کراچۍ کښې د پوليو د مخنيوى مهم د ستونزو ښکار

0
4767

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

کراچۍ (تهمينه قريشى) د پاکستان دننه روان کال کښې د پوليو ٨٥ سلنه کيسونه رپورټ شول او د وفاق د انتظام لاندې د ورتګ د نۀ جوګه قبائلى سيمو څخه د خلقو د يو لوئے شمير په کراچۍ کښې د ميشتۀ کيدو له امله د پوليو د مخنيوى د مهم د پاره خطرې زياتې شوې دي ـ

يو خوا د دې ګټه دا شوه چې هغو زرګونو ماشومانو ته څاڅکي ورکړے شول چې وړاندې له دې دغو سيمو پورې د ورتګ نه کيدو او د امن و امان د خرابو حالاتو له امله د پوليو د څاڅکو څښلو نه بې برخې پاتې شوي وو ـ بلخوا د باورى شمير شميرنې د نۀ شتون له امله د پوليو د مخنيوى په کمپنيو منفى اثرات پريوتي دي ـ

د اکسپينډډ پروګرام آف اميونيزيشن (اى پى آئى) په پاکستان کښې مشر رانا صفدر ووئيل :” د فاټا د خلقو په لوے شمير کښې کراچۍ ته د کډو کولو په وجه د پوليو مهم نور اثرناک کولو يوه موقع ترلاسه ده ـ د هيلتهـ ورکرز د پاره قبائلى سيمو د ورتګ جوګه نۀ دي چې لامل ئې د امن و امان حالات او خرابې لارې دي ـ “

هغۀ زياته کړه :” د روان کال په مهال ټول هيواد کښې د پوليو خواؤشا ٢٦٠ کيسونه رپورټ شول، دا شمير تيرو ١٥ کالو کښې تر ټولو زيات دے ـ پاکستان کښې ويکسينيټرز ته ورپيښې ستونزې په ډاګه دي ـ يوه انديښمنه ستونزه دا ده چې د هيواد د ابادۍ په اړه څۀ باورى شمير شميره شتون نۀ لرى او په ځانګړى توګه د انتظامى ستونزو او د ځينو سيمو د لريوالى له امله هم کړمې رامنځته کيږي ـ خو دا دې په ډاګه وى چې نړۍ کښې چرته هم په پوليو ورکرز حملې ونۀ کړے شوې ـ “

د دسمبر ٢٠١٢ء راسې ټول هيواد کښې د پوليو د مخنيوى په مهم کښې برخه اخستونکي کم نه کم ٦٥ هيلتهـ ورکرز وژلي شوي دي چې نوې تازه مثال ئې کوئټه څو ورځې وړاندې شوې حمله ده کومه چې د ښار په ١٨ يونين کونسلو کښې په بيړنو بنيادونو پيل کړے شوى پوليو مهم باندې شوې وه ـ په موټر سائيکل سورو په خپله چليدونکې وسله باندې معمورو نامعلومو کسانو په ډزو کولو يو سړے او درې ښځې ووژلې ـ

د دې حملې نه پس ټوله ضلع کښې پوليو مهم بند کړے شو ـ د دې اثرات په کراچۍ هم پريوتل چرته چې د دې بريد نه وروستو پوليو مهم د ځنډ ښکار شو ـ د کراچۍ د هيلتهـ ډائريکټر ظفر اعجاز ترمخه ښار کښې خواؤشا ١٩ زره ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورنۀ کړے شول ـ

هغۀ ووئيل چې د پوليو د مخنيوى مهم د کراچۍ په ٨٦ يونين کونسلو کښې پيل کړے شوے ؤ او د دې په مهال پينځو لکو ٧٥ زرو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول وو ـ ظفر اعجاز زياته کړه :” د پوليو يو بل مهم به کراچۍ کښې په ٣٠ نومبر پيل کيږى ـ” ولې د اى پى آئى مشر رانا صفدر د دې انديښنو څرګندونه وکړه چې پاکستان سره د پوليو په وائرس د قابو موندلو دا اخرى موقع ده ـ

د کراچۍ نه د پوليو وائرس نورو سيمو ته واؤړيدل

د کراچى هيلتهـ آفس نه د ترلاسه کړے شوې شمير شميرې ترمخه د روان کال په مهال ټول سندهـ کښې د پوليو رپورټ کيدونکو ٢٣ کيسونو کښې ٢١ په کراچۍ کښې وشول ـ کراچۍ کښې ياد ٢١ کيسونه يوازې په ١١ يونين کونسلو کښې رپورټ شول کوم چې “حساس” ګرځولے شوي وو او ٢٥ کلوميټرو پورې غزيدلې سيمه ده چې پکښې ګډوډى ځپلې ګډاپ، بلديه او د اورنګى ټاؤن سيمې هم شاملې دي ـ

دا هغه سيمې دي چرته چې د پوليو مهم رضاکار د عسکريت خوښو د شتون له امله کورونو پورې ورتګ ترلاسه کولو کښې تر ټولو زيات ستونزو سره مخ شوي دي ـ ټول هيواد کښې په پوليو رضاکارو ترسره شوې ٤٠ سلنه بريدونه ګډ اپ او د بلديه ټاؤن په سيمو کښې شوي دي ـ د دلچسپۍ وړ خبره دا ده چې خيبرپښتونخوا کښې د پوليو د رپورټ شوو ٢٠ سلنه کيسونو تعلق هم کراچۍ سره تړلے شى ـ

د صحت د نړيوالې ادارې د موجودې شمير شميرې ترمخه بلديه ،ګډ اپ، سائيټ، نارتهـ کراچۍ، لانډهى، بن قاسم ټاؤن او د کورنګۍ سيمو کښې سيويج کښې پوليو وائرس په ګوته کړے شوي دي ـ

د اى پى آئى مشر رانا صفدر په ډاګه کړه چې د دې وجه دا ده چې په کراچۍ کښې داسې تر ټول زيات کيسونه رپورټ شول کله چې مور پلار خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو نه مخ واړولو ـ دا ټول د سيلمې خواؤشا پښتانۀ وو او هغوئ دې ١١ يونين کونسلو کښې ميشتۀ وو ـ

کراچۍ ولې چې د ابادۍ په حقله د نړۍ دريم لوے ښار دے او ټوله نړۍ کښې پښتو ويونکې تر ټولو زياته ابادى هم دې ښار کښې ميشتۀ ده د کوم له امله چې دا پاکستان او د نړۍ نورو سيمو ته هم د پوليو وائرس د منتقلۍ سؤب ګرځى ـ

د صحت د وفاقى محکمې يو سينئر افسر ووئيل :” که چرې د وفاق د انتظام لاندې د قبائلى سيمو ټولو ماشومانو ته هم د پوليو څاڅکي ورکولے شي نو دغه صورت کښې به هم کراچۍ کښې مهم روان ساتل ګران وى ـ”

د پوليو د مخنيوى د کمپنيو نۀ پيوست کيدل

د صحت د مملکت وزيرې سائره افضل تارړ په سندهـ حکومت دا تور ولګولو چې هغه صوبه کښې د پوليو د مخنيوى په اړه د کيدونکو هڅو په لړ کښې سم معلومات نۀ ورکوي او په دې حقله ئې د صوبائى حکومت په سنجيدګۍ سوالونه وکړل ـ

هغې په ١٢ نومبر د صحت د محکمې واکمنو سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د سندهـ په ځينو سيمو کښې چې د صوبې يوازې شپږ سلنه علاقه جوړيږى، د پوليو د مخنيوى مهم وچلولے شو ـ واکمنو وفاق د پوليو په اړه د غلطې شمير شميرې په ورکولو تيريستلو د کوم له وجه چې صورتحال نور ستونزمن شو ے دے ـ زۀ په ذاته توګه دا باور لرم چې کۀ د سندهـ حکومت له لورى سنجيده هڅې شوې وې نو دغه صورت کښې به حالات ډير غوره وو ـ “

د صحت صوبائى سيکتر اقبال درانى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ١١ يونين کونسلو پورې رسيدو کښې ورپيښې شوې کړمې ومنلې ـ خو ولې هغۀ ووئيل چې د ښار په يوازې ٧٠ سلنه سيمو کښې پوليو مهم چلولے شوے دے خو د دې باوجود هيلتهـ ورکرز ٩٩ سلنه ماشومانو ته پوليو څاڅکو ورکولو کښې بريالي شول ـ

د اى پى آئى مشر رانا صفدر په ډاګه کړه چې د وفاقى حکومت او د سندهـ لخوا ورکړے شوې شمير شميره کښې هيڅ تړون نشته ـ هغۀ ووئيل :” ډير ماشومان د څاڅکو له څښلو بې برخې پاتې شوي دي ـ کيدے شى چې داسې په سوچ سمجهـ شوي وي ولې دا هم ممکن ده چې داسې په تيروتنه کښې شوي وي ځکه چې د کراچۍ او د پاکستان د ابادۍ په حقله سمه شمير شميره شتون نۀ لرى ـ”

هغۀ زياته کړه :” د ډيرو زياتو لاملونو په وجه ١١ حساس سيمو کښې د ماشومانو يو لوے شمير ته د پوليو څاڅکي ورنۀ کړے شول ـ هيلتهـ ورکرز، په هغو علاقو کښې چرته چې د پوليو مهم اغيزمن شوے دے، د نامناسبه امنيت او سختې خوارۍ باوجود معاوضه کښې ورکړه کښې د کيدونکى ځنډ لورى ته اشاره کوى ـ “

د دې څرګندونه د پوليو د زياتيدونکو کيسونو څخه کيږى ځکه چې د ٢١ څخه په نيمو کيسونو کښې د پوليو مهم چلولو نه انکار شوے ؤ د کوم مطلب چې دا دے چې تير وخت کښې هغوئ د پوليو څاڅکي ورنۀ کړل ـ

د رانا صفدر ترمخه د بيلابيلو سيمو د حالاتو په رڼا کښې د منصوبې جوړولو ضرورت دے چې مستقل مزاجۍ تسلۍ سره پرې عمل کولو ته اړتيا ده، نيمګړې شمير شميرې سره پوره مهم اغيزمن کيږى ځکه چې ټوله کړنلاره د دې په اساس جوړولے شى ـ هغۀ زياته کړه :” د شمير شميرې د نۀ صحيح کيدو مطلب دا دے چې ټوله کړنلاره کښې هم خرابى پاتې شوې ده او په دې د بيا نظر اچولو ضرورت دے ـ”

هغۀ مخکښې ووئيل چې صوبو ته به د پوليو مهم د پاره په ځانى توګه منصوبې جوړول وي کومې چې د هغوي حالاتو او د امن و امان صورتحال سره اړوند لرى ـ رانا صفدر ووئيل :” وزيراعظم اوس اوس دې لړ کښې يوه کميټى جوړه کړې ده او هغۀ د صوبو نه په دې اړه تجويزونه غوښتي دي چې هغوي دې لړ کښې کومو وسيلو ته ضرورت لري ـ

وفاق هغوي سره د پکارو وسيلو ورکولو او د پوليو د بلا نه خلاصون د پاره مرسته کول غواړى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here