: Photo By News Lens Pakistan /
: Photo By News Lens Pakistan

پېښور ( انعام الله ) ماحولى بدلون يوه نړيواله ستونزه ده کومهه چې د نړۍ په خواؤشا هر هيواد کښې رامنځته کيږى چې پکښې پاکستان هم شامل دے ـ نړيواله تاؤدوخه، د غلغلو بارانونه، د تباهۍ سېلاب او موسمونو کښې سختوالے د ماحولى بدلون څو علامتونه دي د کوم وجه چې له دې پرته بله هېڅ نشته چې انسان د خپلې سلامتيا د پاره د ماحول په خونديتوب کښې پاتې راغلے دے ـ

پاکستان کښې په مجموعى توګه ځنګلونه يوازې په څلور سلنه رقبه شتون لري، دا شرح د بهرنۍ نړۍ په نسبت د فکرمندۍ تر حده کمه ده ـ په ماحولى لحاظ صحت مندو ملکونو کښې په اوسط ډول ٣٥ سلنه رقبه باندې ځنګلونه شنۀ ولاړ دي او په ډاګه ده چې پاکستان سره د دې څۀ موازنه نشته ـ نور دا چې ملک کښې په دومره کمه رقبه د ولاړو شنو ځنګلونو باوجود د دې د وهلو شرح د نړۍ نورو ګڼو هيوادونو څخه څو چنده زياته ده ـ

د تېرو څو کلونو په دوران پاکستان کښې ډېر سخت بارانونه شوي دي د کومو په وجه چې ښاريې ، کلي او قصبې سېلاب څخه اغېزمنې شوې ـ د ٢٠١٠ء د سېلاب تراخۀ يادوونه کۀ د هغو ذهنونو څخه اخوا شوے وے نو څۀ په شوے وے بلکې اوس هم تازه دي کوم دغه سيلاب ځپلي وو يا بيا د ټول ملک نه د ځپلو د مرستې د پاره چې سېلاب ځپلو سيمو ته راغلل او د هغه کړمو ئې پخپله مشاهده وکړه ـ

د دې بڼې آفتونه د نړۍ په ډېرو ملکونو کښې راغلي دي د کومو اکثريت چې د دې نوعيت د بحرانونو د مخنيوے لاره لټولې ده ـ د پاکستان په تناظر کښې صورت حال بيخى بدل دے چرته چې وفاق او صوبه کښې په اقتدار کښې راغلي حکومتونه فعال دي او نۀ هم په دې اړه کومې ذمه وارۍ منلو ته تيار دي ـ د ٢٠١٠ء د ډېر سخت سېلاب نه ترلاسه شوې ښودنې هېرې کړے شوې دي او د راتلوونکو کلونو په دوران د نوو او درد ورکوونکو خاطرو نه د ډک تاريخ يو بل باب رامنځته کولو د پاره ميدان په ډاګه پرېښودے شوے دے ـ

د خېبرپښتونخوا صوبې د فلډ کنټرول اتهارټى د اوبۀ خور د محکمې ډائريکټر ولى خان يوسف زئى وائي :” ماحولى بدلونونو او د زمکې د درجه حرارت په اوسطه توګه د زياتېدو له کبله ځينو ملکونو کښې د بارانونو شرح زياته شوې ده ـ بلخوا ډېر هيوادونه داسې هم دي چرته چې د بارانونو دا لړۍ ولاړه شان ده ـ

د خېبرپښتونخوا په منځنو سيمو کښې د پشکال شرح تل نسبتاَ کمه پاتې شوې ده ولې د تېرو درېو کالو په دوران د پشکال د بارانونو لړۍ په يو هېړ روانه ده ـ”

هغۀ ووئيل چې حکومت د دې بارانونوو او سيلاب نه د څۀ ګټې پورته کولو جوګه نۀ دے د کوم په سؤب چې اوبۀ د ګټورو هلو ځلو د پاره محفوظ ساتلے شي او نۀ هم په استعمال کښې راوستلے شي لکه څنګه چې د برېښنا پېداوار او اوبۀ خور وغېره ممکن نۀ دي ـ

د شيلټر کيس سټډيز پراجېکټ د ١٤-٢٠١٣ء د پاکستان په اړه د جائزهه رپورټ ترمخه جولائى ٢٠١٠ء کښې پاکستان کښې راغلى د تباهۍ سېلاب دوه کروړه کسان وځپل او د پاکستان ٢٠ سلنه رقبه د اوبو د لاندې شوه او پينځو لکو کورونو ته هم زيان ورسېدو ـ

د ستمبر او اکتوبر ٢٠١١ء د سېلاب په دوران ٨٩ لکه کسان وځپلې شول ١٥ لکه کورونه ړنګ شول ـ

د ستمبر ٢٠١٢ء سېلاب سره ٤٨ لکه ٥٠ زره خلق متاثره شول، شپږ لکه ٤٠ زره کورونه تباه شول او ريليف کېمپونو ته هم زيان ورسېدو کومو کښې يو لک ٤٠ زره ځپلي په عارضى توګه اوسېدل ـ

٢٠١٣ء کښې راغلى سېلاب سره ١٥ لکه کسان وځپلے شول او ٨٠ زره کورونو ته زيان ورسېدو ـ

ستمبر ٢٠١٤ء کښې يو ځل بيا سېلاب راغے د کوم له کبله چې ٢٥ لکه کسان وځپلے شول او يو لک کورونو باندې هم د دغه آفت منفى اغېزې وشوې ـ

پاکستان د ملګرو ملتونو په فريم ورک آن کلائميټ چينج کنونشن ( يو اين ايف سى سى ) لاس ليک کړے دے ـ

تېر کال ستمبرکښې د ترسره شوى کنونشن په دوران د پاکستان وزيراعظم وئيلي وو چې د ټولې نړۍ ملکونو ته به ماحولى بدلونونو باندې قابو موندلو د پاره راوړاندې کېدل وي چې خواؤشا هر هېواد متاثره کوي ـ

پاکستان ٢٠١٢ء ماحولى بدلونونو باندې قابو موندلو د پاره خپله ويه پاليسى جوړه کړه د کومې مقصد چې موسم کښې په راتلونکى سخت بدلون قابو موندل وو ـ د دې رپورټ لاندې په هره صوبه دا ذمه وارى ورواچولے شوه چې هغه په خپله صوبه کښې ماحولى بدلونونو باندې د قابو موندلو پخپله ذمه واره ده ـ

ولى خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دا ضرورى ده چې هره صوبه د ماحولى بدلونونو په حقله خپله يوه پاليسى جوړه کړى ـ د پاکستان په هره صوبه کښې د ماحولى بدلونونو تجزيه هم يو تناظر کښې کول ممکن نۀ دي ـ د يوې صوبې يا سيمې د پاره غوره پاليسى کيدے شى چې د ملک د نورو برخو د پاره نامناسب وى ـ ماحولى بدلون د سماجى او معاشى پرمختګ د پاره هم يو سنجيده چېلنج دے ـ “

هغۀ زياته کړه چې پېښور کښې حکومت بيلا بيلو راپورونو کښې د ماحولى بدلونونو د منتظم کولو د پاره ورکړے شوو تجويزونو باندې اډاڼه ساتلو سره د دې ستونزې د هوارلو لټون له تګ و داؤ کوي ـ کابل سيند کښې راتلونکے سېلاب هر کال د خېبرپښتونخوا ډېرو سيمو کښې تباهى خوروي خو ولې تر اوسه د داسې څۀ نظام لګول په عمل کښې رانۀ وستلے شول د کوم په ذريعه چې خلقو ته د سېلاب په حقله مخکښې اطلاع ترلاسه شى ـ

ولى خان يوسف زئى وړاندې ووئيل :” د خېبرپښتونخوا په بيلابيلو سيمو کښې دې جديد رېډارونه ولګولے شي ځکه چې صوبه د سيلاب او نورو قدرتى آفتونو څڅه متاثره کيږي ـ “

د ځنګلى ژوند د تحفظ محکمې د خيبرپښتونخوا د ډائريکټر صفدر على شاه ترمخه د ماحولى بدلونونو په ځنګلى ساه لرونکو څيزونو بد اثرات پرېوتي دي ـ هغۀ ووئيل چې سېلاب څخه يوازې انسانان نۀ ځپلے کيږي بلکې ځنګلى ژوند او ځنګلونه هم ورسره تباه کيږي ـ

سوات ضلع کښې په ماحولى بدلونونو پى ايچ ډى سکالر محمد سليمان په دې خبره د افسوس څرګندونه وکړه چې پاکستان کښې د ماحولى بدلونونو په اړه نۀ يوازې دا چې ډېر زيات مواد شتونه نۀ لري بلکې په دې حقله کومه ځانګړې څېړنه هم ونۀ کړے شوه ـ

هغۀ زياته کړه چې د ماحولى بدلونونو د رامنځته کيدو د سمې جائزې اخستو د پاره تاريخى تناظر اهم کردار ترسره کوي ، هغۀ مخکښې ووئيل چې مونږ ټول د دې ماحولى بدلونونو يو شان ذمه وار يو ، د ونو او ځنګلونو بې درېغه وهل، د سيندونو په غاړو د ضرورت نه زياتې ودانۍ او د مارغانو غيرقانونى ښکار هغه عوامل دي چې پاکستان کښې د ماحولى بدلونونو سؤب ګرځيدلے دے ـ

د خېبرپښتونخوا د ګرين ګروتهـ مهم لاندې د يو ارب ونو کرلو هدف ټاکلے شوے دے ـ د دې مهم لاندې سيمه کښې د ماحولى بدلونونو په اړه مثبت لورى ته پرمختګ کول مقصد دے ـ خو ولې ماهرين دا باور لري چې د ماحولى بدلونونو په حواله يوه اثرناکه کړنلاره به دا وى چې د خبرتيا مهم د تشکيل د پاره د منصوبه سازۍ په عمل کښې عام خلق هم شامل کړے شي ـ 

Leave a Reply

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.