وادئ کېلاش: د پاکستان ثقافتى رنګينۍ خطرو سره مخ

0
1736
: Photo By News Lens Pakistan / Alizer Bukhari
Kalash

هنزه ( سميرا على ) د څلورو کالو آمنه ريم وادئ کېلاش کښې د سيند د غاړې اوبو کښې خپلې زوړندې کړي او ناسته ده، هغه د ښائست يوه عملى نمونه ده چې وادئ کېلاش کښې په ډاګه ښکارى ـ ملک کښې فعال شدت خوښي عناصر د دې ښائست ختمولو هڅې کوي ـ

د اخبارى راپورونو ترمخه د کېلاش قبيلې خلق د طالبانو او نورو مذهبى انتهاخوښو له خوا ويرولے او دړکې ورکولے شي چې د اسلام په نوم د مذهبى روادارۍ د نيشتوالى فراختيا غواړي ـ د دې اقليتى ډلې د ويرولو د پاره بيلابيلو حربې کارولے شي چې دا شان دوئ خپله پلرنۍ وادئ پريږدي کومه چې د خپل ځانګړى کلتور په اساس مشهوره ده ـ

د بره چترال څخه د منتخب شوى صوبائى اسمبلۍ د غړى سردار حسېن له خوا د ورکړے شوې سرکارى شمېر شمېرې ترمخه د پاکستان دا بت پرسته ورورولى چې ابادي ئې چرته په ٢٠ زرو کسانو مشتمله وه ، اوس کمېدو سره يوازې درې زره پاتې شوې ده او د اوسنيو کلونو په دوران دا رجحان اندېښمن حد پورې زيات شوے دے ـ

وادئ کېلاش د خېبرپښتونخوا د چترال ضلعې په حدونو کښې راځى او دا سيمه د اوچتو دنګو غرونو په فطرى زړۀ راښکوونکې ښکلا معموره ده، ونې د موسمي مېوو نه ډکې وي کومو کښې چې د ځينو څخه په ځائى توګه شراب جوړولے شي کوم چې د دې سيمې د خلقو روايتى تګ و داؤ دے ـ

د وادئ کېلاش ښکلا په دې خاوره د اوسېدونکو خلقو د مخونو نه هم بريښي کوم چې د ښکاره ځانګړو تاثراتو وړ او د پړقېدونکى رنګ په ښائست کښې نغښتي دي د کوم له کبله چې دوئ د نورو نه بيخى بدل په نظر راځي ـ

پاکستان کښې ثقافتى رنګينى د نيشت برابر ده او اوس د يوې بلې اقليتى ډلې سلامتيا خطرو سره مخامخ ده د چا ثقافت او روايتونه جادوګرى خو ښائى بلکې د نړۍ بيلابيلو هېوادونو سره اړوند د زرګونو غېر ملکيانو پام هم خپل لورى ته رااړوي ـ

د ثقافتى رنګينۍ ختمېدل به د ملک د سېلګرۍ د صنعت د پاره يو لوے زيان ثابت شى کوم چې په مستقل ډول زيامنېږي ـ د وادئ کېلاش يو ځائى وګړى ګل وزير نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغوئ ورورولى د ختمېدو خطرو سره مخ ده ـ هغۀ ووئيل :” مونږ د طالبانو نه علاوه د مختلفو مذهبى شدت خوښو ډلو له خوا دړکو سره مخامخ يو چې مونږ خلق د خپلې مذهبى شدت خوښې پاليسۍ د ودې په لاره کښې يو خنډ ګڼي نو بل خوا اسلام منلو ته مجبورؤلے شو ـ”

هغۀ دې لورى ته هم اشاره وکړه چې د هغوئ ټوله معاشى اډاڼه په سېلګرۍ ده، يو دور وۀ کله چې به په لوے شمېر کښې غېر ملکى سېلګرو دې سيمې ته مخه کوله چې د قدرتى ښکلا، کلتورى پنګې او روايتى مېلو نه به ئې خوند اخستو د کوم نه چې به د تاريخ يو پوره عهد په ډاګه کېدو ـ هغۀ زياته کړه :” د حکومت له خوا د ګامونو نۀ پورته کېدو له کبله د وادئ کېلاش اوسېدوونکي نۀ يوازې د خپلې پېژندګلو څخه بې برخې کېږي بلکې د معاشى ستونزو له کبله هم د خلقو په کړمو کښې زياتوالے راغلے دے ـ”

د اطلاعاتو وفاقى وزير پروېز رشيد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د وفاقى حکومت له خوا ځائى انتظاميې ته سختۍ سره دا هدايت شوے دے چې هغوئ دې د ځائى ورورولۍ د تحفظ د پاره څۀ نيمګړتيا نۀ پرېږدي ـ هغۀ زياته کړه :” دا د حکومت ذمه وارى ده چې هغه د وادئ کېلاش د وګړو ثقافتى رنګيني خوندى کړي ولې چې د سېلګرۍ د محکمې د معاشى وسيلو يوه لويه برخه دې سيمه کښې هم د سيلګرۍ د هلې ځلو څخه ترلاسه کيږي ـ “

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ د محکمې سوشل مېډيا کوارډينيټر آصف بشير ووئيل چې صوبائى حکومت د ځائى ورورولۍ او د هغوئ د پنګې خوندى کولو د پاره ډېر ګامونه پورته کړي دي ـ هغۀ زياته کړه :” مونږ د ” کېلاش ثقافت د تحفظ” په نوم يو پروګرام پيل کړے دے او د دې مقصد د پاره مو د ځينو غېر سرکارى تنظيمونو مرسته هم ترلاسه کړې ده ـ ” هغۀ د وادئ کېلاش خلقو ته ورپېښو خطرو باندې خبرو اترو کښې ووئيل چې وادۍ کښې، د کومې پوله چې افغانستان سره هم پېوست ده، امنيتى چيک پوستې جوړې کړې شوې دي ـ هغۀ انکشاف وکړو :” ٢٠٠٩ء کښې د پولې د پورې غاړې نه راتلوونکو طالبانو څۀ کېلاش مېرمنې تښتولې هم وې ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here