غېر مسلمه کونسلران به منتخب نۀ بلکې نامزد کيږي

0
1792

: Photo By News Lens Pakistan /

کراچۍ ( ضياء الرحمان ) د ٣٠ کالو سنجيش ايس دهانجا هندو ورورولۍ سره اړونده يو زلمے سياسى کارمند دے، کله چې هغۀ ته معلومه شوه چې هغه په ښار کښې کيدونکو بلدياتى ټاکنو کښې برخه نۀ شى اخستے نو هغه مايوسه شو ـ

دهانجا ووئيل :” زۀ د تېرو دوو کالو راسې د انتخابونو په تيارۍ کښې بوخت ؤم او باورى ؤم چې زما د سيمې چهوټا ګيټ خلق به هم ما ته ووټ راکوي ـ” هغه کراچۍ کښې د د خېرښېګړې د يو تنظيم پاکستان هندو سيوا مشر هم دے چې د هندو ورورولۍ د سماجى او معاشى حالاتو ښۀ کولو د پاره هلې ځلې کوى ـ هغۀ زياته کړه :” زۀ خفه يم چې غېر مسلمه سياسى کارمندان به دا ځل بلدياتى ټاکنو کښې نېغ په نېغه برخه وانۀ خستے شى ـ “

صوبه سندهـ کښې به بلدياتى ټاکنې په دريو مرحلو کښې ترسره کيدل وو، وړومبۍ مرحله کښې په ٣١ اکتوبر د قطبى سندهـ په اتو ضلعو کښې الېکشن کېدل وو ـ دريمې او اخرى مرحله کښې به د ټاکنو ترسره کېدل په دريم دسمبر عمل کښې راځي ـ “

٢٠٠١ء او ٢٠٠٥ء کښې ترسره شوو ټاکنو کښې د سندهـ صوبې مسلمانانو او غېر مسلمه ووټرانو د خپلې سيمې نه د غېر مسلمه کونسلرانو د پاره په ځانګړو چوکيو اميدواران نېغ په نېغه د خپلې علاقې نه منتخب کړي وو ـ

ولې اوسنى بلدياتى نظام کښې به د يو چيئرپرسن، وائس چيئرپرسن او هر يونين کونسل( کلى والو سيمو کښې ) او يونين کميټۍ ( ښارى علاقو کښې ) د پاره څلور کونسلران منتخب کولے شي ـ دا ځل به ووټران د دې شپږو استازو د ټاکنې د پاره د کميټۍ او کونسل په کچ دوه ووټونه اچوي چې د برياليتوب ترلاسه کولو نه وروستو به په ځانګړو چوکيو د يو غېر مسلمه کونسلر منتخب کولو نه علاوه د مېرمنو، ځوانانو او خوارى کښو ټاکنه هم عمل کښې راولي کوم چې به د اړونده ګوندونو مشران منتخب کوي ـ

سندهـ اسمبلۍ په ١٢ اګست ” سندهـ لوکل ګورنمنټ (دريم بدلون) بل ٢٠١٥ء ” منظور کړو چې پکښې د نورو بدلونونو نه علاوه د ووټنګ په حقله نوي قوانين رامنځته کړے شوي وو د کومو لاندې چې به اوس يوازې بس چيئرپرسن، وائس چيئرپرسن او جنرل کونسلر نېغ په نېغه ټاکلے شي ـ

سندهـ صوبه کښې د غېر مسلمو ابادى نسبتاَ زياته ده چې پکښې هندو، احمدى او مسيحى ورورولى شامله ده ـ له دې پرته د سکهـ او پارسى مذهبونو کسان هم په يو لږ شمېر صوبه کښې مېشتۀ دي ـ د هندوانو د حقونو د پاره کار کوونکے تنظيم پاکستان هندو سيوا دعوه کوى چې هر څو کۀ سرکارى شمېر شميره موجود نۀ ده ځکه چې ملک کښې د ١٩٩٨ء نه پس کومه سرشمېرنه نۀ ده شوې، د يوې اندازې ترمخه د ملک په مجموعى ابادۍ کښې د هندوانو تناسب ٥.٥ سلنه دے چې پکښې ٣٣.٩٣ سلنه سندهـ کښې مېشتۀ دي ـ

د يو نامتو انګريزى اخبار ايکسپريس ټريبون د ٨ اپريل ٢٠١٣ء د خپرونې ترمخه، چې پکښې د اليکشن کميشن آف پاکستان د شمېر شمېرې حواله ورکړے شوې وه، ملک کښې د مېشتۀ غېر مسلمه ووټرانو د ټولو نه زياته شرح د هندوانو ده د کومو چې ١٤ لکه ووټ او د مسيحى ابادى ١٢ لکه ٤٠ زره ووټ رجسټرډ دي ـ دغه راپور کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې پاکستان کښې د احمديانو ١١٥٩٦٦، د سکهانو ٥٩٣٤، د پارسيانو ٣٦٥٠، د بدهـ مت د پېروکارو ١٤٥٢ او د يهوديانو ٨٠٩ ووټونه رجسټرډ دي ـ

د مسيحى ورورولۍ مشر مائيکل جاويد د سندهـ اسمبلۍ پخوانے غړے دے او کراچۍ نه ئې څلور ځله نېغ په نېغه ټاکنو کښې برياليتوب ترلاسه کړے دے، هغه وائي چې غېر مسلمه کارمندانو، چې له وړاندې راسې د رائې د حق کارولو د پاره تک و داؤ کوي، هغوئ دا ځل دومره اجازت ورنۀ کړے شو چې هغوئ بلدياتى ټاکنو کښې خپل اميدواران انتخابى مېدان ته راوويستلے شي ـ

١٩٩٩ء کښې چې کله پخوانى فوځى مشر پروېز مشرف د منتخب وزيراعظم نواز شريف حکومت ختم کړو نو هغه وخت پورې عامو ټاکنو کښې غېرمسلمه خلقو ته د رائې د حق کارؤلو حق ترلاسه وۀ د کوم له کبله چې به هغوئ په جنرل سيټونو نه يوازې مسلمان اميدوارانو ته ووټ اچولے شو بلکې غېر مسلمه اميدوارنو ته به ئې هم ووټ ورکولو ـ

ولې اوسنو عامو ټاکنو کښې به غېر مسلمه اميدواران نېغ په نېغه د ووټنګ له لارې ټاکلے نۀ شي ـ د مائيکل جاويد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې وېنا وه :” اوس به مرکزى دائرې د سياسى ګوندونو مسلمان لارښود په ځانګړو چوکيو غېرمسلمه مشران نامزد کوي چې له کبله ئې ټول هېواد کښې مېشتۀ غېر مسلمه د خپلو اميدوارانو د ټاکنې په اړه د ووټ اچولو د حق نه بې برخې شوي دي ـ ” هغۀ زياته کړه چې سندهـ صوبه کښې غېر مسلمه خلق د محلې په کچ ترسره کيدونکو ټاکنو کښې هم د برخې اخستو د حق څخه بې برخې کړے شوي دي ـ

د ځانله انتخابى نظام ختمولو له کبله غېر مسلمه اميدواران مذهبى ګوندونو کښې په شاملېدو مجبور شوي دي چې پکښې اسلام خوښې پارټۍ هم شاملې دي، رښتيا خو دا دي چې کۀ بلدياتى انتخاب وي او کۀ عامې ټاکنې، د دې امېداوارانو تر ټولو اهم مقصد د ځانګړو چوکيو د پاره ټکټ ترلاسه کول وي ـ

د غېر مسلمو د حقونو د پاره کار کوونکو کارمندانو ووئيل چې د هغوئ د ورورولۍ لارښودان به اوس د مسلمان اکثريتى سياسى ګوندونو نه په ځانګړو چوکيو د ټکټ جارى کولو غوښتنه کوي ـ د عامو ټاکنو په شان شتمن او د وس دس خاوندان غېر مسلمه مشران به د دغه ګوندونو څخه د ځانګړو چوکيو د پاره ټکټونه اخلي چې غېر مسلمه ابادۍ او د هغوئ د سيمو ستونزو هوارولو ته پاملرنه نۀ کوي ـ

د کراچۍ هندو اکثريتى سيمې جوګهۍ مور په خواؤ شا کښې ٨٠٠ کورنۍ په ډېره سخته بې وزلۍ کښې ژوند کوي ـ د سيمې اوسيدونکي د څښلو پاکو اوبو ته رسائى لري او نۀ په سيمه کښې سيوريج سسټم، سکولونه او ډسپنسرۍ جوړې کړے شوې دي ـ

سنجيش ايس دهانجا ووئيل چې د جوګهى موړ په شان د غېر مسلمه هرې ابادۍ ته د دې بڼې ستونزې ورپېښې دي ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د دې وجه دا ده چې مونږ د خپلې ورورولۍ غړي نېغ په نېغه منتخب کولو سره د پارليمان يا سټى کونسل برخه نۀ شو جوړولے چې وروستو بيا د خلقو کړمې هوارې کړي ـ داسې د پارليمان غېر مسلمه غړي د خپلې ورورولۍ د ووټ ترلاسه کولو په ځائے د دولت په خاطر د پارټۍ ټکټ ترلاسه کولو کښې بريالي کيږي ـ “

د سکهانو د ټول ملک په کچ د يو ګوند پاکستان سکهـ کونسل مشر سردار رميش سنګهـ ووئيل چې د هغوئ جماعت صوبه کښې کېدونکو بلدياتى ټاکنو څخه د بائيکاټ پرېکړه کړې ده ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ د رائې د حق استعمالولو حق واپس ترلاسه کول غواړو د کوم له کبله چې به نۀ يوازې د خپلې ورورولۍ اميداواران منتخب کوو بلکې د مسلمانانو اميدوارانو د ټاکلو حق به هم راته په لاس راشى ـ “

د اليکشن کميشن آف پاکستان يو افسر د نوم نۀ ښودلو په درخواست، ځکه چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو کولو اجازه نشته، ووئيل چې د بلدياتى حکومتونو د ټاکنو د عمل اسان او چټک جوړولو د پاره اليکشن کميشن آف پاکستان نوې ضابطې جوړې کړې دي د کومو لاندې چې يونين کونسل يا کميټۍ کښې منتخب کېدونکو شپږو غړو ته وئيلي شوي دي چې هغوئ دې د غېر مسلمه کونسلرانو د ټاکلو څخه پرته د وومن، ځوانانو او ليبرکونسل انتخاب هم عمل کښې راولي ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” تېرو دوو بلدياتى ټاکنو کښې ووټران د رائې د خپل حق په کارؤلو کښې ستونزو سره مخامخ شوي وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here