د ملازمت نه واخله خپل کاروبار پيل کولو پورې … خيبرپښتونخوا کښې مېرمنې د پرمختګ په لور

0
1582
Photo By Matiullah Achakzai
Photo by Matiullah Achakzai.

پېښور ( وصال يوسف زئى ) پاکستان کښې مېرمنو د کاروبار په مېدان کښې چټکتيا سره خپل يو ځانله پېژندګلو جوړه کړې ده ـ تر دې چې خېبرپښتونخوا صوبه کښې د کار کوونکو مېرمنو په تناسب کښې ښکاره فرف په نظر راځى ـ وړاندې له دې به يوازې سړي د کورونو نه بهر وتل او کارونه به ئې کؤل خو ولې اوس مېرمنې په برابره توګه ټولو مدونو کښې خپل کردار تر سره کوي ـ
د پاکستان د شمېرنې ادارې د ١٣ـ٢٠١٢ء په حواله يو رپورټ تيار کړے وۀ چې پکښې د روزګار کوونکو سړو او ښځو په حقله شمېر شميرنه يو ځائے کړے شوې وه ـ
پاکستان کښې د ٢٠١٣ء په دوران د ښځو د ابادۍ ١.٢٢ سلنه شرح روزګار سره تړلې وه او خېبرپښتونخوا کښې دا تناسب ٨.١٣ سلنې ته رسيدلے دے ـ خېبرپښتونخوا کښې بيلابيلو شعبو سره د اړونده مېرمنو په مجموعى شمېر کښې ٦.٢٠ سلنه خپل اکاؤنټونه لري او تنخوادارو مېرمنو کښې دا تناسب ٥.١٥ سلنه دے ـ
پاکستان کښې د مېرمنو د سيلز او مارکيټنګ په شعبو کښې د ملازمت کولو رجحان وده موندلې ده خو ولې خېبرپښتونخوا کښې دا پرمختګ د خوښۍ وړدے ـ له دې څخه په صوبه کښې د يو لوے بدلون څرګندونه کيږى چې د مېرمنو په اړه د خپل رجعت خوښى فکر له کبله معروف پاتې شوے دے ـ
سونيا بتول د تېرو لسو کالو راسې پېښور کښې د سېلز ګرل په توګه کار کوي ـ هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغې وړومبے وړومبے يو ځائى شاپنګ سنټر کښې په اتۀ زره روپۍ مياشت د سيلز ګرل په حېثيت د ملازمت پيل وکړو ولې اوس هغه د ميک اپ د سامان خپل دوکان لرى ـ
هغې زياته کړه :” ما خپل کاروبار يوازې د ٣٥ زره روپو د لږې شان سرماې نه شروع کړو ـ دا وخت زما د دوکان د کال ټرن اوور ١٠ لکه روپو ته رسيدلے دے ـ زۀ د ټولې کورنۍ د معاشى ضرورتونو خيال ساتمه ـ کار کوونکې او په ځانګړى توګه خپل کاروبار کوونکې مېرمنې دې ټولنه کښې ډېرو ستونزو سره مخامخ کيږي ـ بل لورى ته دا تصور اوس هم د منلو وړ نۀ شى ګڼلے چې يوه ښځه دې د ملازمت يا خپل کار کولو د پاره د کور د درشل نه بهر قدم کيږدى بلخوا د امنيتى حالاتو له کبله کورنيو ته دا بهانه په لاس ورغلې ده چې مونږ مېرمنې دې د کورونو په چارديوالو کښې محدود پاتې يو ـ “
د ٥٥ کالو ممتاز په دې حقيقت پوخ باور لرى چې کۀ چرې مېرمن د څۀ کولو اراده لرى نو هېڅ خنډ د هغې لاره نۀ شى نيولے ـ هغې په يو ځائى شاپنګ مال کښې ١٠ کالو پورې د سيلز پرسن په توګه کار کړے دے او دغه دوران کښې ئې د ذاتى مد ګاهکانو د پاره د جامو ګنډل هم کړي دي چې دا شان ئې ګټه زياته شى ـ د هغې خاوند د کينسر ناروغه دے او هغه د خپلې کورنۍ يوازينې کفيله ده ، د هغې يوه لور ده ـ اوس د هغې خپل دوکان دے چرته چې هغه ګوډيانې او د ماشومانو نور سامانونه خرڅوي ـ
د خېبرپښتونخوا وومن چېمبر آف کامرس اينډ انډسټريز غړې نسيم رياض نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا وخت د چېمبر خواؤشا درې سوه غړې دي او د هرې يوې خپل کاروبار دے ـ
نسيم رياض مېرمنو ته پخپله د کاليو جوړولو د چل ښودنه کوي ـ د هغې د دريو سوو نه زياتو شاګردانو خپلو کورونو کښې په وړه پېمانه دا کاروبار پيل کړے دے ـ اسلام اباد کښې ثقافتى ادارې لوک ورثه د هغې د يو شاګردې د جيولرى ميکنګ او ډيزائن شعبه کښې د ټرېنرې په توګه خدمات ترلاسه کړي دي ـ هر څو که د هغې خپل دوکان دے ولې هغې بيلا بيلو هيوادونو لکه دوبۍ، ويت نام او تهائى لينډ ترسره کيدونکو نندارتونونو کښې هم ګډون کړے دے ـ
هغې زياته کړه :” مېرمنې په خپلو ستونزو قابو موندلو د پاره خپل غوره صلاحيتونه په کار راولي ، د حکومت هم دا فرض دي چې د بې سوده قرضو پيل او د هغې د ترلاسه کولو په شرطونو کښې نرمۍ کولو سره د ښځو مرسته وکړي ـ د ترهه ګرۍ او عسکريت خوښۍ باوجود پېښور کښې مېرمنې د خپل کاروبار څخه لاس په سر نۀ شوې ـ رښتيا خو دا دي چې اوس د زياتو نه زياتې مېرمنې د خپل کاروبار شروع کولو لورى ته پاملرنه کوي ـ
د پاکستان تحريک انصاف د ښځو د څانګې د پېښور صدره رابعه بصرى وائي خېبرپښتونخوا به ډېر زر خپل کاربار کوونکو مېرمنو د پاره د ځانګړو مراعاتو اعلان وکړي ـ هغې خبرتيا ورکړه چې حکومت خيبربنک سره رابطه کښې دے او خېبرپښتونخوا کښې به د مېرمنو د پاره ډېر زر د بې صوده قرضو جارى کولو اعلان وکړے شى ـ
ښځې د پاکستان د ابادۍ نيمه ده ، کۀ چرې دې کښې يو لوے شمېر معاشى هلو ځلو کښې برخه واخلى نو نۀ يوازې د ډېرو سوونو معاشى مقام به ښۀ شى بلکې ملک به هم ورسره نسبتاَ لږه موده کښې د يو روښانه مستقبل په لورى پرمختګ وکړى ـ هر ترقى يافته هيواد د پرمختګ د پاره هم په دې فارموله عمل کړے دے او نتيجې تاسو پخپله په خپلو سترګو ليدلے شئ ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here