لټولے دے ـ هغۀ په ډاګه کړه :” مقدمو کښې حاضرۍ لهد عدالت کوټې پورې راتلو کښې ستونزو سره د مخامخ کيدونکو کسانو د پاره يو کمشنر لګولے شوے دے چې د هغوئ بيانونه ريکارډ کوي او له هغې وروستو ئې اړونده عدالت ته استوى ـ” د سټى کورټ ودانى ورثه ګرځولے شوې ده د کوم په وجه چې پکښې هيڅ بدلون نه شى کيدے ـ

له ياده وتلي ګامونه

شاهده سجاد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ٢٠١٢ء کښې سندهـ حکومت د کراچۍ پوهنتون د ځانګړى تعليم شعبې او خپلواکه ادارو سره په ګډه يوه پاليسى جوړه کړې وه د کومې لاندې چې معذوره کسانو ته اسانۍ ورکول وو ـ

د دې منصوبې په تفصيل خبرو کښې هغې ووئيل چې سندهـ حکومت کراچۍ، لاړکانه، حيدرآباد، سکهر، شکارپور او د شهيدې بينظير بهټو په ضلعو کښې ١٣ سوو معذوره کسانو ته ځانګړي کارډونه جارى کړي وو ـ

شاهده سجاد زياته کړه چې هم د دې منصوبې لاندې د انسټى ټيوټ آف آرکيټيکټ پاکستان يوې ډلې په ودانيو او اولسى ځايونو د څۀ ځانګړو بدلونونو حوالې سره په ګوته کؤنه کړې وه چې دا شان د معذوره کسانو د پاره اسانۍ پيدا کړے شي ـ دې اولسى ځايونو کښې د کراچۍ کينټ سټيشن هم شامل ؤ چې لاندې لارې ئې د کارګو کوزولو د پاره کارولے شى ـ

هغې ووئيل :” خو ولې واکمنو ډيره زر په دغه پاليسۍ نظرثانى وکړه چې اوس د فائلونو د امبار برخه ګرځيدلې ده ـ”

د سماجى ښيګړې د محکمې ډپټى ډائريکټرې رياض فاطمه ووئيل چې سږ کال سندهـ حکومت يو ځل بيا د معذورانو د بحالۍ صوبائى کونسل جوړ کړے دے چې ١٨ غړي لرى کومو کښې چې د سماجى ښيګړې د محکمې سيکرټرى، سرکارى افسران او د خپلواکه ادارو استازي شامل دي ـ

د معذورانو هيڅ تپوس پوښتنه نشته

بلخوا د کراچۍ پوهنتون د ايډميشن ډائريکټر خالد عراقى دا دليل وړاندې کړو چې ډير کم کوم معذوره طالب علم يونيورسټۍ کښې د خپلې معذورۍ په اساس داخلې د پاره درخواست ورکوى ـ هغۀ ووئيل :” څو کاله وړاندې پورې د پوهنتون په اردو شعبه کښې ګولډ ميډل ترلاسه کوونکې دوه ړندې جينکۍ داخلې وې خو د هغوي داخله په اوپن ميرټ شوې وه ـ” هغۀ زياته کړه :” د بره ياد کړے شوو لاملونو په سؤب معذوره کسانو له په ځانګړو سيټونو ريګولر زده کوونکو ته داخله ورکولے شى ـ “

د داؤد کالج آف انجينئرنګ اينډ ټيکنالوجى ډين راشد بيګ، د خالد عراقى بره ذکر شوى دليل سره اتفاق لرى ـ هغۀ ووئيل چې هغۀ ته تر دې ياد نۀ دى چې د تيرې لسيزې په دوران کوم معذوره طالب علم پوهنتون کښې د داخلې د پاره درخواست جمع کړے هم ؤ يا نه ـ

ولې انجينئر رولينډډى سوزا، هغه د ماحولياتو د پاره کار کوونکى يو تنظيم “شهرى” سره اړوند لرى چې ښار کښې د ودانيو د قوانينو په خلاف ورزيو نظر ساتى، په ډاګه کړه :” مونږ په اولسى ځايونو وهيل چيئر استعمالوونکو ته نۀ ګورو ځکه چې هغوئ کښې زياتيره د خپل ذاتى ټرانسپورټ د بندوبست کولو توان نۀ لري او هغوئ پبلک ټرانسپورټ کارولے نۀ شى ـ”

رولينډډى سوزا ووئيل چې د هواخورۍ کوونکو د پاره دا ښار شايد چې مناسب نۀ دے چې له امله ئې معذوره کسان کور کښې اوسيدو ته ترجيح ورکوى او دا د حيرانۍ خبره نۀ ده ځکه چې هغوئ ښار کښې په ازاده توګه هواخورى نۀ شى کولے ـ هغۀ زياته کړه چې يوه بله ستونزه د ښار د ګڼې ګوڼې ابادى ده ـ کراچۍ کښې دومره ځائے نشته چې خصوصى پارکنګ لاټ يا د معذوره کسان د پاره ځانګړې لارې جوړې کړے شي ـ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here