کراچۍ عمليات: د پښتنو په ضد د طالبانو کارروائيو کښې کمے

0
1968
: Photo By News Lens Pakistan /
Activists of the Awami National Party at a political rally in Sohrab Goth area of Karachi. Pashtun liberal political parties, civil society organizations and traders in the city have expressed satisfaction over the ongoing law enforcement agencies’ crackdown. Photo: Ziaur Rehman/News Lens Pakistan

کراچۍ ( ضياء الرحمان ) کراچۍ کښې د عسکريت خوښو او جرمونه کوونکو عناصرو خلاف د رينجرز د روانې کارروائۍ په ضد هر څو کۀ نيوکې به کيدې د کومې چې اوس دوه کاله پوره شوي دي، ولې د پښتنو د روښانه خياله سياسى ګوندونو، سول سوسائټۍ د تنظيمونو او د ښار د تاجرانو له خوا رينجرز اپريشن يو نيک شګون ګرځولے شي ـ

پوليس او رينجرز واکمن د ډېرې مودې راسې دا دعوه کوي چې د رينجرز کارروائيو سره فساد ځپلى ښار کښې په ظاهره امن واپس راروان دے ولې په هغوئ د څۀ ځانګړو سياسى ګوندونو د کارمندانو او جرمونه کوونکو عناصرو په ضد کارروائيو کولو باندې نيوکې هم کيږي ـ

خو ولې پښتانۀ سياسى کارمندان او تاجران په ښکاره ډول د دې عملياتو په ګټه خوشحاله ښکاري کوم چې د طالبان عسکريت خوښو د بنيادى هدف لاندې راغلې دي، هغوئ وائي چې ښار کښې د رينجرز عملياتو د تحريک طالبان نيټ ورک ” په پوره توګه ماتې خوړلو ته ” مجبور کړے دے ـ

د ترهه ګرۍ د مخنيوى محکمې سره تړلى يو سينئر پوليس افسر مظهر مشوانى ووئيل :” د طالبانو اساسى هدف پښتانۀ روښانه خياله سياسى مشران او په ځانګړى توګه پښتون ژبنى ګوند عوامى نيشنل پارټۍ سره اړونده ليډران، د پوليو څاڅکو ورکوونکي کارمندان، د سول سوسائټۍ غړي ،پوليس افسران او اهلکار پاتې شوي دي ـ پرته له دې د عسکريت خوښو تنظيمونو د کارمندانو له خوا پښتانۀ تاجران به د قلنګ د ورکړے د پاره ويرولے شول او د ترلاسه کيدو نه پس به ئې ټول هيواد کښې د ترهه ګرۍ کارروائۍ کولې ـ “

عوامى نيشنل پارټى د ٢٠٠٩ء راسې د تحريک طالبان پاکستان هدف پاتې شوې ده ولې چې هغه قطبى صوبه خيبرپښتونخوا کښې په اقتدار کښې وه نو د طالبانو په ضد ئې سخته رويه خپله کړې وه د چا د ظلم او تشدد ډکو کارروائيو چې قطبى ضلعې او په خاص توګه قدرتى نظارو څخه معموره سوات او قبائيلى سيمو کښې د حکومت واک چيلنج کړے وۀ ـ

٢٠٠٩ء کښې سوات، سويلى وزيرستان او مومند ايجنسۍ نه طالبانو د آئى ډى پيز په جامه کښې د کراچۍ لورى ته کډې کؤل پيل کړل ـ

مومند سره اړونده يو کاروبارى شخصيت د امنيتى وجوهاتو په سؤب د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” تر ټولو وړاندې خو هغوئ (عسکريت خوښو) خوارى مزدورى وکړه ولې چې هغوئ ښار کښې د خپل نيټ ورک د نوى سره پيل کولو د پاره د سازګار وخت په انتظار وو ـ “

هغۀ ووئيل :” خو په ٢٠١١ء کښې هغوئ خپله کړنلاره بدله کړه ـ عسکريت خوښو خپلې ډلې کراچۍ کښې منتظم کړې او د ترهه ګرۍ د نورو کارروائيو کولو نه علاوه پښتون کميونټى ئې بنيادى هدف پاتې وه چرته چې هغوئ پناه اخستې وه ـ “

کراچۍ کښې د تحريک طالبان پاکستان درې ډلې فعال دي چې پکښې سوات، محسود او مومند طالبان شامل دي چې د ښار د پښتنو په بيلابيلو سيمو کښې فعال دي او خپل نيټ ورک چلوي ـ

د تحريک طالبان پاکستان د سويلى وزيرستان د ډلې مشرى خان سعيد عرف سجنا کوى چې پکښې د محسود عسکريت خوښو اکثريت شامل دے ـ دا ډله تير کال مئى کښې د تحريک طالبان پاکستان څخه د بيئليدو نه وروستو په پرانستى ډول کار کوي ـ

کراچۍ کښې د ډلې مشرى خان زمان عرف ګونګا کوي ـ قانون نافذونکې ادارې دعوه کوى چې هغوئ ښار کښې د روان کريک ډاؤن په دوران د يادې ډلې ګڼ مشران او عسکريت خوښي ووژل د کوم له کبله چې هغوئ په خپلو ملګرو باندې تاخانو ته او يا د ملک نورو سيمو ته د تللو د پاره زور راؤړي ـ

د دې دعوؤ تصديق د ډلې غړي پخپله هم کوي ـ د تحريک طالبان پاکستان سويلى څانګې سره اړونده يوې ذريعې د نوم نۀ ښودلو په شرط نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د اوسنيو مياشتو په دوران قانون نافذوونکې ادارې د طالبانو د سويلى وزيرستان د ډلې اهم مشران وژلي دي چې پکښې عابد مچهر، عابد چهوټا، ذکريا محسود، مفتى جاويد، خاضان ګل، زاهد الله، عبيدالله، عامر زاد او خواجلاک شامل دي ـ ” هغۀ ووئيل چې خان زمان او زيول بس اوس د ډلې دوه اهم لارښودان ژوندي پاتې دي ـ

تحريک طالبان پاکستان د سوات څانګې د وسله وال مرکزى مشر مولانا فضل الله د لاس لاندې دے چا چې ٢٠٠٩ء کښې سوات کښې د تشدد د فساد مشرى کړې وه ـ کراچۍ کښې د دې ډلې تنظيمى ډهانچه انتهائى پټه ساتلې شوې ده او دا په اساسى توګه د اے اين پى د مشرانو او د کرچۍ د لوېديزې ضلعې د پوليس افسرانو او کارمندانو د هدفى وژنو په پيښو کښې ککړه ده ـ

تحريک طالبان پاکستان محسود ډلې د تحريک طالبان پاکستان څخه له جدا کيدو وروستو خپل نوم بدلولو سره جماعت الاحرار (جے اے) ايښودے دے چې مشرى ئې عبدالولى عرف عمر خالد خراسانى کوى ـ د قانون نافذوونکو ادارو له خوا د اهمو لارښودانو او د جماعت د نزدې ملګرو د وژنې له کبله ياده ډله کمزورې شوې ده ـ

د اے اين پى لارښودان او پښتانۀ قبائيلى مشران د طالبانو بنيادى هدف پاتې شوي دي ـ د اے اين پى سندهـ صدر شاهى سيد وائي چې د تيرو دوو کالو په دوران طالبانو وسله والو د پارټۍ د سلو نه زيات کارمندان وژلي دي چې پکښې ضلعى صدران هم شامل دي ـ شاهى سيد دعوه وکړه چې اے اين پى د کراچۍ په لويدېزه ضلع کښې په نخښه کړے شوې ده چې د پښتنو يوه اکثريتى قصبه ده او د پارټۍ مرکز هم دے ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دا هغه بنيادى وجې دي د کومو په سؤ ب چې سياسى هلې ځلې ځنډ سره مخ شوي دي او د لارښودانو يو لوے شمير د امنيتى لاملونو له کبله د ښار نه تلي دي ـ “

کراچۍ سره تعلق لرونکى محقق ابوبکر يوسف زئى ووئيل :” سيمه کښې د عسکريت خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد د ډاګيزه دريځ خپلولو له کبله اے اين پى خيبرپښتونخوا او قبائلى سيمو کښې نه بلکې کراچۍ کښې هم د وسله والو اساسى هدف پاتې شوې ده ـ ښار کښې د اے اين پى د کارمندانو په يو هيړ د وژنې له کبله د پارټۍ ډير غړي د خپلو ځانونو د خوندى کولو په خاطر د ښى لاس سياسى ګوندونو لکه پاکستان مسلم ليګ نواز، پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامى کښې شامل شوي دي ـ “

تحريک طالبان پاکستان کراچۍ کښې د پوليو څاڅکي ورکوونکې ډلې هم په نخښه کړې د کوم په وجه چې پوليو مهم متاثره شو ـ د بيلا بيلو ميډيا راپورونو ترمخه جولائى ٢٠١٢ء نه تر اوسه د پوليو د مخنيوى مهم سره تړلي ډير غړي وژلي شوي دي ـ ټى ټى پى او جندالله، يو سنى عسکريت خوښې ډله ده چې القاعده سره اړيکې لري، د پوليو د څاڅکو ورکوونکو کارمندانو د نخښه کولو دعوه وکړه ـ کراچۍ کښې اوس د پوليو ډلو د امنيت د پاره پوليس لګولي شوي دي ـ

تحريک طالبان پاکستان ډير پوليس کارمندان هم وژلي دي او په په خاص توګه هغه پوليس کارمندان چې د کراچۍ د غربى ضلعې د پښتنو په سيمو کښې لګولي شوي وو ـ

خو ولې د پوليس راپورونو ترمخه ښار کښې د روانو عملياتو له کبله د ټى ټى پى دريواړه ډلې ستونزو سره مخ شوي دي ـ د پوليس د يوې ذريعې ترمخه ، چا ته چې ميډيا سره د خبرو کولو اجازه نۀ وه، ووئيل چې د ٢٠١٥ء د وړومبيو نهو مياشتو په دوران پوليس ښار کښې ٦٤٤ اشتهاريان ووژل چې پکښې ١٦٧ د تحريک طالبان پاکستان او القاعده فعال غړي وو ـ

کراچۍ کښې ميشتۀ يو محسود قبائلى، چې ښار کښې د طالبانو د ډلو فعاليدو څخه خبر دے، دعوه وکړه چې قانون نافذوونکو ادارو او په ځانګړى توګه رينجرز دسمبر ٢٠١٤ء کښې په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ د شوې حملې نه پس ګڼ طالبان کمانډران او د هغوئ مرستيالان وژلي دي ـ

هغۀ د امنيتى لاملونو په کبله د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د تيرو دوؤ مياشتو په دوران تحريک طالبان پاکستان د قلنګ اخستو او وژنې په پيښو کښې ککړ پاتې نۀ شو ـ” هغۀ زياته کړه :” د تحريک طالبان پاکستان وسله وال پټو ځايونو کښې غلي شوي دي او د پښتنو د سيمو ځائى اوسيدوونکو اوس خپل ځان نسبتاَ خوندي ګڼلے دے ـ “

سکيورټى تجزيه کار دا باور لرى چې جون ٢٠١٤ء کښې قطبى وزيرستان کښې د ضرب عضب په نوم د پيل کړے شوو فوځى عملياتو نه وروستو د تحريک طالبان پاکستان کمانډ اينډ کنټرول سسټم اغيزمن شوے دے د کوم چې کراچۍ کښې د هغوئ په فعالو ډلو هم اثرات پريوتې دي ـ

قطبى وزيرستان سره اړوند اسلام آباد کښې ميشتۀ يو خپلواکه امنيتى تجزيه کار عصمت خان وزير ووئيل چې د عملياتو نه وړاندې د کراچۍ د طالبانو د قطبى وزيرستان په ميرانشاه تحصيل کښې دفترونه وو د چرته نه چې به ځائى قيادت ته هداياتو کولے شول او د ښار پښتانۀ سياست دانان او کاروبارى ورورولى به ويرولے شوه ـ هغۀ زياته کړه :” د رينجرز د کريک ډاؤن نه پس اوس عسکريت خوښي تاخانو ته کوز شوي دي او ئا ئې د هيواد نورو سيمو ته مخه کړې ده ـ “

ستمبر ٢٠١٣ء کښې د رينجرز د پيل کړے شوو عملياتو مقصد د ښار نه بيلا بيلې جرمونه کوونکې او وسله والې ډلې ختمول وو چې پکښې طالبان هم شامل وو او فرقه ايز عسکريت خوښې، ژبنى او سياسى انتها خوښې ډلې يا جرم پيشه عناصر هم په نخښه کول وو ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here