د ٢٠٠٥ء د سختې زلزلې ١٠ کاله مکمل د بحالۍ کار اوس هم نيګړے دے

0
1870

مظفر آباد ( سميرا على ) اکتوبر ٢٠٠٥ء کښې د راغلې سختې زلزلې ١٠ کلونه پوره شوي دي ، ولې ويجاړې ودانۍ د حکومت او لويو دعوؤ نه د پړدې پورته کېدو د پاره پوره دي چا چې وړاندې له دې د ځپلو سيمو د پوره بحالۍ دعوه کړې وه ـ

چې زمکه ولړزېده نو ودانۍ وجړقېدې ، د خلقو د غوږونو د پړدو شلوونکو چغو سوورو غږ د هوا له لارې تر لرې واؤرېدے شو ځکه چې له دې وړاندې په ريکټر سکېل د ٧.٦ د زور زلزله کله هم نۀ وه راغلې کومې چې مظفر آباد، بالاکوټ، ازاد کشمير او خېبرپښتونخوا کښې په لويه پېمانه تباهى وکړه ـ دا وېروونکې زلزله اوس هم نۀ يوازې د ځپلو د پاره بلکې د هېواد د نورو صوبو لکه پنجاب، سندهـ او د بلوچستان د خلقو د پاره د کوم وېروونکى خوب نۀ کمه نۀ ده ـ

په زرګونو سکولونه چرته چې کله د ماشومانو يو لوے شمېر يونيفارم په غاړه زده کړه کوله ، او د هغې کړکېچن حالت د فکرمندۍ وړ صورتحال عکاسى کوى او حکومت د يادو سکولونو د بياوادنۍ کار ځنډ سره کوى ـ

د تعليم په شعبه کښې کار کوونکى د يو غېر سرکارى تنظيم الف اعلان اوس اوس د جارى شوى يو راپور ترمخه په مجموعى ډول ٥٧٤٢ سکولونه تباه شول چې پکښې ٢٧٤٧ آزاد کشمير او ٢٩٩٥ خېبرپښتونخوا کښې وو ـ

د الف اعلان يو غړى ډاکټر جواد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې د افسوس څرګندونه وکړه او وې وئيل :” آزاد کشمير کښې ١٢٤٤ او خېبرپښتونخوا کښې تر اوسه يوازې هم ٢٢٥٦ سکولونه جوړ کړے شوي دي ـ “

هغۀ ووئيل چې د ١٠ کالو مودې تېرېدو باوجود اوس هم آزاد کشمير کښې ١٥٠٣ او خېبرپښتونخوا کښې ٧٣٩ سکولونه جوړؤلے شي ـ

د ډاکټر جواد وړاندې وېنا وه :” آزاد کشمير کښې د ٧٩٤ او خېبرپښتونخوا کښې د ٤٩٦ سکولونو وادانؤل تر اوسه هډو پېل نۀ شول ـ”

د سرکارى شمېر شمېرې ترمخه دې سخته زلزله کښې ١٨ زره ماشومان او ٨٥٣ استاذان په حق رسېدلي وو ـ

٢٠١١ء کښې آډيټر جنرل آف پاکستان يو راپور جارى کړے وۀ چې پکښې د ٢٠٠٥ء د زلزلې نه وروستو د ځپلې شوې ځاندرې د بياوادنۍ او د وګړو د بحالۍ په منصوبو کښې د سنجيده بڼې ناړتياوې په ګوته کړے شوې وې ـ

خو ولې زلزله ځپلو سيمو کښې د پيا ودانۍ او بحالۍ د پاره د کار کوونکې ادارې (ايرا) وياندې شازيه حارث د حکومت بې غورى او د بد انتظامۍ ټولې دعوې رد کړې ـ

هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د زلزله ځپلو سيمو د جغرفيائى محل وقوع او ناسازګاره موسمى حالاتو نه علاوه د خرابو لارو له کبله د سکولونو ودانؤلو کښې ځنډ راغے ـ

هغې زياته کړه :” جى بالکل! ځندؤنه شوې ده او دوه زره سکولونه د نوى سره جوړؤل دي ولې مونږ او زمونږ پارټنر آرګنائزېشن يو اين هېبيټېټ يوازې هم پينځو مياشتو پورې کار کولے شو ځکه چې د نورو ټولو مياشتو په دوران د سختې واؤرې ورېدو، د ګټانو راغورځېدو او د نۀ زغملى کېدوونکى موسم له کبله د رابطو ټولې لارې بندېږي ـ”

د ايرا وياندې د فنډز جارى کولو په اړه خبرو کولو کښې ؤمنله چې د بحالۍ د منَصوبو په ترسره کولو کښې معاشى ستونزې راولاړېږي د کومو له کبله چې دا د ځنډېدلو ښکار شوي دي ـ شازيه حارث زياته کړه :” خو ولې بې کوره شوي ټول ٣٥ لکه ځپلي خپلو کورونو ته واپس تلي دي کوم چې د ايرا تکنيکى عملې ډيزائن کړي دي ـ “

د حکومت او د غېرسرکارى تنظيمونو د بحالۍ د هلو ځلو په اړه خپل خپل نقطه نظر دے ـ

د ټولو نه خپلواکه او بې تعصبه بيان محمد نزيرګل ورکړو چې د دې الميې په ژغولې شوو کسانو کښې يؤ دے ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هر څو کۀ ١٠ کاله تېر شوي دي ولې مونږ تر اوسه د دغه تباهۍ نه پس ځانونه ولقه کښې د اخستو له ويرې خلاص نۀ کړے شول ـ د عارضى کورونو، ړنګې ودانۍ او تس نس شوې ملبې د انبار له کبله دا الميه د ذهنونو څخه لرې کېدے نۀ شى ـ “

محمد نزير ګل کۀ هر څو ؤمنله چې د مرمت او بهر ملکى مرستندويه ادارو له لورى د بحالۍ کار روان دے خو کۀ د تباهۍ د زور په رڼا کښې تجزيه وکړے شى نو ” تر اوسه دېر لږ کار شوے دے او په دې بابله په بيړنو بنيادونو د ګامونو پورته کولو ضرورت وۀ ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here