د هند د وېش نه پس بيلې شوې کورنۍ، ليدنه يو خوب ګرځېدلے دے

0
2271
: Photo By News Lens Pakistan / Amar Guriro
A woman in Ther Desert : Photo By News Lens Pakistan / Amar Guriro

عمر کوټ (الله بخش آريسر) د وېش د الميې بلها موده وشوه او د پاکستان او بهارت ترمنځه د تېرو څو لسيزو راسې حالات د ناقلارۍ ښکار دي ولې د دواړو هېوادونو ترمنځه د تهر بېديا کښې اوږده پوله هم څواؤشا کښې د مېشته ؤ وېشلو شوو کورنيو خپل منځى مينه او اخلاص ختمولو کښې ناکامه شوې ده ـ هغوئ يو بل سره د ليدلو کتلو د پاره ناقلاره دي خو د سختو قوانينو او د بهارت د حکومتى له خوا پوله ايزه سيمو ته په تګ د بندېز او د بې وزلۍ له کبله د هغوئ د دې خواهش د پوره کېدو هېڅ امکان پاتې نۀ شو ـ

د سندهـ او راجستهان صوبو کښې مېشتۀ خلق يو بل سره نزدې خپلوى لري ـ د ګڼو خو د خپلوانو د يو ځل د ليدنې او خپلو کښې د خپلوۍ کولو خوب هم نيمګړے پاتې شو، هغوئ د وادۀ ښادۍ په دستورو او اخرى دود دستور کښې هم ګډون ؤنۀ کړے شو ـ

د عمر کوټ د يو خوارى کښ د مېرمن مان بائى ترمخه هغه يوازې د ١٥ کالو په عمر کښې وادۀ کړے شوې وه او اوس هغه د ٥١ کلونو ده ـ هغوئ د وادۀ نه پس ډېر زر پاکستان ته راغلل د کوم نه وروستو چې هغې بيا چرته خپل مور پلار سره ليدل کتل ؤنۀ کړے شول ـ هغې د ماشومانو زېږېدنه، د خپلوانو په مړينه او خوشحالۍ کښې ګډون قدرے ؤنۀ کړے شو ـ

هغې زياته کړه :” ١٥ کاله وړاندې چې کله به هم چرته څوک د واهګه بارډر د لارې بهارت ته تلل نو هغې به آډيو کېسټ کښې خپل پېغام رېکارډ کولو او د پولې نه پورې به ئې لېږلو د کوم په ځواب کښې چې به څو مياشتې وروستو خط ترلاسه کېدو ـ”

هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ د سماجى مېډيا د پرمختګ مننه کؤمه ولې چې اوس زما زوئې ما ته د خپلوانو عکسونه او ويډيو ښودلے شي او هغوئ سره په واټس ايپ خبرې کولے شي خو زۀ هغوئ سره د ليدلو کتلو څخه پاتې يم ځکه چې زۀ يوې بې وزله کورنۍ سره تعلق لرم او زما خاوند خوارى کښ دے ـ “

هر څو کۀ کهوکهرا پار مونابائو ټرېن سروس پېل کړے شوے وۀ ولې د بهارت څلورو پوله ايزه ښارونو، چې پکښې بارمر، بهوج، جيسلمير او پالن پور شامل دي، د قدم اېښودو اجازه نۀ وه ورکړے شوې او د مان بائى خپلوان هم دغه ځايونو کښې مېښتۀ دي ـ هغه خپلوانو سره په ژوند کښې يو ځل ليدنه غواړى کوم چې سره د نزدې کېدو هم لرې دي ـ

د عمر کوټ د اوسېدونکې يوې بلې مېرمن امنات قېصه هم څۀ بدله نۀ ده ـ د هغې وادۀ د ١٥ کالو په عمر کښې وشو د کوم نه پس چې د هغې خاوند هغه پاکستان ته راوسته ـ دا وخت هغه د ٦٠ کالو ده ـ د هغې خاوند ٢٣ کاله مخکښې مړ شوے وۀ ـ هغې ووئيل :” زما پلار عبدالکريم هم د راجستهان نه عمر کوټ ته په کډه راغلے وۀ ـ” د هغۀ په ګڼو لاملونو کښې يوه وجه دا هم وه چې د هغۀ لور سندهـ کښې مېشتۀ وه ـ د هغې پلار هغې ته د پاکستان او بهارت ترمنځه د شوو مرګونى جګړو قېصې وکړې او وې وئيل چې بهارتى فوځ د پوله ايزه سيمو مسلمانان نۀ يوازې ولوټل او ظلم ئې پرې وکړو بلکې د هغوئ عامه وژنه ئې وکړه د کوم له کبله چې هغۀ د دغه زورېدو څخه د ژغورنې د پاره مسلمان ملک پاکستان ته په کډه د راتلو پرېکړه وکړه ـ

هغوئ د يادونو په نيلى سورېدو سره ووئيل چې د ١٩٦٥ء د پاک بهارت جنګ په دوران ډېر پوله ايز کلي خالى کړے شوي وو ـ يو سرحدى کلى کپټرانو کښې پهارتى فوځ څلور کسان په دې تور ووژل چې هغوئ په پټه توګه د پاکستان مرسته کوي ـ

يو نامتو مصنف ارباب نيک محمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې په ٢٤ اکتوبر ٢٠١٣ء د بارمر ضلعې د اميانى کلى اوسېدونکے د ٥٠ کالو يو بهارتى وګړے ابوبکر د پولې نه پورې نزدې کلى ګدهروا ته لاړو ـ د هغۀ نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې د نيول کېدو يا ژوبل کېدو له وېرې باوجود هغه څنګه په ازغنو تارونو واؤړېدو نو هغۀ ځواب ورکړو چې هغۀ خپلو خپلوانو سره د ليدنې په خواهش قابو ونۀ موندلې شوه څوک چې د هغوئ د کلى نه په لږه فاصله مېشتۀ دي هغۀ سره د دې مزل کولو د پاره د کرايه قدرے رقم نۀ وۀ د څۀ په وجه چې هغه په دغسې کولو مجبور شو ـ

د مان بائى د پلار محمد سليم ترمخه ( د چا لور چې عمر کوټ کښې اوسېږى )، هغه د بارمر ضلعې د يو بهارتى کلى مټے کاټلها اوسېدونکے دے ، هغۀ نيوز لينز پاکستان ته په فون د خپلې قېصې په بيانولو ووئيل چې کله د کورنۍ څوک غړے مړ شى نو هغه خپل ذهن ته په دې تسلى ورکړى چې هغه اوس دې نړۍ کښې نور پاتې نۀ دے ولې د خپلو بچو هېرؤل اسانه خبره نۀ ده چې ژوندي او روغ رمټ وي خو هغوئ په پوله لګېدلو ازغن تارونو او فاصلې د يو بل نه لرې ساتلے وي ـ

د بشرى حقونو کارمند او د غېر سرکارى تنظيم رائټس آف ايکسپريس ، اسمبلى ايسوسى ايشن اېنډ ټهاټ مشر کرشن شرما نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د وېش نه ډېرو موده پس او د (ريټ) پاکستان او انډيا ترمنځه د تاؤ تريخوالى باوجود د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې د تهر بېديا په خواؤشا کښې مېشتۀ کورنۍ بئيلې نۀ کړے شوې ـ “

هغۀ ووئيل چې دا د انسانى تاريخ يو ډېر لوے هجرت وۀ کله چې لکونو هندوانو (تاجرانو)، سکهانو او د جين مت منوونکو انډيا ته کډې وکړې ـ د سندهـ او راجستهان ترمنځه پولې دغه کورنۍ ووېشلې د کوم له کبله چې هغه د سماجى ، کلتورى او تاريخى جبر سره مخامخ شوې ـ

کرشن شرما زياته کړه چې دا خبره د حېرانۍ او اندېښنې وړ هم ده چې د دغه خلقو د پاره د دوؤ کلوميټرو فاصله خپلو خپلوانو سره د ليدلو کتلو په خاطر تر دوه کلوميټره اوږديږي ځکه چې په پوله ازغن تارونه لګېدلي دي ـ د مشرف د اقتدار په دوران کهوکهرا پار ټرين لاره پرانستلې شوه او داسې زرګونه کورنۍ خپلو خپلوانو سره د ليدنې جوګه شوې ـ د پاکستانى هندوانو د مقدس ځايونو ( تيرتهـ ياترا )بهارت کښې دي چې په سؤب ئې هغوئ د خپلو مذهبى رسمونو ترسره کولو کښې ستونزو سره مخ کيږي ـ

تجزيه کار دا باور لري چې د پاکستان او بهارت ترمنځ د رامنځته شوو غلط فهمو له کبله د پولې په خواؤشا کښې مېشتۀ لکونو خلقو کښې فکرمندى او وېره پېدا شوې ده ـ وېش د تهر، عمر کوټ، بدين، سانګهړ، رحيم يار خان او بهاولپور اولس د دوؤ بيلابيلو هېوادونو وګړي وګرځول ـ د تجارت او اولس د پاره په تګ راتګ بندېز ختمولو سره نۀ يوازې راجستهان او ګجرات بلکې په نورو سيمو هم د دې غوره اغېزې پرېوتې شي ولې دې سره سره له دې څخه د تهر ( سندهـ ) او راجستهان (بهارت) د اولس د پاره د معاشى موقعو نوې دروازې پرانستلے کيدے شي ـ

د يو سماجى کارمند عبدالحکيم سومرو ترمخه د پولې په خواؤشا کښې بيلابيلې مېلې ټهيلې لګولے شي ـ هغوئ مذهبى ورځې لکه ديوالى او اخترونه نمانځي او د خوشحالۍ موقعې لکه د وادۀ ښادۍ او زېږون ورځ د دستورو نه علاوه د وير ماتم لمحې لکه د مرګ مردن وغېره دود دستور ترسره کوي ـ دا د دغه کورنيو هم بد بختى ده چې د وېش له کبله هغوئ د خپلوانو د خوشحالو او غم لمحې يو ځائے نۀ شي نمانځلے ـ

د ١٩٧١ء د جنګ په دوران د ميرپور خاص دويژن خلقو د بهارت لورى ته کډې کړې وې، هغوئ خپل جائېدا پرېښود کوم چې اوس د دښمن د جائېداد په توګه پېژندلے شي ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ د هغوئ د خپلو خپلوانو د پاره جذبات، د هغوئ خوبونه، د وېش له کبله پېدا شوے فساد او د هغې زيان د پېمائش په کومه آله ناپ کولے نۀ شو ـ ” د عبدالحکيم سومرو وېنا وه چې د بېديا خلق د خاورې په ټېلو استوګنه کوي چرته چې پولې هغوئ نۀ يوازې په طبعى توګه بلکې په ثقافتى او سماجى ډول هم وېشلي دي ـ هېڅ يوه پوله دغه کورنۍ بئيلولے نۀ شي ـ هغوئ د ډولکى د ډنګ د اثر لاندې راتلے شي او ودونو کښې وئيلے کيدونکې د ښادۍ سندرې اورېدے شي خو په په دستورو کښې ګډون نۀ شي کولے ـ هغوئ جوماتونو کښې د لوډ سپيکر د لارې د مړى اعلان کوي چې دا شان خپل خپلوان خبر کړے شي ځکه چې هغوئ د پولې له کبله په ظاهره د يو بل نه بئيل شوي دي ـ

د امن د پاره فعالې کارمندې بينا سرور نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ممکن ده چې ځيني خلق د حکومتونو او مقتدره عسکرى ډلې په اړه تحفظات لري ولې د دې باوجود هغوئ د ” پولې پورې غاړې ” په حقله له جوشه معمور دي او په ځانګړى توګه ځوانان بهارت ته تلل غواړي چې دا شان د هغه ځائے د خوراکونو، کلتور او موسيقۍ څخه خبرتيا ترلاسه کړي ـ”

هغې ووئيل چې دواړو هېوادونو داسې ويزا پاليسى جوړه کړې ده چې د خلقو د پاره د پولې پورې تګ ممکن پاتې نۀ دے ـ هغې ووئيل چې هغه دا تصور هم نۀ شى کولے چې د نړۍ په نورو ګاونډي ملکونو کښې هم داسې رويه روا ساتلے شي …… لکه چې پکښې د بيلابيلو ښارونو په سفر بندېزونه، د يو بل هېواد ته په ورتګ بندېز او د واپس راتللو ځانګړي ځايونه، پوليس کښې رپورټ درج کول وغېره شامل دي او دا ټول ګامونه د دواړو هېوادونو ترمنځه د تګ راتګ د مخنيوى د پاره پورته کړے شوي دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here