کراچۍ کښې د وګړو د حفاظتى پوليسو په ځائے د امنيتى سرتيرو شمير زيات شو

0
5164

کراچۍ ( تهمينه درانى ) د قائد په تشدد ځپلى ښار کښې د هر ١٥٢٤ وګړيو د حفاظت د پاره په اوسطه توګه د ذاتى مد څلور امنيتى سرتيري ذمه وارۍ ترسره کوي او د دې برعکس ناروزلے شوے او د انتهائى کمې تنخواه اخستونکے يو پوليس کارمند هم دا فرض سر ته رسوي ـ

د سندهـ پوليس او نجى سکيورټى کمپنيو نګرانې ادارې آل پاکستان سکيورټى ايجنسيز ايسوسى ايشن (اے پى ايس اے اے ) څخه د ترلاسه کړے شوې شميرې ترمخه د دوو کروړو ٢٠ لکو وګړيو د حفاظت د پاره د سندهـ پوليس ١٤،٤٣٣ کارمندان لګولے شوي دي او د دې په مقابله کښې د ذاتى مد د امنيتى سرتيرو شمير ٥٥ زره دے ـ

اے پى ايس اے اے سره اړوند کرنل توقير الاسلام ووئيل :” دا وخت سندهـ کښې خواؤشا ٢١٣ فرمونه کار کوي چې پکښې ١٩٠ مونږ سره رجسټرډ دي او دې سره د اړونده امنيتى سرتيرو شمير ٥٥ زره دے ـ د دې ترڅنګ ٢٠ زره امنيتى سرتيري ټول سندهـ کښې خدمات ترسره کوي ـ “

بلخوا د سندهـ پوليس له لورى د جارى کړے شوى يو راپور ترمخه د کراچۍ پوليسو کښې په مجموعى توګه د چوکيو شمير ٣١ زره دے چې پکښې ٢٦،٨٤٧ ډکې شوي دي ـ

ولې دې ٢٦،٨٤٧ پوليس کارمندانو کښې يو لوے شمير يعنى ٣١ سلنه سينئرسرکارى واکمنو او دفترونو کښې د امنيت په ټينګښت لګولے شوي دي ـ

دا شان د پوليس ١١.٥ سلنه يعنى درې زره کارمندان د پلټنو په يونټونو کښې ټاکلي دي چې له امله ئې يوازې ١٤،٤٣٣ پوليس کارمندان پاتې کيږي کوم چې د کراچۍ په ټولو ١٠٣ پوليس سټيشنو کښې د ١٢ ساعتونو په دوو شفټونو کښې ذمه وارى ترسره کوي ـ

دې حالاتو کښې چې پکښې پوليس کارمندان د پيشې روزنه نۀ لرى نو د کراچۍ وګړيو ته لوے حد پورې خپل حفاظت پخپله کول دي ـ

د سندهـ پوليس د مشر غلام حيدر جمالى ترمخه صوبه کښې د پوليس کارمندانو شمير يو لک اووۀ زره دے چې پکښې ٣١ زره کراچۍ کښې ټاکلي دي او خواؤشا ٢٧ زره کارمندان په ميدان کښې د کارروائيو د پاره موجوديت لري ـ

بل لورى ته ښار کښې د ذاتى مد امنيتى سرتيري هر خوا ليدے شي، هغوي بينکونو، قونصل خانو،فيکټريو، دفترونو، بيلابيلو سيمو او کورونو باندې لګيدو سره د ذمه واريو ترسره کولو په مهال په نظر راځي ـ

د ګلستان جوهر د يو سپرمارکيټ د مالک وينا وه :” پوليس چې څومر وخت کښې د پيښې ځائے ته رسيږي ، دومره وخت کښې جرم شوے وى ـ هر څو کۀ زۀ هرې امنيتى کمپنۍ ته د هر کارمند ١٠ نه ١٢ زره روپۍ تنخواه ورکؤم او دا وخت څلور سرتيري زما په سپرمارکيټ د ١٢ ساعتونو دوو شفټونو کښې کار کوي ، هغوي کم نه کم وسله په لاس دي او هغوي به هر وخت په موقع موجود وي کله چې هم څوک زما د لوټلو د پاره راځى ـ”

کرنل توقير الاسلام خبردارے ورکړو چې د دې بيخى دا مطلب نۀ دے چې ګنې امنيتى سرتيري د پوليس کارمندانو نه زياته روزنه لري ـ هغۀ ووئيل :” هر څو کۀ دا ټيک ده چې کۀ پوليس کارمندان د پيشې مناسبه روزنه نۀ لري خو ولې هغوي په روزنه کښې د يادونې وړ وخت لګولے وي ، هر څو دا روزنه دې هغوي د ملازمت پيل کولو په مهال ولې ترلاسه کړې نۀ وى ـ بلخوا دې سرتيرو کښې لوے شمير د دغه بڼې د کومې روزنې له عمل تيريدو پرته په ملازمت ساتلے شي، هغوي ته نۀ يوازې وسله ورکولے شي بلکې ډيوټۍ له هم ليږلے شي ـ”

کرنل توقيرالاسلام ووئيل چې کراچۍ کښې د ذاتى مد د امنيتى سرتيرو لوے شمير خيبرپښتونخوا او په خاص توګه قبائلى سيمو سره تعلق لري او هغوي د کمې نه په کمه تنخواه کار کولو ته چمتو کيږي ـ

د هغۀ وړاندې وينا وه :” کۀ څوک تن امنيتى کمپنۍ ته د يو امنيتى سرتيرى ١٢ زره روپۍ مياشت تخواه ورکوى نو امنيتى فرم خپل کميشن ساتلو سره ملازمانو ته د اتو نه نهه زره روپۍ مياشت تنخواه ورکوى ـ”

پوليس سره يوشان والے

دا ممکن ده چې د ذاتى مد د امنيتى سرتيرو شمير له دې ډير زيات وي کومه شميره چې بره يادو کرښو کښې بيان کړے شوې ده ځکه چې کرنل توقيرالاسلام دا خبره په ګوته کړې ده چې د نجى فرمونو يو لوے شمير له لائسنس ترلاسه کولو پرته په ازاده توګه کار کوى ـ دا امنيتى ادارې په عمومى توګه هغه دي چې په زياته معاوضه سرتيري ورکوي د کومو چې نۀ يوازې جامه بلکې ډير نور لاملونه هم د هغوي د سندهـ پوليس د ايليټ فورس په رنګ برابروي ـ

د اے پى ايس اے اے د قاعدو ترمخه ټولو امينتى سرتيرو ته نيلا يونيفارم اچؤل وي په کومو چې د هغوي د فرم نوم د يونيفارم په مخامخ اړخ ښکاره لګيدلے وى ، د “ايليټ” سکيورټى ګارډز يو لوے شمير هم د ذمه واريو ترسره کولو په مهال ليدلے شوے دے د چا خدمات چې اکثر او زياتره په لوړو چوکيو تعينات افسران او تر دې چې سرکارى واکمن د خپل ذاتى امنيت د پاره ترلاسه کوي ـ

کرنل توقيرالاسلام ووئيل:” دا زمونږ د قاعدو ډاګيزې خلاف ورزى ده او د ذاتى مد د امنيتى فرمونو د امنيتى سرتيرو د ورديانو د قانونو نافذونکو ادارو د کارمندانو سره يوشان والے غيرقانونى دے ـ هر څو که مونږ د داسې کمپنيو په اړه د سندهـ داخله محکمه کښې شکايتونه کوو چې دا شان د هغوي لائسنسونه له منځه يوړلے شي ولې په دې ډيره کمه څۀ کارروائى کولے شى ـ”

ولې داخله سکتر ډاکټرنيازعلى عباسى د دغې دعوې په رد کولو ووئيل چې ډيرو کمپنيو ته د داخله محکمې لخوا شوکاز نوټسونه جارى کړے شوي دي ـ هغۀ ووئيل :” د دې فرمونو لوے شمير ريټائرډ فوځى افسرانو قائم کړے دے خو هغوي ته په هر حال قوانينو باندې عمل کول پکار دي ـ “

خو هغۀ د کوم سکيورټى فرم د لائسنس له منځه د ويستلو په اړه څۀ غږ ونۀ کړو ـ

بهرنۍ مرسته

د ښار د حساس صورتحال په رڼا کښې او په خاص توګه ستمبر٢٠١٣ء کښې د ترهه ګرو او جرمونو کوونکو عناصرو په ضد د پيليدونکو عملياتو نه وروستو ښار کښې د سندهـ رينجرز شتون په ډاګيزې ډول ليدے شى ـ

د رينجرز د وياند ترمخه کراچۍ کښې دا وخت د اوو نه ١٠ زرو پورې رينجرز کارمندان خدمات ترسره کوي ولې هغوي په ازاده توګه کار کوي يا د پوليسو په درخواست د هغوي بيلابيلو کارروائيو يا نيونو کښې مرسته کوي ـ

له دې وړاندې د تير کال مئى کښې د سندهـ اسمبلۍ د غړى اويس مظفر هاشمى په مشرۍ صوبه کښې د امن و امان د جائزې اخستو د پاره يوه کميټى جوړه کړے شوې وه چې ١٠ زرو نورو پوليس کارمندانو ته د ملازمت ورکولو او د سپيشل ايليټ فورس د پاره د دريو زرو نوو اساميو پيدا کولو پريکړه ئې کړې وه ـ

د سندهـ پوليس مشر حيدرجمالى تصديق وکړو چې د سپيشل ايليټ فورس د پاره درې زره نوې اسامۍ پيدا کړے شوې دي او د زرو نورو ښځو کانسټيبلانو ساتلو منصوبه هم جوړه کړے شوې ده ـ

د کراچۍ عملياتو ردعمل

بلخوا د کراچۍ پوليس ښار کښې د ترهه ګرو او جرمونو کوونکو عناصرو په ضد د روانو عملياتو له امله سخت رد عمل سره مخامخ دي ـ

د تير يوازې يو کال په مهال له ډيوټۍ واپس په تلونکو پوليس کارمندانو او په ګزمه کوونکو دستو د هدفى وژنې او بم چاودنو پيښو کښې خواؤشا ١٤٠ پوليس کارمندان له منځه تللي دي ـ

جنورى ٢٠١٤ء کښې په ښار کښې د ترهه ګرۍ د مخنيوى د ډير څرګند افسر چودهرى محمد اسلم ګاډے هغه وخت په بم چاودنه والوزولے شو کله چې هغه کار له روان ؤ ـ

فرورى ٢٠١٤ء کښې شاه لطيف ټاؤن کښې رزاق آباد پوليس ټريننګ کيمپ سره نزدې د پوليس په بس حمله وشوه چې پکښې ١٣ کارمندان شهيدان او ٤٧ ژوبل شول ـ

د دې دواړو بريدونو ذمه وارى تحريک طالبان پاکستان منلې وه ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here