کراچۍ: د هيواد د ترهه ګرۍ د مخنيوى عدالتونو کښې ثبوتونو خوندى کولو له ځائے ځانګړے نۀ دے

0
3969

کراچۍ (تهمينه قريشى) د واکمنو ترمخه د هيواد د ترهه ګرۍ سختو مصروفو عدالتونو کښې د ثبوتونو خوندى کولو د پاره څۀ ځائے ځانګړے نۀ کړے شو ـ

د عدالت يو افسر محمد ناصر ووئيل :” پلټنه کوونکو افسرانو ته د هر سماعت نه وروستو د فائلونو ډهير او مقدمې سره اړونده ثبوتونه ځان سره پوليس سټيشن ته واپس وړل وي په کومو کښې چې اکثر او زياتره چاوديدونکي توکي او رقم شامل وى ـ دې سره نۀ يوازې وخت ضائع کيږى بلکې اړونده کارمندان ورسره د ډاکې ښکار کيږي او کۀ هغوئ د ثبوتونو خوندى کولو هڅه کوي نو وژلے کيدے هم شي ـ”

بيرسټر صلاح الدين احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ترهه ګرۍ د مخنيوى د عدالتونو قيام ١٩٩٨ء کښې هغه وخت عمل کښې راغلے ؤ کله چې د ترهه ګرۍ د مخنيوى ايکټ ١٩٩٧ء نافذ شو د کوم مقصد چې د سختو مقدمو سمدستى فيصله اورول وو ـ خو د دې عدالتونو جوړيدو نه وروستو د ثبوتونو خوندى کولو د پاره څۀ ځائے ځانګړے نۀ کړے شو کومو ته چې نورو ټکو کښې مال خانه وئيلے شى ـ”

هغۀ زياته کړه چې د ثبوتونو خوندى کولو انتهائى اهم دي ځکه چې کۀ کوم وخت هم کومه پريکړه بدله، رد يا پلټنه د نوى سره پيل کولے شى نو د استغاثې لخوا د ثبوتونو د نوى سره د ترتيب کولو ترڅنګ دې کښې بدلون هم کولے شى ـ

بيرسټر صلاح الدين احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د روانې مياشپ په پيل کښې د داخله محکمې له لورى د پلټنې يوه نوې ډله جوړه کړے شوې وه کومې ته چې د کراچۍ د بلديه ټاؤن يوې فيکټرۍ کښې د اور لګيدو د پيښې بيا د نوى سره پلټنه کول وو کومه کښې چې دوه نيم سوه کسان مړۀ شوي وو ـ ذکر شوې ډله به د ټولو ثبوتونو د نوى سره جائزه اخلى کومې سره چې به د پلټنې د لورى ټاکنه کيږى ـ فرض کړه کۀ څوک دې ثبوتونو کښې ردوبدل کولو کښې بريالے کيږى نو دې سره به د پلټنې رخ بيخى بدل شى ـ “

د ترهه ګرۍ د مخنيوى عدالتونه په يوه پخوانۍ ودانۍ کښې قائم دي چې په يو دور کښې به د کراچۍ ميټرو پوليټن کارپوريشن د ريسټ هاؤس په توګه کارولے شوه، دې ودانۍ ته مخې کولو سره نور پريشانى پيدا کوونکي انکشافات وشول ـ د ترهه ګرۍ د مخنيوى د عدالتونو احاطه کښې زړې او زنګ وهلې موټرې ولاړې وې کومې چې بيلابيلو مقدمو کښې انتهائى اهم ثبوتونه دي يا وو ـ

د زمانې د بدنام تن شاه رخ جتوئى د توربخن رنګ کرولا دننه لارې سره بيخى جوښته ولاړه وه چې زلمے شاه زيب ئې وژلے ؤ څوک چې دسمبر ٢٠١٢ء کښې د خپلې خور د وادۀ نه کور ته واپس روان ؤ ـ هغې سره د شاه زيب د اسمانى رنګ موټر ولاړ ؤ کوم کښې چې د ګوليو په لګيدو سوري ښکاريدل کوم چې د زنګ کيدو په وجه نور غټ شوي وو ـ

نور دا چې، د شاه زيب موټر سره نزدې يو تور او د زيړ رنګ ټيکسى وړ ؤ چې ډرائيور ئې د رينجرز اهلکارو جولائى ٢٠١٣ء کښې هغه وخت په ګوليو ويشتلو سره وژلے ؤ کله چې هغه کور ته واپس روان ؤ ـ وژلى شوى ټيکسى ډرائيور سره د هغۀ د څلورو کالو زوئے هم ټيکسى کښې ناست ؤ، هغۀ د رينجرز اهلکارو لخوا د اودريدو اشارې ته پام ونۀ کړو چا چې په سمدستى ډول په ګاډى ګولۍ وورولې ـ

سپيشل پبلک پراسيکيوټر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا او د نورو اهمو مقدمو ثبوتونه د شين اسمان لاندې داسې ايښودے شوي دي چې نۀ يوازې ئې څوک پټولے شى بلکې د موسم په وجه ورته زيان هم رسيدے شى ـ

هغۀ زياته کړه چې دې ثبوتونو ته د زيان رسيدو د انديښتو ترڅنګ د دې موټرو په احاطه کښې د اودريدو له امله د ترهه ګرۍ د مخنيوى عدالت کښې د کار کوونکې عملې ژوند هم خطرو سره مخ دے ـ سپيشل پبلک پراسيکيوټر زياته کړه :” دا د بم ايښودلو د پاره يو مثالى ځائے دے ـ دې زړو موټرو ته به هيڅوک د بيا کتلو خيال هم ذهن کښې نۀ راولى د کوم له امله چې مونږ داخله محکمې ته څو ځله د مال خانې جوړولو خواست کړے دے ـ”

دا مال خانه په هغه خالى پلاټ په اسانه جوړولے شى چرته چې د حکومت لخوا يادې موټرې غورځولې شوې دي ـ سپيشل پبلک پراسيکيوټر زياته کړه :” د داخله محکمې له لورى هر ځل دا وئيلے شى چې د هغوي لخوا به دې لړ کښې ډير زر ګامونه پورته کړے شي خو د اخرى ژمنې کولو هم دوه کاله شوي دي ـ”

د ستمبر ٢٠١٣ء راسې رينجرز او سندهـ پوليس کراچۍ کښې د جرمونه کوونکو عناصرو په ضد ګډ عمليات ترسره کوي ـ د هره ورځ په بنياد چاپې وهلے شي او خلق نيولے شي د کوم له امله چې د ترهه ګرۍ د مخنيوى د عدالتونو مصروفيت ډير زيات شوے دے ـ

بلخوا د نشو د مقدمو د سماعت د پاره قائم ځانګړي عدالتونه (١، ١١) په ترتيب ٢٠٠٠ء او ٢٠٠٣ء کښې جوړ شول ـ دې دواړو عدالتونو کښې هم کومه مال خانه قائمه نۀ ده د کوم له امله چې پوليس، کسټم، د نشه اى توکو د مخنيوى ځواک او کوسټ ګارډز ته هر سماعت باندې قبضه کښې اخستلے شوي نشه اى توکي عدالت ته وړل او واپس کول وي ـ

اوس اوس هغه وخت کورټس سره نزدې يو کريکر وچاودو کله چې ثبوتونه د يو ځائے نه بل ځائے ته وړلے شول ـ د کراچۍ بار ايسوسى ايشن د غړى خالد ممتاز وينا وه :” دې سره واکمنو کم نه کم د هغه چت مرمت ته پاملرنه وکړه چې څو کاله وړاندې ړنګ شوے ؤ ـ” هغۀ زياته کړه چې دا د دې بڼې وړومبۍ پيښه نۀ وه ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here