کوئټه: د قوانينو د نۀ شتون له کبله چائلډ ليبر کښې زياتوالے

0
4801

: Photo By News Lens Pakistan / Matiulah Achakzai

کوئټه (صفى الله شاهوانى) خليل احمد د ښار د مصروفې لارې سرياب روډ يو ريستوران کښې د ماسپښين مهال د ترلاسه کيدونکې خوړې د آرډر په وخت ګاهکانو ته د رسولو په هلو ځلو کښې بوخت دے ـ هر څو کۀ دې رستوران کښې دوه نور ماشومان هم د ويټر په توګه کار کوي چې دې مصروفه ريستوران کښې چاې او خوړه ګاهکانو ته ږدي ولې د نهو کلونو احمد د هال دننه او بهر په سړک د شين اسمان لاندې د ايښودے شوو ميزونو ترمنځه تندۍ سره حرکت کوى او لړلي خيرن لوښي په غيررسمى انداز خپلو ليچو باندې اوچتوي چې دا شان ګاهکانو ته په وخت خوراک ورکړے شي ـ

وروستو له دې چې کله د ګاهکانو رش کميږى او يوازې هم د چاې څښلو والا ګاهک پاتې کيږي نو دغه وخت احمد څو لحظې دمه کولے شى، هغه د ريستوران نه بهر د کنکريټ په ميز ناسته کوى ـ

د هغۀ نه کۀ پوښتنه وکړے شى چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کول غواړى نو د احمد ځواب به وى چې د هغۀ ارمان دے چې هغه دې يو افسر شى ـ څۀ قسمه افسر؟ هغه د ناقلارۍ له کبله اوږې وهي، د خلقو او مشيشنونو ګڼې ګوڼې ته کراغو سترګو باندې کتلو سره غلے شان وائى :” يو داسې افسر چې خپل ګاډے او دفتر لرى ـ”

احمد چرته سکول ته نۀ دے تلے ـ د هغۀ مور پلار هغه په سکول کښې داخل کړے نۀ دے ځکه چې هغه يوې بې وزله کورنۍ سره اړوند لرى د چا د پاره چې دا سوچ کول هم ممکن نۀ ده ـ د ريستوران له خوا هغۀ ته د مياشتې ١٢ سوه روپۍ تنخوا ترلاسه کيږى ـ د جمعې په ورځ ٥٠ روپۍ د بونس په توګه بئيلې ترلاسه کيږي ـ

احمد په رو غوندې ووئيل :” زۀ سکول کښې داخليدل غواړم خو په هفته کښې اوو ورځو پورې سحر د نهو بجو نه د شپې نهو بجو پورې راته کار کول وى ـ ريستوران کښې د کار کولو نه پرته زۀ څۀ بل څۀ نۀ شم کولے ـ”

کوئټه کښې په زرګونو خوارى کښ ماشومان بيلابيلو کاروبارى ادارو، مسترى خانو او شاپنګ سنټرو کښې کار کوي، د ماشومانو د حقونو د خوندى کولو د پاره د کار کوونکى غير سرکارى تنظيم سوسائټى فار ايمپاورنګ هيومن ريسورسز ( ايس اى ايچ اى آر ) ترمخه کوئټه کښې د ١٠ زرو نه زيات ماشومان د خوارى کښو په توګه کار کوي ـ د ايس اى ايج اى آر پروګرام افيسر حافظ رحمت الله وائى چې په دوئ کښې ٦٠ سلنه ماشومان د جاروکښ په توګه کار کوي ـ

د بلوچستان په څير بې ثبوته ټولنې سره اړوند د کوټلې شمير شميرې ترلاسه کول انتهائى ګران دي کومه چې هر څو کۀ د پاکستان لويه صوبه ده ولې د دې ابادى تر ټولو کمه ده، د ايس اى ايچ اى آر ترمخه صوبه کښې د خوارى کښو ماشومانو شمير خواؤشا ٣٠ زره دے ـ

حافظ رحمت الله وائى :” د ماشومانو لويه شميره د خښتو په بټو، د کوئلې په درنګونو، ريستوانو، د کر کيلې شعبې او د کرومائټ په کانونو کښې د مزدورۍ نه علاوه د جاروکښ په توګه کار کوي ـ”

آئين کښې د ١٨ م بدلون نه پس د چائلډ ليبر په ديو قابو موندل اوس د صوبو ذمه وارى ده ـ خو ولې بلوچستان ته د ماشومانو په مزدورۍ د بنديز لګولو د پاره دا وخت قانون سازى کول دي ـ د چائلډ ليبر په حقله ترميمى بل ٢٠١٤ء باندې په صوبائى کچ مشورې روانې دي ولې دا تر اوسه منظور نۀ کړے شو ـ

هم سرياب روډ سره نزدې د ګهئ خان چوک په خوا کښې رفتار آټو ورکشاپ باندې يو ماشوم محمد ناصر کار کوى ـ هغۀ يوازې د پينځو کالو دے ـ هغۀ هم دوه هفتې وړاندې دې ورکشاپ کښې کار پيل کړے دے ـ هغه د يو هوښيار شاګرد په شان، د ځان نه زيات تجربه کارو او د زيات عمر کاريګرانو سره لکه د نيلى زغلى، څوک چې زده کړے او تابعدارۍ سره د ليونتوب تر حده شوق لرى ـ

ناصر وائى :” زما سکول ته تلل خوښ نۀ دي ” دا د ماشومانو يوه سپيځلې شان ادا وى، هغۀ وائى :” دلته ورکشاپ کښې کار کول زما خوښ دي ـ زما د مور پلار په دې هيڅ نۀ کيږى چې زۀ په يو ورکشاپ کار کوم يا سکول ته ځم ـ”

د ليبر واکمنو ترمخه کوئټه کښې د ليبر محکمې سره اړوند ليبر انسپکټران په ماشومانو د کار کولو د خلاف ورزۍ په صورت کښې د روزانه په اساس تفتيش کوي ـ کۀ د کومې کاروبارى ادارې مالک ماشومانو ته ملازمت ورکولو کښې ککړ وخيژى نو د نوټس ورليږلو نه علاوه هغه ليبر کورټ ته غوښتے شى ـ

د بلوچستان د ليبر محکمې اسسټنټ ډائريکټر سمير نثار وائي :” صوبه کښې يو ځانله ليبر کورټ جوړ کړے شوے دے چرته چې د دې بڼې د مقدمو سماعت کولے شي او په هغې کښې ککړو کسانو ته سزاګانې ورکولے شي ـ” سمير نثار د تيرو دريو کالو راسې د چائلډ ليبر د مخنيوى د پاره کار کوى ـ

هغۀ وائي چې د ” نابالغ ” د تعريف په اړه د رايو اختلاف مخې ته راځي ولې بيا هم په عمومى توګه د ١٤ کلونو نه د کم عمر ماشوم نابالغه ګڼلے شى او کۀ چرې هغه مزدورى کوى نو د هغې راپور درج کولے شى ـ

هغۀ زياته کړه چې چائلډ ليبر هم په هيواد کښې د ماشومانو د خوارۍ مزدورۍ په اړه د رائج شوو قوانينو نه بلکې په لويه پيمانه د بشرى حقونو خلاف ورزى هم ده ځکه چې زياتره کاروبارى ادارو کښې کار کوونکو ماشومانو ته ډيره کمه معاوضه ورکولے شى ـ

سمير نثار مخکښې ووئيل چې رښتيا خو دا دي چې په دې حقله د بحالۍ څۀ رسمى پروګرام پيل نۀ کړے شو ، د ليبر محکمې له خوا په ماشومانو د مزدورۍ کولو اړوند پيښور رپورټ کولو د ذمه وارۍ ترسره کولو باوجود حالاتو کښې څۀ ښۀ والے رامنځته نۀ شو ـ

هغۀ ووئيل :” والدين مونږ سره تماس نيسي او خواست کوي چې د هغوئ بچي دې کار کولو ته پريښودے شي ځکه چې هغوئ د کورنۍ د پالوونکى ذمه وارۍ ترسره کوي ـ “

د بلوچستان حکومت، چې د صوبې د هر ماشوم د تعليم خواهش لرى، د ماشومانو د تعليم د پاره د خپل بجټ ٢٤ سلنه ځانګړې کړې ده ـ د آئين شق ٢٥ (اے) د حکومت په سر دا ذمه وارى وراچوى چې هغه دې د پينځو کالو نه ١٦ کالو پورې د عمر ماشومانو ته د تعليم د بې معاوضې او هر صورت کښې ورکړه يقينى کړى ـ

نور دا چې د ملګرو ملتونو د ادارې د پرمختيائى هدفونو ( ايم ډى جيز ) شق ٢ د نړۍ د هر ماشوم د تعليم ترلاسه کولو د هدف د حصول اړونده دے ـ پاکستان، چې په ايم ډى جيز ئې لاس ليک کړے دے، تر ٢٠١٥ء د ډيډ لائن پورې ئې دا هدف ترلاسه نۀ کړے شو ـ

پاکستان د ماشومانو د حقونو په اړه نړيوال کنونشن باندې هم لاس ليکونه کړي دي ـ پاکستان د ماشومانو د حقونو (سى آر سى) په اړه د کنونشن په ١٢ دسمبر ١٩٩٠ء توثيق کړے وۀه او کنونشن ته د ملګرو ملتونو د عمومى اسمبلۍ له خوا په دويم دسمبر ١٩٩٠ء منظور کړے شو ـ

د بلوچستان د صوبائى اسمبلۍ د غړې ډاکټر رقيه هاشمى ترمخه يوه غريبه صوبه لکه بلوچستان کښې چائلډ ليبر د فکرمندۍ وړ دے چرته چې هرې تيريدونکې ورځ سره د ماشومانو يو لوے شمير د بې وزلۍ او تعليمى اسانيو د نيشتوالى له کبله دې لورى ته پام راګرځوى ـ

د هغې نه چې کله صوبه کښې د ماشومانو په کار کولو د قابو موندلو د پاره د قانون سازۍ په حقله پوښتنه وکړے شوه نو هغې ووئيل چې پخوانى حکومت يو بل منظور کړے وۀ په کوم چې تر اوسه عمل درآمد ونۀ کړے شو ـ

هغې ووئيل چې د پنجاب اسمبلۍ ښځينه غړيو يوه ډله جوړه کړې ده چې په ماشومانو د کار کولو د مخنيوى د پاره به کار کوى ـ ډاکټر رقيه هاشمى ووئيل چې دې ډلې ته د وومن پارليمنټيرينز ووکل ګروپ نوم ورکړے شوے دے ـ

هغې ووئيل چې د پارليمان ښځينه غړيو په ماشومانو د کار کولو خلاف دا ګام له دې کبله هم پورته کړے دے ځکه چې د يوې مور په حيثيت هغوئ د يو ماشوم د خوشحالۍ او ستونزو په زيات ښۀ ډول ادراک کولے شي ـ

په سرياب روډ د ريستوران او آټومکينک ورکشاپ مالکانو نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغوئ د ماشومانو د تحفظ د قوانينو او د حکومت په دې د عمل درآمد کولو د عزم نه خبر نۀ دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here