کوم تهوار وى يا مذهبى دستوره، د سړو د پاره د چارسدې څپلۍ اچول روايت جوړ شوے

0
3975
: Photo By News Lens Pakistan /
: Photo By News Lens Pakistan /

پېښور (وصال يوسف زئى) د چارسدې څپلۍ، چې په عمومى ډول د پېښورو څپلو په توګه مشهورې دي، قريباَ د هر پاکستانى د پاره د فېشن يو لازمى جز ګرځېدلے دے ـ داسې څۀ مذهبى تهوار يا دستوره نشته چې د پېښورو څپلو په پښو کولو نه بغېر دې پوره وګڼلے شى ـ تر دې چې د دې څپلو استعمال د سپين پرتوګ قميص سره په اختر او نورو تهوارونو باندې هم عام دے ـ

چارسده کښې ١٩٧٨ء کښې قائم شوى غفور مارکيټ کښې د څپلو جوړولو خواؤشا شپږ سوه دوکانونه دي ـ په هر دوکان د بيلابيلو ډيزائنونو څپلۍ جوړولے شي او د يوې اندازې ترمخه دې کاروبار سره خواؤشا د ١٠ زره کسانو روزګار تړلے دے ـ

د چارسده چپل ايسوسى ايشن پخوانى صدر شاه حسين نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پاکستان کښې هره ورځ ١٠ زره څپلۍ تيارولے شي او د هغې په جوړولو کښې هم فرق وى ـ د ځينو جوړو يو ځل، د ځينو دوه ځله او د ځينو دريو ځلو پورې کنډل کيږى ـ کۀ د يوې څپلۍ درې ځله ګنډ شوے وى نو هغې د يادو نورو څپلو نه زياته مضبوطه وى ـ نور دا چې ګاهکانو کښې د چارسدې د څپلو مختلف ډيزائنونه هم مقبول دي ـ

” کيپټن چپل ” مارکيټ کښې يوه نوې اضافه ده ـ د دې څپلو نوم د پاکستان تحريک انصاف د مشر او پخوانى کرکټر عمران خان څخه په متاثره کيدو ايښودے شوے دے او دا برانډ خيبر پښتونخوا کښې ډېر زيات مقبول شوے دے ـ

شاه حسېن ووئيل :” په ځائى توګه دا کپتان څپلۍ بللے شى چې د څپلو د نورو ډولونو نه ګرانې دي ـ په دې د پينځو زرو نه لسو زرو پورې لګښت راځي ـ په عامه توګه سياست دان او هم د شتمنو کورنيو خلق د دې څپلو جوړولو آرډر ورکوي ـ “

تاريخ دانان دعوه کوي چې د چارسدې د دې مشهورو څپلو استعمال د سکندر اعظم په دور کښې پيل شو ـ

شاه حسېن ته د څپلو جوړولو کاروبار په ميراث کښې ترلاسه شو چې پلار نيکۀ ئې د سلو کالو راسې د پېزار جوړولو کاروبار سره تړلي دي ـ د هغۀ ترمخه پېښورۍ څپلۍ منځنى ختيز، اروپا او امريکا کښې برآمد کولے هم شي ـ

يو برطانوى شو ډيزائنر پال سمتهـ د چارسدې د دې روايتى څپلو نقل جوړولو سره دې ته د رابرټ سينډلز په نوم پېژندګلو ورکړې ده ـ هغه هره جوړه په دريو سوو پاؤنډونو خرڅوي ـ

د چارسدې په دې روايتى څپلو کښې ځائى او راغوښتلې شوې هر دوه ډوله څرمن کارولے شى ـ د څرمن د صنعت مرکز ولې چې لاهور دے نو له امله ئې اکثر او زياتره د څپلو د جوړو په نرخ کښې زياتوالے راځي ـ

د خيبرپښتونخوا د لېبر ډائريکټر عرفان خان ليکونکى سره خبرو اترو کښې ووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ او عسکريت خوښۍ له کبله د څرمن جوړولو يونټونه بند شوي دي ـ هغۀ ووئيل چې حکومت د صنعت بحالول غواړى ولې د فنډز د قلت له کبله د يادې منصوبې په پيل کولو کښې کړمې رامنځته کيږي ـ

د چارسده چپل ايسوسى ايشن صدر حاجى مقصود نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت ٢٠٠٣ء کښې د پېزار جوړولو د روزنې د پاره د ټرېډ ډويلپمنټ اتهارټى آف پاکستان ، خزانې وزارت او چارسده چپل ميکرز ايسوسى ايشن په اشتراک فټ ويئر ټريننګ انسټى ټيوټ قائم کړے وۀ ـ

هغۀ زياته کړه :” چارسده کښې د ايکسپورټ پروموشن بيورو په مرسته دې لړ کښې ٣٢ کناله زمکه واخستې شوه ـ ولې د ١٢ کلونو تېريدو باوجود دا اداره اوس هم د کرائې په يو کور کښې کار ترسره کوى ـ “

فټ ويئر ټريننګ انسټى ټيوټ کښې استاد فضلى امين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا وخت په اداره کښې پينځۀ سوه مېرمنې او پينځۀ سوه سړي تربيت ترلاسه کوي ـ ښځو ته د څرمنې د پرس او بټوو جوړولو روزنه ورکولے شى نو سړو ته د څپلو جوړولو فن ښودلے شي ـ د زده کوونکو يو لوے شمير د لاسى بېګونو او پېزار کاروبار پيل کړے دے ـ

د خيبر پښتونخوا د چېمبر آف کامرس اينډ انډسټريز صدر فواد اسحاق وائي چې هغوئ د څپلو جوړولو د تربيتى ادارې قائمولو د پاره د خزانې وفاقى وزير خرم دستګير سره خبره کړې ده ـ فواد ولې چې د ايکسپورټس ډويلپمنټ فنډز غړے هم دے ځکه نو د هغۀ دا ذمه وارى لګولې شوې ده چې هغه دې يو سروے راپور چمتو کړى د کوم نه وروستو چې هغه دا باور لرى چې د دې ادارې د جوړولو د پاره به زر فنډز ورکړے شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here