په جماعت الدعوة او فلاح انسانيت فاؤنډېشن بندېز يوازې مېډيا پورې محدود

0
2175

JuD-and-FIF-are-banned-on-media-onlyلاهور ( دردانه نجم ) د لاهور سندر انډسټريل سټيټ کښې د ٢٠١٥ء په څلورم نومبر د راپريوتې ودانۍ په خواؤشا کښې د جماعت الدعوة د خېرښېګړې د څانګې فلاح انسانيت فاؤنډېشن رضاکارو په فعال انداز کښې فوځ او ريسکيو ١١٢٢ سره په ګډه د مرستې هلې ځلې ترسره کولې ـ د جناح هسپتال نه بهر فلاح انسانيت فاؤنډېشن يو مرستندويه ډيسک هم قائم کړے وۀ چې دا شان د ځپلو کورنيو د هغوئ د ژوبل شوو يا حق رسيدلو خپلوانو په لټون کښې مرسته وکړے شى ـ د فلاح انسانيت فاؤنډېشن رضاکارانو په ډيوټۍ چمتو ډاکټرانو ته تر خوراک او اوبو پورې ورکړه کوله ـ دا هر څۀ هغه وخت کيدل کله چې د پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټرى اتهارټى ( پيمرا ) له خوا اليکټرانک ميډيا د جماعت الدعوة او فلاح انسانيت فاؤنډېشن د هلو ځلو د هر کوم ډول د کوريج نه منع کړے شوې ده کوم چې د نړيوالو ضابطو په رڼا کښې شوي دي ځکه چې په دې تنظيمونو بنديز لګولے شوے دے ـ

پوهان وائي چې کۀ داسې څۀ حکمنامه جارى کړے شوې ده نو دې لړ کښې د حکومت د هغو مذهبى تنظيمونو د هلو ځلو د مخنيوى په بابله غير سنجيدګى په ډاګه کيږي کوم چې په نظرياتى توګه د ترهه ګرۍ د لورى پلوى لري ولې په حقيقت کښې دا يوازې د نظر دهوکه ده ـ

نوميالے تجزيه کار زاهد حسين، د چا کتاب سکارپيئن ټېل چې پاکستان کښې عسکريت خوښۍ باندې تر ټولو زيات کوټلے ګڼلے شى، د جماعت الدعوة په ميډيا کوريج بنديز غوره نۀ بولى ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د دې بڼې ګامونو پورته کولو سره به اولس کښې د ذکر شوى تنظيم د پاره د همدردۍ جدباتو کښې نور زياتوالے راشى ـ

د هغۀ وېنا وه :” کۀ د جماعت الدعوة د مشر حافظ محمد سعيد د جمعې د مانځۀ خطبې د رياست او انډيا په ضد وي، کۀ د هغۀ په تنظيم د کشمير په حق کښې لاريونونو کولو باندې څۀ بندېز نشته، کۀ د هغۀ په مدرسو کښې د ښودوونکى نصاب څخه شدت خوښى وده مومى او کۀ هغه د لشکر طيبه په ذريعه تش د نوم د کشمير په جهاد کښې برخه اخلى نو يوازې په هغۀ او د هغۀ د تنظيم په ميډيا کوريج بندېز سره څۀ ترلاسه کيدل د فکر نه لرې خبره ده ـ “

هغه وائي چې حکومت ته د جماعت الدعوة او هغې سره د اړونده تنظيمونو په هلو ځلو، يا د هغې په جهادى ايجنډا يا بيا د هغې په نظام کښې سپېځلتيا پيدا کولو، چې د انتها خوښه نظرياتو فراختيا کښې مرستيال ثابتيږي، پرې د پوره بندېز لګولو ضرورت دے ـ

داسې په وړومبى ځل نۀ دي شوي چې پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټرى اتهارټى د ذاتى مد ټى وى چينلو ته دا هدايت نامه جارى کړې ده چې هغوي دې د کالعدم تنظيمونو کوريج نۀ کوي ـ د ٢٠٠١ء نه وروستو د دې بڼې بيلا بيل لړ ليکونه چينلونو ته سپارلي شوي دي چې دا شان غير قانونى ګرځولي شوي تنظيمونه په ټى وى خپل نقطه نظر ښکاره نۀ کړے شى ـ

قانونى ماهران وائي چې د پاکستانى قانون لاندې په ميډيا دا بنديز لګى چې هغه د کالعدم تنظيمونو او په ځانګړى ډول د طالبان عسکريت خوښو نقطه نظر ته له ودې ورکولو ډډه وکړي ـ

د ويرې د مخنيوى د ايکټ ١٩٩٧ء شق ١١ (ډبليو) د کرکې په وده د مشتملو موادو د چاپېدو او د هغې د وېشتلو نه علاوه د هر کوم داسې تن په کوريج بنديز لګوى چې د ترهه ګرۍ په هلو ځلو کښې ککړ پاتې شوے وى ـ د دې قانون لاندې شپږو مياشتو پورې سزا ورکولے شى ـ د روان کال هم د جولائۍ په پيل کښې د حکومت له خوا دا په ډاګه کړے شوې وه چې جماعت الدعوة باندې به بندېز لګولے نۀ شى ځکه چې دا ترهه ګرې ډلې لشکر طيبه سره هيڅ تعلق نۀ لرى ـ

کله چې د اطلاعاتو د وفاقى وزير نه دا پوښتنه وکړے شوه چې د حکومت جماعت الدعوة باندې بنديز لګولو کښې دومره اوږده موده ولې ولګېده نو هغۀ ووئيل چې د پاکستان د سلامتيا او بقا د پاره د زيانمنو لاملونو په ضد وار په وار ګامونه اخستل وى ـ هغۀ زياته کړه چې حکومت باندې دباؤ دے او د ملګرو ملتونو د چارټر لاندې حکومت د ملل متحده د سلامتى کونسل د قرارداد ١٢٦٧ لاس ليکوونکے دے چې د لاندې ئې په جماعت الدعوة بندېز لګولے شوے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د اطلاعاتو د وزير په حېثيت زۀ دې وېنا کولو کښې څۀ هېچ نۀ لرم چې مونږ په نړيواله اتفاق رائې د هغې په روح عمل کولو سره د جماعت الدعوة او هغې سره د تړلو تنظيمونو په ميډيا کوريج بنديز لګولے دے ـ”

کله چې د هغۀ نه دا پوښتنه وکړے شوه چې حکومت د جماعت الدعوة په هلو ځلو پوره توګه باندې د بندېز لګولو له کبله د هغوي مدرسې ولې نۀ بندوي نو پرويز رشيد دې خبرې کولو سره د حکومت د کالعدم مذهبى تنظيمونو په حقله پاليسۍ نه پلو پورته کړو چې په دې بابله هره کومه پريکړه کول د داخله وزارت ذمه وارى ده ـ

دا خبره د حېرانۍ وړ ده چې حکومت د قومى ايکشن پلان نافذولو کښې سنجيده هم دے يا يوازې په نۀ زړۀ پرې عملدارآمد کوى ـ هم د دې کړنلارې له کبله د ترهه ګرو د نظرياتو د مخنيوى د پاره د حکومت سنجيدګۍ ته ګوته نيولے کيدے شى ـ

د بيلابيلو ميډيا راپورونو ترمخه پنجاب کښې بلدياتى ټاکنو کښې بريالى شوو خواؤشا پينځو سوو اميدوارانو ته د کالعدم تنظيمونو حمايت ترلاسه وۀ ـ

کۀ چرې دې سره د اليکشن کميشن آُف پاکستان د چانټۍ د طريقه کار په بابله سوالونه پيدا کيږي نو له دې دا هم په ډاګه کيږى چې حکومت کالعدم تنظيمونو سره نرمى کوى ـ

آرمى سکول پېښور کښې تر شوى قتل عام پاکستان د جماعت الدعوة د هغو تنظيمونو په فهرست کښې د شاملولو په حواله يو دوه کښې حېران وۀ په کومو چې بنديز لګيدلے دے ـ د پاکستان په مختلفو حکومتونو په نړيوال کچ دا تورونه لګوي شوي دي چې هغه د ” ښۀ ” او ” بد ” طالبانو پاليسۍ باندې عمل کوي او د امنيتى تجزيه کارو ترمخه د حقانى نيټ ورک او جماعت الدعوة په څير تنظيمونه پاکستان کښې خپلې خوښې ته پرېښودے شول چې دا شان هغوئ افغانستان کښې د دښمن ګڼلے کيدونکو هېوادونو هند او امريکې خلاف کارروائۍ وکړے شي ـ

د ملګرو ملتونو سلامتى کونسل ٢٠٠٨ء کښې د قرارداد ١٢٦٧ لاندې په جماعت الدعوة بندېز لګولے وۀ، دا قرارداد په ١٥ اکتوبر ١٩٩٩ء د خپل کړے شوى ” کوم چې په القاعده او د هغې په پلويانو تنظيمونو ” بنديز متعلق وۀ ـ د ملګرو ملتونو سلامتى کونسل په جماعت الدعوة د لشکر طيبه د اتحادى کيدو له کبله بندېز ولګولو کوم چې القاعده او طالبانو سره ژورې اړيکې لري ـ پاکستان د جماعت الدعوة د ايس آر او د تاريخ ١٥ نومبر ٢٠٠٣ء لاندې څارنه پيل کړه ـ د ٢٠١٠-٢٠٠٨ء په دوران د تنظيم ټول دفترونه بند کړے شول ولې د لاهور هائى کورټ په حکم اخر دا بنديز پورته کړے شو ـ

نوميالى سکيورټى تجزيه کار بريګيډيئر (ر) فاروق حميد نيوز لينز پاکستان سره د حافظ سعيد او د هغۀ پاکستان سره د اړوند لرلو په بابله خبرې اترو وکړې او وې وئيل چې حافظ سعيد د کشمير په کشاله د دريځ له کبله د پاکستان د اولس په زړونو کښې ځائے پيدا کړے دے ـ هغۀ زياته کړه چې جماعت الدعوة او فلاح انسانيت فاؤنډيشن د خپلو خيرښېکړې د هلو ځلو له کبله اولس کښې خوښولے شى ـ د هغۀ ترمخه پاکستان په جماعت الدعوة ځکه بندېز ونۀ لګولو چې ګنى پاکستان کښې ئې د ترهه ګرۍ کارروائۍ ترسره کړې دي ـ هغۀ ووئيل چې حکومت يوازې د امريکې او ملګرو ملتونو تحفظات ختم کړي دي ـ

بريګيډيئر (ر) فاروق حميد ووئيل :” زما خيال نۀ دے چې په جماعت الدعوة بنديز لګول پکار دي ـ مونږ د امريکې او ملګرو ملتونو د نقطه نظر اخر ولې حمايت وکړو چې د هند لورى ته څنډه لرى ؟ زۀ د حافظ سعيد د انډيا په ضد د نقطه نظر او د کشمير د مسلمانانو په حمايت هغۀ سره يم، زما دا نقطه نظر د مودى د پاکستان او مسلمانانو په ضد فکر او د بى جے پى د وسله والې څانګې شيو سينا هلو ځلو سره هم توان مومى ـ حکومت شايد چې په تنظيم بندېز لګولے دے ولې چرته د کوم تن يا عدالت له خوا په حافظ سعيد څۀ تور ؤنۀ لګولے شو ـ “

جماعت الدعوة او د هغې د خير ښېګړې څانګې فلاح انسانيت فاؤنډيشن ته په ټول پاکستان کښې په زړۀ پورې مقبوليت ترلاسه شوے دے ـ د تنظيم لاندې د پينځو هسپتالونو، دوو سوو ډسپنسريو، د ايمبولينسونو د يو لوے شمير او د ٢٥٠ سکولونو انتظام کولے شي ـ کشمير او قطبى سيمو کښې ٢٠٠٥ء کښې د راغلې سختې زلزلې په دوران هم دا جماعت الدعوة وۀ چې ستونزمنو علاقو کښې د نښتو خلقو د مرستې د پاره متاثره ځائے ته په وخت رسيدلے وۀ ـ

د جماعت اسلامى ډپټى سيکرټرى فريد پراچه وائي چې نيټو هم د ټولې ټيکنالوجۍ لرلو باوجود په وخت نۀ شى رسيدے ـ هغۀ د پاکستانى حکومت د جماعت الدعوة د خير ښېګړې د هلو ځلو د ميډيا کوريج د بنديز غندنه وکړه او وې وئيل جماعت الدعوة لشکر طيبه سره هېڅ تعلق نۀ لرى ـ تجزيه کار زاهد حسين ووئيل چې دا يوه ناشونى شان دعوه ده چې لشکر طيبه، د جماعت الدعوة برخه نۀ ده ـ د وسله والو کارروائيو څخه د پام اړولو د پاره د خير ښېګړې هلو ځلو ترسره کولو سره په حقيقت پړده نۀ اچولے کيږى ـ

د جماعت الدعوة وياند نديم احمد په خپله دفاع کښې ووئيل چې حکومت د انډيا او امريکې په دباؤ جماعت الدعوة باندې بندېز لګولے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” پاکستان کښې د تنظيم خلاف کوم يو ايف آئى آر پورې درج نۀ دے ـ مونږ د رياست د ښېګړې د پاره کار کوو او څۀ داسې ګام مو نۀ دے پورته کړے چې غير قانونى او غير آئينى وى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here