کلاسيکى سازان د تير وخت واپسۍ ته پاتې شول

0
5368

لاهور (شهريار ورائچ) د کلاسيکى موسيقۍ د سازونو يو لوے شمير لکه وچهيتر وينا، چهنګ او منجيرا د پاکستان د موسيقۍ د منظرنامې نه په ورکيدو دي چې ورسره د دې تاريخ، روايتونه، ثقافت ، موسيقار او استاذان هم اوس پاتې نۀ شول ـ

پرائيډ آف پرفارمنس ايوارډ يافته مصنف،استاذ او کلاسيکى سندرغاړى استاد بدرالزمان نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل :” دې (سازونو) کښې ځيني د برصغير په پينځو پيړو مشتمل د تاريخى روايت يوه لازمى برخه ده ـ د دې سازونو د غږولو فن د استاذانو په ذريعه د يو نسل نه بل نسل ته منتقل شوے دے ـ”

استاد بدرالزمان زياته کړه :” منجيرا به د پيتلو په دوو پليټونو مشتمل ؤ چې په عامه توګه به د موسيقۍ بينډز کښې غږولے شو او استاد خدابخش د هيواد اخرى منجيرا غږونکے ؤ ـ نور دا چې د اکتاره ساز استاد سائين مرنا ايجاد کړے ؤ ولې اوس دا ټول ملک کښې يوازې دوه يا درې کسان غږوي ـ د افسواس وړ خبره دا ده چې په خلۀ د غږيدونکى ساز چهنګ او تارونو والا ساز وچهيترا وينا روايت هم د ٢٠٠٠ء نه وروستو له منځه وتلے دے ـ”

د موسيقارانو وينا ده چې د کلاسيکى موسيقۍ په سازونو خوږو نغمو چيړلو کښې د هغوئ د پاره هيڅ دلچسپى پاتې نۀ شوه ـ تر دې چې د فلم او موسيقۍ صنعت هم په ختميدو دي ـ

ريډيو پاکستان او پى ټى وى د ګټې دوه غټې ذريعې وې خو اوس د ثقافتى هلو ځلو د پاره هيڅ پاتې نۀ شول ـ

استاد عبدالرؤف نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د فلمى صنعت زوال د دې سازونو په مقبوليت کښې د کمى يوه لويه وجه ده ـ يو وخت ؤ چې دا د ګټې وټې يوه لويه وسيله وه او نوو راتلونکو کسانو د پاره به دې سازونو کښې زړۀ راښکون محسوسيدو ـ د موسيقۍ ساز لکه وړوکے ډفلے ، ډهولک او منګے هم د ناوياته کيدو خطرو سره مخامخ دي، تر دې چې د پکهاوج، سنتور، سارنده، سارود، شهنائى، کرتال، جوړى (د شپيلو جوړا) پنګى او جل ترنګ پوهه هنرمند هم په هيواد کښې يوازې يو يا دوه پاتې شوي دي ـ “

هغۀ زياته کړه چې د ذکر شوو سازونو غږونکي هنرمندان هغه وخت د شرميندګۍ د احساس ښکار کيږي کله چې هغوئ د آرکسټرا، استاذ، موسيقار او د يو کلاسيکى ګلوکار د مرستې نه بغير د موسيقۍ کمپوز کولو د پاره د کى بورډ استعمال کوي ـ

د جل ترنګ يوازينى نوميالى هنرمند لياقت حسين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” جل ترنګ يو داسې ساز دے کوم کښې چې موسيقى د اوبو د اوو نه ١٤ پيالو څخه تخليق کولے شى ـ پيالو کښې د اوبو د ټاکلى کچ د ړقيدو نه موسيقى پيدا کيږى ـ د استاد سلامت على خان په ٢٠١٣ء کښې د حق رسيدو نه وروستو لياقت حسين يوازينے سنتور نواز دے ـ

د کشمير نه د سنتور ساز د هيواد نور سيمو ته ورسيدو او دا د فارس او ميټرو پوليټن روايت سره ژور تعلق لرى ـ لياقت حسين وائى :” زۀ دا ساز د تيرو دريو لسيزو راسې غږوم خو زما بچي دې سره څۀ تړون نۀ لري ځکه چې ما د هغوئ په ژوند کښې څۀ آرام او سکون پيدا نۀ کړے شو ـ”

دوو سارود غږونکو کښې يو تنوير طافو ووئيل چې د سارود مطلب مستۍ کښې راوستونکے اواز دے ـ دا د تارونو يو ساز دے چې د افغان او فارس روايت سره تعلق لرى ـ هغۀ زياته کړه :” د دې ساز زده کول ګران کار دے او ځوانان دې کښې هيڅ دلچسپى نۀ لري ـ څۀ معاشى ګټه ئې هم نشته ـ زما يوازے يو بچے دے د کوم مطلب چې دا شو چې د دې ساز راتلونکے روښانه نۀ دے ـ”

د پکهاوج غږونکے استاد الله لوک د خپلو معاشى حالاتو نه تنګ راغلے دے ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغۀ ته د فن څرګندونې د پاره وخت په وخت موقعې ترلاسه کيږي او د يو پرفارمنس يوازې دوه زره روپۍ معاوضه ورکولے شى ـ

هغۀ زياته کړه :” پکهاوج سره کلاسيکى ګډا يا د خوږ انداز موسيقى هم څنګ کولے شى ـ طبله هم د پکهاوج يو ډول دے ولې د دې دواړ سټروک د يو بل نه بدل دے ـ کلاسيکى هنرمندانو دا ساز کارول پريښودے دي او بل د کلاسيکى ګلوکارۍ دستورې هم اوس ډيرې زياتې نۀ کيږي ـ”

لوک ساز کرتال د سندهـ په لرې پرتو سيمو او د جوړې نغمې د پنجاب او سندهـ په روايتى ميلو ټيلو کښې اوريدے شي ـ استاد بدرالزمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې مداريان پنګى غږوي ځکه چې اوس دې د نورو د پاره هيڅ زړۀ راښکون پاتې نۀ شو ـ

بلخوا سارنده د تارونو يو ساز دے او دا د نيپال او برصغير روايت سره تعلق لرى ـ د سارندې تارونه د دريو نه ديارلسو پورې وي ـ د پيښور يوازې يوه سرحدى کورنۍ تر اوسه دا ساز غږوي ـ اعجاز سرحدى نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” زۀ د هيواد بل کوم سارنده غږونکے نۀ پيژنم ـ”

لاهور آرټس کونسل کښې د موسيقۍ د ١٠ سازونو رموز ښودلے شي خو بره ياد شوے يو کلاسيکى ساز هم دې کښې شامل نۀ دے ـ

د لاهور آرټس کونسل چيئرمين عطاء الحق قاسمى نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په مهال ووئيل چې زلمي د کلاسيکى سازو په ځائے په ګټار، هارمونيم او کى بورډ باندې مهارت پيدا کول غواړي ـ هغۀ زياته کړه :” زلمو ته په کلاسيکو سازو کښې هيڅ زړۀ راښکون نۀ محسوسيږي ځکه چې ټوله نړۍ کښې اوس رجحان بدليږى ـ نور دا چې د دې سازونو اواز غلے دے کومه چې په ځوانانو کښې د دې د نۀ مقبول کيدو يوه اهمه وجه هم ده ـ”

د پنجاب د وزيراعلى صلاح کار رانا ارشد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پنجاب حکومت د هغو موسيقارانو د پاره د دوو کروړو روپو مياشتنۍ وظيفه ټاکلې ده چې د کلاسيکى سازانو د ژوندى ساتلو لټون کوي ـ

هغۀ زياته کړه:” حکومت د موسيقارانو او تکنيک کارانو د ستونزو ادراک لرى ـ د فلمى صنعت د ودې د پاره هم يوه منصوبه د تياريدو په مرحلو کښې ده چې دا شان د دې ښائسته تير وختونه واپس راشي کوم سره چې په ډاګه ده دې موسيقارانو او تکنيک کارانو ته به د خپلو صلاحيتونو د څرګندونې د پاره يو پليټ فارم ترلاسه شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here