ننګرهار کښې د مرمرو پيداوار د پا کستانيو مرمرو د درآمداتو مخه نيولې

0
1906
High quality Nangarhar marbles occupy market
High quality Nangarhar marbles occupy market

جلال اباد ( پژواک, سيف الله مفتون) په ننګرهار کښې د مرمرو کاڼو د فيکټرو واکمن  وائي چې د دې صوبې مرمر لوړ معيار لري او د پا کستانيو مرمرو د درآمداتو مخه ئې نيولې ده.

ننګرهار د مرمرو کاڼو په لحاظ  غنى صوبه ده  او په ډېرو ضلعو کښې ئې د اوچت معيار لرونکي کاڼي  ترلاسه کېږي، دغه شان د ګاونډي صوبې کونړ په ځينو ضلعو کښې هم دا کاڼي موجود دي چې په ځينو کښې ئې د راويستلو چارې هم  روانې دي.

په دې صوبه کښې د مرمرو کاڼو د پروسس کولو ګڼې فيکټرۍ ذمه وارۍ ترسره کوي، چې په لوړ معيار د مرمرو بېلا بېل ډول ډيزاينونه د جوړولو نه وروستو بازارته وړاندې کيږي.

د کابل – جلال اباد په لويه لاره د سره رود دو سرکې سره د “ارين د مرمرو” فيکټرۍ  مشر حاجي فضل مولا وائي چې فيکټرى ئې له تېرو ۱۴ کلونو راسې کار ترسره  کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې د مرمرو کاڼي د ننګرهار له شېرزادو او د کونړ له نورګل ضلعې نه ترلاسه کوي او د هم دې سيمو د مرمرو کاڼي تر نورو سيمو ښه معيار لري.

نوموړے چې د (افغان وائټ) په نامه د مرمرو کاڼو بېلابېل ډول ډيزاينونه مارکېټ ته وړاندې کوي، وائي چې د ځينو سيمو نه په خپله کاڼي راوړي او د ځينو نورو سيمو نه قرارداديان دوئ ته د فيکټرۍ پورې کاڼي رسوي.

د ارين د مرمرو د فيکټرۍ واکمن وائي چې دا وخت  ۲۰ تنه افغان مزدوران لري، خو د دې نه مخکښې ئې ۸۰ مزدوران لرل .

د هغه په وينا، په هېواد کښې د انتخاباتى لانجو او د کابينې د ځنډ له کبله د دوی کاروبار هم خراب شوے، نو له هم دې امله دوئ دې ته جوړ شول چې خپل کارکوونکي کم کړي.

حاجي فضل مولا ووئيل، دوئ حکومت ته ماليه ورکوي او له هغو خلقو کاڼي اخلي چې د معدنياتو د محکمې سره رسمي لوظنامه  ولري.

ده زياته کړه : (( د دې صوبې د ماربلو کاڼي په دومره اعلی معيار دي، چې د پاکستانيو ماربلو مخه ئې تر پخوا نيولې او خلق اوس د خپلې سيمې ماربل خوښوي.))

د هغه په وينا، د ماربلو کاڼي په معياري او فني توګه اېستل کېږي، دا په داسې حال کښې ده چې پخوا به د  چاودنو نه پس دا کاڼي اېستل کيدل.

حاجي فضل مولا وائي چې د ماربلو په معياري او فني ډول اېستلو سره ئې د چورې مخه هم  نيول شوې ده.

نوموړي ووئيل چې دوئ ټول عصري وسايل لري او په معياري توګه ماربل بازار ته وړاندې کوي. 

خو هغه زياتوي چې د ماربلو د پالش او د کاڼو د ماتولو په وخت ۴۰ سلنه چورا  لري، خو وائي چې له دې چورې  نه وروستو بيا په نورو شيانو کښې استفاده کوي.

هم دارنګه د جلال اباد ښار د نېشنل فيکټرۍ مشر حاجي اېمل مومند وائي چې ټول پيداوار ئې د خپل وطن دے.

هغه پژواک اژانس ته ووئيل چې د مرمرو کاڼي د ننګرهار له شېرزادو څخه ترلاسه کوي او ددې سيمې د مرمرو کاڼي د نورو نه ښۀ معيار لري.

حاجي اېمل وائي : (( مونږ سره بېلابېل ډول غټ او واړه مشينونه دي، غټه تېږه په لويو مشينونو دوه ځايه کوو او د وړو مشينونو په ذريعه په مربع او طول شکل ورته سرونه ورکوو.))

د هغه په وينا، د مرمرو د پالش کولو مشينونه هم ورسره شته او فيکټرۍ کښې کاڼي پالش کوي که څوک وغواړي چې د پالش نه بغير د مرمرو کاڼي واخلي هم ورته ورکولے شي چې وروستو له لګولو پالش کېږي.

د نېشنل د فيکټرۍ مشر وائي چې دوئ سره دا وخت  پنځه ويشت افغان مزدوران دي او د بازار له  ښه کېدو سره د کاريګرانو شمېر هم تر شپېتو پورې لوړېږي.

هغه زياته کړه : (( زمونږ مياشتنۍ ګټه دوه نيم لکه افغانۍ دي او حکومت ته په منظمه توګه ماليه ورکوو.))

د ذکر شوې فيکټرۍ مشر زياتوي،دوئ د هغه چا نه کاڼي اخلي، چې د معدنياتو محکمې سره رسمي لوظنامه ولري او په فني او معياري توګه راويستل وکړي.

 اېمل وائي : ((پخوا به د مرمرو کاڼي د دهماکې په ذريعه ويستلے شول چې ډېره چورا به ئې لرله  خو اوس د سيم بُر په ذريعه په فني او معياري توګه ويستلے شي او د چورا کيدو مخه نيول شوې ده.))

هغه زياته کړه چې د کاڼو د پرې کولو او جوړولو د پاره په فيکټرۍ کښې عصري او قيمتي مشينونه شته او په ښه توګه کاڼي پرې  کېږي .

د نېشنل فيکټرۍ مشر ووئيل چې دا وخت د کاڼو په پرې کولو کښې ډېره کمه چورا  لري او له دې چورې نه هم په نورو چارو کښې استفاده کوي.

هم دارنګه د جلال اباد ښار د ساحل ماربلو د فيکټرۍ  مشر حاجي روح الله هم د ننګرهار د ماربلو د ښه معيار يادونه وکړه.

هغه پژواک ته ووئيل : (( د ننګرهار ماربل د معيار له لحاظه د هېواد په غورو ماربلو کښې راځي، مونږ کولے شو چې د نورو هېوادونو د پيداوار په ځائے خپل وطني ماربل استعمال کړو.))

د نوموړي په وينا، لس، دولس کاله مخکښې  ملکى ماربل ډېر کم وو او اکثريتى ماربل به د ګاونډي هېواد پاکستان نه راتلل، خو اوس د ننګرهار ماربل په ښه معيار پيدا کېږي نو د بهرنيو ماربلو مخه يو څه نيولې شوې  ده.

د ساحل د مرمرو فيکټرۍ مشر ووئيل چې دوی زياتره ماربل د خو ګياڼو نه راوړي.

د هغه په وينا، ددې فيکټرۍ ټول مزدوران افغانان دي او بهرنے مزدور نه لري.

د ساحل فيکټرۍ مشر ووئيل ، دوی له هغه چا د مرمرو کاڼي اخلي چې د معدنياتو محکمې  سره رسمي لوظنامه  ولري .

حاجي روح الله يادونه وکړه چې که د افغانستان محصول چونکي د پاکستان نه د مرمرو په درآمد کولو  باندې په سمه توګه محصول په ډاګه کړي، نو لرې نه ده چې د افغانستان مرمر په ټول هېواد کښې په بې مثاله  ډول خرڅ شي او د پاکستانيو کاڼو مخه به ونيولے شي.

د ننګرهار د کانونو ډائريکټر  انجنير طارق پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د ننګرهار مرمر  د نړۍ په کچ  ښه معيار لري.

خو هغه زياته کړه، دا چې د پاکستانيو مرمرو بيعه کمه ده، نو تر اوسه د ننګرهار مرمر په بازار کښې ډېر ښه ځاے نه لري.

نوموړے وائي چې اوس اوس  په دې برخه کښې لږ پرمختګ شوے او د ماربلو فيکټرۍ هم معياري توکي پيدا کوي.

انجنيئر طارق ووئيل، دا چې په ځينو سيمو کښې بد امني زياته ده، نو د مرمرو ډبې په غير فني توګه ويستل کېږي .

د يادونې وړ ده چې دا وخت  په جلال اباد ښار کښې زيات شمېر د مرمرو فيکټرۍ  په کارونو بوختې دي، چې ټولو ته د شېرزادو،خوګياڼو او کونړ نه خام مواد راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here