د پنجاب حکومت د نۀ پاملرنې له کبله د صحت شعبه مخ په غورځېدو

0
1402
: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai
: Photo By News Lens Pakistan /

لاهور (سميرا على) پنجاب کښې د پاکستان مسلم ليګ نواز په مشرۍ اقتدار کښې د راغلى حکومت ټوله پاملرنه صوبه کښې لويو پرمختيائى منصوبو ترسره کولو ته ده او خپلې ټولې وسيلې په دې منصوبو لګوي چې له کبله ئې د صحت شعبه په سخته توګه ځپلې شوې ده ـ

د دې منصوبو ځپلي خلق په دې صورتحال ګيله مند دي او د فکرمندۍ څرګندونه کوي ـ هم داسې يو مثال د لاهور نه د ٢٠ کلوميټرو په فاصله ايوان اډياله واله سيمه کښې قائم هسپتال دے ـ لاهور د پاکستان په څو لويو ښارونو کښې يو دے او د پاکستان مسلم ليګ نواز مرکز دے ـ

د افسوس وړ خبره دا ده تر بنيادى اسانيو څۀ موجود نۀ دي چې پکښې سى ټى سکين، وينټى لېشن، آئى سى يو وارډ وغېره شامل دي او د ډاکټرانو او پېرا ميډيکل عمله هم نا پوره ده د کوم له کبله چې په ظاهره دا هسپتال نۀ ښکارى ـ د دې کلى والې سيمې د يو لک اوسېدونکو د پاره يوازې دوه ډاکټران خدمات ترسره کوي ـ

يو ځائى کرونده ګر عدنان حنيف نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هسپتال ودانى د قېدخانې منظر وړاندې کوى چې په خواؤشا سيمو کښې ئې د ډنډ شوو اوبو له کبله د تور زيړى او ډينګى ناروغۍ خورېږي ـ هغۀ ووئيل چې د رنځورانو معائنې له ټاکلي يو يا دوه ډاکټران ماسپښين دوه بجې د هسپتال نه ځي ځکه چې هغوئ خپلو ذاتى کلينکونو ته تللو سره د ناروغانو معائنه کوي او زياتى رقم ګټى ـ

هغۀ خفګان ښکاره کولو سره ووئيل :” څۀ داسې نظام نشته د کوم د لاندې چې د هغو ډاکټرانو د کار په وختونو او د دې ډاکټرانو په کارکردګۍ نظر وساتلے شى چې ځائي خلقو ته هېڅ اسانى نۀ ورکوي ـ”

د بېلابېلو راپورونو ترمخه ډاکټران او د پېراميډيکل عمله هم څو څو مياشتې هسپتال ته مخه نۀ کوي ـ

يو ځائى سکول سره اړوند استاذ احسن على ووئيل :” هسپتال کښې طبى آلات او نورې اسانۍ خو نشته ولې ډاکټران هم تش د نوم ملازمان دي چې تنخاګانې خو اخلي ولې د هسپتال نه غېرحاضر وي ـ” د حسن على زوئي هم د دې بڼې د بې غورۍ ښکار شوے دے ځکه چې هسپتال څخه د ډاکټرانو د غېرحاضرۍ او اېمرجنسى د پاره د دارو درملو د نيشتوالى له کبله د هغۀ زخمونه خراب شوي وو ـ

د فرى اېنډ فيئر الېکشن نېټ ورک ( فيفن ) مشر مدثر رضوى د حکومتى نظام د سپېځلتيا او د احتساب په اړه خبرو اترو کښې د دې ذمه وارى صحت شعبه کښې د څارنې د اثرناکه نظام په نۀ شتون ورواچوله ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” په غېر سرکارى ډول دې لړ کښې کار کيږى لکه څنګه چې مونږ په نظام کښې خامۍ په ګوته کوو ولې د حکومت د احتساب نظام هډو وجود نۀ لرى ـ” هغۀ ووئيل چې د احتساب د نيشتوالى له کبله د عام اولس په ژوند منفى اثرات پرېوځي ـ

فيفن ټول هېواد کښې قائمو هسپتالونو او د صحت بنيادى مرکزونو سره اړوند کوائف هم راغونډ کړي دي او د دې اخرى راپور ئې ٢٠١٣ء کښې جارى کړے وۀ ـ

ډائريکټر جنرل هيلتهـ پنجاب ډاکټر زاهد پرويز سره چې کله په دې حقله رابطه وکړے شوه نو هغۀ په دې صورتحال د تبصرې کولو نه په ډډه کولو ووئيل صوبه کښې قائم د صحت د بنيادى مرکزونو د خراب حالت په اړه هغۀ ته د خپل نظر ښکاره کولو د پاره څۀ وخت پکار دے ـ

د پنجاب د وزيراعلى د صحت د پاره صلاح کار خواجه سلمان رفيق ووئيل چې حکومت د صحت د ټولو بنيادى مرکزونو د نګرانۍ کولو هڅه کوى ـ هغۀ ووئيل :” د هر نوى نظام د اولس د پاره د ګټور جوړولو په خاطر څۀ وخت پکار وى او مونږ د طبى اسانيو د نيشتوالى په بابله ، کۀ هم داسۍ ده، کوائف راغونډول پيل کړي دي ـ “

خو ولې هغۀ دا ومنله چې د څارنې د سم نظام د نۀ شتون له کبله دا بحران نزدې راتلونکى وخت کښې په نظر نۀ راځى چې ختم به شى ـ

ينګ ډاکټرز اېسوسى اېشن دا باور لرى چې پاکستان مسلم ليګ نواز د صحت د شعبې پرمختګ کښې څۀ دلچسپى نۀ لرى ـ د ينګ ډاکټرز اېسوسى اېشن عهديدار ډاکټر حسين ووئيل چې د ډاکټرانو اکثريت د ذاتى مد ملازمتونو ته پاملرنه کوي او يا د غوره موقعو په لټون کښې بهر هېوادونو ته مخه کوي ځکه چې هغوئ ته سرکارى هسپتالونو کښې د اوږدو ملازمتونو مناسبه معاوضه ورکولے نۀ شى ـ

صوبه کښې د صحت په شعبه د باور په نۀ شتون کښې زياتوالے راځى او د صحت د غوره اسانيو د ورکړے غوښتنه په ډاګيزه ډول زور نيسى ـ پاکستان په هغو هېوادونو کښې يو دے چرته چې د ابادۍ يو لوے اکثريت او په ځانګړى توګه د کلى والو سيمو د اوسېدونکو د صحت بنيادى اسانيو ته رسد نشته ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here