د ماحول خيچنتيا او ترې راپېښې ستونزې

0
2095

: Photo By News Lens Pakistan /

کابل-ننګرهار-پېښور (پژواک): هغه سړک چې يو وخت ئې په دواړو غاړو د دوکانونو او اخستوونکو ګڼه ګوڼه وه؛ اوس پرې د سړک د ډيران ډک لښتي بهېږي.

په نشو اخته يو تن په ډيران کښې د ستنې لټون کوي او هاغه غاړه بيا ماشومان په پلاسټکونو او شاپرو  پسې ستومانه دي.

يوه کورنۍ د خپلو خزلو کڅوړې غورځوي او په دې توګه د خرابو شوو څيزونو بد بوى هوا ته ځي.

دا د پاکستان د خيبر پښتونخوا صوبې په قطب نمرخاتۀ کښې اشرف روډ علاقه ده.

د پاکستان د انجينري خدماتو د ملي ادارې له خوا د خيبر پښتونخوا د ماحولياتو محکمې ته په يو راپور کښې وئيلي شوي دي چې هره  ورځ په پېښور ښار کښې ۶۰۲ ټنه خزله رامنځته کيږي  چې د دغه ښار د هر اوسېدونکي په سر ۰.۵ کيلوګرام جوړيږي.

په هم دغه راپور کښې راغلي چې د تحصيل ميونسپل کميټۍ  چې د پېښور ښار د خزلو د ټولولو کيلې لوظنامه  لري، هره ورځ خواؤشا  ۳۹۸ ټنه خزله ټولوي.

دا په دې معنا ده چې هره ورځ د ۲۰۰ ټنو نه زياته  زهري، صنعتي او نوره خزله سوزولے شي  يا په  روډونو  پرېښودلے شي چې د ښار د اوبو زخيرې خرابوي  او په خلقو کښې ناروغۍ رامنځته کوي.

خو له ۷۴۴۶۰ ټنه خزلې سره چې په يو کال کښې رامنځته شوې او پاتې شوي، څه کېږي؟

 په ښار کښې د خزلو د غورزولو ځايونه اوس د ناروغيو زېږولو په مهمو سيمو بدل شوي، په روډونو   پراتۀ ډيرانونه ماشي راټولوي او په دې توګه د مليريا، هيپتايتس، د خيټې او د څرمنې ناروغۍ رامنځته کوي.

د پېښور په اشرف روډ (واټ) يو کراچۍ لرونکى ګل تاج وائي: “هر څوک چې په ښار کښې ګاډے  چلوي، د خزلو ډېري ويني. خلق خزلې د روډونو په غاړو غورزوي او دغه کار د ښاريې د استعمال شوو اوبو سيسټم بند کړے دے.”

د پېښور ښار اتيا سلنه اوبه د څښلو نه دي

د پاکستان د سائنسي او صنعتي څېړنو په شورا کښې د يو مشر څېړونکي جهانګيرشاه په خبره، په پېښور کښې په سلو کښې اتيا برخې اوبه “د بيکټيريا  او کيمياوي ويسټريج  له کبله د انسانانو د استعمال د پاره صحيح نه دي.”

د خيبر پښتونخوا د صحت عامه محکمې شمېرې څرګندوي چې په دغه صوبه کښې ۵۴ سلنه خلق د اوبو د پيدا شوو ناروغيو لکه د ټائيفائيډ او کولرا نه کړېږي.

خپله د صحت محکمه د خزلو په پيدا کولو کښې ملامته ده؛ ځکه چې هسپتالونه د هغو ناروغانو څخه ډک دي چې د خزلو د موجودګۍ له کبله ناروغه شوي دي.

د يو واکمن په خبره، طبي زهري خزلې هم په پېښور کښې د خزلو له مهمو عناصرو ګڼل کېږي.

په خيبر پښتونخوا کښې د ماحولياتو د تحفظ د محکمې  مشر ډاکټر محمدبصير خان وائي: “د هسپتالونو خزلې د چاپيرچل د پاره ډېره لويه خطره ګڼلے شي.

په پېښور کښې درې لوې هسپتالونه شته چې د خزلو سوزولو مشينونه ئې له کاره وتلي دي او له دې کبله د هسپتال خزلې بهر غوزولے شي.

شپږ مياشتې وړاندې زمونږ ادارې په حکومتي او شخصي هسپتالونو کښې د خزلو د سوزولو د مشينونو د موجودګۍ په اړه سروے وکړه او بيا مونږ ټولو هسپتالونو ته هدايات ورکړل چې دغه مشينونه فعال کړي.”

په کابل کښې خزلې د انسان د مړينې لامل دي

د پولې دې غاړه ته بيا په دارالحکومت کابل کښې د ميونسپل کميټۍ واکمنان اړونده کړمو سره مخامخ دي، چې دا شان له هوا د خيچنتيا، د سخا اوبو د رامنځته کېدونکو ناروغيو او په ښاري سيمو کښې د خزلو د ډېرېدو مخه ونيسي.

د کابل ميونسپل کميټۍ د خزلو او آلودګۍ د څانګې مشر نثاراحمد حبيبي غوري وائي: “مونږ په ۲۴ ګينټو کښې ۵۱۰ ټنه خزلې د کابل له بېلابېلو برخو ټولوو، خو د مشينونو او نورو ذريعو د کمى له کبله په ښار کښې د ټولو پيدا کېدونکو خزلو د ټولولو وس نه لرو.”

د عام صحت د وزارت د اندازې ترمخه، ګندګي ښائي په کال کښې د ۳۰۰۰ کسانو د مړينې د چټکتيا لامل وي.

د کابل اوسېدونکي د خيټې خرابيدو، ټى بى او داسې د نورو سابندۍ د ناروغيو له سترو خطرو  سره مخ دي چې اکثريت ئې د دوړو او خيچنې هوا له امله رامنځته کېږي او ماشومان د نورو نه زيات متاثره کوي.

د هوا د خيچنتيا له کبله رامنځته شوې ناروغۍ د نورو صوبو په ښارونو کښې هم دا شان خطرې رامنځته کوي.

د ننګرهار صوبې د صحت محکمې د ماحولياتو د تحفظ  د څانګې مشر ډاکټر محمدنصير وائي: “په تېرو دريو مياشتو کښې دلته د ساه بندۍ د سلګونو رنځورانو علاج معالجه شوې ده.”

په ننګرهار کښې د سوزېدونکو ټايرونو بوى

په ننګرهار کښې واکمنان وائي چې د جلال اباد په ښار کښې د زياتيدونکو خزلو  د سمبالښت د پاره اجتماعى ذمه وارى بايد فراخه شي.

دا خبره د کابل زرغونتيا په اداره کښې نسرين صابري هم کوي.

په جلال اباد ښار کښې د صفائۍ په سلګونه کارکوونکي شته خو واکمنان وائي يواځې هغه مهال د ټولو ډيرانونو د ټولولو امکان رامنځته کېږي چې خلق ئې په سمه توګه او ټاکلو شوو ځايونو کښې واچوي.

په ننګرهار کښې د ماحولياتو د تحفظ ادارې مشر فضل الربي حليم وائي، هر کال په ښار کښې د ډيرانونو  نوي ځايونه جوړېږي او هر کال په زرګونو نوي بوټي هم نالولے شي، چې دا شان د هوا د خيچنتيا  مخنيوے وکړي.

نوموړے وائي: “خو د اوبو د کمى له کبله تازه کرلي شوي بوټي يوازې په څو هفتو کښې وچېږي.”

د ماحولياتو د تحفظ  دغه تجزيه کار وائي، په جلال اباد ښار کښې د هوا حالت په ځانګړې توګه خراب دے؛ ځکه د خښتو بټۍ کښې د ربړ ټېرونه سوزي او هم په دغه ښار کښې خواؤشا ۱۵۰۰۰ موټرسائيکلې  چليږي.

ډېرې ونې له پولې پورې غاړې ته هم يو مشهور شعل  دے، خو په پېښور کښې د ماحولياتو د تحفظ  يو کارکن وائي په اصل کښې ځنګلونه وهلے شي او په ښارونو کښې بيا شنه ځايونه ختميږي.

د سرحد په نوم د ماحولياتو د تحفظ د يو مرکز غړے عديل ظريف وائي: “په پاکستان کښې واکمنان د ځنګلونو  په معامله کښې هم نه دي. زمونږ په هېواد کښې حکومت ونې وهي چې ترقياتى منصوبې پرې ترسره کړي او له هم دې کبله د پېښور د سړکونو له غاړو ونې د ودانيو جوړولو د پاره ايستلې کېږي.”

بې کاره تېل او تورې اوبه

د پولې د دواړو غاړو په ښاري سيمو کښې شنه ځايونه داسې جوړ شوي چې د ګاډو، د خښتو د بټيو او د فيکټريو د لوګيو مخه ونيسي.

د شک نه بغير چې د افغانستان په ښارونو کښې د ګاډو زياتيدو د هوا حالت نور هم خراب کړے؛ ځکه ګڼ ګاډي زاړه مشينونه لري او بې کاره تيل استعمالوى.

واکمن وائي، کم نه کم  په پينځو کښې يو ګاډے له قانوني سټنډرد سره سمون نه لري.

د افغانستان د ماحولياتو د تحفظ د قومى ادارې يا نيپا د پاليسي څانګې مشر کاظم همايون وائي، په کابل کښې ئې د تېلو د معيار د کنټرول څو څانګې جوړې کړې چې بې کاره  تېلو د درآمد کولو مخ نيوے وکړي.

 واکمنان هڅه کوي چې د ښاري پاکۍ د ذمه وارۍ  داسې پاليسي عملى کړي چې د ښاري پراختيا ټولې ستونزې حل کړي.

د کابل ښار د تنظيفاتو ادارې مشر غوري وائي چې په تېرې يوې لسيزه کښې د کابل ښار خلق له يو ملين څخه شپږ ميليونه کسانو ته زيات شوى دى.

دا په داسې حال کښې ده چې د مرکزي سرشميرنې محکمې د تازه معلوماتو له مخې، کابل هم دا اوس ٤،٢ ملينه افراد لري چې ٧٧،٢ سلنه ئې په کابل ښار کښې اوسېږي.

په پېښور کښې خيچنې اوبه

د پېښور د خيبر سيمې اوسېدونکي وائي چې د پيښور حالت ته د ښارې پراختېا منصوبه جوړونکو سمه پاملرنه نه ده کړې.

د پېښور د مسلم کوارټر ۶۰ کلن اوسېدونکے اول خان وائي چې د سېمې د اوبو سيسټم ۳۰ کاله وړاندې جوړ شوے. خان وائي ” ورستې لولې سخا اوبه راکاږي او په دې توګه مونږ متاثره کيږو.”

اول خان وائي، نمسيان ئې ډېر وخت له ناپاکو اوبو د راپيدا شوو ناروغيو له کبله هسپتال ته ځي.

هغه وائي، واکمنو ته ئې د ستونزو په اړه خبر ورکړے، خو د حل لپاره ئې هېڅ اقدام نه دے شوے.

د پېښور د ماحولياتو د تحفظ اداره اندازه ښائى چې پاکستان هر کال  ٣،٥ اربو پورې  ډالر لګوي چې د هوا د خيچنتيا مخنيوے به وکړي، خو بيا هم په پاکستان کښې تر پنځو کلونو د وړو ماشومانو د ۴۰ سلنې د مړينې وجه ناپاکې اوبه  ګرځى.

پېښوري واکمن وائي، د خزلو او ورڅخه د رامنځته کېدونکو ناروغيو د مخ نيونې د پاره ئې يو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

د خيبر پښتونخوا د ماحولياتو د تحفظ  ادارې مشر محمد بصير خان وائي: “په نزدې راتلونکي وخت کښې به د ماحولياتو د تحفظ اداره د ذاتى مد د کمپنيو په مرسته د خزلو د سوزولو يو ښه مشين د ښاره نه بهر ولګوى.

په دغه مشين او ورسره تړلو ذريعو باندې به د ښار د لويو ډيرانونو نه علاوه  د  هسپتالونو زهرژنې خزلې  هم وسوزولے شي.”

کابل د ژوند د پاره مناسب نه دے

د ننګرهارصوبې وياند احمدضيا عبدالزے وائي: “ګورنر له دې ستونزې ښه خبر دے او له اړوندو اړوندو واکمنو سره کار کوي چې د هوا د خيچتيا او په دې اړه د خلقو د نورو اندېښنو د هوارى د پاره يو هر اړخيز ميکانېزم جوړ کړي.”

بهشته له کلونو راسې د ساه لنډۍ او ساه بندۍ له ناروغۍ ځورېږي او د هوا د ښه والي طمع لري.

د کابل ښار دغه ۱۹ کلنه اوسېدونکې چې دوه وروڼه يې د ساه لنډۍ له کبله مړه شوي، وائي: “په علاقه  کښې چې هوا وچه وي، زما ساه لنډي زياتيږي او ډېره مې زوروي.”

يو افغان شاعر په خپل شعر کښې د کابل په اړه وئيلي: “…لکه د سرو ګلونو هار ښکلے دے” خو د هم دغه ملک صدر محمداشرف غني په دې وروستيو کښې په يوه غونډه کښې د کابل ميونسپل کميټۍ  کارکوونکو ته ووئيل: “کابل د ژوند کولو د پاره مناسب نه دے.))

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here